د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دښځونړيواله ورځ دي ټولوښځوته مبارک وي خ

دمارچ اتمه دښځودنړۍ والي ورځي  يه ویاړهرکال دنړۍ په هرګوټ کي  لمانځل کیږي په دغه ورځ دښځولوړمقام اوارزښ په ټولنه اوکورنیو کي ستایل کیږي . اودښځودښه ژوندانه اودسوکالي لپاره تصمیمونه نیول کیږي.

خو

  • آیادغه دود  زموږپه هېوادکي هم ترسره کیږي؟

  • آیازموږدهېوادښځي هم ددغه ورځي په خوشالی اودرناوی کي شریکي دي ؟

  • آیا هغه لوړپوړي چارواکي چی ویل ډېراوعمل یې بیاهیڅ هم نه دي (اوحتی دپاڼي له مخي هم نشي کولای سم لوستل وکړي) او ډیري شانداري غونډي جوړوي اودرادیوتلویزیون ژورنالستان خبروي اوسل پریکړي کوي خودعملي کولولپاره یې بیاهیڅ هم نشته، خپل دهیوادد بې وزلو ښځوپه ستونزو به خبروي اوکه نه؟

  • نوزماپه آند داورځ دافغان ښځولپاره نه ده داځکه چی لاتراوسه افغان ښځه ډېره ستومانه اوزوریدلې ده، لاتراوسه ددې دلاسونواوپښونوکان په ظلم سره ایستل کیږي ،تراوسه لادهغې لاس اوپښې لکه دڅارویوپه شان دوهلوله امله ورماتیږي تراوسه لادامجبوره ده چي ددې هرڅه ناخوالوسره لاس اوګریوان وسي ،نوتاسوقضاوت وکړئ چي دابه په کومه سوکالي اوخوشالي داورځ لمانځي اویاهم داورځ به دچاله خواورته مبارکي ویل کیږي ؟

  • هغه مورچي خپل دوړوماشومانودسهاراوماښام ویوه ګوله وچي ډوډۍ  ته حیرانه ده او یوازي دې ته منتظره ده چی څوک به یې دکالومینځولولپاره وغواړي ، څوک به یې دپنبې دټکولواو.........لپاره وغواړي ترڅوچي ماشومان یې دلوږي مړه نه سي. هغې ته به داورځ څه ارزښ و لري ؟

په هغه ټولنه کي چي ترشپېته فیصده لوړمیرمني یې بېسواده وي ،دمېرمنوسره زورزیاتی وي ،اوهغې ته دهغې دحق پیژندلواوحق ورکولولپاره ارزښ نه وي نوددې ورځي لمانځل به څه معنی ولري؟ مافکرکوی چی دښځود ځان وژني اصلي لامل خپلي میرمني دي داځکه چی دوی خپل دمسؤلیتونوڅخه بې خبره دي اودژوندوناخوالوته ناتواني اوبی صبره دي .خواوس مهال ظلم دښځوپه وړاندي دومره زیات سوی چي دقضاوت لپاره  دهیچاسره دلیل اوبرهان نسته .

زموږدټولني هغه نارینه چی دښځودحق اوحقوقونه څخه بیخبره دي اویاهم نه غواړي چی خبرسي خیر،خو زه ودې ته حیرانه یم چی هغه کسان چی باسواده عالمه اوهغه دخلکوخبره چي فرهنګیان هم دي خوبیاهم دډیرتاریکه فکرلرونکي دي .داپه دې معنی چي کله ددوی څخه پوښتنه وکړئ چی نظردې دنجونودزده کړواودمېرمنوکاردکورنه بهر په هکله څه دی؟

نوسم دلاسه وایي، چي داخوډېره ښه خبره ده تحصیل اولوړي زده کړي نجلۍ او هلک نه لري دنارینه اوښځي ترمینځ هیڅ تفاوت نسته مګردمسؤلیتونوتوپیرسته نارینه دکورنۍ دحلالي نفقې دلاسته راوړلومسؤلیت لري اوښځي بیادکوراوماشومانودسمبالولودنده په غاړه لري.همداډول ښځي اونارینه کولای سي چي اوږه په اوږه کاروکړي اودکورنۍ څرخ وڅرخوي او..........................

خوکله چي دشخصي ژوندا نه یې خبر سي اویاهم وپوښتي نوبیاوایي چي زمانه خوښیږي چي زماخور میرمن اویاهم لوردي په کوم دفترکي کاروکړي اصلاً ولي دکورنه بهرووځي ؟

 ښځه دکورزینت ده نه دبهراوترڅوچي زه ژوندی یم زه به هرڅه دکورنۍ غوښتني اواړتیاوي برابروم . داویونارینه ته بي غیرتي ده چی خور،لوراویاهم میرمن یی په  دفترونوکي

دبیګانه خلکوسره کارووکړي .ټولنه خراپه ده، بې نذاکته اوبې علمه خلک ټوله ورځ په سړکونواوبانډوکي ګرځي اودنجونودمزاحمت لامل ګرځي .

اوسل اوزرنورداسي دلایل چي ددوی له نظره سم دي .

اوداسي کسان  چي واقعاً هغه څه چي وایي هغه په عمل کي هم پیاده کوي ،  ډیرکم دي .

نوبیاهم سوال دادی چی ولي نظرونه دومره توپیرلري؟


 

داچي په افغاني ټولنه کي دښځو والی کم دی کیدای سي ډیرلاملونه ولري لکه دطالبانونظام اویوه اوږده موده دښځولري والی د ټولنیزواړیکوڅخه،اوهمدارنګه  دنارینوتاریک بینۍ ،بدګمانۍ،اویاهم دنارینوکم فهمۍ خپل دمیرمني ،خوراویاهم لوردنه پیژندلواوباورنه لرولوعلت وي چي ښځي لاتراوسه خپل په ځان باورنه لري.



 

خوشایددوخت په تیریدوسره فکرونه هم توپیرپیداکړي ټولنه هم دښځودقبلولولپاره چمتوسي.


 

نودداسي ورځي دلیدواویاهم راتلوپه هیله دامهمه نه ده چي موږوسو یانه ،  خوکه راتلونکي نسل ته دازمینه مساعده سي چي خپل اسلامي حق اوازادۍ  ولري نودابه ډیرښه زیرئ وي .


 

دیوې داسي راتلونکي په هیله

ملالۍ هلالي

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1877

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1816

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2083

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2665

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6870

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…