د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د هیلو ښار

b_150_100_16777215_00_images_khost-web_hand_writer.png

 

په نورو غربي ژبو کې ورته وتوپیا وایي. اصلاً یوه یوناني کلمه ده چې Uوتوپیا هغه ځای چې شتون ونه لري. دا ترکیبي کلمه ده چې وو د نه یا هیڅ په معنا او توپوس  ځای چي ټوله معنا یې  نه ځای، هیڅ ځای یا هغه ځای چې هیڅ اباد شوی نه وي چې دري کې معادل لا مکان. 
داسې ادبیاتو ته ویل کیږي چې یوه ارماني ټولنه ترسیموي او یا هغه ټولنې ته ویل کیږي چې هلته عدالت وي او خلک په ارامۍ کې ژوند کوي. د لومړي ځل لپاره د تومس مور ( په ۱۴۷۸ په لندن کې پيدا او په ۱۵۳۵ کال په انګلستان کې مړ، لیکوال، حقوقپوه، فیلسوف او سیاست مدار و) لخوا په همدغه اتوپيا کتاب کې وکارول شوه.
 
افلاتون او ارستو هم پخوا همداسې مشابه کلمې په فلسفه کې کارولي وي. په اسلامي فلسفه کې ورته مدینه فاضله وايي. په انګلسي کې Uتوپیاسیم بولې چې معنا یې د یوي داسي ټولنې سره زړه تړل چې خیالي او یوه عادله ټولنه وي.
افلاتون په خپل جمهوریت کې داسې ټولنه ترسیموي چې هلته عدالت وي، نو ځکه ځینې اروپایي فیلسوفان وایي چې عدالت د یوي ټولنې د روح حیثیت لري.
افلاتون وایي چې عادله ښار، د عادل سړي په شان دی او چیرته چې عدل وي هلته سوله وي او سوله د ښه ژوند نښه ده.
مور د هیلو ښار په نامه یو داستاني کتاب ولیکه او همداسي دا کلمه ادبیاتو ته راغله. داستان داسي شروع کیږي چې هیثلودي یو پوه او فلاتون پیژندونکی سړی وي او غواړي چې له نړۍ څخه لیدنه وکړ. ده د امریکو وسپوس، چې د امریکا وچه ډه په نوم ده، سفرونه کړي او د هغه سره یې نوي نړۍ ( په غالب ګومان امریکا) ته هم سفر کړی.
مور په یو سیاسي ماموریت هلند ته ځي او هلته د هیثلود په واسطه د داستان له راوي سره اشنا کیږي. دغه سفرونه یې په افسانوی ډ‌ول بیان کړي دي. هیثلود دعوه کوي چې وسپوس څلورویشتم ګرځیدونکی دی چې په (۱۵۰۴) کال کې په دي وچه کې قدم کیښود او دغه داستان یې په خپل کتاب (څلورسفره) کې بیان کړی.
مور ډير کوښښ وکړ چې هغه خیالي ټولنې ته ریښتني جامه واغوندي. په دي داستان کې یې ډیر جزئیات هم ورکړي او حتی یې ځینې نموني د الفبا او شعرونو هم ورکړي. په دي داستان کې وایې چې ترټولو ښه خلک ساده دي. دروغ رواج نه لري. سره زر او زیور الات سپک او زلیله دي چې د غلامانو غاړي ته د غاړه کۍ په ډول تري کار اخیستل کیږي. یعنې څوک بد کار نه کوي. د سرو او سپینو په قصه کې نه دي، نو ځکه یې د غلامانو غاړکۍ جوړي کړي. 
خو زموږ په ټولنه کې بیا خبره سرچپه ده. دلته ترټولو ښه خلک، بد شي. دروغ وایو. په سرو سپینو پسې مو ځوانان د اروپا د بحرونو خوراک شي. 
هغه څوک چې داستانې ادبیات لیکلي، د هغوی هدف همدا وي چې ویده خلک را ویښ کړي چې په دي نړۍ کې څه تیریږي. ولی مو خپل مسیر پریښی او په بله روان یو؟ خلکو ته مثبت فکر  وکړي  او همداسي یوه ټولنې ته خلک و هڅوي چې هلته هر څه ښه روان وي، لکه مور چې دا داستان لیکلی، چې همدا د ادبیاتو هدف هم دی.
زموږ په داستانې ادبیاتو کې به یې داسي نمونه نه وي او تر کومه چې ماته معلومه ده؛ فکر کوم هغه به د جوجو ناول وي چې معکوس ډي کلمې ده.
خلاصه دا چې د توماس هدف دا و چې خلک دي په یوه ټولنه کې ارامه ژوند ولري، خو ابو نصر فارابی وایي چې باید داسې یوه ټولنه وې چې خلک یې په دواړو جهانونو کې کامیابه او سوکاله وي.
 
اساسي برخه: بېلابېلې ليکنې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1446

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1409

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1582

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2103

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6340

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…