د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

صفر به شل شي!؟

b_150_100_16777215_00_images_12223pen112.jpg

 

په اوس وخت کې خو هسې هم لیاقت ته نه کتل کیږي؛ بس چې لستوڼۍ دي غوړ او یا دي ورسره اړیکه نه وي، کار پسې به دفتر په دفتر ګرځي. خیر ددي ستونزې حلول کلونه کلونه غواړي؛ ولې چې رهبري او مدیریت مو خراب دی. خو دا چې د بل پر ځای ناست هم یې، کار خو کوه کنه، خپل مسؤلیت خو دي وپيژنه.
یو کس چې درته عریضه وړاندې کړي، هیڅ مشکل به نه لري، خو ورته به ووایې چې دا زما کار ندی، هغې بلې څانګې ته یې ویسه، درحالي چې کار به د همده وي، خو یا به یې پيسو ته چل جوړ کړی وي، د لاسه به یې نه کیږي، په فیسبوک کې به مصروفه وي، نه به پوهیږي او یا به یې خپل نه وي.
دا مو په خپلو سترګو لیدلې او بار بار مو تجربه کړي چې په هرې ادارې کې همداسې قاغذ پرانې روانه ده.  د دوی نه چې کله بیا کومه رسنۍ پوښتنه کوي، بیا نو وایي چې موږ داسې پلان لرو، دومره خلکو ته د ورځي دا کو، کارونه مو ښه روان دي، بس یو څه وخت غواړي چې هر څه ښه شي ځکه چې افغانستان یو جنګ ځپلۍ هیواد دی....
هغه د مسلمانۍ صفت هم پکې نشته چې ورته ووایې چې هلکه یا سړیه داسې وکړه او یا داسې، بس بیچاره به ترپوزې راولی. ددي پر ځای چې ستونزه یې حل کړي؛ په ستونزو کې یې را ګیر کړي.
زموږ مامورین اته او یا اته نیمې له خوبه راپاڅې، تر څو ځان تیاروي نهه بجې کیږي او چې کله دفتر ته رسیږي یولس بجې شي ځکه چې سهار به یو څوک تر پارلمانه خو راځي چې لاره ورته بنده شي! کله چې دفتر کې ځان هخوا دیخوا کوي، غرمه شي، ډوډۍ وخوري او بیرته یوه بجه کار پيل کړي. درې بجې بیرته د کور په لور روان شي. نو اوس تاسو ووایست چې ده به څومره کار کړی وي؟ معلومه ده چې هیڅ.
وایې چې په یو ځای کې داسې وخت تیر کړه چې سبا درته څوک د انتقاد ګوته ونه نیسې؛ کارکونکې دي خوشجاله اوسي، په تلو دي د خلکو سترګې د اوښکو ډکې شي او خولې یې په دوعاوو، لکه د برازیل رئیس جمهور چې وخت یې پوره شو او د ولسمشری نه یې استعفا ورکوله، نو ټولو ژړل او ده هم ژړل. خلکو په دي ژړل چې داسې ولسمشر مو له صحنې نه لري شو چې برازیل یې برازیل کړ. ده ددي په خاطر ژړل چې ما اوس هم کم کار کړی، ما باید ددي څو چنده کار کړی وای.
 اوس چې ځینې  چیرته وخت تیروي، نو داسې معنا لري لکه د کارکوونکو په سر چې ناست وي او چې کله له دي دفتر او یا هرځای چې وي،  ووځي، ټول خوشحاله شي، ولې چې د خلکو سره یې ښه رویه نه ده کړي. دا نو هماغه خلک دي چې وایې: دا زما کار نه دی.
کله به دا صفر شل شي؟ که هر څه همداسې روان وي، نه. 
دا هر څه ددي په خاطر له تاسو سره شریکوم چې په دوی خو هسې هم نه شل کیږي، په راتلونکې کې د دوی ځای، ستاسو ځای وی؛ چې کار خو په اخلاص سره وکړئ. هسې خو هم په مرګ بارو نشته، نه پوهیږو چې یو دوه دقیقې ورسته به څه پېښیږي؟ خپلو مسؤلیتونو ته خو به دقیق شو، د کار لپاره به په وخت ځان اماده کو او د خلکو ستونزې به په سړه سینه حلوو.
دا مو د راتلونکې نسلونو لپاره یو سند وي چې موږ یو وخت کې داسې مشران لرل. موږ باید چې داسې ونه اوسو، ځکه چې پایله یې بیا هم هماغه صفر ده.
 
اساسي برخه: بېلابېلې ليکنې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1655

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1606

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1824

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2348

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6585

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…