د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

تر څو چی دوه مشران وی، همدا به یی پارلمان وی!

b_150_100_16777215_00_images_writing-512.png

 

دا چی د افغانستان د  تش په نوم پارلمان کاری دوره یو څو ورځی وروسته پای ته رسیږی د افغانستان د قانون له مخی او د ۸۳ مادی پر بنسټ همدغه اوسنی  د افغانستان پارلمان  قانونی حیثیت نه لری،  تیره ورځ ولسمشر اشرف غنی هغه په اصطلاح د خبرو سړی ځانته ورعوښتی وو چی تر څو د همدغه پارلمان چی کاری دوره یی پای ته رسیږی په سر خبری وکړی او مشوره ورسره وکړی. ولسمشر په خپلو خبروکی  داسی وښوده چی د همدغه پارلمان ژوند نور اوږد کړی او څرګنده یی کړه چی ؛؛ په هیڅ وجه به اجازه ور  نه کړو تر څو په نظام کی هر ډول خلا رامنځ ته شی؛؛  خو د پارلمانی ټاکنو نیټه یی مالومه نه کړه چی دا ډیره د اهمیت وړ خبره ده.
داسی معلومیږی چی هغه که ولسمشر دی، اجرایه ریس دی، د پارلمان عړی دی ، نړیواله ټولنه چی په سر کی یی امریکا ده  ټول عواړی اوبه خړی کړی تر څو مایان پکشی ونیسی. دا ځکه پداسی یو نامشروع نظام کی د همدغو کسانو ګټی خوندی پاتی کیدلای شی  او خوندی دی.
لکه چی موږ ټولو ته مالومه ده چی په اوسنی پارلمان کی د یو څو ګوتو په شمار وکیلانو بی غیر  نور ټول د ولس نمایندهګان نه بلکی د ولس دښمنانان دی. تر اوسه یی داسی څه ندی تر سره کړی چی ولس ته د یی کومه ګټه رسیدلی اوسی. لوړی تنخواګانی، زیری موټرونه، بی شماره ساتونکی، ډولو ډول امتیازونه همدارنګه  په هر قرارداد کی ونډه  هغه څه دی چی اوسنی تش په نوم وکیلان کله هم دی ته تیار ندی چی له لاسه یی ورکړی. که چیری موږ د همدغه چی یو څو ورځی وروسته به غیری قانونی پارلمان شی د وکیلانو تیری پنځه کالنی دوری ته وګورو تر اوسه یی هر څه د ماملی له مخی تر سره کړی دی نه د ولس د ګټو پر بنسټ، د وزیر سره یی مامله کړیهمدارنګه پر والی یی فشار راوړی تر څو خبل ناقانونه کارونه ورباندی وکړی . همدغه وکیلان دی چی خپل خپلوان او یا نور کسان  د پیسو په مقابل کی  د حکومت پر لوړو او ټیټو کورسیو یی مقرر کړی دی  چی نه سواد لری او نه وړتیا خو پر وزیرانواو والیانو  یی فشار راوړی دی تر څو همدغه بی کفایته افراد  ورباندی مقرر کړی چی پدی توګه یی  نظام  ګډوډ کړی دی. 
 پداسی حال کی چی اجرایه ریس عبدالله پدی هڅه کی دی  د ټاکنو په جرګه ګيو کی د ځان په ګټه اصلاحات راولی او بیا  د ولسی جرګی لپاره ټاکنی تر سره شی تر څو وکولای شی د  خپلی خوښی کسان نوی پارلمان ته راولی ورپسی هغه شوم پلان چی د افغانستان لپاره یی لری، همدغه غیری قانون پوست  اجرایه ریاست په صدارت واړوی. او که که چیری عبدالله پوهه شی چی خپل هدف ته نه شی رسیدلی بیا به به کوشش وکړی تر څو د همدغه فاسد پارلمان تر اخره وساتی  دا ځکه  عبدالله په دی پوهیږی ګیږی چی په پارلمان کی ډیری وکیلان هر ډول ماملی ته تیار دی.  
ولسمشر اشرف غنی چی اوس یی هغه پخوانی مزه نیمه هم  نه ده پاتی، همدارنګه  د ولس سره  د کړیو ژمنو توان په ځان کی نه ګوری   بیرته جنګسلارانو ته  مراجعه وکړه هغه یی په یو او بل نوم باندی په دندو وګمارل، پخوانیو فاسدو والیانو ته یی بیا په حکومت کی ځای ورکړ،  له دغه داسی مالومیږی چی ولسمشر هم اوس دې ته تیار دی چی د شته پارلمان عمر ور اوږد کړی تر څو د بوزو لاندی اوبه تیری کړی.  نه عواړی چی ځانته سردرد پیدا کړی نو کیدلای شی چی د همدغه فاسد پارلمان عمر تر میاشتو نه بلکی تر  کالونو وغزوی. 
نړیواله ټولنه چی په سر کی یی د امریکا متحد ایالات قرار لری د ټولو فسادونو اصله منبع ده. یا په بله وینا د افغانستان  نظام ټول همدغه نړیوالی  ټولنی  همدغه حالت ته راوستی دی دا ځکه چی امریکایان یوازی او یوازی په ګډوډۍ کی کولای شی چی خپلو مخو ته ورسی. ځکه خو کله یوه بانه کوی او کله بله بانه، نه یی عوښتل او نه عواړی چی د ولسی جرګی لپاره په خپل وخت  ټاکنی تر سره شوی وای او یا په نږدی راتلونکی کی تر سره شی. ټول افغانان باید پدی پوه شی او پوهه وی چی نړیواله ټوله په هیڅ وجه نه عواړی چی افغانستان یو قوی مرکزی حکومت ولری، دا ځکه د یوه قوی حکومت په موجودیت کی دوی یعنی نړیواله ټولنه خپلو مخو ته شی رسیدلی.
 د ولسمشرۍ په تیرو ټاکنو کی موږ ولیدل چی  ټوله ګډ وګډی همدغه نړیوالی ټولنی په ټاکنو کی جوړه کړی وه دا ځکه  پداسی حال کی چی اشرف غنی  دټاکنو ګټونکی وو په یو ه او بله بانه یی عبدالله په حکومت کی وروټومبه تر څو افغانستان قوی حکومت ونه لری، چی دا دی موږ یی نتجه په خپلو سترګو وینو ۷ میاشتی کیږی چی تر اوسه هم لا کابینه نه ده بشپړه شوی د دفاع وزیر مو لاهم  سر پرست دی.
وړاندیز:
که  ولسمشر او د افغانستان  نور سیاسون په رښتیا  افغانستان د همدغه بحرانی حالت څخه راوباسل عواړی پکار ده چی د هر ډول  خپل منځی شخړو او اختلافونو یو او بل ته تیر شی په ګډه سره کار وکړی. افغانستان ښه خوا ته نه دی روان که په وخت  ورته لاری چاری ونه لټول شی خبره  به تر هغه هم خرابه شی چی اوس یی فکر کیږی.افغان ولس له خپل ولسمشر عواړی چی څومره ژر کیدلای شی د پارلمان لپاره د دټاکنو نیټه وټاکی او چی په هر ډول کیدلای شی د ټاکنو مصرف د په خپله پیدا کړی. نړیوالی ټولنی ته د سترګی نه عړوی، نړیواله ټولنه نه عواړی چی ټاکنی وشی دا ځکه د نړیوالی ټولنی ګټی د همدغه اوسنی فاسد پارلمان په موجودیت کی خوندی دی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۱۴/۰۶/۲۰۱۵
 
اساسي برخه: بېلابېلې ليکنې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1769

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1722

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1970

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2534

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6762

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…