د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دښځونړیواله ورځ

 

د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو عالي کمشنرهد ښځو د نړيوالی ورځی د لمانځلو لپاره زه ډېر دلايل لرم. ما په خپل ژوند کې په خپل هېواد او د نړۍ په لر او برکې د تصور څخه بهر بدلونونه لېدلې. ما د هغو عادی وګړو قوت لېدلې چې د هغو ناخوالو او بې عدالتيو په تقابل کې ودريدل، چې هغوي ور سره مخ و او د ټولو ستونزو په وړاندې بريالی شول. زه يوه تورپوستې ښځه چې پهفقر او بې وزلي کې رالويه شوې يم، په خپل ژوند کې د جنسيتي، نژادي او طبقاتي تبعيضونو سره مخ شوې يم. زهنن د ميرمنو پياوړتيا لمانځم، هغه پياوړتيا چې پر هغو ځانګړو زيانمنتياوو لاس بري شي، چې د ډول ډولتبعيضونو په پايله کې رامنځ ته کيږي.د حقوقو د يوې محصلې په توګه د اپارتايد (نژادي تبعيض) په دوره کې په سهيلی افريقا کی ما ته ګواښنه شوې وهچې زه بايد تمه ونه لرم چې سپين پوستو سکرټران به زما څخه دستور واخلي. زه ډيره طالع منه وم چې د فراغتڅخه وروسته د يوه تورپوست حقوق پوه له خوا په کار وګومارل شوم، خو هغه سړی ماته وويل چې زه بايداميندواره نه شم. د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو د عالي کمشنرې په حيث، زما دنده او صلاحيت د بشري حقونوخوندي توب او وده ورکول دي چې په هغه کې د ښځو حقونه هم شامل دي او ټولې ښځې رانغاړي. زه انديښمنه يمچې کوم نړيوال مالي بحران چې مونږ اوس ورسره مخ يو، پر ښځو باندې يوه نابرابره اغېزه ولري، ځکه چې پهټولنو کې ښځې د بې وزلو او د مدني حقونو څخه محروم اکثريت جوړوي. ښځې په ټولنه کې د اقتصادي او ټولنيز،محروميت سره مخ، او همدارنګه د مدني او سياسي حقونو څخه بې برخې دي. د دغو ټولو حقونو په رسميتپېژندل چې ښځې ور څخه برخمنې دي، د ښځو په اقتدار کې اساسي رول لوبوي.ښځه لا تر اوسه هم د برابر کار په مقابل کې برابره تنخوا نه تر لاسه کوې. او ښځې له هغو حقوقي حمايتونو څخهچې د کار په چاپيريال کې نورو ته برابرېږي، بې برخې دي. کورني کارکوونکې په ځانګړې توګه مهاجرکارکوونکې په عمومي توګه د قانون له دايرې څخه بهر پاتې کېږي. په اکثرو هېوادونو کې قوانين مالي خپلواکۍ تهد رسيدو په لار کې ښځو ته خنډونه جوړوي، او د کارګومارنې، ملکيت، او د ميراث په برخو کې توپير آميزه چلندورسره کېږي، او دوی د پايښت لرونکي ژوندانه د وسيلو څخه محروموي.د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی د هغوي په زيانمنتوب کې نور هم زياتوالی راولي. ملګري ملتونه دغه تاوتريخوالید يوې "وبايې ناروغۍ" په څير پيژني. د کورنی تاوتريخوالی په مقابل کې د يوه وکيل په حيث د کارکولو په مودهکې ما په خپله ليدلی دي چې دغه تاوتريخوالی په ښځو، ماشومانو او کورنيو باندې څومره اغيزه لري او څنګه دغهکورنۍ د هغو جرمونو له امله ويجاړې شوي دي چې زياتره پټ او بی له دی چی جزا ووينئ، خوندی پاتې کيږي.لکه څنګه چې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی په کورنيو کې د حاکميت او ځواک د ټينګولو يوه وسيله ده،همدارنګه د ښځو په وړاندې خشونت په وسله واله جګړو کې هم د جنګ يوه وسيله ده. د روندا لپاره د ملګروملتونو د محکمې د يوه قاضي په حيث ما له ښځو څخه واوريدل چې په جنسي خشونت پورې تړلی تاوتريخوالی پهباب يې شهادتونه ورکړي او ليدلی مې دي چې څنګه د دغه تاوتريخوالی له امله کورنۍ او ټولنې ويجاړې شوېدي.د ښځو په وړاندې د دې شديد تاوتريخوالی او تبعيض سره سره زه نن ورځ د ښځو د پياوړتيا ورځ لمانځم، هغهښځې چې په نه ماتيدونکی روحيې سره ژوندې دي او حتی هلې ځلې کوي. زه د ښځو او نارينه وو په منځ کې دبرابری بصيرت لمانځم چې د بشري حقونو په نړيوال قانون کې ځای شوی دی او زموږ هغه هڅې لمانځم چېغواړي دغه تصور د ټولو ښځو او نارينه وو لپاره په ګرده نړۍ کې په يوه حقيقت باندې بدل کړي. دغه راز زه پهدې وړيام چې زيات شمير نارينه په دې پوهيږي چې د ښځې او نارينه په منځ کې برابرې دوې دواړو ته ګټهرسوي او د دې لپاره کار کوي چې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی او تبعيض له منځه يوسي. د دې کال د ښځو دنړيوالې ورځې موضوع: "ښځې او سړي: په ګډه سره د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالی د محوه کولو لپاره" نهيوازې د دې حقيقت په رسميت پيژندنه ده، بلکه هغو غوښتنې ته قوت ورکوي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې باره کې د يوه پراخ نړيوال کمپاين لپاره کړې دی.د پرمختګ لپاره په دې باره کې ځينې لاس ته راوړنې شته- ښحې په پارلمان کې، ښحې د دولتونو د مشرانو په حيث، ښځې په سترو محکمو کې، او ښځې په ملګرو ملتونو کې- ښايې د دې لاس ته راوړنو نتيجه دا وي چې موږ وينو نجونې په دنيا کې د يوه نوی احساس سره رالوئيږي او دغه احساس له هغه څه توپير لري چې ما او زما د نسل ښځو ته ميسر و. دغه نجونې د اختيار خاوندانې دي- دوي د نا کاره عنعنو په وړاندې لکه وختي وديدل، د ښځو د تناسلی الی قطع کول او جنسي ځورونې مقاومت ښکاره کوي. دوي غواړي ښوونځيو ته ولاړې شي او تعليم حاصل کړي. دوي غواړي ډاکټرانې، قانون پوهانې، قاضيانې او د پارلمان غړې شي. دوي غواړي هغې نړۍ ته بدلون ورکړي چې دوي ژوند په کې کوي. زه په دې پوهيږم چې دوي به په دې کار وتوانيږي او زه نن ورځ د ښځو په نړيواله ورځ دغه نجونې لمانځم. راتلونکې د دوې ده. 

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1877

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1816

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2083

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2665

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6870

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…