د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دښځوپروړاندې دتاوتريخوالې پيښې

 

داسې حال کې چې دښځې نړيواله ورځ لمانځل کيږي دننګرهارولايت دبشرحقوقورياست مسؤلين وايي په تير٢٠٠٨م کال کې په حتيځوولايتونوکې دښځوپروړاندې دتاوتريخوالي د٤٠٠ څخه زياتې پيښې ثبت اوله ځان سره راجسټرکړيدي .

په ختيځو ولايتونوکې دبشرحقوقوخپلواک کميسون دښځوچارومسؤله وږمه صافۍ تاندسره په ځانګړې مرکه کې وويل (( په تيرميلادي کال کې په کونړ،لغمان اوننګرهارولايت کې دښځوپروړاندې دتاوتريخوالې نږدې ٤٠١ پيښې له ځانه سرثبت اوراجسټرکړيدي )) وږمه صافۍ وايي که څه هم دتيرکالونوپه پرتله په ختيځو ولايتونوکې دښځوپروړاندې دتاوتريخوالې پيښې کمې شوې نه دي خوبياهم په زړه پورې لاس ته راوړنې مودښځولپاره عامه پوهاوى دى،چې دتاوتريخوالې پرمهال اړونده اداروته دخپلوستونزو په اړه خپل شکايتونه ور رسوي .

صافۍ زياتوې دښځودملاتړپه نوم يې يوه څانګه هم خلاصه کړېده چې دښځوپه وړاندې دتاوتريخوالې دکچې دراټيټدو،ناوړه راواجونه په لمنځه وړلوکې مهم رول لوبوي .

په ننګرهارولايت کې دنعمت الله په نوم يوتن دريکشې ډريور چې خپلې ښځه يې له وهلوډبولو وروسته له خپله کوره پلارني کورته شړلې په داسې حال کې چې په خپل کړې عمل پيښماني ښکاره کوله تاندته وويل (( سره له دې چې زموږ ميرمنې زموږ خدمت کاوي خوبيا هم موږ هغه له تاوتريخوالې سره مخ کړي اوله بد رد ويلوسربيره يې په وهلوهم لاس نه نيسو))

نعمت الله په داسې حال کې چې سترګويې له اوښکوډکې وې وويل چې زماماشومه لورفايضه چې زماله ميرمنې سره ده ډېرزيات خپه يم

په داسې حال کې چې په کورنيوکې داډول دښځوپروړاندې دتاوتريخوالې پيښې رامنځ ته کيږي او وروسته بياپه خپل کړې عمل پيښماني ښکاره کوي ولې څه نه کيږي .

په ختيځو ولايتونوکې دبشرحقوقودخپلواک کميسون دښځوچارو مسؤله وږمه صافۍ وايي ديادوشويوستونزو دحل لپاره يې تلويزوني خپرونې،ښوونيز ورکشاپونه چې دديني علماؤ،قومي مشرانو،سياسي احزابو اودولتي ادارو کارکوونکوپکې ګډونونه کړي جوړکړيدي .

که څه هم دښځوپروړاندې دتاوتريخوالې دکچې دراټيټولو اودځينو ناوړه دودونو دلمنځه وړلوپرموخه دبشرحقوقوخپلواک کميسيون اودښځوچارو مسؤلينوخپلې هڅې تريوحده ګړندۍ کړي خوبياهم په ليرو پرتوسيموکې ډېرې ښځې دناوړه دودونو دتاوتريخوالې ښکاردي .

دهيوادپه يوشميرسيموکې اوس هم دوروردجرم به بدل کې يوه انجلۍ ورکول کيږي اودهغې راتلوونکى ژوندله ګواښ سره مخامخ کيږي چې اکثريت داغسې پيښې ددې لامل شوي چې پيغلې انجونې چې دنارانوديوجرم په بدل کې ياماشوم اوياهم له ترشپيتوکلونوپورې بوډاته ورکړې وي ځانونه سوزوي

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1260

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1249

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1405

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1902

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6124

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…