د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دښځې حقوق پر خپل خاوندباندي

 

دښځو حقوق پر خپلو خاوندانو باندي ډیر زیات دي

خو یو څویې دادي

۱ ٫ خاوند باید دخپلې ښځې سره ښه کردار او سلوک وکړي ښه ژوند اوښه ګذاره باید ورسره وکړي او له خپلې ښځې څخه باید غم او تکلیف لرې کړي په وجه دترحم او شفقت پردوي یعنی پر خپلو ښځو باندي باید خپل مړونه شفقت وکړي ځکه دنارینوو په نسبت دښځو عقلونه کم وي الله پاک په دې اړوند فرمایي

وعَاشِرُوهُنَّ بِا لمَعرُوفُِ ٫ سورة النساء

ژباړه ٫ او ژوند او ګذاره کوئ اې مړونو دخپلو ښځو سره په نیکه طریقه سره

٫٫٫

دخپلو ښځو دحقوقو دعظمت او اهمیت په باره کي بل ځای الله پاک فرمايی

واَخَذنَ مِنکُم مِّیثَا قاَ غَلِیظاَ ٫ سورة النساء

ژباړه ٫ او اخیستې ده ښځو له تاسو څخه وعده سخته ٫ کلکه دمهر ٫ صحبت ٫ نزدېکت ٫ معاشرت ٫ په حق کښې

او بل ځای الله پاک فرمايي ٫

و الصَّاحِبِ بِالجَنبِ

ژباړه ٫ اونیکي کوئ له هغه ملګري سره چي په څنګ کښې وي ٫

بعضی مفسرین وایي چي دڅنګ له ملګری څخه مراد خپله ښځه ده

٫٫٫

نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي

کوم څوک چي دخپلې ښځې پر بداخلاقی باندې صبر وکړي نو الله پاک به وده ته دومره قدر ثواب ورکړي لکه حضرت ایوب علیه السلام ته چي الله پاک دده پر مصیبت او مرض دصبر کولو په باره کښي څومره ثواب ورکړی ٫ او کومه ښځه چي دخپل خاوند پر بداخلاقی باندی صبر وکړي نو الله پاک به هغې ښځې ته دومره ثواب ورکوي لکه دفرعون وښځې ٫ بی بی آسیې رض ته چي الله پاک ددې دصبر په بدل کي څومره ثواب ورکړی

٫٫٫

روایت دی چي دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په بیبیانو کښې یوه بی بی وه چي مبارک علیه السلام یې پر سینه مبارکه باندې وواهی نو دهغې مور بی بی دا وترټله منت یې باندې وکړو ملامته یې کړه مبارک علیه السلام وخپلې خواښې ته وویل پری ایږده مې ښوروه چي دا تردې لازیات وضعیت او رویه راسره وکړي٫

همدارنګه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم او عایشه رضی الله تعالی عنها تر مینځ

یو وخت پر خبرو کښې تنازعه شروع شوه په دې وخت کي حضرت ابو بکر صدیق رضی الله تعالی عنه راغلی دغه ددوي تر مینځ دعوه او تنازعه یې په خپلو سترګو ولیده بیا مبارګ علیه السلام او عایشی رض په دواړو ابوبکر رض ثالث مقرر کړو منځ ګړی یې وټاکلو بیا مبارک علیه السلام وعایشی رض ته وویل چي کیسه ته ورته بیانوې ابوبکر رض ته او که یې زه ورته بیان کړم ٫ عایشی رض ورته وویل چي کیسه ته ورته بیان کړه خو صحی او حقه خبره وکړه نو ابو بکر رض چي دخپلې لور دغه خبره واورېده نو ډېر زیات درد ورغلی خپله لور عایشه رض یې پر دې خوله باندې په چاپلاخه ووهله خولې یې ویني وکړې بیا یې ورته وویل چي اې دخپل ځان دښمنې آیا نبی کریم صلی الله علیه وسلم غلطه او ناحقه خبره کوي؟ عایشې رض چي دخپل پلار خښم او درد ولیدو ووېرېده بیرته یې

نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته فنا وروړله دده مبارک وشاته کښېنستله هلته یې خپل ځان پټ کړو بیا پیغمبر ص وابوبکر رض ته وویل چي ته موږ ددې دپاره نه یې رابللی او نه موږ له تاڅخه نه موږ له تاڅخه دداسی کار اراده درلودله یعنی چي ته بی بی عایشه رض ووهې

اوبل روایت دی چي بی بی عایشې رض ونبی ص ته دخښم او درد په حالت کي وویل چي ته هغه څوک یې چي ته دافکر کوې او خیال لرې چي زه نو دالله پاک رسول یم مبارک ص هیڅ ورته ونه ویل بلکه تبسم او خندا یې وکړه

دخپل حلم او شرافت له وجهی یې دعایشی رض خبره برداشت کړه

٫٫٫

او ویل کیږی چي اولین محبت چي په اسلام کي دنبی ص وو هغه له عایشی رض سره وو

٫٫٫

درنو کتونکو تاسو اوس سوچ وکړی داسلام سپیڅلی پیغمبر له خپلې بی بی عایشی رض سره څنګه سلوک درلودلو

٫٫٫

او بله دا ٫ البته دې خبرې ته ښه څېر شی چي ٫ نبی کریم صلی الله علیه وسلم به وخپلو نورو بیبیانو ته ویل چي چي تاسو دبی بی عایشی رض په باره کي وماته تکلیف مه راکوئ او بې له شکه زه قسم په الله جل جلاله سره کوم

چي دعایشی رضی الله تعالی عنها له بسترې څخه ماسېوا ستاسو په بسترو کښې

پر ما باندي وَحیِ نه دي نازیلي شوي؟

دنبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمان دی ٫ چي په ټولو مؤمنانو کښې دکامل ایمان خاوند هغه څوک دی چی نیک اخلاقه وي او پر خپلو ښځو باندې زیات مهربانه وي

همدارنګه نبی ص فرمایلی دي چي په تاسو کي ښه هغه څوک دی چي هغه دخپلو ښځو سره ښه ژوند کوي ٫ اوزه بیا تر تاسو ټولو بهتر یم دخپلو ښځو په باره کي یعنی له دوي سره ښه سلوک کوم٫

حضرت عمر رض له خپلې سخت مزاجۍ سره سره فرمايي ٫ دسړی دپاره ښایي چي دخپل کوروالا سره داسي ژوند وکړي لکه کوچنئ اوکله چي دده اهل بیت له ده څخه هغه شئ وغواړي کوم چي له ده سره موجود وي نو دمېړه په شان دي هغه کاروخدمت وکړي

٫٫٫

حدیث شریف کښې راغلي دي بیله شکه الله پاک له هغه سړی سره بغض کوي نفرت ځني کوي چي هغه له خپلو ښځو سره سختی کوي او دخپلو ښځو په وړاندې متکبر وي ځان غټ ورته ښکاره کوي

٫٫٫٫

اخذ ٫ مکاشفة القلوب

مؤلف ٫ حجة الاسلام امام غزالی رح

ـــــــــ

په درناوي

محمدعلي عمری

سهیلي پښتونخوا مسلم باغ

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1877

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1816

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2083

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2665

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6870

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…