د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

فکر وکړئ

b_150_100_16777215_00_images_khost-web_hand_writer.png

 

که په یوه لري ځای کې یوه رڼایي وینئ، نو فکر ته مو سل خبرې راځي، چې دا به لاټين وي. ګروپ به وي... او داسې نور شیان مو زهن ته تداعي کیږي؛ خو چې ورنیږدي شی بل شی وي او ستاسو د فکر خلاف وي. که مو کوم ملګري په لاس کې پټ یو څه نیولي وي او له تاسو نه وپوښتي چې ماسره به څه وي؟ دا به وي، نه دا به وي، خو بلاخره حقیقت بل څه وي.
په صنف کې استاد پوښتنه کوي، چې (فکر څه ته وایی؟). د هره خوا ورته هر یو خپل مثبت نظر ورکوي او هیڅوک هم داسې خبره نه کوي، چې استاد ته دي تري زیان ورسیږي، خو اخر نتیجه بله وخیژي.
که یو څوک څه لیکي او یا وایي، نو هغه که د اسلام (قران او حدیث) پورې هم اړه ولري، نو پري فکر کول پکاري دی، چې ده دا خبره کړي ایا ریښتیا هم د الله او د هغه د رسول خبره ده او کنه دده خپله ده؟ بیا که دده خپله خبره وي، دا بیا هیڅ کله د منلو وړ نه ده، ځکه د الله او د هغه د رسول خبره موږ ته د منلو وړ ده نه د بل چا.
اوس که یو څوک د یو څه په اړه یوه خبره کوي، موږ ته پکاره ده چې په اړه یې فکر وکړو چې دا خبره څومره ریښتیا ده؟ په لیکوالی کې استاد اجمل ښکلی وايي: کله مو چې یو څه لیدل شک پري وکړی، چې ولی داسی دی؟ او موږ سره به یې سم ځواب څه وي یعني که وایو چې دا ګیلاس ولی داسي دی؟ نو موږ سره به یې سم شکل څه رقم وی.
په دي ورځو کې په فیسبوک کې د ځینو خلکو تر منځ دومره کینه ولیدلي، چې یو بل ته د مور او خور ښکنځلي کوي. فکر کوم چې قرار پښتانه تروریست یاد کړي او نورو نو پښتنو ورپسې پيل کړي چې دا داسی دی او دا داسی دی...
ما خو یې لیکنه نده لوستي، خو چا چې لوستي، هغوی دي په ارام مغز فکر وکړي، چې ریښتیا هم پښتانه تروریستان دي او کنه؟ کیدای شي هغه یې دلیلونه ښودلي وي. زه دا نه وایم چې ده دا ښه کار کړی، ولی چې لیکوال باید داسي څه ونه لیکي چې د ټولنې په زیان وي. خلک راوپاروي... د خلکو په منځ کې د کیني اور بل کړي.
موږ همیشه د احساساتو له مخې فکر کو او پایله یې بیا پښیماني وي. مخکې له دي چې د یو څه په اړه نظر ورکړئ، فکر وکړه چې زما نظر سم دی او کنه؟ نظر مي دي موضوع سره ربط لري؟ لیکوال څه وايي او زما سره څه ځواب دي. که درسره ځواب سم و او کنه، خو باید چې لیکوال په نظر کې ونیسئ او بیا ځواب ورکړئ.
که امکان لري، تیر شه تري او هسي بي ګټې خبري او احساساتي خبري مه کوه؛ چې هم ځان پوري خلک وخندوي او هم درنه نور متضرر شي.
موږ همیشه سپي پسې منډه کړي او خپل غوږ مو ندی لیدلی. که موږ ته چا ویلي چې هلکه فلاني درپسې داسې خبرې کړي، نو مخکې له دې چې قضاوت وکړو، چې ریښتیا هم ده داسې خبرې کړي او که هسي د سر چوک خبرې دي، ورغلي یو او سړی مو راڅملولی او وهلی مو دي، خو وروسته حقیقت بل څه و.
تر ټولو ښه کار دا دي؛ چې د هر شي په اړه مثبت فکر وکړئ. یوه لیکنه پوره ولولئ او بیا قضاوت وکړئ.
 
 
اساسي برخه: بېلابېلې ليکنې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1542

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1504

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1704

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2205

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6458

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…