د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند غندنلیک

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د څو کالو راایسي په هیواد کې روانه جګړه له پخوا څخه د یو جوړ شوي پلان له مخې د پښتون قوم لوې کور ته راټوله شوی ده

پدغه تپل شوې جګړه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت پښتون ملت هره ورځ وژل کیږي، اقتصادي  بنسټونه ئې ړنګیږي، ښوونیز او  روزنیز مرکزونه ئې  سوځول کیږي. ماشومان او ځوانان ئې له زده کړې پاتې کیږي، قامي (ملي) مشران ئې وژل کیږي او د انساني ژوند د پرمختګ ټولي لاري ئې تړل کیږي. په هلمند، پکتیا، کونړ ،پکتیکا، ننګرهار، کندهار،زابل ،فراه، خوست، لغمان،وزیرستان،دره خېبر، باجوړ ،سهیلي پښتونخوا او د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو ته د جګړې اور بل دی او د پښتنو ټاټوبی د پښتون ملت په وینو خړوبه اوهره ورځ په سلګونو بې ګناه پښتنو جنازې خاورو ته سپارل کیږي.  
 
څه موده وړاندې په هلمند ، کندهار او پکتیکا کې د ترهګرو ناروا، نا ځوانه ، غیراسلامي بریدونو او اوس د درې، ورځو راهیسي دکونړ د دانګام په ولسوالۍدترهګرو وسله والو له خوا ډله ایز برید روان دی  پرون د ۲۰۱۴ ع کال د ډسمبر په شپاړسمه نېټه د پښتونخواپر ورسک سړک پر یوه ښوونځي «سکول»  وسله والو برید وکړ او  ۱۴۱ بې ګناه پښتانه ماشومان ئې چې په زده کړه بوخت ؤ شهیدان کړل
 
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دغه وحشیانه،بې غیرته، ناځوانه بریدونه په کلکه غندي،ټولو شهیدانوله کورنیو سره په دې  دروند او نه هیریدونکي غم کې ځان شریک ګڼي. شهیدانوته د لوې خدای « ج » له درباره د جنت فردوس او ټپیانو ته ئې  د ژر او پوره روغتیا غوښتنه کوي 
  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند يوځل بیا دپښتنو په سیاسي او غیر سیاسي ډلو ټپلو،ملي،قامي مشرانو اوټولو پښتنوغږ کوي چې د تاریخ په دې حساس وخت کې بیدار او یو موټي شئ   او  د پښتنو د ملي ګټو پر بنسټ دکوټلي پروګرام لاندې  د قام او وطن د دښمنانو موخې شنډی کړئ  
 
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  د افغانستان او پاکستان له حکومتونواو په سیمه کې د میشتو نړیوالو ځواکونو او همدارنګه د ترهګرو، دترهګرو دمشرانو او جنګي ډلوڅخه په کلکه غوښتنه کوي، چې نور په سیمه کې د پښتون وژنې  او ولس وژنې څخه چې په هر نوم سرته رسیږی لاس واخلي هره ډله چې دغه ناروا ،غیر اسلامي او غیر انساني کار په هرنوم کوي ، مونږ ئې د هیواد او پښتون/افغان ملت دښمنان بولو
17.12.2014  په درناوی
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1655

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1606

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1824

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2349

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6585

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…