د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز پرانیست غونډه

د افغانستان د سوداګریزو شخړو د حل مرکز د پټۍ په پرېکولو سره رسماً پرانیستل شو. په دغه پرانیست غونډه کې شاوخوا  ۱۲۰ خصوصی متشبثینو ګډون درلود. دغه مرکز په کابل ښار کې موقعیت لري او په ملی او نړیواله کچه د منځګړیتوب خدمتونه، د حساب د تصفیې خدمتونه او په نږدې راتلونکی کې به د حکمیت خدمتونه وړاندې کړي.
 
د افغانستان سوداګریزو شخړو حل مرکز د شخړو د حل لپاره یو نوي مرکز دی. چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې په نوښت او د حرکت محترمې ادارې په مالي مرسته او د ADR Center په تخنیکی همکارۍ جوړ شوی دی. د دې مرکز موخه په چټکه، مناسب، مسلکي او رڼه بڼه، د شخړو د حل لپاره د بدیل حل لارې وړاندې کول دي. د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز هدف دا دی چې، د ګړندیو، عادلانه، باوري او په لږ لګښت د شخړو د حلولو له لارې، د سیمی شرکتونو د سوداګریزو شخړو د راجذبولو او د سوداګرۍ د بهیر د ښه والی په برخه کې رغنده رول ولوبوي. د دې مرکز د خدمتونو او د منځګړیتوب غوښتن پاڼو د ډکولو څرنګوالی په اړه د لا ډېرو معالوماتو لپاره زموږ ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ. www.acdr.af
 
د دې مرکز په پرانیست غونډه کې، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر، د اتاق د مدیره پلاوی غړي، د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز مدیره هئیټ غړي او د حرکت ادارې اجراییه رئیس ګډون درلود.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوی لومړي مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزی، د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز د شخړول د حل و فصل کولو پر اهمیت خبري وکړي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ښاغلی همایون رسا، د دې مرکز په پرانیست غونډه کې د خپلې وینا په لړ کې، د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل له مرکز څخه خپل غوڅ ملاتړ څرګند کړ. نوموړي د دغه شان مرکز جوړېدنه د هېواد سوداګرو او پانګه والو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو لپاره یو ستر ګام وباله  او زیاته کړه، که چېرته ضرورت وي دی حاضر دی چې د رهبري په کمیټه کې برخه واخلي. 
 
د حرکت ادارې اجرائیوی رئیس ښاغلی نسیم اکبر، د دې مرکز جوړېدنه د هرې سوداګریزې ټولنې لپاره یوه ضروری اړتیا او د کورنۍ او بهرنۍ پانګې اچونې د هڅونې لپاره یوه ښه لاره وبلله.
 
په همدې توګه نوموړي د دې مرکز  پر کارکوونکو غږ وکړ، چې د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې ناپیلتوب ته ډېر پام وکړي. 
 
د حرکت ادارې د ۱.۸ میلیونه امریکایي ډالرو پانګې او تخنیکی همکاریو چې کارکونکی، سیستم او ودانۍ هم پکښې شامل دی، په برابرولو سره، د دې مرکز د جوړولو په برخه کې لویه ونډه درلودلی ده. دلته زموږ موخه د تړونونو اسانول او د منظم منځګړیتوب له لارې د شخړو د بهیر لنډول او له ۲۵ سلنې معمول کچې څخه یو سلنې ته د شخړو د حل د لګښتونو را کمول، د پام وړ دی.
 
د افغانستان سوداګریزو شخړو حل مرکز د سوداګریزو شخړو د حل لپاره په افغانستان کې په نړیوالو معیارونو برابر د منځګړیتوب خدمتونه وړاندې کوی او په نړیوالو کچه سوداګریزې شخړې، مشروط په دې چې دوی دا مرکز د خپلو سوداګریزو شخړو د حل لپاره وټاکی، حلوي. نو له همدې کبله که چېرته غواړي چې ستاسې سوداګریزې شخړې په افغانستان کې د منځګړیتوب له لارې د افغانستان سوداګریزو شخړو حل مرکز لخوا ترسره شی، تاسې کولای شی چې به آنلاین توګه په خپلو تړونونو کې د د منځګړیتوب فقرې په اضافه کولو سره چې په پښتو، دری او انګلیسی ژبو د دې مرکز په ویب پانه کې موجود دی، دا مرکز د خپلو سوداګریزو شخړو د حل مرکز په توګه وټاکئ؛ هیله من یو چې ښاغلي سوداګر له هېڅ راز سوداګریزو شخړو سره مخ نه شی خو خدای مکړه که چېرته داسې کومه پېښه رامنځته شوه، نو موږ د خپلو شخړو د حلولو لومړني تم ځای وټاکۍ.
 
ډېری شخړې د بنسټونو ترمنځ راپورته کېږي او تر ډېره یې بهیرنونه اوږده او لګښت یې ډېر وي؛ ډیری سوداګریزې شخړې کړکېجنې بڼې خپلوی او د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د له منځه تلو لامل ګرځي. په تېرو (۳۰) کلونو کې د شخړو بدیل حل په لږ لګښت د خدمتونو په وړاندې کولو سره او د دعوی د دواړو لورو په مرسته د هغوی ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ساتنې او ښه والی لپاره هلې ځلې کړی دي.
 
په ۲۰۱۴ کال کې د سوداګریزو فعالیتونو د رپوټ پر بنسټ، چې د نړیوال بانک لخوا خپور شوی دی؛ په افغانستان کې د تړونونو پلی کول پېچلي پړاونه لری او ۱۶۴۲ ورځو ته اړتیا لري؛ په منځنی توګه د ادعا شوی مبلغ ۲۵ سلنه د افغانستان په رسمي قضایی دستګاه کې د شخړو د حل او فصل لپاره مصرفېږي؛ د تړونونو د پلی کولو واقعیتونه په ښکاره توګه د افغانستان د محکمو کمزورتیا او نا اغېزمنتیا څرګندوي. د تړونونو اغېزمن او نا اغېزمن پلی کېدل د کورنۍ او بهرنۍ پانګې اچونې په برخه کې مهم رول لرلی شی او پر کارګمارنې او عاید منفی اغېزه اچولی شی.
 
اړیکه:
 
صیام پسرلۍ، د اړیکو او بازارموندنې د څانګې مسؤل
 
د اړیکې شمېره: +93793335814
 
برېښنالیک: This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. 
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1446

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1409

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1582

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2103

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6340

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…