د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خواشینۍ پیغام

b_150_100_16777215_00_images_USTAD-BELTOON.jpg

 

 

په یوه ټولنه کې هنر د انسانانو په منځ کې د اړیکو وسیله ده، چې هدف او موخه یې د هغوی راویښول دي او د انسانانو هرډول ویده عواطف، احساسات او تمایلات را پاروي.
هنرمند د خپل کلام اوهنر په وسیله خپل واقعي او ریشتیني افکاراو احساسات په نوښتګرانه ډول نورو ته بیان اولیږدوي. په هره ټولنه کې بیلابیل هنرونه موجود دي.
خو د موسیقې هنر د نورو هنرونو تر څنګ یو ډیر په زړه پورې هنر دی چې خدای پاک هنرمندانو ته ورپه برخه کړې دی. د موسیقۍ هنرهم لکه د شعر هنر یوالهامي کیفیت اوالهي حکمت دی، چې زیاتره هنرمندانو ته ډالي شوې دی.
زموږ د موسیقې په بڼ کې ډیر شمیر استادان، هنرمندان، سندرغاړي او سازیان راټوکیدلي اوغوږړیدلي وُ او دي. زموږ د هیوا د سیمیزې او فلکلوریک موسیقۍ په برخه کې خدای بخښلی استاد (مومن جان) بیلتون هغه تکړه سندرغاړی دی چې د ده له نوم سر زموږ هیواد وال اشنا دي. دی هغه پیژندل شوې څیره، وتلی او خوږ غږ لرونکی هنرمند وُ چې ټول خپل ویاړلی ژوند یې د خپلو خلکو او مینه والو په چوپړ کې تیر کړې دی. دی زموږ د موسیقې په آسمان کې یو ځلانده ستوری او په کلونو، کلونو د بزمونومشال ؤ.
خدای بخښلي بیلتون د لوګر په ولایت کې زیږیدلی دی. ده په کوچنیوالي کې خپل مور او پلار له لاسه ورکړي وُ او د خپلې خور په ژورې پاملرنې سره یې خپل ژوند ته دوام ورکړ. دی لا ماشوم وُ چې د موسیقۍ سره مینه لرله په پیل کې یې توله (شپیلی) غږوله او په (۱۵) کلنی کې یې د سندرو په ویلو پیل وکړ او د خپلو یارانو او دوستانو په مجالسو کې یې سندرې ویلې او د دوی مجلسونه یې په خپل زړه وړونکي او خوندور اواز تاوده ساتلي وُ.
دی د استاد دُری لوګري شاګرد وُ، استاد دُری ده ته د موسیقي هنر په ښه او مسلکي زده کړو کې زیاته پاملرنه کړیده او د ده په مرسته یې رادیو افغانستان ته لاره پیدا کړه او خپلې سندرې یې هلته ثبت کړې. کله چې د ده خوږې سندرې د رادیو افغانستان په څپو کې خپرې شولې، هغه وُ چې ده د خلکو په منځ کې نور هم زیات شهرت او ګرانښت پیدا کړ.
د استاد بیلتون د سندرې اوریدل او لیدل د اوریدونکواو لیدونکو په زړونو منګولی ښخوي اوهغوی ځانته راکاږي. دی که نن د خلکو په منځ کې نشته خو د ده تل پاتی غږ او هنر د خلکو په ذهن او زړونو کې خپل ځانګړی ځای او مقام لري. د ده ټولې سندرې او کمپوزونه د ستاینې، درنښت او قدر وړدي.
ده په رایو تلویزون کې بې شمیره سندرې ثبتی کړې دي.
خدای بخښلی بیلتون په هیواد کې د ننه د سیمیزې موسیقۍ په برخه کې څلور واره د کال د هنرمند په توګه انتخاب شوې دی او پنځه مډالونه یې تر لاسه کړې دي.
مرحوم بیلتون بیلابیلو بهرنيو هیوادونو ته هنري سفرونه کړې دي لکه : ترکیه، بلغاریا، یوګوسلاویا او همداسې کله چې له هیواده کډوال شو امریکا او اروپا ته هم سفرونه کړې دي چې د خپلو هیواد والو له توودو هرکلیو سره مخامخ شوی وُ.
په دې ورستیو کلونو کې د سختی ناروغې سره مخامخ شو، د خپلو سترګو لید او د غوږو اوریدل یې له لاسه ورکړل او د ناروغی په بستر کې یې خپلې دردونکې شپې او ورځې تیرولې او هيڅ دولتي مقامونو ده ته پاملرنه و نه کړه.
خو په خواشینۍ سره استاد بیلتون پر (۹) د نومبر پر (۲۰۱۵) زیږدیز کال کې له دې فاني نړۍ څخه خپلې سترګې پټې کړئ.
(انالله وانا الیه راجعون)
د خدای بخښلي مومن جان بیلتون مړینه زموږ د هیواد لپاره او په ځانګړي توګه د سیمیزو موسیقي د هنر په ډګر کې یوه ستره ضایعه ده.
زه نه یوازې د ده د مړینې په مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، بلکې د ده کورنۍ او خپلوانو ته او د موسیقي ټولومینه والو ته د صبر، زغم او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او دلوی خدای(ج) څخه ده ته د فردوس جنت غواړم.
په درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1875

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1814

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2082

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2664

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6868

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…