د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

قراّن اوښځه === په اسلام کښې د ښځو حق

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_12wmn.jpg





 

قراّن اوښځه
په اسلام کښې د ښځو حق

په دنيا کې بيلا بيل نظريه لرونکي خلق شته دي. چې د ښځې په حقله دهغوي نظريې يو شان نه دي. ځنې خلکو ښځو ته ډيره ازادي ورکړې ده او د خپل حقيقي مقام په ځاے يې له هغوي نه د نمايش او سينګار يو شے او د خپلو تجارتي ګټو وسيله جوړه کړې ده او د هغوي په اپوټه داسې خلق هم شته چې وائي ښځه دې په خپل کور کښې ناسته وي او د زده کړې او تعليم حاصلولو حق هم نه لري او وائي ځکه چې دې سره د هغوي عفت او پاکي خرابيږي. او ځينې خو تر دې حده ښځه سپکه او بې ارزښته ګڼي چې خپل د وراثت او داسې نور حقونه هم ورله نه ورکوي. په دې مقاله کې دا کوشش شوے دے چې د ښځو اصلي او حقيقي حقونه او د هغوي حد د اسلام له نظره څرګند کړي. اميد دے چې لوستونکي به دا مقاله خوښه کړي.

مسلمانان دا عقيده لري چې د ټول جهان پيدا کوونکے د خداے پاک جل جلاله ذات دے. هغه ذات چې قدرت او قوت لرونکے او د انسانانوله تفكرڅخه لرے دے. همدا خداے (ج) دے چې د خرافاتو، پوچو او بيځايه اعتقاداتو د محو كولو په غرض يې له همدغو خپلو بندګانو(انسانانو) څخه غوره ( صالح او د انسانانو خير خواه ) بندګان  د خپل استاذي په ډول د رسالت او  وكالت په معنې مقرر كړي دي چې مونږ هغوي ته پيغمبر يا نبي وايو اوهر يو به د الهي استازي په شكل الهي كتاب څخه ګټه اخيستله. لكه تورات ، زبور ،انجيل اوقراّن. دغو پېغمبرانو او انبياو عليهم السلام له الهي كتابونو څخه دخپل امت د پاره لارې اوقوانين درلودل . مونږ د قراّن عظيم الشان د مقدس كتاب په لرلو سره د ټول هغه اسماني كتابونه او صحيفې قبلوو چې په هغه وخت کښې ( له حضرت محمد (ص) نه مخكې ) موجوې وې خو د غوره محمدي (ص) شريعت په راتللو سره د هغو كتابونو او قوانينو پابند نه يو، ځكه مونږ ته پروردګارعالم جامع اوكامل كتاب ( قراّن ) په تحفه كښې راكړےدے او د پخوانيو پېغمبرانو حالت او احوال يې په منظمه اوكامله توګه تشريح كړي دي.او نور دينونه بې اعتباره ګرځولي دي. ځكه خو مونږ دلته د قراّن عظيم الشان ارشادات څيړو چې هرهغه څه چې د خلقو په ذهنونو کښې ثبت دي لري كړې شو. اودا ثابته كړو چې ګناه او د هغې مرتكب انسان دے نه الهي قانون. دلته مونږ د ښځې حقوق داسلام د مقدس دين له نظره څيړو او دا ثابتولې شو چې فقط په نړۍ کښې د انسانانو د قانون او برابرۍ محافظ همدا د اسلام مبارك دين او موجوده د پرور دګارعالم كلام يعنې قراّن عظيم الشان دے دا ځكه چې پرور دګارعالم دې دين ته كامل ويلى دي لكه چې فرمايي :  الْيَوْمَ اَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَاَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمْ الْاِسْلَامَ دِينًا ( المائده اّيت 3 )     ترجمه: مونږ نن ورځ ستاسو لپاره دين مكمل وګرځوۀ اوتمام مې كړل نعمتونه خپل په تاسو باندې اوغوره مې وګر ځوۀ  ستاسو لپاره دين د اسلام .

دامبارك ايت هغه اخرنۍ لارښوونه ده چې د ډيرو علماو بلكې اكثريت عقيده په دې باندې ده چې دا تر ټولو اخيري  ايت دے چې په رسول كريم (ص) باندي نازل شوےدے . او پس له دې څخه بيابل ايت نه دے نازل شوے . مخكي له دې چې د دې مبارك ايت په شننه او څېړنه پيل وكړو بايد ووايو اصلي هدف چې له (( اسلام )) څخه دے وڅېړو او وګورو چې دا څنګه كلمه ده ؟ چا ويلې ده؟ او څه معنا لري؟

اسلام: داهغه كلمه ده چې زمونږ د پېغمبر (ص( نيكۀ حضرت ابراهيم عليه السلام دخپل شوق اومحبت په توګه ويلې او پېروکار يې د اسلام يا مسلمانانو په نوم معرفي كړي دي . لكه چې قراّن عظيم الشان په دې باره کښې فرمائي.  وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِلَّةَ اَبِيكُمْ اِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمْ الْمُسْلِمينَ مِنْ قَبْل ُ ( الحج ايت 78) ترجمه : نه يې دے ګرځولے په تاسو باندې کوم زوراومشقت په دين كښي . تاسو مطابعت وكړئ د پلارخپل ابراهيم عليه السلام او نوم د اسلام هم دۀ ايښے دے مخكې .

داسلام معنی: داكلمه هرڅوك پخپل ذهن سره معنا كولې شي په داسې شرط چې دسلامتۍ، سالم والي اوتسليميدو معنې ولري. ځكه دا لفظ هغه وخت رايج شوچي د ابراهيم عليه السلام د خولي څخه راووتۀ . په تا ئيد د دې خبرې ټول اديان چې د حضرت ابراهيم عليه السلام له زمانې څخه د حضرت رسول اكرم (ص) ترمبعوث كيدو پورې منځ ته راغلي دي په هغه شرط چې د پروردګارعالم ارشاداتو انبياو او پيغامبرانو عليهم السلام  ته يې د تسليم غاړه ايښې وي هم ويل كيږي ، خو د حضرت محمد (ص) له مبعوث كېدو وروسته هغه  ټول پخواني اديان محو شول اوصرف د حضرت محمد (ص) دين د اسلام په نوم و پيژندل شو .

دلته په همدې خبرې باندې كفايت كوو ځكه چې له خپل اصلي هدف څخه وزو ښه نو اوس دا پوښتنې مخې ته راځي چې ښځه په قران مجيد کښې  څومره حقوق لري او په كومه اندازه كولې شي په معاشره کښې خپل کردار په مثبته او سالمه توګه ادا کړي. د كار د كولو او د علم د حاصلولو په غرض تركومو شرائطو لاندې كولې شي فاعل شي دا ځكه  مونږ د حد او حدود نوم ذكركړ چې اسلامي ټولنه اوغيراسلامى ټولنه له يو بل سره متضاد قوانين لري اوهيڅكله يوه مسلمانه ښځه د غيراسلامي ټولنې د ښځونمايندګي نۀ شي كولې دلته يوه لا ز مي خبره لرو هغه ؛دا چې پکار دي پوه شو چې ښځه څنګه پيداشوه ؟ ولي پيداشوه ؟ اوڅومره حقوق لري ؟ دامبارك ايت را اخلو .  هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدی وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ اِلَيْهَا(د الاعراف سورت 189ايت )  ترجمه : همدغه رب العزت دے چې تاسو يې خلق كړي يئ له يو انسان څخه، اوګرځولې يې ده ( پېدايې کړه ) له دغه انسان څخه ښځه په خاطرد دې چې د دۀ زړۀ ارام او تسكين شي .

تفسير: له دې مبارک ايت څخه د پورته سوالونو ځواب په مكمله توګه سره کيږي.كه په غورسره دا مبارك ايت وڅېړو نو دا به راته معلومه شي چې د بي بي حوا پيدايښت په هرقسم چې ؤ د حضرت بابا ادم عليه السلام په خواهش او د دۀ د ارامښت د پاره وشو. له دې امله چې د حضرت ادم عليه السلام يوازې ځانته اوسېدلد خپله د دۀ لپاره د قبول وړ نه وو، ځکه چې انسان اجتماعي خصلت لري او يوازي والے يوازې دخداے پاک (ج) د پاره بس دے . بله داچي پروردګارعالم اكثره مخلوقات جوړه جوړه پيداكړي دي چې بيا پرې بحث وکړو نو ځكه حضرت ادم عليه السلام هم د خپلې جوړې د پاره غوښتنه او دعاګاني كولې . كه څه هم ادم عليه السلام ښځه نه وه ليدلې او تصور يې د ښځې هم نه درلود خو پروردګار پخپل كامل علم سره پوهيدۀ چې د ښځى ضرورت لا زمي دے ځكه د ژوندانه رونق هم بي له ښځې څخه سمون نه خوري او په اصل کښې د كورونو د ترتيب او هم روښانه ساتلو د پاره يو نۀ هېريدونكے جز دے ، نوځكه يې دا نفيس او باقدرته انسان غوره كړ چې په هره زمانه اوهر وخت كښې ورته بې حده ضرورت ليدل كيږى. اوكه مبالغه ونكړو نو بايد وويل شي چې ژوند بي له ښځې څخه كامل نه بلكې نيمګړے دے او هغه هم په تياروكښې . دا برتري د وړومبي ځل د پاره پروردګارعالم بي بي حوا ته وركړه. اوس به څنګه سترګې پټي كړو او ياهم و وايو چې ښځه بې اهميته ده او ياهم په كورونوكښي د زينت وسيله ده . هغه وخت چې زمونږ پلار ادم عليه السلام نا ارام او بې كراره ؤ دامعني نه وه چې ګنې هغه وږے او تږے ؤ او ياهم دكور د جنجال ، صفائۍ او ډوډۍ پخولو له امله تنګ شوے ؤ او يا يې هم ټوله ورځ جارو وهله ، بلكې هدف دلته دا ؤ چې د خپل همجنس په نه درلودلو سره يې د کمښت احساس كوۀ خبروكولو او ځواب اخيستلو د پاره يې هم جنس نه درلود ځكه نو نا ارامه ښكارېدۀ، په دې خاطر چې په اينده کښې خوشحال ارام اود ژوند په تيرولو کښې سعادت ور په برخه وي اود نورو موجوداتو په څير دې هم جوړه ولري نو پروردګارعالم ته په زاري ؤ. پروردګارهم د دۀ لپار د حضرت بي بي حوا (رض) پيدايښت وكړ دا په دې خاطر چې هرهغه څه چې په مشكل او زحمت سره لاس ته راځي هغه ډير ګران او با ارزښته وي او هيڅوخت د هغه د ضائع كېدو طرز نه منل كيږي خو اپوټه كه په ډيره ارزانه او يا هم په مفته توګه كم سوغات او يا هم د ژوند د ضرورياتو اسباب د بنده لاس ته ورسيږي د هغه قيمت او قدرلږ وي.

د پروردګارعالم مقبول ترين بنده سردار دو عالم حضرت محمد مصطفی (ص) په کور کښې د لور د پيدايښت په باره کښې داسې ارشاد فرمائي . (( په هغه كوركښې څلويښت ورځي نوراوري چې هلته لور پېداشې )).

هغه وخت چې رسول اكرم ( ص ) دحرادغرۀ په يو غاركښې په عبادت باندې اخته ؤ د الله پاك ( ج ) له خوا بندګانو ته په خدمت كولو باندې مامور شو او دامبارک ايتونه نازل کړل: اقْرَا بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ  خَلَقَ الْاِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ اقْرَا وَرَبُّكَ الْاكْرَمُ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ عَلَّمَ الْاِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ( العلق)  ترجمه:(( ولوله په نامه د پروردګارخپل، هغه ذات چې كائنات يې خلق كړي دي . اوخلق كړے يې دے انسان د دتړلي شوې وينې څخه. ولوله دا چې رب ستا لوےكريم دے هغه ذات دے چې ښوونه يې كړي ده په قلم سره اوښوونه يې كړي ده انسان ته د هغه څه چې مخکښې ورباندې نه پوهيدۀ . كله چې كورته راغے اوخپله قصه يي بي بي خديجې (سلام الله عليها) ته وكړه د پروردګارعالم د مهربانۍ او رحمت له امله په هغه ساعت بي بي په حضرت محمد(ص) باندې ايمان راوړۀ اود مسلمانې ښځې په نوم مشهوره شوه .دا اولنۍ  ښځه وه چې په پېغمبر(ص) باندې يې ايمان راوړ اوهغه يې تصديق كړ او دا خبره يې قبوله كړه چې حضرت محمد(ص) پيغمبر اخرلزمان دے . ترخپل هرڅه تېره شوه .خپل مور، خور،پلار، قوم ،قريه او ټول دوستان يې ترشاه كړل خود حق ويلو څخه يې انكار ونه كړ. كه څه هم دا پخوا تجار پيشه ښځه وه د مالدارې كورنۍ څخه وه د ژوندانه په هرڅه باندي پوهيدله ، د هغه وخت د سياست ، ګټي او تاوان سره ښه بلده وه بيايې هم دا ټوله د ترازو په يوه تله كښي وا چول اود رب العزت په هدايت سره يې د نبي اّخرالزمان حضرت محمد (ص) محبت اوصداقت په بله پله د ترازو کښې واچاوۀ او مشاهده يې كړل  چې که په زرګونو جايداد، خپلولي او تجاري سامان په تله د ترازو کښې واچوم بيا هم سپك دي . ځكه يې د خوب تعبيرمعنا شو .  كلك عزم اوپخه اراده د دي باعث شوه چې ځان داسلام په وړومبنيو ليكو کښې حساب كړي خپل نوم په لومړي قطاركښې ثبت کړي او د نړۍ خلقو ته دا وښيي چې ښځه هم د پوره واك ، اختياراو عقل  لرونکې ده . د نراو ښځې ترمنځ د عقل اوايماندارۍ له مخې هم څه فرق نشته خو په بيالوجيکي جوړښت  کښې يې چې كومې نيمګړتياوې ليدلې كيږي هغه د خداے (ج) كاردے نه د عقل كموالے . په همدې وجه كه چرې بي بي خديجې ( س) د رسول كريم (ص) پيغمبري نه وې منلې نو ايا د پېغبراکرم (ص) دا كور اوكهول به څه رنګه وو؟ په داسې حال کښې چې حضرت محمد (ص) د پاره د كورنه بهر هم كافرانو ځاے تنګ کړے ؤ نو که  خداى نا خوا سته په كوركښې هم ورسره بي بي شخړې كولې نو دا ژوند به څنګه تېرېدۀ ؟ . مونږ په دې باره کښې ډېر ښه متل لرو چې وائي: (( د بهر غم به په كوركښې حل كړو خو دكورغم به چرته يوسو )) كه دې خبري ته په كلكه مونږ متوجه شوحتماً نتيجه اخلو چې ښځه هم ذهن لري اوكه له تعليم او تربيت څخه لرې و ساتلې شي نو دكورڅه چې د ټولنې خرابي هم منځ ته راتلې شي . د بي بي خديجې (س) حال اواحوال كه په دقيقه توګه مطالعه کړو نو حتماً دا ثابتيږي چې ښځې ته بايد په سپكه سترګه ونه كتل شي اونه هم بايد د څلورو ديوالونو ترمېنځ  محدوده کړې شي. د ښځې حقوق د تعليم او تربيت په لاره کښې نارينه سره بالکل مساوي دي . نن ورځ چې د جهان علمي نظريات ورځ په ورځ مخ په وړاندې ځي د ښځې د پوهې ضرورت هم لازمي عنصر ګڼل كيږي دا چې څه رنګه ؟ په كوم حالت ؟ اوچري بايد د ښځو د پاره مدرسې جوړي شي ؟ څنګه بايد درس ووايي ؟ كوم شرائط او حالات بايد ورته برابر شي؟ دا هغه خبرې دي چې د وخت حاكمان بايد ورباندې خبرې اوغوروکړي . ځكه د تعليم او تربيې د پاره سهوليات د حكومت او واكمن له خوا بايد سرته و رسيږي نه د يو محكوم او بې تد بيره اشخاصو له خوا . ځكه چې د علم اومعرفت چشمې كيدې شي په خاورو او خټو کښې لاهو شي. مونږ غواړو چې دا بحث په لاندې څو جملو کښې رالنډ کړو:

اول : د بي بي حوا ( رض ) موجوديت اوپيداكيدل د رب العزت په واسطه د حضرت اّدم عليه السلام په درخواست سره دا معنې لري: چې بې له ښځې د انسان ژوند مكمل نه دے  اول خو بي له ښځې څخه د بشرد نسل ډيرېدل امكان نلري ( كه چري پروردګارعالم و نه غواړي ).

 دويم: دا چې د افهام او تفهيم لاره بالكل بنديږي او انسان خپل ژوند په خوشحالۍ سره نشي انجام ته رسولاى. او اخره جمله داده چې انكارنشو ترې كولې چې هغه مخلوق چې رب العزت پخپلې خدائۍ سره خلق كړي او هغه د نارينه د پاره بهتروګرځوي ايا دا د كفراو ناشكرۍ ځاى نه دے چې انسان هغه د نظره څخه لرې وګرځوي او ياهم هغې ته په سپكه سترګه وګوري ؟

دريم: ايا د حضرت موسی عليه السلام د پيدايښت او د هغه د ژوندي ساتلو باعث اوكارمند د مځكي پرمخ د دۀ مور نه وه ؟ كه چري د رب العزت نظر له ښځې څخه لرې وې نو اول به يې نه پيداكوله او دويم به يې هغي ته تدبيرونه نه ښودل او د ځمكې په مخ به يې د يو باقدرته انسان په حيث نه معرفي كوله . په همدې تائيد بايد ووايوهمدا ښځه وه چې په الهي تدبير سره يې موسی عليه السلام ته نجات وركړ اوبيا يې دخپل دښمن په كور كښي د دښمن ښځې پخپل تدبير او اسرارسره وروزۀ . اوس نو مونږ دلته د دې دوو ښځو اهميت او موجوديت څنګه له نظره وباسو اوكه يې په ساده نظر سره وګورو ايا د پروردګار عالم د بندګانو سپكاوے نه دے ؟

څلورم : د حضرت عيسی عليه السلام د مور بي بي مريم پيدايښت د هغي روزنه او بيا د خداے پاک لخوا هغي ته دومره لوے مقام وركول چې پروردګارعالم په قراّن عظيم الشان کښې د هغې صفت تشريح كړ له نظر څخه ايستلې شو ؟ بيا هم كه پرور دګار عالم خپله مهربانى د بي بي مريمي څخه كمه كړې وې نو حضرت عيسی عليه السلام به څنګه پيداكيدۀ . كه څه هم په هركُن فَيَكُونٌ سره هرهغه څه چې د پروردګار اراده وي سرته رسيږي خو تدبير يې د پروردګار سره مخ کښې شوى وي مونږ دلته د مځكې پرمخ د يو انسان د موجوديت او د هغه د احترام په باره کښې بحث كوو نه د خالق لعالمين په خدايي کښې د بي بي مريم نقش، او د هغې احترام په وړوکوالي کښې حضرت عيسی عليه السلام پخپله ژبه بيانوۀ. ايا مونږ ته پكاردي چې د خالق العلمين په مخلو قاتو باندي د پرمختګ ، ترقۍ او تعليمي زده كړو د ليارو چارو په برابرولوكښي سترګي پټى كړو ؟

پنځم : د حضرت سليمان عليه السلام د پاخه تدبير په مقابل کښې د بي بي بلقيس ځواب ستاسو په نظر يوساده كارښكاري ؟ داسې نه ده. مونږ وويل ټولو تكړه پهلوانانو او وزيرانو ورته وويل چې مونږ ځو له حضرت سليمان (ع) سره جنګ كوو ولي د دې عقل او فراست د دې باعث شو چې خپل ملك اوقوم د بدبختۍ څخه وساتي ځكه جنګ هيڅكله اّبادي منځ ته نه راوړي اونه هم په جنګ کښې حلوا تقسيميږي . نه يوازې دا چې خپل ملك يي وساته بلكه د خپل ملك په وسعت کښې يې هم ځلانده رول ولوباوه . په هغه جنګ کښې چې باخت حتموي د بري د پاره لاره د هرانسان په ذهن کښې نقش نسي لوبولې .

شپږم : د حضرت محمد (ص) تربعثت مخكي تجارت ، صنعت او سياسي مسائل په ډيره چټكۍ سره مخ ته تلل اوخلق په پوره پوهې او دا نائۍ سره سمبال وو . حضرت بي بي خديجه چې د يو شتۀ من او لوې كورنۍ څخه پخپل عقل اوكمال رسيدلې ښځه وه دخپل عقل اومنطق په درلودلو سره يې حضرت محمد (ص) د خپل تجارت نماينده وټاكه كه څه هم دې په دغه وخت کښې په پيغمبرۍ نه ؤمبعوث شوے ولي د امين په نوم سره مشهور وو او بيا يې د وخت په تېريدلو سره د خپل محرم په حيث انتخاب كړ او وروسته يې بيا د اخرالزمان پېغمبر په حيث قبول كړ . كه چرې په هغې کښې عقل ، بينايي او فراست نه وې نو د ائنده د پاره خپله دنيا او دولت غورځول بيا ميړۀكول او بيا دهغه سره ټول زحمتونه  زغمل او په هغه ايمان راوړل د يو عام انسان په حقله مثبت ثابت كيدې شي ؟ واضحه خبره ده چې نه . دا ډول تدبيرونه د يو سالم او هوښيار انسان په واسطه طرح كيدې شي ، هر څوك په هره زمانه كښې د داسې تدبيرونو پوره لياقت نلري ځكه مونږ پروفيسوران ، عالمان او ډيردانشمندان ليدلي دي او وينو يې چې د عقل دكموالي له امله درست او ثابت پلانونه نلري بلكه د يو ماشوم په ډول عمل اجرا ْ كوي.

په هرصورت د حضرت بي بي خديجې ( س ) علميت او باتدبيره حركات د دې خبري تائيد دے چې ښځه او نر د مكمل عقل خاوندان دي كه چري د خپل عقل څخه كار واخلي دنيا ګل اوګلزاركيدې شي بي له دې څخه د ژوند هره لحظه لكه په جهنم کښې تېريدې شي او په ورځ د اخرت کښې به شرمساره اوسي مونږ ته دا پكارده چې اول خپل ځان وپيژنو چې د پروردګار عالم مخلوقاتو ته په سپكه سترګه و نه ګورو بلكه د هربنده حق اوحقوق د قراّن عظيم الشان د ارشاداتو سره هرچاته و بخښل شي خصوصاً زمونږ عالمه طبقه بايد د قراّن د احكامو په اورولو سره خپله دنده ترسره كړي نه دا چې د خپل نفسي خواهشاتو په پوره او سرته رسولو كښي هاند وكړي . د رب العزت خوشحالي او رضايت دهغه دمخلوقاتو دپاره خدمت كول دي نه داچي په اين واّن سره د هغو په سپكاوي کښې خپله مفكوره په نورو باندي په زور ومنو  ، په هرهغه څه چې نه پوهيږو بايد چپ اوسو اوكه چري پوهيږو بايد په مكمله توګه دحق  له ويلو څخه انكار ونه كړو دا به زمونږ د دنيااو اّخرت په ګټه وي.

همداراز د بي بي فاطمې(س) ټول ژوند او د هغې بي بي په هکله د پېغمبر(ص) حديثونو نه مونږ ته د ښځې د عزت احترام او اړتيا څرګنديګي، چې دا ځانله د يو کتاب ليکلو ته اړتيا لري. مونږ به انشاء الله بيا ذکر وکړو.
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1877

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1816

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2083

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2665

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6870

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…