د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د سولئ د ملی جبهې اعلامیه

 
 
 
 
بسم الله الرحمن الرحیم
د سولئ د ملی جبهې اعلامیه
د ۱۳۹۳ کال د وږی د میاشتی دویمه
او د ۲۰۱۴ کال د اګست ۲۳ نیټه :
د افغانستان د روانو نیمګړو انتخاباتو دبی باوره نتیجو څخه وروسته د مؤقت حکومت مسأله نوره هم توده شوه ځینې افغانان په دې باور وو چې لنډ مهاله اداره د معضلی د حل لپاره ښه وسیله ده خو د یوی مطرح نظریې په بڼه هغه وخت راڅرګنده شوه چې ۲۰۱۰ کال کی د خپلواک افغانستان ملی حرکت د هیواد یوشمیرحرکتونو، شوراګانو، او مستقلو ملی شخصیتونو سره یوځای د افغانی ټولنې د بیلو بیلو سیاسی مفکورو د سیاسی کدرونو د روڼ خیاله افغانانو سره د یوی بیړنې تګلاری په بڼه طرحه او منځ کې واچوله، په افغانستان کې د مؤقت حکومت د ترخو او ناکامو تجربو ته په پام دا غوره وګڼل شوه چې د منځ مهالې ادارې د جوړیدو څخه مخکې د یوې پراخې سراسری افغانی جبهې جوړیدل ضروری دي.
دهیواد یو شمیر سیاسی حرکتونو، شوراګانو او ملی مستقلو شخصیتونو د اوږدو بحثونو څخه وروسته د سولی د ملی جبهی وړاندیزي طرحه داسی برابره کړه چې ګام په ګام د مؤقتی انتقالی اداری په لور حرکت پیل شي، دغې هدف ته د رسید په خاطر هیواد دننه او دباندی د سیاسی ډلو د آستازو د وسلوالو مخالفانو د خواخوږو، جهادي قواو، مسلکي ټولنو، قومي شوراګانو، افغان حکومت، د دواړو وتلو کاندیدانو سره مستقیم او غیر مستقیم تماسونه ونیول شول. سره له دې چې د جبهې د دموکراتیکو ارزښتونو او مؤقت حکومت په هکله ځینې سوالونه او انتقادونه موجود وو، مګر د اوسنې ادارې مشر او دوه مطرح کاندیدان د جبهی او انتقالی حکومت حسابی مخالفان وو، پدی کی شک نشته چې افغان کشاله کی یاد کسان دخپلو پلویانو سره یوځاې پوره تأثیر لري، خو دا هم روښانه ده چې دا درې اغیزمند شخصیتونه دخپلو متحدینو سره یوځاې د افغانستان د اوسني بحران معماران هم بلل کیږي. که هر څنګه وي د افغانستان د وضعی په اساس دوې او د بن په محور راټول شوي کسان د افغان لانجې یو اړخ دي، دا اړخ هغه وخت د افغانستان په سوله کی مثبت مرحلوی رول لوبولی شي چې د دموکراتیکو اصولو پر اساس ځان غوندې مخالفان هم ومني، د انحصار څخه په شا تګ وکړي، حساسیتونه درک کړي او پدې قانع شی چې د افغانستان د جګړې یو ستر لامل د حاکمیت څخه د افغان ولس محرومیت دې .
 
 
د پورتنیوبنیادی تشو د ډکولو لپاره د سولی د ملی جبهې څخه وروسته د انتقالی اداری د جوړیدو مسأله ځکه وړاندې طرحه شوی چې د افغانستان خلک د یو متحد ملی قوت په توګه نه یواځی  یو منل شوی حاکمیت جوړ کړي بلکی ولسونه د حاکمیت ساتونکی او پالونکې اوسي، د سولی د ملی جبهې د طرحې پر بنیاد مؤقت حکومت باید د ټولو هغو افغانی قواوو څخه منځ ته راشي چې د سولی په استقرار کې رول لري او په مستقل او متحد افغانستان د باور درلودونکي وي ، په دې معنا د سراسری سولی ملي یووالی ، سولیز ملی چاپیریال ولسواکې او دولس انتخابی استازو سره په سولئیزه شکل سره د اقتدار د انتقال لپاره یوه داسی لاره، که د واقعیتونو ځاې شخصیتونه ونیسی، نه جبهه پا یښت مومي او نه مؤقت حکومت جوړیږي.
دسولې ملي جبهه د خپل مستقل سیاست پراساس د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو محترمو کاندیدانو په اړوند همهغه بې پری دریځ لري کوم چې د دوه ځل ورستیو ټاکنو په اړوند خپل کړې وو، د جبهې د طرحې په اساس که یو ګروپ یا یو تن په ځانګړې بڼه د چا پلوي یا مخالفت کوي تر هغه ځایه د منلو وړ دې چې د غوره شوو اهدافو د اصولو سره ټکر و نکړي، مګر د کودتا، زور او مصلحتونو او سازشونو پر بنیاد د منځ ته راغلي حاکمیت څخه چې یواځی د معضلی د یوه اړخ د ځینو کسانو ارادی تمثیلوی د جبهی او مؤقت حکومت د ارمان څخه ښکاره سرغړونه او تیښته ده، د سولی ملي جبهه د افغانستان د ټولو خلکو  د ټولو ملی اجتماعی ارمانونو شریک سنګر دې. څومره چې د هیواد ملی ، اسلامي، دیموکرات او ولسی قوتونه د جبهی د اهدافو او اصولو پر محور یوبل ته د سیاسی وحدت لاسونه ورکوي هغومره د ځان واکي او انجصار ګرې ځای خلک اوټولنې نیسی د سولی ملي جبهه پدی پوهیږي چې د ټولنی د اساسی قواو سره بی پیونده انتقالی حکومتونه نه یواځې خپل ولس سره په تضاد کې وي بلکی د نړیوال ټولنې او د هیواد په قضایاوو کې د شاملو اغیزمنو اړخونو لپاره د ستونزو جوړونکي هم ثبوت شوي، له همی امله مونږ د کلیشه یي انتقالی اداری او د ملی وحدت په نوم د ائتلافي حاکمیت پر ځاې د ټولنیز ملاتړ څخه د برخه من مؤقت حکومت وړاندیز کړې.
و من الله توفیق
د سولی د ملي جبهی اجرایوی او اداری څانګه
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1875

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1814

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2082

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2664

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6868

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…