د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

په زابل کی د کانکور ازموينه واخيستل سوه

b_150_100_16777215_00_images_zabal_ke_camkor.jpg

 

لمريز کال له فارغينو څخه پوهنتونونو ته د لار موندلو په موخه د کانکور
ازموينه واخيستل سوه .
 
ددې ولايت د پوهني رئيس رحيم الله لودين وايي ، چي دغه ازموينه دجمعې په
ورځ د کلات ښار د بي بي خالا د نجونو په ليسه کي واخيستل سوه او پکښي د
ګډون په موخه ۴۷۹ تنو نوم ليکنه کړې وه ، خو د بېلابېلو عواملو له امله
۲۹ تنه پکښي حاضر نه وو .د لودين په وينا ، چي دجمعې په ورځ ۴۵۰ تنه
امتحان ته حاضر سوي وو ، چي له دې جملې څخه ۱۷ تنه يې نجوني او پاته
هلکان دي . د زابل د پوهني رئيس وويل ، چي سږ کال يې له وړاندي څخه د
دولسمو ټولګيو د زده کوونکو لپاره د کانکور د اماده ګۍ کورسونه جوړ کړي و
او هيله من دي ، چي زيات کسان به پوهنتونونو ته بريالي سي . د زابل د
والي مرستيال محمد جان رسوليار د ازمويني د پيل پر مهال په خپلو خبرو کي
وويل ، چي په هر ولايت کي د کانکور د امتحان اخيستل د زده کوونکو لپاره
لويه اسانتيا ده او پدې اړه يې د کانکور له کمېټې څخه مننه وکړه. نوموړي
پر زده کوونکو ټينګار وکړ ، چي بايد د خپلي خوښي او وړتيا سره سم پوهنځۍ
انتخاب کړي ، تر څو بې پايلي پاته نسي . د کانکور په صحنه کي يو شمېر زده
کوونکو وويل ، چي کومه ستونزه يې نه درلوده او هيله من دی ، چې د خپلي
خوښي پوهنځيو ته به بريالی سي . دوی وايي
چي له وړاندي يې د کانکور د اماده ګۍ په کورسونو کي بشپړ چمتوالی نيولی و
او هيله من دی ، چي کومه ستونزه به ونلري . د کانکور د ازمويني ګډونوالو
وويل ، چي د امتحان صحنه ډېره منظمه وه او په ښه ډول د نقل او نورو
ګډوډيو مخنيوي سوی و او دوی هيله من دي ، چي د کانکور له لاري به د خپلي
خوښي پوهنځي ته بريالی سي او خپلو هيلو ته به ورسيږي

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1446

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1409

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1582

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2103

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6340

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…