د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

افغانان؛ د ازادۍ جګړه او د اتلولۍ داستانونه!

b_150_100_16777215_00_images_nazar-mutmaen.jpg

 

 

لیکوال او شناند
جوهر دوداییف چې د چیچن د مسلمانانو لومړنی مشر او د چیچن د ازادۍ سرلاری او ددغه هیواد لومړی مسلمان ولسمشر دی، پر افغانستان د شوروي اتحادي جمهوریتونو د حملې په وخت کې په افغانستان کې جنګیدلی او دلته يې له مجاهدینو سره په جګړه کې مډال هم اخستی دی. هغه د شوروي اتحادي جمهوریتونو د پوځیانو څخه یوه تکړه او تجربه لرونکی جنرال وو.
 
جوهر دوداییف يو پخواني افغان ډيپلوماټ ته ویلي چې د چیچن د ازادۍ دغه فکر یې د افغانستان د مجاهدینو څخه اخستی دی، هغه ویلي وو چې یوځل د افغانستان په لویدیځ کې د مجاهدینو سره د جګړې پر مهال زموږ روسي پوځیانو درې يا څلور مجاهدین ژوندي ونیول، کله چې مې د هغوی شکېدلي جامې، وچ کلک ډنګر بدنونه، خواري او ستونزو ځپلې مخونه، دهغوی څیري او زاړه د پښو پایزار ولیدل، د هغوی زړې او بې کیفیټه ټوپکې مې ولیدلي او بیا مې د دوی دغه حالت د سرو پوځیانو له مجهز نظامي شتون سره پرتله کړ، ډیر تعجب شوم، چې داخلک به تر کوم وخته جګړه وکړي او دوی به څه ډول وتوانیږي چې خپله د ازادۍ جګړه به وګټي.
 
همدې مجاهدینو ته ورغلم، ورته مې وویل چې زه هم مسلمان یم، او له همدې کبله ستاسي سره مرسته کوم، ژوندي مو بیرته پریږدم چې خپلو کورنیو ته ولاړ شئ، خو زما سره به تاسي ژمنه کوئ چې بیا به وسله نه اخلئ او له روسي پوځیانو سره به جګړه نه کوئ.
 
جوهر دوداییف ویلي چې همدا او ديته ورته خبرې مې نوري هم ورته وکړي، دا مې ورته ویل چې زه مسلمان یم ځکه ستاسي سره همدا خواخوږي لرم. په جګړه کې اسیر شوو مجاهدینو راته وویل چې موږ به خپل منځ کې مشوره وکړو، هغوی په خپله ژبه سره وږغیدل او لږ وروسته يې راته وویل چې موږ به کوشش وکړو چې ستاسي سره جګړه کې مخ نه شو، خو دا ژمنه درسره نه شو کولای چې موږ به په کور کینو او د روسي پوځیانو سره به جګړه نه کوو، هغوی چې زموږ په خاوره یې یرغل کړی او هغوی چې زموږ د دین او مذهب دښمنان دي.
 
جوهر دوداییف ويلي چې کله مې دهمدي خواري ځپلو افغانانو قوي هوډ او جرائت ولیدی، همدلته مې ذهن کې د چیچن د ازادۍ نقشې ابتدايې ترسیم ځای ونیو، فکر مي وکړ چې د چیچن وګړي تر افغانانو د ډیرو امکاناتو لرونکي دی او د چیچن ځمکنی جوړښت هم د جګړې له پاره له روسي پوځیانو سره ډیر مناسب دی، کله چې بیرته له افغانستان څخه ولاړم، چیچن کې مې د همدې نقشي د تطبیق له پاره ځینې ملګري پيداکړل او همهغه وو چې د روسانو مقابل کې مو د ازادۍ اعلان وکړ، خپل حکومت مو اعلان کړ، چې ورسته بیا له روسانو سره وسلواله مبارزه هم پېل او جوهر دوداييف هم د روسي الوتکې څخه د کنټرول شوې بم په واسطه وویشتل شو.
 
سلیمان لایق چې د پرچمیانو د حکومتونو پرمهال دهغوی یوه پېژندل شوي څیره ده، او کمونسټ پلوه حکومتونو کې د قومونو او سرحدونو چارو او د افغانستان راډیو ټلویزون وزیر تیر شوی، هغه هم د افغانانو د ازادۍ غوښتني اړوند یو ناول لیکلی، ویل کیږي چې غواړي دده له مرګ څخه وروسته له چاپ څخه راووځي.
 
ښاغلی لایق په یوه مرکه کې ویلي چې د لغمان د سرخکانو سېمه کې د مجاهدینو سره جګړه وه، جګړه سخته شوه، خپله د جګړې لومړۍ کرښتي ته لاړم، چې نور جګړه بس کړو، زموږ دولتي افسرانو يوځوان راوست، دومره ښایسته وو لکه چې په لاس دي رسم کړی او جوړ کړی وي، دهغه سترګې ډیري تیزي او د ویرې هیڅ اثر پرې نه لیدل کیدی، افسر راته وویل چې دا خاین دی، زموږ ډیر عسکر يې راته وژلي دی، امر راکړئ چې ويې وژنو او د صحرايې محاکمې له مخې دده کار ور خلاص کړو.
 
ومې نه غوښتل چې هغه ښایسته ځوان ووژل شي، افسر ته مې وویل چې خوښي يې کړئ، نظامي کسانو راباندي اعتراض وکړ چې د انقلاب مصلحت په پام کې نه نیسئ، نو موږ ته یو لیک راکړئ چې هغه پريږدو، داکار مي وکړ خو هغه ځوان راباندي ږغ کړل چې ورته ولیکه چې ژر له عذابه خلاص شم، هغه فکر وکړ چې د هغه د مرګ امر ورکوم. همدي بندي مجاهد ته مي وویل چې له بندي کیدو سره دي عقل هم د لاسه ورکړی، او دژوند په اهمیت نه پوهیږي، زه دي خلاصوم. مجاهد وویل چې د غلامۍ تر ژوند مرګ سله ځله بهتر دی.
 
ورته مې وویل چې ته دومره نر يې چې له دي ژوند نه مرګ درته بهتر دی، هغه وویل هو، مهربانۍ وکړه او تجربه وکړه، امر وکړه چې زه ووژل شم.
 
ورته مې وویل چې دومره نر او غیرتمند یې نو تا هیڅوک هم دلته نه شي وژلای، افسرانو کله په اساني دغه کس پريښودی، د هغه د خلاصون د لیک په وخت کې مې دهغه ځوان څخه د نوم پوښتنه وکړه، هغه راته آن خپل نوم هم ونه وایه، له ځانه مې د ظفر (کامیاب) نوم پري کیښود او دهغه د خلاصون لیک مې افسرانو ته ورکړ.
 
افسران او عسکر مې رخصت کړل او نږدې ۱۵ دقیقي مې دغه بندي له ځان سره کیناوی.
 
پوښتنه مې ورڅخه وکړه چې ټوپک دې درلود، ویل يې هو. يو ډزی ټوپک مې درلود، ومي ویل چې هغه دي څه کړ؟ هغه وویل چې عسکرو راڅخه واخیست.
 
ورته مې وویل چې زه به تاسي ته کلاشینکوف درکړم، خو ګوره موږ به پري نه ولي او ناځواني به نه کوي. هغه مجاهد ځوان وویل:
 
ګوره کومه ځواني چې دي وکړه هغه مه مرداروه، که لس ځله مي خوشی کړي بیا هم درسره جګړه کوم، زما ټول ملګري په دي لاره کې شهیدان شول او يواخي زه ژوندی پاتې یم.
 
لایق ویلي چې همدا ناول د هاليوډ اکټرانو له ماڅخه غوښتی او ځینو کمپینو يې هم غوښتنه کړي، تر دوه لکه ډالرو پوري د دالاس د مشهرو امریکايې سریال اتل راڅخه غوښتنه کړي وه، ورمي نه کړ.
 
ښاغلي لایق دغه خبري د سپیده مجلې سره په مرکې کې کړي او ویلي يې دي چې موږ ته څه په کار وه چې ملا وډبو او د جومات دروازې بندې کړو.
 
استاد محمد زمان مزمل په یوه مقاله کې په کندهار کې د مجاهدینو د مشهور قومندان، لالا ملنګ په زړه پورې کیسه کوي. لالا ملنګ د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر، سیدمحمد طیب اغا مشر ورور و. لالا ملنګ له روسانو سره په جګړه کې اسیر شوی و. کله چې د مجاهدینو په لاس کې له روسي اسیرانو سره تبادله کېده، له هلیکوپتر د راکښته کېدو پر مهال ورته روسي جنرال ویلي و: بیا خو به د جګړې لیکو ته نه راځې؟
 
لالاملنګ: که تاسې راځئ، زه به هم راځم!
 
یوه بله عجیبه واقعه هم د یادولو وړ ده، روس پلوه حکومت ته راپور ورغلی وو چې يو کړوپی (چې ملايې شاته وتلي وي) سړی د مجاهدینو سره اړیکه لري او د هغوی له پاره کابل ښار کې فعالیت کوي، ددي له پاره چې همدا کړوپی ونیول شي، دهغه وخت کمونسټ پلوه حکومت پریکړه وکړه چې په ښار کې ملاوتي کسان ونیسي، د کابل ښار ډیر همدا ډول کسان حکومت ونیول خو هغه کس چې دوی ته مطلوب وو، ونه نیول شو، هغه خبر وو چې دده د نیولو هڅه روان ده، کله چې خبر شو چې دولتي جاسوسانو دده د نیولو په موخه نور ډیر کړوپ کسان نیولي نو هغه خپلو ملګرو ته ویلي وو چې زما په خاطر به څومره کسان د خلقیانو او پرچمیانو د لاسه په تکلیف او شکنجه کې د هغوی په دوزخي زندانو کې تر وهلو او ډبولو لاندي وی، له همدې امله پرکړه کوم چې ځان دولتي جاسوسانو ته تسلیم کړم، هغه مجاهد په خپله خوښه نږدې عسکرو ته ورغلی وو او ځان يې ورته تسلیم کړ، د ولتي جاسوسانو ته يې ویلي وو چې هغه نور ښاریان چې دده په د پيداکیدو له امله چې همدی پکې وپېژندل شي نیول شوی هغوی خوشي کړئ او زه دادی خپله راغلی یم، بیا همدی هم له اعدام څخه ژغورل شوی او ۵ کاله بند سزا ورته ورکول شوې وه.
 
ملافاضل اخند چې د طالبانو لوی درسیز وو، د طالبانو په نظامي لیکو کې یې ډیر شهرت درلود، عبدالرشید دوستم امریکایان ته وسپاری، او ګوانتانامو کې يې نږدي ۱۳ کلونه بند تیر کړ، دګوانتانامو ځینې بندیان وايې چې د تحقیق پر مهال به د زندان د محقیقینو له خوا چې امریکایان وو، سخت وهل کیدی، او داسي چې بې هوښه به شو، خو چې کله به په هوښ راغی، بیا يې امریکايې محقیقینو ته ویل چې که خلاص شوم، بیا به هم ستاسي سره جګړه کوم او وژنم به مو.
 
سمئیز او ولایتي دولتي ځیني چارواکي او د ولایتي شوراګانو غړي د کندز له جګړې وروسته داسي څرګندونې کوي چې ګواکي د افغان ملي اردو عسکر له طالبانو سره جګړه نه کوي او که جګړه کوي هم هغه ډول چې لازم ده وړتیا نه ښيې.
 
داچې اوس مهال د خلقیانو او پرچمیانو ځينې مشران وایې چې هغوی ناحقه جګړه روان کړي وه او خپل خلک يې وژل، د جګړې ګټل ورته اسانه هم نه و، ځکه دداسي ملت سره په جګړه کې ښکېل وو چې د خپلې ازادۍ ، دین، مذهب او کلتور ساتلو له پاره يې هر ځوان مرګ ته چمتو و.
 
داسي راپورونه هم ترلاسه شوې چې د ګډ حکومت مشرانو له دولت پلوه ملایانو غوښتنه کړي چې د جګړې له پاره د ملي اردو د مورال د لوړوالي له پاره کار وکړي، له دولت پلوه قومي مشرانو، مخورو، پیرانو او حضراتانو يې هم ورته غوښتنه کړي.
 
ویل کیږي چې پخوانی ولسمشر کرزي سره هم افغان لوړپوړو چارواکو همدا خبره شریکه کړي چې د ملي اردو عسکر له طالبانو سره جګړې ته لیوالتیا نه لري، حتی داسي ناتاید شوی راپورونه هم خوله په خوله ګرځي چې د ملي اردو ځینو جنرالانو هم همدا شکایت افغان لوړپوړو چارواکو ته کړی دی.
 
که دافغان اردو له جګړې سره د نه لیوالتیا خبره رښتیا وي، او داچې په هلمند، بدخشان او کندز کې ډیری د اردو عسکر له خپلو نظامي تجهیزاتو سره د طالبانو لورته ولاړل، په کارده چې نور افغان ځوانان د پردیو د ګټو له پاره ونه وژل شي، او د رښتونې سولې له پاره کار وشي.
 
دا خبري هم د اردو او پولیسو په لیکو کې دهغو کسانو تر منځ کیږي چې ځانونه یا خو مجاهدین بولي او یا د مجاهدینو زامن، چې دوی د کوم چا له پاره جګړه وکړي، په داسي حال کې چې د دفاع او کورنیو چارو او امنيتې ادارو مشران يې پخوانی کمونسټان دي، ممکن هغه پخوانۍ دښمنې به هم ددي باعث وي چې ډیری د ملي اردو عسکر له طالبانو سره جګړې ته هغه ډول چې حکومت يې توقع لري لیوالتیا نه ښيې.
 
داچې په تیرو ۱۴ کلونو کې د دروغجنې سولې خبرې کیدلي او حکومت یواځي د شعار او جیب ډکولو په موخه د سولې پاک نوم وکاراو، امید دی چې نور د ولس غولول بس شي د ګډ حکومت مشران په یوه خوله د سولې له پاره کار وکړي او زموږ ځوانان نور ونه وژل شي.
 
داچې د حکومت د سولې په پروګرام باندي افغان ولس بې باوره شوی، له همدي امله اوس مهال سترګې طالبانو ته اوړي، او هغوی باید د سولې له پاره قرباني ورکړي او د سولې راوستلو ابتکار په خپل لاس کې واخلي.
 
اساسي برخه: بېلابېلې ليکنې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1158

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1167

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1298

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1792

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5995

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…