د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د جګړي پای که پيل

b_150_100_16777215_00_images___.JPG

 

په دې ورستیو کې د ائتلافاتو خبري ډېرې کېږي. د جنرال دوستم او عطا محمد نور ائتلاف او وروسته د نورو نويو ائتلافاتو پیدا کېدل منفي او مثبتي پایلي لري.  
 
موږ هر کله چې یو مثبت اقدام کړی له منفي پایلو سره مخ شوي یو. پخوا هم داسې ډلې ټپلې ډېرې جوړي شوي وي چې په پای کې له خپل منځي شخړو سره مخ شوي دي. زموږ  اوسنۍ حکومت له دوو موازي ډلو ډاکتر اشرف غني احمدزي  او ډاګتر عبدالله عبدالله څخه جوړ دی. دوی نه یوازې یو له بل سره سیاسي اختلافات لري، بلکې فکري او ګوندې اختلافات هم لري. په ورته وخت کې هېواد له دوو موازي مخالفو ‌‌ډلو سره هم مخ دی، چې عبارت له طالب او داعش ډلي څخه دي. لکه څنګه چې د حکومت ډلي یو له بل سره جوړ نه دي همداسې مخالفین هم یو له بل سره جوړ نه دي. اوس ویره دا احساسیږي چې که دا ډول ائتلافات را منځته شي نو حکومت کې څو اړخیز موازي قوتونه به رامنځته شي. پوښتنه دا ده چې ولي دا ډلي غواړي چې یو له بل سره ائتلاف وکړي. ایا دوی په حکومت کې عملاً کار نه کوي. ایا دوی مستقماً مسوولیت نه لري. ایا جنرال عبدالرشید دوستم یوازې د شمالي ولایتونو د امنیت دنده لري که د ټول افغانستان؟ 
 
ځواب ټولو ته روښانه ده، چې دواړه د حکومت قدرتمند او با صلاحیته ډلي دي. ددې پر ځای چې د مشخصي سیمي د امنیت لپاره ائتلاف وکړي، باید د هېواد له ملي امنیت، استخباراتو، ملي اردو او نورو قواوو سره مرستي وکړي، خپل تجارب شریک کړي او ځانګړي طرحه یا ستراتیژي جوړه کړي، تر څو د یوې منظمې لارې څخه پر مخ لاړ شي. بله دا چې جنرال عبدالرشید دوستم د ټول افغانستان مسوولیت لري نه یوازې د شمال، همدا اوس د ننګرهار ولایت ولسوالۍ د سقوط سره مخ دي، لغمان، نورستان، کونړ، هلمند، پکتیا او نورو ولایتونو کې عملاً جنګ روان دی، دی څنګه ځان یوازې شمال پورې محدودوي.؟
 
مشخصاً غواړم چې د دا ډول ائتلافاتو ګټې او زیانونه په لنډ ډول ولیکم. 
 
اول ګټې:
 
دا چې دواړه ډلي با تجربه او جهادي مشران دي شاید وکولای شي چې د طالب او داعش پر وړاندې وجنګیږي. او یو څه اندازه امنیت په شمال کې ښه کړي.
 
دوهم زیانونه او یا نواقصات
 
1.په ګټو کې مو وویل چې شاید شمالي ولایتونو کې امنیت ښه شي، دا تجربو موږ ته ثابته کړي، چې که په مخالفینو باندې په یوه حوزه کې فشار راشي بلې حوزې ته ځي. مثلاً د شمالي ولایتونو څخه خپل مسیر تغیروي، جنوبي او یا شرقي ولایتونو ته ځي. 
 
 
2.زه فکر نه کوم، چې دا دوه اشخاص د هېواد د دفاع او داخلي وزارتونو پر نسبت ډېر نفوذ او قوت ولري. د فوځ او قوت جوړول مصرف غواړي، منظم روزنې ته ضرورت لري او وخت هم نیسي، نو ښه به دا وي چې له دفاع وزارت، داخلي وزارت، ملي امنیت او نور اړوندو ارګانونو سره مرستي وکړي تر څو دوی ډېر منظم او تخنیکي پر مخ لاړ شي. 
 
 
3.داعش یوازې افغانستان لپاره خطر نه بلکې د سیمي او نړۍ لپاره هم لوی ګواښ دی. داعش دومره لوي قوت او منظم فوځ لري، چې دا دوه ډلي ورسره د مقابلي توان نه لري. ځکه مخالفین په ډېرو مجهزو وسلو سمبال دي، قوي حمایت لري مګر دا ډلي بیا له دې امتیازاتو محروم دي. 
 
 
4.داسې هم ویل کېږي چې پخواني مجاهدین غواړي بیرته قدرت ته ځان ورسوي، دا ائتلاف شاید ډېر مرسته وکړي تر څو د یو قانونې لارې خپل فوځ او ډلي منظمي کړي. په کابل کې جنرال دوستم او ډاکټر عبدالله سره د نورو مجاهدینو، په بلخ کې عطا محمد نور د خپلو ډلو سره، هرات کې اسماعیل خان د خپلو ډلو سره او په ځینو نورو حوزو نورې اعتمادي ډلي به پورته کېږي.  په نتیجه کې د حکومت او مجاهدینو سره بله جګړه شروع کېږي. 
 
 
5.اوسنۍ اردو به د کمتري  او بې حرمتۍ احساس وکړي، سره ددې چې دوی هره ورځ د مرګ پر پوله ناست وي قرباني ورکوي او له هېواد څخه دفاع کوي.  
 
 
وړاندېځونه:
 
1.دا دوه ډلي جنرال عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور رسمي دندې لري. که د بلخ والي خپل د ولایت امنیت او پرمختګ لپاره فکر او کار وکړي دا به یې لوی کمال وي او تر څنګ یې خپل تجارب له مرکزي حکومت سره هم شریک کړي. جنرال عبدالرشید دوستم د خپلې تجربې له مخې باید د ټول افغانستان لپاره فکر وکړي او یو منظم ستراتیژیک پلان جوړ او د تطبیق لپاره وزارت دفاع سره مرسته وکړي او لازم هدایات ورکړي. 
 
 
2.موږ  هېواد کې ډېر تکړه جهادي مشران لکه ډاکټر عبدالله عبدالله، محقق، انجینراحمدخان، جنرال دوستم، عطا محمد نور، استاد سیاف او نور  لرو، که هدف سوله او امن وي، نو دوی کولای شي چې د خپل تجاربو څخه په استفادي سره یو ځای شي او د منظمي طرحي له مخې د افغانستان امنیت لپاره کار وکړي. 
 
 
3.موږ د امریکا هېواد سره امنیتي تړون امضا کړي، باید له دې تړون څخه استفاده وشي، کومې ژمنې چې شوي دي د امریکي هېواد څخه باید وغوښتل شي، اردو او پولیس په مجهزو جنګي او استخباراتي وسلو سمبال شي، تر څو وکولای شي د هېواد څخه دفاع وکړي. 
 
 
4.د سرحداتو د کنترول لپاره منظم پلان جوړ او په جدې ډول تطبیق شي. 
 
 
5.جاسوس او خاین مسوولین ونیول شي او اعلنې اعدام شي تر څو هیڅ څوک راتلوونکي کې خیانت ته زړه ښه نه کړي. 
 
 
 
نظر پورته دلایلو زه دا ډول ائتلافات د جګړي پای نه بلکې پیل کڼم. هیله ده، چې رئیس جمهور، ملي شورا او مدني فعالین نور هم دا موضوع وڅیړي او لاړم اقدامات وکړي.
 
په درنښت
 
صیام الدین پسرلی 
 
کابل
 
اساسي برخه: بېلابېلې ليکنې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1158

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1167

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1298

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1792

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5995

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…