د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

لاسته راوړنه

 

د خوراکي توکو  بيو د اسمان خوله بويوله او د ښار حاکمانو په رڼو سترګو د غفلت خوب کاوۀ.

د ښار چوک د هري ورځي په شان نن هم د سلګونو خټګرو پښې پر ځان زغملې، خو له يو څو ورځو راهيسي يې شمېر يو په دوه سوى وو. ډېر خټګر او نور کاريګر به راتلل چي ګوندي څوک يې خپلو خټو ته ور وغواړي او دوى يو دوه سوه حلالې افغانۍ وګټي، د کار موندل او د اينځر د ګل ليدل سره برابر سوي وو، خلک ډېرې خوارۍ او ګرانۍ دې ته اړ ايستلي وو چي له خپلو بېلچو، پړو او بوکو سره د ښار همدغۀ د کار موندلو دفتر(چوک) خپل د تماس او اړيکو ځاى وټاکي.

غريب بوډا هر سهار وختي خپل لمونځ همدغه چوک ته رارسوى، په دې هيله چي تر څو نور کاريګر راځي نو ګوندي دى به څوک د خپل کار لپاره بوځي، خو د نورو په راتګ سره به غريب بوډا د ځوانو کاريګرو دغه سپوره خبره چي دۀ ته اوس نو کلېشه سوې وه اورېدله، "بابا! لکه چي شپه دي همدلته ور ته کړې وه". چي د کاريګرو له خندا سره به له ناکامه بابا هم په خندا سو.

د دولت چارواکو په ډېر وياړ سره په خپلو مرکو کي ويل چي د تېرو کلونو جنګونو د دوى خلک ډېر لټ اموخته کړي وو، خو اوس شکر دا دئ موږ خبريږو چي په دوى کي د کار لېوالتيا او شوق يو څه پيدا سوى او دليل او ثبوت يې همدا د ښار ډک چوکونه په ګوته کول.

آن لا چي فرمايل به يې: " اوس خو د پاخۀ عمر خلک او سپين ږيري هم ځان ته يو کار لټوي، ژوند يې سم جوړ وي خو کرار کښېناستل خوند نه ورکوي او ځان له نورو مخکي کوي".

هو! په رښتيا هم، دا د دولت او چارواکو ستره لاسته راوړنه وه، چي پر ملي او بين المللي دسترخوانونو به يې يادوله.

هو! همدا!! غريبانو ته د کار برابرول او ورسره د کار شوق ورکول.

هو!

همدا!!

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1083

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1083

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1198

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1698

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5897

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…