د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دافغانستان دملي اسلامي محاذ فرهنګي کمېټه اعلاميه

په دې وروستيوکې ځينومغرضو اوپه اروايي ناروغيو اخته کسانو دفيسبوک په مجازي نړۍ کې دافغانستان دملي اسلامي محاذ دکفيل جناب سيد حامد ګيلاني په نوم ادرس جوړ کړی دی چې (پيرسيدحامدګيلاني)  نوم يې وکړی دی،چې په دې ادرس کې  نامسؤوله،دروغجنې او دافغانستان او افغان ولس او داسلام د ارزښتونو پر خلاف ليکنې خپروي او د ځينو معززو شخصيتونو توهين کوي.
دافغانستان ملی اسلامي محاذ په دې اړه خپل دريځ داسې علانوي:
۱ـ دافغانستان دملي اسلامي محاذ کفيل جناب سيد حامد ګيلاني تراوسه په فيسبوک کې هېڅ شخصي  ادرس  يا اکاونټ نلري بلکې (دافغانستان ملي اسلامي محاذ)په نوم رسمي پيج يا صفحه لري،چې وخت پر وخت پکې دافغانستان دملي اسلامي محاذ اعلاميې ،خبرونه،دريځ او نور اړوند توکي خپرېږي.
۲ـ جناب سيدحامدګيلاني تراوسه ځان پير نه بولي بلکې دافغانستان دملي اسلامي محاذ د مشر او جهادي ،سياسي او روحاني شخصيت جناب پير سيد احمد ګيلاني ځوی دی،هېڅکله هم دده لخوادده له خپل نوم سره دپير کلمه ليکل شوې نه ده.
۳ـ د افغانستان ملي اسلامي محاذ او جناب سيدحامدګيلاني دقلم پر عفت اوملي اوديني ارزښتونوته پر ژمنتيا باور لري،هېڅکله يې پخوا هم د اشخاصو توهين نه دی کړي اونه به يې په راتلونکې کې وکړي.
۴ـ جعل کاران بايد پوه شي چې ددوی داډول شومې توطيئې ،ناوړه دسيسې،چل اوفرېب ځای نه نيسي، جناب سيد حامد ګيلاني او دده کورنۍ ماضي ،حال اودافغانستان ولس ته خدمات ټول ملت ته معلوم دي او نړيواله پېژندګلوي لري،ټول افغان ولس يې پېژني هېڅکله هم له دوی څخه دداسې ناسمو کړنو تصور نه کېږي.
۵ـ دفيسبوک له ټولو درنو لوستونکيو او کاروونکيو څخه هيله کېږي چې ددې جعل کارانو پر خبرو او ليکنو  باور ونکړي او ددروغجن اوفرېبکار په توګه يې وپېژني.
 
دافغانستان ملي اسلامي محاذ
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1875

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1814

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2082

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2664

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6868

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…