د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دمارچ اتمه دښځودپاره ولي نړيواله ورځ سوه؟

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_01nangialaibasarkai.jpg



دمارچ اتمه چي په نړۍ کي هرکال پسله ١٩١٧م کال را هيسي ، داکتوبر دانقلاب نه ورسته نمانځل کيږي ، يوه نړيواله ورځ اودبشري ټولني په تاريخ کي خپل ځانګړی ځای لري.

 په کال ١٩٠٨م کي دنيويارک په ښار کي دتيکسال اربيد په کوڅوکي دفابريکو ښځي او کارګران راووتل او دخپلو نا خوالو په مقابل کې دسرمايدارانو څخه دکار دوخت لږوالی او په ټولنيز لحاظ دتوليد پر سر برا برحقوق دښځواونارينو تر منځ وغوښتل ، کارګرو ښځو په دې وخت کي په ٢٤ساعتو کي ١٥ ساعته کار کاوه او پوره معاش يې هم دنارينو په پرتله نه ورکاوه او په ډير لږ پيمانه په توليد کي ښځو ونډه درلودله .په امريکا کي په دې وخت کي ښځو ته پوره توجه نه کيده او يوازي يې داولادونو په روزنه اودکور په سرپرستي کي تر ستم لاندي ژوند درلود. خو دښځو اجتماعي شعور دوخت دغوښتنو سره سم ودې مرحلې ته رشد او انکشاف وکړ، چي خپلي ټولنيزي غوښتني ، ديوه کلکتيف يا اجتماعي جوړښت له مخي سره هم غاړي کړي او دخپلو حقوقو څخه دفاع وکړي.دهمدغه کال دمارچ په مياشت کي دامريکاښځي لومړی په نيويارک کي دسرمايدارانو پرضد را ووتلې او په مخامخ ډول دپوليسو دظالمانه مقاومت سره مخا مخ سوې. او پر مظاهر چيانو باندي دمرميواو مشيندارانو په وسيله فيرونه وسوه ، چي په نتيجه کې په زرهاوښځي دوينو په ډنډو کي ولمبيدلې،چي  تعداديې شلوزرو ته رسيدی.په دې ظالمانه بريد کي ، چي په نړيواله کچه دخپل وخت يو تر ټولو بده غميزه ګڼل کيږي ،رامنځته سوه.دهغه څخه ورسته په ټوله امريکا کي ددې پيښي دغندلو په منا سبت ،ټولني او ګوندونه جوړ سوه او دنيويارک ددې جنبش ملا تړ يې وکړ. که څه هم په دې پيښه کي ښځو ډيره لوړه قرباني ورکړه ، خو دهغه څخه ورسته يې خپل حقوق په مساوي ډول دتوليد په پروسه اود ټولنيزژوند په ټولو سا حوکي تر لاسه کړه ، چي ددښځو دتاريخ تر ټولو لوړه مبارزه او قرباني ګڼل کيږي. نن د نړۍ خلک او ښځي ددې ورځي ملا تړ کوي او په هر مملکت کي په جلا، جلاتوګه نوموړې ورځ په ځانګړو مرا سمو سره نما نځل کيږي.نوموړې ورځ پسله هغه چي په شوروي اتحاد کي داکتوبر انقلاب بريا لی سو ، نوموړي ورځي ته يې نړيواله ورځ وويل . او نوموړې ورځ يې په نړيواله کچه سره دود کړه. که څه هم نن ورځ په سرمايداري هيوادونو کي دښځو اونرو حقوق دکار ، ټولنيز توليد ، ښوونه اوروزنه اودژوند په ټولو ټولنيزو برخو کي سره برا بردي ، خو بيا هم ښځه دنارينو دساتيريو او حوس يوه وسيله ده.کله چي پخو ابه يې په زور او ظلم دخپلو حقوقوڅخه محرومه ساتل ، خواوس يې بيا په پانګوالي سيسټم کي دپيسو په مقابل کي ، دخپل حوس او ساتيريو وسيله ګرځوي.اودپيسو په مقابل کې تر روښانه څراغونو لاندي درنګه سيښو وشاته ، په بربنډ ډول  درولي او هره ورځ دپيسو په بدل کي ،دلسهاو نارينو دحوس ښکار کيږي. که څه هم ودې ته سرمايداري هيوادونه ډمو کراسي واي . خو زه فکر نه کوم چي يو ښځه دي بيله مجبوريتونو څخه وداسي يوه شوم عمل ته اماده سي ، کوم چي دطبعت دقانون خلاف ،دانساني غوښتنو خلاف اوپه ټولنه کي بدنام عمل دي يوه ښځه بيله سخت مجبوريته تر سره کي.په طبعي ډول دهر نارينه او هري ښځي دپاره بهترين عشق او محبت واده کول دي ، چي په ټولو مذهبونو او انساني ژوند کي ورته حق ويل سوی دی. او دهر يوه بالغ انسان طبعي حق هم ګڼل کيږي.خو په هر صورت نن ورځ په نړۍ کي دنړيوالو قوانينوپر سر دښځو اونارينو حقوق دملل متحد دخوا برابر اعلا ن سوي دي.چي داهم دهغه ښځو دقربانۍ نتيجه ده کوم چي نن ورځ يې په نوم اتمه دمارچ نما نځل کيږي. او په نړۍ کي با يد دهمدغه قانون څخه ګټه وا خيستل سي.په ډيره بيا په ورسته پاته هيوادونو کي چي اوس هم ښځي خر څيږي او را نيول کيږي،نوهغو ښځو ته په کار ده ، چي دخپلو حقوقو دتر لاسه کولودپاره مبارزه وکړي. اوداتمي دمارچ دښځودقربانيو په څير نور دغلامۍ کڅوڼي دخپلو سرو څخه وغورځوي. او دتوليد په سا حه کي خپل ځانونه دنارينو په څير فعاله او يو ټولنيز شخصيت حساب کي. دښځو آزادي او دښځو حقوقو ته احترام ، په خپل ځان کي يو تصادفي امر هم نه دی ، هغه دټولني په جوړښتونو او دټولني په اقتصادي رشد او انکشاف پوري هم تړلی دی.خو ځيني برخي بيا دټولني په استقلال او آزادۍ پوري اړه لري او په هغه هيوادونو کي چي استقلال موجود وي، نو لکه څنګه چي نارينه يې دخپل ژوند په مختليفو بر خو کي آزاد ژوند لري ، آزاد قوانين جوړه وي ،همدغسي يې ښځي هم آزادي اودژوند په چارو کي دنارينو سره دژوند په مختلفو بر خو کي حقوق لري . زموږ په ګرا ن افغانستان کي ، چي دتاريخ په اوږدو کي وښځو ته په ټولنيزو سا حو کي برخه ور کړل سوې ده او دښځو تاريخ که وکتل سي ، نو دنارينو په پر تله که درند نه وي خو سپک به هم نه وي . او دتاريخ په جوړونه کې بشپړه رول او سهم درلودلی دی. البته دا خبري موږ دهغه دوران کوو، کوم چي افغانانو خپل سياسي استقلال درلود.که موږ خپل بحث ته ادامه ورکړو نو موږ به دافغاني ښځو تاريخ ته يو ځل دهوتکو دمستقيل دولت په څير دافغاني ښځو رول دهنر ، ادب او په هيوادکي دننه دآزادۍ او استقلال په پروسه کي وګورو .دهوتکو په دوران کي پسله هغه چي ښا غلي ميرويس خان نيکه دآزادۍ بيرغ پورته کړاو افغانستان يې دګورګين دظلمه څخه خلاص کړ،نو په کندهار کي يو ادبي مجلس دنارنج په تاريخي کلا کي جوړ سو چي په دې وخت کي شعر او شاعرۍ پوره رشد او انکشاف وکړ، او په دې وخت کي ښځينه شاعراني هم را څرګندي سوې ، چي يوهم دهغو دجملې څخه نازوانا وه ، نازو انا! يوه علمه ښځه وه او په علمي کورنۍ پوري يې اړه درلودله ، چي دښا علم خان لور دکلات اوسيدونکې او په قوم توخې وه، خو دهغه دشعر ديوان که څه هم زموږ لاسته نه دی را غلی خو ويل کيږي ، چي شعري ديوان يې هم درلود.دهغه دغه پوخ شعر چي دنن ورځي په شا عرۍ کې هم بيلګه نه ليدل کيږي ددې خبري پوره ثبوت ور کوي ، چي نازو انا به خامخا شعري ديوان هم درلودی.

سحر ګه وه دنر ګس ليمه لانده

 څاڅکي ، څا څکي يې له ستر ګو بهيده

ما ويل څه دي ښکلې ګله ولي ژاړې

ده ويل ژوند مي دی يوه خوله خنديده

نازوانا نه يوازي يوه شاعره وه بلکي هغه يوه ملي مبارزه هم وه ، چي دمغلو په مقابل کې دکلا په ساتلو کي دنارينو په څنګ کي ملي دفاع کوله.

او په دغه شان بي بي زينب هم ددغه وخت يوه نامتو شاعره او دميرويس خان نيکه لوروه ، چي دشعر نمونه يې موږ دشاه محمودپاچا پر مړينه ويرنه کتلای سو. را بعه شاعره هم دخپل وخت نامتو شاعره ، رابعه بلخي هم دبلخ نا متو شاعره وه او داسي نوري مباريزي ښځي او شاعراني موږ په افغانستان کي درلودلې ، چي دهيواد په مختلفو برخو کې ونډه تر نارينو په کمه نه وه.

دښځو په تاريخ کي دهوتکو ددوران څخه که يو قدم را پورته سو، نو داحمدشاه بابا په پير کي هم دښځو ونډه څه کمه نه ، چي موږ بيا هم دزرغونې انا نوم يا دولای سو : چي هر وخت به يې خپل زوی احمدشاه ته نيکي مشورې ور کولې.

 او بيا هم په افغانستان کي دميرمن ملا لي دوران چي دکال ١٨٧٨م دافغان انګليس په جنګو کې خپل رول ښودلی دی ، او هر افغان يې دنوم سره هم بلديت لري.او مشهوره لنډۍ يې زموږ په ذهنونو کي ځای لري . هغه دانګريزانو سره په مخامخ جنګ کي دنارينو سره په يوه سنګر کي دآزادۍ دپاره جنګيدله او دازادۍ بير غ يې او چت وساته ، هغه په خپله يوه ناره کي داسي وايي :

خال به ديار دوينو کښيږدم ـ چي شينکي باغ کي بلبلان وشرموينه

که په ميوند کي شهيد نه سوې ـ خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دي سا تينه

دمير من ملالي نوموړې لنډۍ تر توپ او توپک هم په کمه نه وه ، خو يوازي زموږ دپورته بيان څخه مراد دادی ، چي په آزاد افغانستان کي دښځو رول دنارينو څخه کم نه ؤ . او دژوند په ټولو سا حوکې دنارينو په څنګ کي خپل حقوق درلودل ، خوداچي ولي دژوند په چارو کي ورسته تر هغه چي موږ خپله ازادي دلاسه ور کړه او ښځي هم دنارينو دناخوالو سره مخامخ سوې اوپر ښځو پا بندۍ ولګيدې ، زما دنظره دژوند په ټولو چارو کي تر هر څه نه مخکي آزادي يو لوی نعمت دی.په افغانستان کي دښځو نهضت هغه وخت خاموشه سو،چي انګريزان دې خاوري ته را ننوتل او دلته يې دخپلو ګوډاګيانوپرلاس مصنوعي اسلام رواج کړاو دخپلو ملايانو په وسيله يې داسلام څخه شومه ګټه واخيستله اواسلام يې دتندروی وخواته سوق يا ټيلوهه. چي موږ ته داغميزه د١٨٣٩م څخه دانګريزانو دلو مړي يرغل څخه ورسته راپه برخه سوه. په دې هيواد کي آزادي تر فشار لاندي ونيول سوه ، بيا تر ١٩١٩م کال پوري چي عليحضرت امان الله خان خپله آزادي دبيا دپاره اعلان کړه اوافغانستان په نړيواله سطحه آزاد افغانستان وګڼل سو .

خو تر هغه ورسته چي نړۍ دافغانستان آزادي په رسميت وپيژندل ، نويو ځل بيا افغانستان دډيمو کراسۍ پر لوري ګامونه اوچت کړه،دښځو نهضتونه را منځته سوه د نا پيلو هيوادونو سره اړيکي په نړيواله سطحه ټينګي کړل سوې، دقانون جوړولو فکرونه په سيا سي او تنظيمي توګه را پيدا سوه او قانون ګذارۍ ته نوي پولونه جوړ کړل سوه ، مشروطه خواهان نور غښتلي سوه ،دنړۍ ګوټ ، ګوټ ته سفيران وا ستول سوه ، اخبارونه اوجريدې را منځته سوې ، دښځو نهضتونه ، دښځوخپروني او لڅ مخي را پيل سوه ،چي داټوله زموږ په آزادۍ پوري اړوند بنسټونه ګڼلای سو. په دې وخت کي دښځو يو قوي حرکت را پيل سو،او په آزاده توګه دښوځو ښوونځی را پيل سوې چي موږ يې دلته يا دونه کوو.

په افغانستان کي دښځو لومړۍ جريده په ١٩٢١م کال دارشادنسوان په نوم خپره سوه چي دجريدې مشره دمرحوم محمود طر زي ښځه محترمه اسما وه ، چي ددې په څنګ کي محترمي روح افزا دنوموړي جريدې دتحرير چاري مخته بيولې ،محترمه روح افزا دمحترم محمد زمان خان لوروه. نوموړې جريده دحمل دمياشتي پرلومړۍ نيټه ١٣٠٠هـ ش کال په کابل کي خپره سوه.

همدغسي دمستورات په نو م ښوونځی هم په همدغه کال کي په ١٩٢١م کال دجنوري په مياشت کي افتتاح سوه ،.چي داوخت غازي امان الله خان پا چا دي اود پيښو او انکشافاتو څخه داسي معلو ميږي ، چي په دې وخت کي دجاپان ، امريکا اوداسي نورو اروپا يي هيوادو سويه ډيرتوپيرنه سره لري. خودافغانستان دغه پرله پسې انکشاف او پرمختګ استعماري هيوادونو په سترګونه سوليدلای نو يې بيا هم دهغه خپلي پخوانۍ زړې وسلې څخه کار واخيست او په ملک کې دکفراواسلام تحريکات را پيل کړه او خپل لاس پوڅي ملايان يې بيا هم دامير حبيب الله ( بچه سقاو) تر مشرۍ لاندي سره وهڅول او په هيواد کې يو ځل بيا آزادي دماتي او خطر سره مخامخ کړل سوه، دښځو مکتبونه وتړل سوه اودنارينو دښووني اوروزني بهير هم په ټپه سره ودريدی ، په هيواد کي اقتصادي رشد هم مخ پر زيوال سو. ترهغوچي بيا هم په افغانستان کي دسقاو لاس پو څی حکومت دمنځه ولاړاو ځاي يې دپا چا محمدنادرخان حکومت او بيادهغه دزوی محمد ظا هرخان حکومت ټنګ کړ ، بيا هم دبيا دپاره دښځو آزادي او جنبشونو موج وکړ او دافغانستان په ٢٨ولايتونو کي دنارينو پرڅنګ دښځواو نجونو تعليمي مؤسيسې ، جوړي سوې او دهيواد په لويو ښارونو کي په توليدي مؤسيسو او دولتي ادارو کي ښځو دنارينو سره يوځای ټولنيز کارونه را پيل کړه ، نوموړې ډمو کرا ټيکه پروسه تر هغه وخته دوام در لود ، چي يو ځل بيا دمذهب په جامعه کي لاس پوڅي ملايان دامريکا او انګليستان تر مشرۍ لاندي افغانستان ته دجهاد په نوم سره را غونډ سوه او مر تجع عرب يې هم شاته ودريدل ، يو ځل بيا دافغانستان آزادي دپاکستان او عربي هيوادونو تر اغيزي لاندي را غله .او لومړۍ حمله يې دښځو پر ښوونځيواو دښځو پر لڅ مخي اوپه ټولنيزو کارونو کي دښځو پر کار او فعاليت باندي وکړه ، چي تر اوسه هم دغه لړۍ دوام لري.

نوزموږ په ګران هيواد کي چي هر څومره دپرديو لاس بری وي په هم هغه اندازه به زموږ پر ټولنيز بهير کرمينليزم سياست جريان لري اونه دا چي ، دښځو حقوق به تر پښو لاندي وي ، دنارينو حقوق به هم نه وي تامين .

نتيجه :

لومړی: داچي ښځو دتاريخ په اوږدوکي خپله آزادي په خپلو مټو تر لاسه کړې ده .

دوهم : داچي دښځو ازادي دهر هيواد خپل حق دی ، چي دانساني نيرو نيمه بر خه جوړوي په توليدي او ټولنيزو بر خو کي يې فعاله وساتي .

 دريم : دښځو آزادي دهيوادونو دآزادۍ سره مستقيمه رابطه اواړيکي لري .که يو هيواد آزادوي هلته دبشري حقونو څخه دفاع ممکنه ده ، خو که بيا غلام وي نو نه دا چي ښځې بې ازادي ونه لري ، خپله خلک او چارواکي به يې لا هم نه وي آزاد.

پايله : ياد دې تل تازه وي داتمي دمارچ دقهرمانو ښځوچي خپل حقوق يې په خپلو مټو تر لاسه کړه.اوزموږ وافغانانو ښځو ته هم همدغسي شهامت اوقهرماني غواړم ، څو ځانونه دښووني اوروزني په بهير کي او دژوند په چارو کي دنارينو سره برا بر کړي ، (ژوندۍ دي وي دمارچ داتمي نه هيردونکې خاطره) په درناوي

 ننګيالی بڅرکی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1877

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1816

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2083

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2665

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6870

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…