د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دا دغم دپاسه غم دی

 
سويډن  –   دمالمو ښار
په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمشرتابه دخواخوږ ی اوغمشريکی  پيغام !
 دډير افسوس ځاي دی چې تر اوسه  مو لاد پکتيکا دوليبال دزلمو دسياليو اوددي سياليودسيلانيانو دشهيدانو دوير کمبله له غولی نده ټوله سوې .دا بل دردونکۍ خبرمو په نېمه شپه ترلاسه کړ  ,چي د افغانستان يو هوښيار سیاسی پوه هنرمند, ملي سندرغاړی اوكمپوز جو ړونكی ، ټول افغان ولس ته منلی استاد گل زمان  دروپېښی ناروغۍ له امله دتل لپاره زموږ او اوفغان ولس نه دابدی ژوندپه لور  رخصت واخيست . انا لله و انا الیه راجعون
ددوستۍ فرهنگی  ټو لنې مشرتابه جرگه اورو زگان ملي مهالنی خپروني اداره  پداسي حال کښي چي ځان ددي  ملي هنرمند مرحوم گلزمان  دمړېنې  په غم کښي  شريک بولي،دمرحوم ناببره مړېنه  نه يوازي ددې مرحوم درنې کورنۍ بلکې دټول هيواد لپاره يوه لويه اونه جبيره کېدونکې ضايع  بولي .  موږ و اوټول هيوادوال پدې پوهېږوچي  دمرحوم گلزمان مړينه اوله موږ نه رخصتېدل به  ئې دډير وخت لپاره زموږ د هېواد د موسيقی په برخه کي يوه لويه مسلکی تشه وي .
ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه د لوی خدای ( ج ) له دربار نه د مرحوم گلزمان  روح ته فردوس جنت  او کورنۍ  پاتي کسانو اوټولوافغان هنرمندانو،سندرغاړو،ددې ملي هنرمند دوستانواوعلاقمندانو ته دجمیل صبر غوښتنه کوي.     
روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله  
ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې  په استازيتوب  . حبيب الله غمخور
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1140

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1147

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1277

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1763

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5963

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…