د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

هرات کي د ښځو ځان سوځونه (لومړۍ برخه )

 

ولي دښځو ځان وژنه او ښه به دا وي چي ووایم ځان سوځونه په هرات کي د نورو ولایتونو په پر تله ډېره زیاته ده ؟ اوولي ده هري ورځپاڼي ،اونیزي ،او نشریې لومړۍ  موضوع او سر عنوان چي په تیره خط لیکل سوی دیوې نوي ځان و ژني خبرراکوي ؟  او ولي دا شمېره ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو ده «هر څه هم چي دښځو دچار و رئیسه بیا په دې نظر ده چي اوس دا شمېره ډېره کمه سوې ده  ».

او دا ویل کیږي چي د ښځو حق او حقوق تر پښو لاندي کیږي . او ښځي خپل د حق څخه دفاع نسي کولای . زه غواړم دلته لږ څه د حق او حقوق په اړه معلومات ورکړم هر څه هم چي زما علمي او تحصیلي سطحه دومره لوړه نده چي  زه په دې هکله نظر ورکړم خو بیا هم هغه  څه چي ما خپل په سترګو لیدلي غواړم دلته ولیکم . ځکه خپله د انسان د ژوند تیریده او په یوه ټولنه کي ژوند کول او هر هغه بدلون چي د وخت په تیریدو سره پر انسان باندي  راځي داټول خپله یو ډول درس او پوهه ده چي انسان دې ته اړ باسي چي خپل د چاپیریال پر پیښو باندي غور وکړي .

۱- حقوق زنان در افغانستان پایمال میشود،او یا هم « دافغان مېرمنو حقونه ترپښو لاندي کیږي »

دا عنوانونه د هري خپروني لومړی سر لیک جوړوي  او اروپایی ټولنه هم دې ته ډېره پاملرنه کوي،خو پوښتني دادي چي :

·    آیا دغه افغاني میرمني خپل حق پیژني او که نه؟

·    اویاهم د دغه حقونو د پیژندلو اویاهم لاس ته راوړلولپاره يی کومي هلي ځلي کړي؟

·    آیا دغه حقونه دهیواد په هر ګوډ کي نه رعایت کیږي؟

·    آیا باسواد ه او بیسواد ه کورنۍ دواړي،  دغه ستونزه په برابر ه توګه  لري؟ دا ټولي هغه پوښتني دي چي لومړي ځل کله چي زه د یوي لیکني سره مخ کیږم زما په ذهن کي پیدا کیږي . ددې ټولو پوښتنو د ځواب لپاره به لومړی د هرات دښار څخه پیل کړم .

البته دا باید زیاته کړم چي دا زما د سترګو لیدلی حال او شخصي نظر دئ .

زما لیکنه د دې کرښي سره پیل کیږي چي ولي د هرات په ښار کي د ښځو ځان وژنه او یا هم ځان سوځونه دهېواد د نورو ولایتونو په پر تله ډېره ده؟

باید ووایم چي دا یوسترحقیقت دئ چي د هرات په ښار کي د ښځوځان وژنه او ځان سوځونه دتیرو۵کلونو راپه دیخواه ډېره زیاته ده او دا نه یوازي په واده سوو ښځوکي بلکه په پېغلو نجونو او حتی په ماشومانو کي هم اوس اوس دود سوی دئ . څوک کورنۍ ملامتوي څوک ټولنه اوناوړه چاپیریال څوک هم دولت خو زما په آند دا هرڅه بیرته راجع کیږي وخپله (ښځي) ته. اوپه دې کي خپله ښځه ملامته ده ځکه د ستونزو دحل لاره اویاهم د ستونزو څخه د خلاصون لاره دا نده چي انسان ځان ووژني او یا هم وسوځوي. اول دا چي د اسلام دشرعیت له نظره ځان وژنه ډېر بد اوناروا کار ګڼل کیږي او آن داچي حتی د جنازې لمونځ نه ورته کیږي . بل دا چي کله دا ډول ښځي د ځان وژلو نیت کوي او غواړي ځان وسوځوي خو سره له دې هڅي بیاهم ژوندۍ پاتیږي  نه یوازي داچي ترهغه بد تره اوسخت تره ژوند د دوی په انتظارکي دئ بلکي یو معیوب اودټولني داوږو بار اود خپلي کورنۍ د ننګ سبب هم ګرځي . نو زما په فکرلومړنۍ ستونځي به دومره سختي نه وي چي انسان پس له دې چي په ځان وژنه بریالی نسي دومره سختي هم روحي اوهم جسمي وزغمي .

·      یوه میرمن ولی دې عمل ته لاس وهي؟ 

·      آیا د دې عمل عواقب ورته څرګنده دي ؟

·      آیا دا ژوند هم ژوند دئ چي پس له ځان سوځوني یې یوه میرمن لري؟

اویا هم هغه میرمني چي په ځان وژنه بریالۍ کیږي او خپل په آند ځانونه د سختیو څخه خلاصوي د هغي ترشا پاته کسان په ټولنه کي څه ډول ژوند کوي ؟

 دا دښځي د ژوند دایره هم  عجیبه ده! کله چي یوه پېغله نجلۍ ځان سوځوي اوياهم وژني نو لومړی فکر چي د چاپیریالانو په ذهن کي راځي دا دئ چي دا سمه نجلۍ نه وه، او د رسوایي له بیري یې ځان  وواژه،اوکه واده سوې میرمن وي وایي دامیړه ته خیانت کاره وه، اویاهم دمیړه دکورنۍ په وچي اونندی یې سرنه کښته کېده ځکه ئي ځان وواژه او یاهم وسوځاوه.خوتردې بدبختره بیاترشاپاته اولادونه دي چي ددې فکراوذهن سره لویان اوځوانان شي چي ولي زموږمور ځان وواژه؟اوپه کوڅه اوبازارکي نورماشومان دهغه خپل په نامه نه پیژني بلکي دمورپه نامه یی پیژني اویواوبل ته یې داسي ورپیژني چي داهغه نجلۍ اویاهم هلک دئ چي مور یی ځان وواژه، اویاهم وسوځاوه .

ماشومان همداسي عقده یې لویان سي او په دې کي دموراویاهم پلار ملامتي ورته سخته وي. یاد ټولوښځو په حصه کي بدبینه اوعقدهءیي سي اویاهم دپلاراونارینه ؤپه حصه کي بدبینه سي اوان داچي کله هم داسي پیښي سوي چي اولادونه ځوانان شوي بیاخپل پلرونه یې وژلي دي . نوزماپه آند داټول دښځي دناپوهی اویاهم احساساتی تصمیم نیولوپایله وي.شاید سوال وسي چي هغه مجبوره ده څه وکړي بله لاره نه ده ورته پاته ځکه ځان سوځوي . خو

·      آیادا دحل لاره ده؟

·      آیا لږڅه زغم په کارنه دئ؟

دامیرعلي شیرنوایي دلیسې د لسموټولګیولیسانسه ښوونکې ځان سوځوي اوترشایې درې کوچيني ماشومان پاتیږي ،  سره له دې چي هغه یوه لیسانسه وه خوفهم اوپوهه یې دزغم اودحل دلاري دپیداکولولپاره کمه وه.دڅلورسوه بیستریزه روغتون په عاجله برخه کي زه خپلي دخورزې سره وم ځکه هغه اپنډکس وه اوبایدعملیات سوې وای اودشپې په دولسوبجویوډول دسوي ویښتیانو بوی دروغتون په دهلیزونوکي پورته سواوسره ددې دیوې ښځي ژړا اوساندي اودڅونارینوپرلاسونوپه یوه کمپل کي پیچلی  جسم عاجل اتاق ته راوړل سو. خوداتاق څخه لږڅه لیري په عمومي دهلیزکي داجسم پرځمکه کېښودل سودټولواتاقونودروازې خلاصي وې ځکه هواډېره ګرمه وه ټول پایوازان ددهلیزنه ووتل زه هم په دغه ډله کي شریکه وم . کله چي ډاکټران راټول سول اوغوښتل یې چي دې نجلۍ ته سیرم وصل کړي  ماهغه ولیده دسوي  فیصدي (۷۵٪) وه اونجلۍ پس له ۲۰دقیقومړه سوه . خوهغه دومره عمیقه سوې وه چي مااصلاً فکرنه کوی چي دابه یوه واده کړې نجلۍ وي. هغه ۱۶کلنه وه اوکله چي داډېره کوچينی وه مور یی مړه سوې وه اودوه کاله هم کېده چي واده یی کړی ؤ.یعني په ۱۴کلنۍ کي یې واده کړی ؤاوخاوندیې هم ددې په سن وسال ؤاوډېروارخطامعلومیدئ دهغه سره موراوپلاراودنجلۍ عمه هم  وه.کله چي هغه نجلۍ مړه سوه نوددې  ښځوترمنځ شخړه وسوه.خومخکي له دې بایدداهم ووایم کله چي دانجلۍ ژوندی وه عمه یی تري پوښتنه کوله چي ووایه ولي دې ځان وسوځاوه هغې فقط دومره وویل چي د غوږولیوپه خاطر ، ځکه هغه زمانه ورکي سوي وې ،  خوزماخواښي ویل چي تاخرڅي کړي دي اوزه هم په تنګ سومه دموټرسایکل تېل په ساتنځای کي وه هغه مي واخیستل اود پړوړوپه ګدام کي می  ځان وسوځاوه. خوکله چي نجلۍ مړه سوه ددې دوښځوشخړه پردې وسوه چي یوې ویل چي زماوریره دي دیوه جوړه غوږوالیو په خاطرمجبوره کړه چي ځان وسوځوي ،اوخواښي یې بیاویل چي مافقط پوښتنه تري وکړه اوهغې ځان وسوځاوه. دنجلۍ خاوند ددهلیزپه کنج کي ولاړواوهیڅ یې هم نه ویل . ټوله شپه دنجلۍ مړئ دروغتون په دهلیز کي ایښی ؤځکه دوی دکلي څخه راغلي وه اودسهارپه مهال یې کورنۍ دنجلۍ مړی واخیسته اوکلۍ ته یې دښخېدولپاره یوړه .اوپه دې مهال کي ماته دافکرپیداسوچي ای پاکه خدایه داخلک ولي داسي کوي؟ نه دنجلۍ سن اونه هم دهلک سن دواده لپاره مناسبه ؤاودا تش دنانځکولوبه ښکاریده اوبس.

آیادنجلۍ دخاوندکورنۍ په رښتیا هغه دیوه جوړه غوږوالیولپاره دومره زورولې وه چي  هغه مجبوره سي چي ځان وسوځوي؟

 آایاددې کم عمر ، کمه تجربه اوناپوهي ددې سبب وګرځیده چي ځان ووژني؟

اویاهم دمیړه بیکفایتي اوکم سن ددې سبب وګرځیده چي هغه ونسوکړای خپل د مېرمني  بي   ګناهی باورکړي ځکه دهلک دبرخورد اوحالت څخه داڅرګندیده چي هغه هیڅ صلاحیت نه لري،دهمدغه فکرسره دسهارپه مهال دروغتون دسویوبرخي ته ولاړم ددوی د پانسمان وخت ؤ،دهري یوي جلا، قصه وه یوې دورورسره شخړه سوې وه یوې دخواښي سره اوبلي بیا په دې خاطرځان سوځولی ؤچي میړه یی معتاد ؤاوهغې  ورته ویلي وه که چيریي اعتیاد پری نه ږدې ،  نوځان به وسوځوي.خوزماپه آند داټول منطقي دلیلونه نه دي ځکه دورور سره شخړه باید دومره ستره نه وي چي انسان ځان وسوځوي اویاهم دخواښي سره شخړه اوهمدارنګه یومعتاد انسان په یوه ورځ خپل اعتیاد نسي پریښودلای د هغه سره باید مرسته وسي چي هغه وکولای سي خپل اعتیاد پریږدي او وخت ورکړل سي دهري ستونځي حل په شخړه ،  خفګان اویاهم جبرسره نه وي.


 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1260

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1249

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1405

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1902

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6124

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…