د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

لطيف پدرام سر ورکوی خو مقام ترلاسه کوي

b_150_100_16777215_00_images_stories_01_habibullah-ghamkhor.jpg

 

 
دلطيف پدرام څرگندونې دافغانستان د تاجکودلوی قوم لپاره سپکاوی بولم .
دادقدرت ليونی اوپردی پلوه غواړی په خپلو غولونکو خبرودتاکجو قوم په ځان پسې روان کړی ، ترڅو امريکااونړيوال زبرځواک ورته متوجه سي ،ترڅوپه راتلونکی کښي پردې  ايران روزل سوی سرمايه گذاری وکړی .
همدا څوشېبې وړاندي مې په فيسبوک  کي يوه وېډيو واورېدل چې لطيف پدرام وايي .زما اصلی هدف دادی چې دتاجکانو عالي سراسری شوراجوړه سي  .داايران پروره وايي کله چي زه دي کنفرانس ته راتل نودارگون ،کندهار،هلمند ،غزني ،لوگر اونوروولايتونه نه ((دری ژبو)) تاليفون راته وکړچي تاسو ولی موږ هير کړیپ يو،يوازي دپنجشيراوپروان تاجکان سته مور هم يو . دادروغجن پدې نه پوهېږي چي دده دخبروپه اوريدوبه ټول باور وکژی ددې ۱۶ ولايتو دری ژبی اوتاجکان له کومه پوه سول چي دادتاجکانو پيغمبر يوې غونډی ته چي هلته به دتاجکانو دنجات رهبرخبری کوی روان دی ؟؟؟  دي دروغجن چي درواگ یې وويل ،خپله خبره هيره کژه سمدواره وايي تاجکان چي هر چيري وي بايد په کليو اوولسواليوکي خپلې ټولنې ولري . 
دلطيف پدرام تبلېغات ملی وحدت ته سترزيان اوداساسی قانون دټولو مادو خلاف حرکت دی .دولتی مشرتابه لخوا  ددي ډول کسانو حرکتونو اوتبليغاتو پر وړاندی چي ملي اختلاف ته ددولتی امکاناتونه په استفادې سره لمن وهی چوپتيا ملي خيانت بولو .
په پښتوکي متل دی وايي  : ((آس یې نعلاوخه چنگښې هم پښه پورته کړه.)) 
زه چي ورته گورم لطيف پدرام  دنورواکټونه کوی اوپدې باوردی چي له دي لارې به کوم مقام ترلاسه کړی اوددې ترڅنگ داخبره کوم چي لطيف پدرام يوازنی  کس پيدا سو چي له افغان دښمنوسره یې ومنل زه دافغانانوپه منځ کي قومی بي اتفاقۍ ته په لمن وهلوکي دسرپه قيمت حاضريم .اودادی دسرپه سترگویې گوروچي دعراق ،سوريې ،مصر ،يمن  ،ترکې ،پاکستان ،هندوستان ،بنگلدېش اودنوروهيوادونوکي پيل سوی لعنتی اوبشری خلاف دقومونوترمنځ اختلاف رازېږولو پروسې يوله سرکښو اوسرورکونکو لارويانوڅخه دی .پدرام سر ورکوی خو مقام ترلاسه کوي .
لطيف پدرام پدې ۱۳ کاله کوښښ وکړچې يومقام ترلاسه کړی ، خو دانورو پرې نښود .اوس یې  دتاجکونه ددفاع ډول غاړی ته اچولی اوپدې نامه چې عملا داساسی قانون خلاف حرکت دی اوپه واحد افغانستان کي قومی  اختلاف ته لمن وهئ ،ترڅويومقام ترلاسه کړی .پدرام دشمالی ټلوالی نه خفه دی ، کوم مقام چې دې ايران پلوه غوښت ور ئې نکړی اوداشرف غني ددربار دروازې ئې هم وټکولې  لکه چې څه یې ندی ترلاسه کړي .ځکه خو اوس دايرانی اوخوندانوپه هدايت چي ۱۲ کاله پخوا یې په مطبوعاتوکي په ډاگه وويل ((من به کلتورايرانی افتخارميکنم )) اوس غواړی تاجکان دايرانی اخوندانو نوکران وگرځوی اوپدي شکل ددې ډارنو مشرانونه مقام ترلاسه کړی .
سويډن /مالمو
د۲۰۱۵ ز کال دجون ۱۷ 
حبيب الله غمخور 
 
اساسي برخه: بېلابېلې ليکنې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1769

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1722

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1970

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2534

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6762

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…