د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د پغمان د زړه بوږنوونکې غمیزې په اړه د با احساسه محصلینو اعلامیه

 
 
په ډېره خواشینۍ سره باید ووایو چې په دې وروستیو کې کابل ښار ته څېرمه د پغمان په سیمه کې یوې مجرمې ډلې زمونږ له مظلوم ولس سره داسې یو نه بښوونکی تاریخي ظلم وکړ چې د ټول ولس بلکې د ټول انسانیت ضمیر او وجدان یې ټپی کړ!  د تاسف ځای دا دی چې نوموړی جنایت څو ورځې وړاندې تر سره شوی و، خو خبري رسنیو ډېر وروسته په دې اړه وغږېدې! که څه هم چې یو څه مجرمین او جنایتکاران د حکومتي چارواکو له خولې نیول شوي، خو لا یې ډېر کسان نه دي نیول شوي.
 
با احساسه محلصین په داسې حال کې چې دغه غیر انساني جنایت په تر ټولو کلکو ټکو غندي، له حکومتي چارواکو، مدني ټولنو، د بشر د حقوقو له ټولنو، علمای کرامو، استاذانو، محصلینو د مدرسو له طالبانو په عام ډول له ټول ولس نه غواړي چې د دې جنایت تر سره کوونکو ته د اسلام د مبارک او سپېڅلي دین له احکامو سره سم په سزا ور کولو کې خپلې هڅې و نه سپموي، بلکې په دې اړه خپل مسولیت ادا کړي،. یوازې دوی ته نه، بلکې هغو کسانو ته هم باید د اسلام د ارشاداتو په رڼا کې سزا ور کړل شي چې له دوی سره په دې جرم او جنایت کې په یو ډول نه په یو ډول شریک وي.
 
دا چې د افغانستان ولس مسلمان ولس دی، باید د حکومت ټول کړه وړه د اسلامي شریعت مطابق وي، په حقیقت کې د دې ډول ناخوالو د رامنځ ته کېدو لوی لامل د حکومت له خوا د اسلامي شریعت د احکامو نه پلي کول او په اسلامي شریعت نه عمل کول دي. مونږ په پوره ډاډ او باور سره وایو چې که په رښتیا په اسلام عمل وشي، او د اسلامي شریعت احکام پلي شي، افغان ولس به د دې ډول شرموونکو او تاریخي جنایتونو شاهد نه وي. ځکه خو باید ټول ولس باید د اسلامي شریعت د تحکیم لپاره هڅې وکړي، تر څو د دنيا او آخرت له شرمنده ګیو سره مخ نشو.
 
د افغانستان با احساسه محصلين
 
۱۳/۶/۱۳۹۳ هـ ش
 
۹/۱۱/۱۴۳۵ هـ ق
 
۴/۹/۲۰۱۴م
 
    

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1871

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1811

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2078

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2659

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6865

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…