د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

تېښته د حل لاره نه ده!

b_150_100_16777215_00_images___.JPG

 

 

که د نړۍ تاریخ ته وګورو، ټول هېوادونه په تیره هغه چې مستعمره و، په اسانۍ  سره خپلواکۍ نه دي ترلاسه کړي. دوی شپه او ورځ کار کړي، په ځانونو یې سختي تېرې کړي دي. ښځي او نارینه یې زده کړي کړي، ځانونه یې د خپل خاوری او خلګو لپاره قرباني کړي دي. 
 
امریکا متحده ایالات یو وخت د انګلستان مستعمره وه، انګلیس هغه وخت ډېر لوی امپراطوري درلود او پر ټوله نړۍ یې د حکومت کولو ادعا کوله. خو امریکایانو سره د ډېرو ستونزو او قربانیو په ۱۴۹۴ کال کې خپل خپلواکۍ واخیست. اوس دوی پر نړۍ مسلط دي. 
 
جاپانیان د امریکایانو تر یرغل لاندې راغلل او امریکا پرې اتوم بم استعمال کړ، خو جاپانیانو خپل همت د لاسه ور نه کړل، شپه او ورځ یې په ځان یوه کړه او خپل هېواد یې بیا جوړ کړل. 
 
استاد عبدالرب رسول سیاف وویل: (د ځینو هېوادونو څخه زه دوه کاله مشر یم) هدف یې مشخصاً پاکستان و. پاکستان په دومره کم وخت کې دومره ډېر پرمختګ وکړ. 
 
بنګلدیش په دې اواخرو کې خپل ازادي له پاکستان څخه واخیست، چې له ډېرو هېوادونو څخه ښه دی. 
 
المان، چين، ایران، روسیه هېوادونه د امریکا او انګلیس د هېوادونو او همدارنګه پخپلو منځونو کې سیالي لري، هر یو هڅه کوي چې تر نورو ځانونه قوي او په عصري وسلو سبمال کړي. 
 
خو زموږ هېواد بیا د تاریخ په اوږدو کې تل فقیر، بې چاره، د پردیو تر حملو او لاسوهنو کې قرار درلود او لا هم په همدې حالت کې دی.  د پورتنیو یادو هېوادونو د پرمختګ لامل د هغوی د ولسونو پرله پسې هڅيدي. د هغوی ولسونه پخپلو ځانونو شپي او ورځي یو کړي دي او خپل هېوادونه یې د پرمختګ دې مرحلي ته رسولي دي. زموږ خلک د تاریخ په اوږدو کې ان تر دې دمه چې لږ رسیدلي دي بیا هېواد یې پریښی نورو هېوادونو ته تښتیدلي دي.
 
زموږ د کلیوالو ژوند چې لږ ښه شوي، ولسوالۍ ته کډه شوي دي، خو چې لږ نور هم ښه شوي بیا د ولایت مرکز ته همداسې د هېواد پایتخت کابل ته بالاخره نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي. د هر هېواد څخه چې کدرونه وتښتې، حالات یې له دې هم بدتر کېږي. زه داسې خلک پیژنم چې تر ماسټرۍ پورې زده کړي کړي دي، په ښو دولتي او غیري دولتي پوستونو کې کار کول، خو چې د خارج د تګ زمینه ورته برابره شوي، بې له دې چې د هېواد او هېوادوالو د خدمت لپاره فکر وکړي، په تېښته بریالي شوي دي. 
 
پوهیږم موږ په ډېرو سختو حالاتو کې ژوند کوو، خو دا حالات بدلون او سمون غواړي، راتلوونکي نسلونه مو په تمه دي، چې پخپل خاوره کې د سولي او ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي. ډې بهراني حالاتو حل په تېښته نه بلکې په زیار او قرباني ورکولو کې ده. 
 
اوس ژوند د زړه په وینو تېروو 
 
حالات چې ښه شو بیا به مینه کوو. 
 
یو وخت د یو امریکایی پالیسي جوړونکي څخه چا پوښتنه وکړه، چې تاسو د راتلوونکي سلو او دوه سوو ان د پنځه سوو کلونو لپاره پالیسي او استراتیژي جوړوئ، په داسې حال کې چې تاسو تر دې وخته پورې ژوندی ونه وسئ. پالیسي جوړونکی په ځواب کې وویل:(مهمه نه ده، چې زه ژوندی ووسم، مهمه داده چې زموږ راتلوونکي نسلونه ډې پالیسو په عملي کولو ارامه او خوشاله ووسي.)  تر هغه چې موږ هم د خپلو راتلوونکي نسلونو لپاره کار ونه کړو، همداسې به بدو حالاتو کې ووسو. زموږ نسلونه نه دا چې موږ ته به دعا ونه کړي بلکې لعنت به ووایی. 
 
زه داسې وړاندیز کوم، چې هغه کدرونه او فعال افغانان چې د خارجي هېوادونو په جوړولو بوخت دي، باید بیرته ستنه شي او د هېواد پر ابادولو مټي بډ ووهي. 
 
هغه ځوانان چې په هېواد کې دي، د حب الوطنی په خاطر باید په هېواد کې پاتې شي. 
 
لکه څنګه چې ځوانان په خارج کې په کارکولو نه شرمیږي، هر ډول شاقه کارونه کوي، دلته هم باید ونه شرمیږي. 
 
حکومت باید خپل سرحدات کنترول کړي،  خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، سوله او ثبات تامین کړي، د زده کړي تر څنګ لنډ مهالې او اوږدمهالې پروژي پلان او تطبیق کړي. 
 
نفاق او تعصب موږ د بربادۍ په لور سوق کوي، باید هڅه وکړو، چې متحد ووسو. باید هیر نه کړو، چې نور هېوادونه د سلو ژبو، نژادونو، مذاهبو، فرهنګو سره سره بیا هم سره متحد دي او یو بل ته د قدر په سترګه ګوري. ایا موږ نه شو کولای چې په دغه وړوکی جغرافیوی ساحه کې له دومره محدود وګړو سره په متحد ډول ژوند وکړو؟ (کولای شو)
 
په پای کې همدومره وایم، زه وجداناً ډېر خوشالیږم چې خپل هېواد او هېوادوالو ته د زړه له کومي کار وکړم، که بل هېواد کې ووسم شاید چې کار وکړم خو په هغه مینه او خلوص چې خپلو خلکو ته کولای شم، نورو ته به ونه کړم. هر هغه وخت چې خپل خلک مې ارام شو، او فرصت مې پیدا کړ چې د نورو هېوادونو لپاره ورسیږم. په ډېره خوشالی به دا کار وکړم، خو تر ټولو مهمه زما خلک او خاوره ده. 
 
که پر دې ولس او خاوره مې سر هم قربانیږي ځان ویاړلی بولم. خاوره مور ده د مور ساتل فرض دی.
 
دا ونې، بوټي، واورې او ګلونه مې وطن دى 
دا غرونه مې هډوکي دي دا خاوره مې بدن دى 
بېشکه چې بې وسه يم خو نه داسې ورک نه يم 
په موټي کې مې اوس هم خپله خاوره خپل وطن دى
 
د مبارزو ځوانانو د ټوکېدو په هیله
 
صیام الدین پسرلی
 
اساسي برخه: بېلابېلې ليکنې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1145

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1154

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1283

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1774

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5972

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…