د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د پوهنمل نوزادی د منني پیغام

      لکه څنګه چي مي تل د دوستانو سره په مجلسونو کي یاده کړې ، زموږ انسانی ژوند د یو لړ ښادیو او غمونو ګډوله ده . پدې امتزاج کي د غم او ښادۍ تر منځ یو ستر توپیر پدې کی دی چي که خوښي د هرڅومره ډیرو کسانو سره ګډه او شریکه سی ، نو هغه په مستقیم تناسب کي په هم هغه پیمانه لا زیاتیږي خو که غم د هر څومره ډیرو کسانو سره شریک سی نو دا بیا په معکوس تناسب کي په هم هغه اندازه سره کمیږی  .ددې خبري مانا داده چي که دوستان د چا په ښادیو کي ګډون ورسره وکړي ، د هغوي ښادي ورته لا زیاتوي او که یې په غم کي ګډون وکړي ، نو غم یې ور سره ویشي او د غم برخه یې کموي . 
     د را رسیدلي خبر سره سم ، د روان ۱۳۹۴ کال د ثور په ۲۸ نیټه د لښکرګاه په ښار کی د هلمند د مدني ټولنو ، یو شمیر فرهنګیانو او فرهنګپالو لخوا زما د خدای بخښلی او مرحوم مشر ورور ، حاجی خدایرحم نوزادي فاتحه چی جنازه یې څو ورځي مخکي د کندهار په ښار کي خاورو ته سپارله سوې ده ، په پوره خواخوږۍ سره واخیستل سوه . 
     مرحوم حاجي صاحب چي یو خواخوږۍ او زړه سواند مشر وو ، مړیني یې زموږ په کورنۍ کي د لوی غم ټغر و غوړاوه او که د دوستانو غمشریکی نه وای ، ددې غم پیټي به زموږ پر اوږو باندي دروند بار اړولی وای .
     زه د ځان او دخپلي لویی کورنۍ د هر یوه  غړي لخوا  د هلمند د مدني ټولنو د ټولو غړو ، فرهنګیانو او فرهنګپالو څخه چی په فاتحه کی یې ګډون درلود ؛ په کندهار ښار کي د ټولنو هغو بې شمیره کسانو څخه چي جنازې ته یې عظمت او فاتحې ته یې پراختیا بخښلې وه ؛ په ډنمارک کي د ټولو هغو دوستانو څخه چي د فاتحې په ورځ یې ستړیاوي راسره ګاللي او لدې ورځي نه وړاندی او وروسته یې غم را سره شریکاوه او همدارنګه د ټولو هغو دوستانو څخه چي د افغانستان ، اروپايي هیوادونو ، امریکا او استرالیا څخه یې د تلیفون پر لیکه تسلیت را کاوه او خواخوږي یې راسره کوله ، د زړه له تل نه مننه کوم . 
     ماته دی پاک رب دا امکان او توان راپه برخه کړي چي په خپل ګډون سره د ټولو دغو دوستانو خوښی ور زیاته کړای سم . د هغی ورځی څخه دی پاک خدای وساتي چي زما و غمشریکۍ ته اړتیا و مومي .
                                                                     امین یا رب العالمین .
 پوهنمل حاجي محمد نوزادي 
   ډنمارک ـ د Aarhus ښار 
۱۹ / ۵ / ۲۰۱۵
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1265

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1251

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1410

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1908

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6129

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…