د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د غني حکومت سقوط نه کوي

css_f2.png

 

د غني حکومت سقوط نه کوي
چې روس پلوه مجاهدین که امریکا پلوه کمونسټان او سیکولران به يې وګټي
نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند
محمد نبې د حاجي خیرالدین اکا ځوی زموږ سره په نهم ټولګي کې يوځای درس وایه، یو ناڅاپه ولاړ شو، هغه ښوونکې ته وویل: معلیم صاحب د باندي اجازه ده! سمدستي يې وویل چې معلیم صاحب زه والله که نسورا کوم.
د همدې بې ضرورته خبرې په اوریدو معلیم صاحب پوه شو چې ناپوه محمد نبې د باندي اجازه د نسوار کولو له پاره غواړي.
ولسمشر غني وايې چې ګډ حکومت سقوط نه کوي، له دي مخکې يې ویل چې له طالبانو سره له کمزورې نه بلکه له قوي دریځ نه د سولې خبرې کوم، له دي سره سره وايې چې د افغانستان اقتصاد مخ خرابیدو باندي نه دی روان، جالبه داده وايې امنیتې ځواکونه مو تعارضي حالت خپل کړی، او امنیت به ډیر ژر سم شي، علومي صاحب خو د غني له فارمول څخه په استفاده د امنیت ښه کیدو او طالبانو ورکیدو له پاره ۶ میاشتې وخت ټاکلی، په داسي حال کې چې د استخباراتو مشر رحمت الله نبیل بیا وایې چې امنیتې وضعیت به په راتلونکو ۶ میاشتو کې په فوق العاده ډول د تشویش وړ وي
که دا هر څه سم وي، نو بیا اړتیا څه ده چې ولسمشر غني وايې چې ګډ حکومت سقوط نه کوي، چا دا پوښتنه ستاسي ښاغلي نه کړي، که کمزوری نه يې نو بیا ولي د قوي دریځ خبرې کوئ، که اقتصاد سم وي نو بیا اړتیا څه ده چې د تجارانو مخکې داسي څه وایاست چې اقتصاد مخ په ځوړ نه دي.
یو ځغلند نظر د ولسمشر غني په وعدو او تکراري شعار باندی کوو:
د غني قوي حکومت
ټول وخت غني دا وعده کوله او شعار يې داو چې قوي معیاري حکومت چې کار اهل کار ته وسپارل شي، وړ کسان وګمارل شي، رابطې او واسطې ختمې شي، داسي حکومت چې ځوانان پکې ډیر رول ولري. 
نیم په نیمه يې حکومت له ډاکټر عبدالله سره وویشی، اوس پکې نه غني او نه عبدالله د پوره واک او پریکړې صلاحیت لري، کوم کسان چې د غني له خوا ټاکل کيږي  ډیر ځله د عبدالله له خوا ورسره مخالفت کيږي. د غني له خوا نوي نومول شوي ځينې سفیران او ځينې والیان داسي هم شته چې وایې د ټاکنې ۵۰٪ کار مو بشپړشوی او ۵۰٪ پاتې دی، او هغه د عبدالله عبدالله موافقه ده، اوس د غني له خوا نوماند ځينې يې هڅه کوي چې د عبدالله عبدالله تاید د هغه د ملګرو او شخصي روابطو د لاري ترلاسه کړي.
عبدالله عبدالله چې کوم کسان نوماند کوي، ډیره ځله د غنی په غلبیل کې بند پاتې شي، تر کومه چې موږ خبر یو، ډیری ټاکنې د روابطو او سیاسي اړیکو پر بناء شوې، د بهرنیو هیوادونو سفارتونه ډیر رول پکې لري.
د اسلامي حزب د شوراګانو داخبره هم رسوا شوې چې غني همدوی ټولو ته د ۵ والیانو برخه ورکړي وه، خو د همدې شوراګانو يوه تن د نورو په پټه ۵ واړه والیان معرفي کړي، داخبره هله ښکاره شوه چې کله د اسلامي حزب د شوراګانو مشرانو پریکړه وکړه چې له غني څخه خپله لاره بېله کړي، اوس ویل کیږي غني دوه نور ولایتونه هم ورته منلي دي.
د کار اهل کار سپارلو ته يې تر ټولو ښه مثال په ماليې وزارت کې د نامسلکې وزیر ټاکنه، د کار او امور اجمتاعي وزارت ته د ډاکټرې ټاکنه، د ښار او کور جوړولو وزارت ته هغه څوک چې انجنیر نه دی او داسي ګڼ نور غیر مسلکې وزیران دي.
د غني امنیت
ولسمشر غني وعده کړی وه چې امنیت کې به ښه والي راځي، د امریکا سره د امنيتې تړون په لاسلیک کې يې دومره بیړه وکړه لکه کمونسټانو چې د روسانو په راتګ او افغانستان ته د سرو لښکرو په بلنه کې کوله.
ولي ګورو چې ورځ تر بلې امنیتې وضعیت خرابيږي، تر پخوا نا مسؤله وسلوالي ډلې زیاتيږي، جګړه پېچلې کيږي، داعش په نوم وسلواله ډله راپيداشوه، د وزیرستان څخه ټول د منځنۍ اسیا وسلوال بیرته افغانستان ته راغلل او ډیری يې د هیواد شمالي ولایتونو کې فعالیت کوي، د بدخشان د جرم ولسوالي کې د ملي اردو مورال سخت وځپل شو، د دانګام جګړه کې حکومت تاوان وکړ، په سنګین او موسی کلا کې ورته پېښې وشوي، د کندز ولایت د ښار تر دروازو طالبان ورسېدل، که په دي ټولو جګړو کې د ناټو مرسته نه وای، حکومت به په ډیر بد امنيتې وضعیت کې قرار درلود.
ځينې نا تاید شوې راپورنه دادی چې تیره اونۍ په کابل کې ۲۰۰ مرګونه او اختطافونه شوې، که دغه حالت وي نو بیا به کوم سوداګر زړه ښه کړي چې هیواد کې پاتې شي.
د دفاع وزارت  ته د غني له خوا د  دریو نوماند وزیرانو اعلان ( شیرمحمد کریمې، محمد افضل لودین او معصوم ستانکزي)  او د ولسي جرګې له خوا څخه يې رد کول، لومړی ځل چې معصوم ستانکزی ولسې جرګې ته معرفي کيدي پر پارلمان برید ،  نن ورځ چې بیا ولسې جرګې ته معرفي کيدی او تاید رایه يې هم ترلاسه نه کړه د قرغې پر پوځي کمپ او مارشال فهیم پوهنتون راکټې بریدونه، هغه څه دي چې غني يې  په حکومت کې دننه له امنیتې ګواښ او ستونزو سره مخ کړی.
د غني اقتصاد
ولسمشر غني وعده کړي وه چې هر افغان ته به پریمانه ډوډۍ ور پيداکوي، په هیواد کې دننه خو د ده د اقتصادي تګلارو اړوند دومره له مبالغې ډک تبلیغات وشول، دده پلویانو به ویل چې د چین اقتصادي تګلاره کې د غني مشوره چینانو ته وه چې د چین اقتصاد سم شو، د روس اقتصادي پلان کې پوتین ته مخامخ غني د روسيې د اقتصادي ودې پلانونه تشریح کول، او دیته ورته له مبالغې ډکې خبرې کیدې، تر کومه چې معلومات دي، اصلا غني اقتصاد پوه نه دی، او نه یې په اقتصاد کې مسلکې زده کړي کړي، کله چې دماليې وزیر و، ګرده کارونه د اسټرلیا مسلکې کسانو ورته کول، هغه هم چې کله له همدې وزارت څخه لیري شو، ویل کیږي چې غني ګرده ډاټا له ځان سره وساتله او نوي وزیر ته يې په واک کې ورنه کړه .
د افغانستان اقتصاد تر ډیره له ګاونډیو هیوادونو څخه متاثره دی، د پاکستان سره چې کوم اقتصادي تړونونه شوې نږدې ټول يې دافغان سوداګرو په زیان دي، او افغان سوداګر يو په بل پسې له هیواد څخه تېښته کوي.
د هیواد یو مشهور سوداګر وایې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال مې د کندهار ګمرک ریاست کې کار کاو، يوه ورځ د والي له دفتر څخه دوه موټر راغلل، د ګمرک رئیس ته يې وویل چې والي صاحب غوښتی يې، د کندهار والي ډیر غوسه ناک سړی و، رئیس زه ورولیږلم، هلته يو سړی ناست و، تکې سپينې جامې، غټه ژیره ، سور او سپین مخ يې و، والي وویل چې د روسي ټایرونو (یو خاص نمبر يې و زما څخه هیر دی) محصول تاسي څومره اخلئ، والي ته مې وویل چې موږ پر ټن ۵۰ ډالره محصول اخلو، والي وویل چې دغه تجار دی، دی وایې چې زه ۸۰ ډالره محصول پر ټن ورکوم، د حکومت ګټه به شي، او تاسي پر دغو ټایرونو محصول لوړ کړئ، له دي وروسته به محصول ۸۰ ډالره اخلئ.
د هغه وخت د ګمرک کارکونکی اوسنی مشهور سوداګر وایې چې والي ته مې وویل چې سمه ده دغه تجار به يو یا دوه ځله دغه ټایرونه راوړي او موږ ته به پر يو ټن ۸۰ ډالر محصول راکړي، خو ډیر نور سوداګر دي چې هغوی به بیا موږ ته ۸۰ ډالر نه راکوي، او همدغه ټایرونه به بیا له پاکستان څخه په قاچاقي ډول بیرته افغانستان ته راوړی، ځکه د پاکستان محصول به کم وي، هغوی به ۸۰ ډالر نه اخلي، نو ګټه به يې ټوله د پاکستان سوداګرو ته ځي، او افغانستان ته به د ټایرونه واردول کم شي، افغان سوداګر به زیان وکړي، پاکستان به ګټه وکړی،  کله چې والي پر دغه خبره پوه شو، نو سمدستي يې خپل وسلوال طالبان راوغوښتل او ورته ويې ويل چې دا بدبخته سړی  ژر راڅخه وباسئ، هغه پاکستاني پښتون کویټه میشتې سوداګر ته يې وویل چې تر ماشام ها خوا که مې په افغانستان کې ولیدي بیا دي د ځان خیر مه غواړه. او ګمرک ریاست ته يې امر وکړ چې د ټایرونو پر يو ټن محصول ۴۰ ډالره کړئ.
همدا اوس تر ډیره پاکستاني ټوکران په قاچاقي ډول افغانستان ته راځي، درمل په قاچاقي ډول افغانستان ته راځي، ځکه محصول د افغانستان حکومت لوړ کړی، خلک مجبوره دي چې قاچاق وکړي، ګټه يې د ټرانسپورټ، د لاري او کارکونکو پاکستان ته ځي.
سګریټ ښه عمل نه دي، خو دا هم باید ومنو چې اسانه نه ده چې خلک دي سګریټ په اساني پريږدي، ددي پرځای چې سنجیده لاري چاري وسنجول شي، محصول پري زیاتیږي، په پاکستان کې د سګریټو محصول په فوق العاده توګه د حکومت له خوا کميږي او په افغانستان کې لوړیږی، اوس به افغانان مجبوره وي چې په قاچاقي ډول يې له پاکستان څخه راوړي ( زه  لیکوال سګریټ او کوم بل عمل نه کوم)
ښکاري چې د يو پلان له مخې اقتصادي تګلاره د افغانستان پر زیان د پاکستان پر ګټه مخته وړل کيږي، ما په ډیر لومړي سر کې يوه لیکنه کې ویلي و چې په افغانستان کې په مالیه وزارت او بانکونو کې ډیری پاکستاني مشاورین او د پاکستان ګټو ته ژمن کسان کار کوي، اسانه به نه وي چې غني اقتصادي سیسټم سم جوړ کړلای شي.
په لوی لاس افغان سوداګر تنګول کیږي او له هیواده بهر وتلو او یا پاکستان ته تللو ته مجبوره کیږي، یو افغان سوداګر چې د اوسپنې کار يې کاو، د هرات ادارې له خوا ۶۰ لکه ډالر محصول د پخوا وخت ورپسې اوس جوړ شوی، ځوی يې ونیول شو د ۲۵۰۰۰ ډالرو  رشوت په مقابل کې يې خلاص کړ، هغه سوداګر به بیا څه ډول زړه ښه کړي چې افغانستان کې سوداګري وکړي، ویل کیږي خپله ټوله پانګه او پیسې يې پاکستان ته یوړه.
کله چې چين ته غني سفر وکړ، د چین چارواکو تمه وه چې له افغانستان سره به ډیر زیات اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي، ولي غنی چې بیرته هیواد ته راغی، او په ځانګړي ډول چې کله د  امریکې له سفر څخه راستون شو، د چین خوبونه يې په اوبو لاهو  کړل.
د وریښمو د پروژې خبرې چې غني کولي او ویل يې له چین سره به دغه لاره جوړه کړم، اوسني معلومات ښئې چې چین هوډ لري د وریشمو لار پر قزاقستان وباسي، افغانستان به له دغي مهمې اقتصادي لاري څخه هم بې برخې شي.
ولي يو نوی پرمختګ چې لیدل کيږي هغه دادی چې د ډنمارک او سویډن څخه سوداګر افغانستان راغلي او غوښتنه يې کړي چې په کندهار کې د انګورو د ښېرې  (اوبو) له پاره د شرابو فابریکه جوړه کړي. هغوی دلیل هم دا وړاندي کوي چې په پاکستان کې د شرابو فابریکه شته نو په کندهار کې که جوړه شي هم باید خلک يې مخالفت ونه کړي، ځکه دواړه اسلامي هیوادونه دي.
د غني سوله
ولسمشر غني به ویل چې قوي حکومت جوړوم، امنیت راولم، د افغانانو اقتصاد قوي کوم، کله چې په حکومتي دندو اهل کار خلک وګمارم، امنیت سم شي، افغانان په خیټه ماړه شي، اقتصاد وده وکړي، سوله خپله راځي.
د کمپاین پر وخت يې د سولې  شعار په خوله و، کله چې واک ته ورسیدی، د ده له خوا د ۶ میاشتې فارمول پر بناء يې وعده وکړه چې په ۶ مياشتې کې سوله راولم، له پاکستان سره يې تګ راتګ دي حد ته ورسید چې د ببرک له روسانو او کرزي له بوش سره  د نږديوالي په پرتله ډیر ښکاريدی.
د سولې په مخ کې لوی خنډ داهم دی چې خپله په ارګ کې اختلاف نظر موجود دی، ولسمشر غني د سولې اړوند واضیح تګلاره نه لري، مګر د عبدالله عبدالله شرایط بیا له ولسمشر غني څخه بېل دي.  بل خوا د ولسمشر لومړي مرسیتال عبدالرشید دوستم او د ګډ حکومت د بلخ والي عطاء نور د جنګ او سولې په مقابل کې د ملیشو او جګړو خبرې کوي، کله چې ژمنتیا نه وی، په حکومت کې دننه د سولې پر سر اختلاف وي ، او د سولې په مخ کې خپله چارواکې خنډونه پيداکوي بیا ولي د سولې د راتلو امید ولرو، او په پروان کې د وروستۍ پېښې چې د قومندان جان احمد په کور کې وسلې امریکايې الوتکو بمبارد کړي، هغه څه دي چې ښکاري د ګډ حکومت نیتونه يو بل ته خراب دي، د ګډ حکومت دواړه مشران وخت ته انتظار کوي چې کوم یو به وار له مخه کړي که وکولای شي ټول واک د ځان کړي، داچې بهرني پوځیان شته، شوني نه ښکاري چې عبدالله عبدالله به پر غني کودتاه وکړي، او يا به د کرزي په لارښونه پخواني لیري کړل شوې د کابینې غړي او جنګسالاران غني اړ کړي چې دوی ته د موقت حکومت تر نامه لاندی واک پريږدي. خو د وخت په تیریدو او حالاتو په خرابیدو د داسي هر ډول ګواښ او خطر اندېښنه کیدای شي. 
د طالبانو د وخت ډيپلوماټ او د ګوانتانامو څخه راخلاص شوی بندی ملاعبدالسلام ضعیف وايې چې کله غني واک ته ورسید، د لیدو غوښتنه يې وکړه، د طالبانو سره د سولې اړوند مې ورته وویل چې امنیتې تړون خو دي لاسلیک کړ، د سولې په مخ کې خنډ دی، غنی وویل چې تړون لغوه کیدای شي، بیا مې غني ته وویل چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد طالب مشرانو ته څرګنده کړي که د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته په خبرو وینه دريږي او سوله راشي.
ضعیف صاحب وایې چې غني ته مې وویل د سولې په راوستو کې پر پاکستان باور به هغه څه وي چې کرزي کړی و، ورته مې وویل چې  د سولې له پاره داسي ملي محور په کار دي چې ولس يې وټاکي، علماء، پوهان او مخور مشران وي، حکومت مداخله ونه کړي، د همدې له پاره نړیوال ضمانت په کار دي، دا ډول چین، ترکیه، سعودي، پاکستان، هند، ایران او قطر په اعتماد کې اخستل هم په کار دي.
ضعیف صاحب وایې چې غني ته مې وویل چې د سولې اړوند تلوار مه کوه، په پوره سوچ او وروسته له هغه چې د سولې له پاره د رسیدو رښتونې حالت درته معلوم شو، بیا خپل دریځ له ولس، شکېلو اړخونو او نړیوالو سره شریک کړه.
ولسمشر غنی ویل  افغانان له غلامي څخه خلاصوم، خو زه لس کلونه د امریکا غلامي کوم، بیا به د سلګونو نورو کلونو له پاره خپلواک يو، مګر موږ ولیدل چې له امریکا  سره د امنيتې تړون په لاسلیک کې يې د ګردو افغانانو غاړو ته د غلامۍ کړۍ ور واچولي او ددي تړون ګټه هیڅ افغان ونه لیدله.
د غني اړېکې له ګاونډیو هیوادونو  سره
د هر هیواد مشر او ولس غواړي چې د ګاونډیو هیوادونو له حکومتونو او ولسونو سره ښې اړيکې د متقابل احترام پر بناء ولري، نه داچې نورو ته اجازه ورکول شي چې د بل هیواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د پاکستان سره د غني يو اړخیزه معامله او سیاسي اړیکې بیا هم ځينې خوش باوره خلک هیله مند کړی و.
راځي د کرزي داخبره راواخلو چې په دي وروستیو وختونو کې يې خپل د مجلس نږدې ملګرو ته کړي ده
کرزی ویلې چې کله د امریکا ولسمشر اوباما د لومړي ځل له پاره افغانستان ته راغی، هغه درې خبرې راته وکړي
لومړي: پاکستان زموږ ستراتیژیک ملګري دی، پاکستان په سېمه کې باید بانفوذه هیواد وي، افغانستان د پاکستان په نفوذې ساحه کې راځي.
دوېم: د هند سره اړېکې باید تر هغه حده وي چې پاکستان پرې راضي وي، او پاکستان پري خفه نه شي.
درېم: د امریکا سره امنيتې تړون لاسلیک کړه، که ته وغواړي او يا ونه غواړي تړون به لاسلیک کيږي، که ته يې لاسلیک نه کړي نو بل څوک به يې لاسلیک کړي، خو که ته يې لاسلیک کړي دابه ستاسي په ګټه وي.
که د غني اوسنۍ تګلارې ته په غور سره وکتل شي، کټ مټ د اوباما خبرې عملې کوي، پاکستان ته حق ورکوي چې افغانستان يې په سیاسي نفوذې ساحه کې ژوند وکړي، له هند سره اړيکې د پاکستان په خوښه او اجازه او د امریکا سره امنيتې تړون لاسلیک شو.
له پاکستان سره امنيتې تړون لاسلیک کول او بیا د غني په شا کېدل، حتمې ده چې تر لږ حده به د افغانستان او پاکستان په اړیکو تاثیر ولري، ولي که غني د اوباما امر پر ځای کوي، نو بیا به د پاکستان سره د غني د اړیکو تګلاره له واشنګټن څخه ټاکل کيږي.
له ایران سره د افغانستان اړيکې له دي امله خرابیدو ته ځي چې په افغانستان کې د افغان داعش ډله راپيداکول د ایران له پاره هم ګواښ دی، او ایران پوهیږي چې د  افغان داعش ډلې پيداکیدو کې د چا لاس دی.
د منځنۍ آسیا هیوادونو سره اړيکې د امریکا او روس د تګلارو پر بنیاد ټاکل کيږی، د منځنۍ آسیا د هیوادونو (تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) اړيکې له افغانستان سره د روس څخه متاثره او د افغانستان تګلاره له یادو هیوادونو سره د امریکا په خوښه ټاکل کيږي، داچې اوس د امریکا او روس شخړه د اوکراین او سوريې په مسئله کې خرابې شوي، نو له منځنۍ آسیا سره هم د افغانستان اړيکې خرابيدو لورته روانې دي.
 غني له چین ، هند او روس څخه څه ترلاسه کړل
چین غوښتل چې له نوی افغان حکومت سره پر اقتصادي چارو بحث وکړي، او که ممکن وي ځينې اقتصادي پروژې په افغانستان کې ولري، ولي کله چې غني د امریکا له سفر څخه راوګرځید، د چین هیلې له خاورو سره خاوري شوي، ځکه خو اوس د قزاکستان په اړه فکر کوي، او د پاکستان سره يې لوی اقتصادي تړونونه وکړل.
هند چې د کرزي په وخت کې يې د افغانستان سره ډیری مرستې وکړي، او تر ډیره يې له افغان حکومت سره اړيکې ښې کړي، غني په ډیره بیړه دغه اړيکې خرابې کړي، هند خپلې لويې تر کار لاندی پروژې په افغانستان کې ودرولي او د ملي امنیت او آی ایس آی تړون اړوند یې سخت غبرګون وښود.
روس د افغانستان حالت له نږدې څاري او مداخله يې له ورایه ښکاري، په پروان کې د جان احمد په کور کې د زرګونو میلو روسي ډول ډول وسلو پيداکیدل يې تر ټولو ښه بېلګه ده.
په وروستیو وختونو کې د پخواي ولسمشر کرزي سفر لومړی چین او بیا روسیې ته ، دا ډول چین ته پر لاره د هندې چارواکو سره د کرزي لیدنه، د امریکا او غني له پاره ښه خبر نه و، کرزی هڅه کوي که د چین او روسيې ملاتړ ترلاسه کړي، ځکه د اوباما له ادارې سره يې اړيکې خرابې دي، خو که بیا ځل په امریکا کې جمهوري خواهان د ۲۰۱۶ انتخابات وګټې وبه ګورو چې هغه وخت به کرزی بیا له امریکا سره د د بوش د وخت په څیر نږدې شي او که به د شمال ټلوالي په وساطت له هند، ایران  او روسيې سره پاتې شي.
عطاء نور او دوستم هم په وروستیو وختونو کې یوه یې روسيې او بل يې ازبکستان ته سفر درلود، ښکاري چې د روسيې، ازبکستان او ترکيې په ګډو هڅو دغه د شمال دوه ځواکمن قومندانان سره یوځای او په مزار شریف کې يې د طالب او داعش په مقابل کې د جګړې اعلان بیاځل تازه کی.
عطاء نور څرګنده کړي چې د حکومت د فشار له امله نه بلکه پخپله خوښه به واک پريږدي، ولسمشر غني له اسماعیل خان څخه غوښتنه کړي وه چې د بلخ ولایت ومني، هغه ورسره نه ده منلي.
د ګډ حکومت مشر غني ټول ټال ۱۱۰ ژمنې کړي وي، چې تر اوسه يې ۴ عملي شوې يوه پکې امنيتې تړون دی، معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي قانون پلې کول، افغانستان ته د نیویارک ټایمز د خبریال پر راتګ بندیز ختمول او د ولسمشر دفتر ریاست یوځای کول د چارو ادارې او وزیرانو شورا له تشکیلاتو سره.
۲۳ کړي ژمنې دوی وايې تر کار لاندي دي او ۸۳ کړي ژمنې لا تراوسه پېل شوې نه دي.
پورته ټکو ته په کتو سره ښکاري چې ولسمشر اشرف غني حس کړی چې ګډ حکومت د سقوط  په حالت کې دی. عبدالله عبدالله هم د ګډ حکومت کمزوري تاید کړي. 
 
اساسي برخه: بېلابېلې ليکنې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1542

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1504

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1704

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2205

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6458

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…