د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د سبا فکر له لوري بلنلیک‏

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
 
محترم او قدرمن ورور ه!
 
الله ج دي وکړي چې روغ او جوړ یاست
 
د سبا فکر تر نامه لاندي چې د څو تنو ځوانانو په هڅو يې کار پېل کړي، د هیواد اړوند د بېلابېلو ستونزو په اړه علمي او څیړنیز بحثونه کوي.
 
لومړۍ غونډه د اپریل پر ۲۰ مه نیټه د ( د هیواد د پېښو رسنیز پوښښ څرنګوالی، ستونزې او حل لاري ) تر سرلیک لاندي د افغان پوهنتون په د مجلسونو په تالار کې وکړه
 
دوېمه غونډه  چې د (د سولې اړوند ستونزې او حل لاري:  ۱ – کورنی  بعد ، خنډونه او حل لاري   ۲ - بهرنۍ بعد ، خنډونه او حل لاري) تر سرلیک لاندي په وزیر اکبر خان کي وشوه.
 
د جولای میاشتې پر  لومړۍ نیټه  درېمه غونډ د (  د سولې په مخ کې پراته خنډونه او حل لاري ) تر سرلیک لاندي به ان شاء الله علمي بحث کيږي.
 
د سبا فکر  ځوانان تمه لري چې پر دي مهمه موضوع به  دوه مهم سیاسي او پېژندل شوې شخصیتونه هر یو ۲۰ دقیقي خبري وکړي. 
 
کله چې دوه وینال خپلې خبرې وکړي، بیا به په ترتیب سره هر ګډونوال نږدې ۵ دقيقي وخت ولري چې خپل نظر او که پوښتنه لري ويې کړی. دغه برخه به نږدې يو نیم ساعت وخت ونیسي او ټول ټال به دوه ساعته وخت  غونډه وي.
 
همدې ناستې ته ډیر مهم شخصیتونه راغوښتل شوې، ستاسي قدرمن او محترم څخه په پوره درنښت هیله لرو چې په ناسته کې راسره ګډون وکړئ
 
موضوع : د سولې په مخ کې پراته خنډونه او حل لاري 
 
لومړۍ برخه:  ۴۰ دقيقې
 
لومړی ویناوال  به  (۲۰ دقیقې)
 
د سولې په مخ کې پراته خنډونه او حل لاري
 
دوېم ویناوال :  به  (۲۰ دقيقې)
 
د سولې په مخ کې پراته خنډونه او حل لاري
 
دوېمه برخه:  ۸۰   دقیقې
 
د ګډونوالو خپل نظرونه او د ویناوالو څخه د موضوع اړوند پوښتنې هر ګډونوال ته ۵ دقيقي وخت ورکول کیږي
 
وخت: د مازیګر له ۲:۳۰ بجو څخه  تر۵ بجو پورې 
 
ورځ:  چهار شنبې ,  نیټه:  د جولای مياشتې لومړۍ ورځ،  ۲۰۱۵ چې د  سرطان میاشتې له ۱۰ مي نیټې سره سمون لري
 
ځای: د کتاب او شمعې چوک څخه  د افشار لورته  (لویدیځ لورته )، چپ لاسته لومړی پوخ سړک، راسته لاس لومړۍ کوڅه، دوېم کور، خوشال مېنه
 
یا داسي: افشار بازار، ۳۰ برج برق، د افشار بازار ، جنوب لورته ننوتی سړک، ښې لاسته لومړی سړک، دوېم کور
 
داړېکو شمېره   0705400130
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1875

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1814

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2082

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2664

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6868

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…