د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خواشینۍ پیغام

 
 
په ډیر خواشینۍ سره خبر شوم ، چې  بیا زموږ  د ادبیاتو او د موسیقۍ د هنر  په معاصر تاریخ کې د ویر او ماتم  غږ  را پورته شو.
 ارواښاد  استاد مسحور جمال  زموږ  د هیواد  یو نامتو، ادب پوه، پیژندل شوې څیره ، تکړه، وتلې   او خوږ  ژبې هنرمند په هالند کې  له دې فاني نړۍ څخه  د  تل  لپاره سترګې پټې کړئ . 
انالله و انا الیه راجعون
شاعر وایي :
څوک د ځان لپاره مړ شي نوم  یې  ورک  شي
د چا مرګ د ټول ولس د پاره مرګ  وي
د ارواښاد استاد  مسحور جمال  مړینه  زموږ د هیواد په  ټولنیز ، ادبي او فرهنګي  ډګر کې یوه  لویه  ضایعه  ده، چې د ده نوم  به زموږ  د هیواد والو په زړونو کې   د تل لپاره ژوندی ، نه هیریدونکی او نه ورکیدونکی وي .
ارواښاد استاد مسحور جمال  زموږ د هیواد په ادب او فرهنګ کې هغه غوړیدلی، سمسور تازه او ښیرازه ګل  وُ،  چې د خپل څپانده ادبي او هنري  استعداد، ذکاوت  او زړه  وړونکي اواز  په وسیله یې زموږ  د هیواد د ادب او  موسقي ډګر  داسې  روښانه او ځلانده  ساتلی وُ چې زموږ نني او راتلونکي نسلونه به د ده په ویاړلي او دروند  نوم او هنر  د تل لپاره  افتخار کوي .
اروښاد استاد مسحور جمال  نه یوازې یو دروندهنرمند او  ادب پوه شخصیت وُ بلکې د لوړو، پاکو او سپیڅلواوصافواو اخلاقو خاوند وُ ، متواضع، زړه سواندی، ریښتینی، صادق اود ټینګ عزم او ارادې   خاوند شخصیت وه .
 ارواښاد استاد مسحور جمال  پر (۱۳۲۴) لمریز کال د کابل په ښار کې  زیږیدلی وُ .
ارواښاد استاد مسحور جمال خپلې لوړې زده کړې  د کابل پوهنتون  د ژبې او دري ادبیاتو په څانګه کې سر ته رسولې  دي .
زه د ارواښاد استاد مسحور جمال د مړینې  په مناسبت  نه یوازې د زړه له کومې خپګان او ژور خواشیني څرګندوم، بلکې د ده د ویرمنوکورنیو غړو، خپلوانو،  دوستانو او د ادب او د موسیقۍ د هنر مینه والو  ته  د زغم، صبر او تسلیت مراتب  وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) څخه  ده ته د فردوس جنت غواړم .
شاعر وایي :
چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندل
داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي
په ډیر در نښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1446

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1409

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1582

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2103

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6340

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…