د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د ښځی سینګار

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_12womenss.jpg

بسمالله الر حمن الرحیم

سر لیک

دښځو له ظریفترینو خصوصیاتو څخه د هغو زیاته پاملرنه خپل ظاهر، سینګار، او ښکلا ته ده. او دا ځانګړتیا د کوچینوالی څخه پکی را څرګندیږی.

خدای (ج) فرمایلی: ( اومن ینشاً فی الحلیة وهو فی الخصام غیر مبین) ( الزخرف: ۱۸)

       ژباړه: آیا هغه څوک چی په آرایش، ښکلا، اوزیور کی را لوی شی ؛ او د خبرو اترو پر مهال د حیا او شرم، او عاطفی له امله چی لری یی نشی کولای خپله موخه ښه روښانه بیان او اثبات کړی.

کچیری د میرمنی ښکلا او سینګار د خپل میړه د خوشحالتیا په خاطروی ، دا کار خدای (ج) ته د نژدی والی سبب ګرځی.

      له ابوهریره (رض) څخه روایت دی چی ویلی یی دی (سـًل رسول الله صلی الله علیه وسلم: اًی النسا ‍ً، خیر؟ قال: الذی تسره اذا نظر الیها وتطیعه اذا امر ولا تخالفه حینما یکره فی نفسها وماله)

      ژباړه. له رسول الله (ص) څخه و پوښتل شول چی بهترینه ښځه کومه ده؟ ویی فرمایل: هغه میرمن کله چی خاوند یی ورته وګوری  د هغه د  خوښحالی سبب شی او کله چه خاوند ورته د یو څه امر وکړی په ځای یی کړی، او د هر هغه څه چی دخاوند یی  خوښیږی که څه هم د میر منی د میل خلاف وی  که هغه دده او دده  د مال په اړه وی میرمن له هغه سره مخالفت ونکړی

       مسلمانی میرمنی او پیغلی  باید مخکی لدی چی سینګار، آرایش، او لباس په اړه هوډ وکړی ؛ پکار ده چی لمړی ددی چارو په اړه یوه ژوره څیړنه وکړی او اړونده احکام زد ه کړی ، او هغه ته د عمل د جامی ور اغوستلو په تکل کی شی، په ځانګړی توګه پدی زمانه کی چی نا روا فیشنونو ، رواجونو او دودنو زورا خیستی. او د مودونو ، ډول ډول سینګارونو، د و یښتو آرایشونو، د سینګار د لوازمو او نورو زیاتو اصطلاحاتو چی میرمنی یی پدی اړه کاروی، د میرمنو د ژوند هره برخه تر اغیزلاندی را و ستی ده . چی ډیری پیغلی یا په ټوله کی میرمنی بی لدی چی د هغه د روا  یا ناروا په اړه سوچ وکړی، د غرب څخه په تقلید خپل ځانونه سینګار او د خپل کور نه بهر راوځی، هوټلونو ته ځی، محفلونو ته ځی، او یا هم د زیارت په نامه په چکر را وځی.

       د دی موضوع اهمیت پدی کی دی چی خدای پاک (ج) به موږ پدی اړه ویوښتی او زموږ د ټولو کړو اعمالو په اړه  به پوښتل کیږو، د خدای رسول (ص) فرمایی : لاتزول قد ما ابن آدم یوم القیامه من عند ربه حتی یساًل عن خمس:عن عمره فیم آفناه ، وعن شبابه فیم آبلاه ، وعن ماله من آین اکتسبه وفیمانفقه ، وماذا عمل فیما علم .

      ژباړه : د قیامت په ورځ به یو انسان د خدای (ج) مخکی همداسی ثابت پاتی کیږی تر څو چی د ۵ مواردو په اړه تری پوښتنه و شی:

(۱) د عمر په اړه یی ( چی څه ډول یی تیر کړی دی ؟)

       (۲) د ځوانی په اړه یی (چی څه ډول یی تیره کړی ده ؟)

   (۳) د مال په اړه یی ( چی له کوم ځای او څه ډول یی پیدا کړی دی ؟، (۴) او څنګه یی مصرف کړی دی)

    (۵) او تر کومه بریده یی پخپل علم عمل کړی دی ؟

 

خدای پاک به د ډیرو کوچنیو کړنو په اړه له موږ څخه پوښتی، قرانکریم داسی اشاره کوی : 

ژباړه: او بی له شکه د هر کار په اړه چی کوی یی  پو ښتل کیږ به، یعنی خدای (ج) د قیامت په ورځ د ټولو کړنو پوښتونکی دی، او هر چاته به د خپلو کړنو متطا بق به اجر او عذاب ورکول کیږی 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1653

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1603

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1818

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2341

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6579

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…