د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

په علمی اوادبی نړيوال کنفرانس کې دگډون بلنليک

سويډن  –  دمالموښار

د۲۰۱۴ز کال دجولاي يولسمه

 

یوځل بيابه دسويډن دمالمو ښار دخپلو منلو شخصيتونوددرناویاوهڅونې  دنړيوال علمی کنفرانس کوربه وي.

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنه ،دروزگان ملي مهالنۍ خپرونه ،دافغانی کلتوری ټولنې ،اريانا کلتوری ټولنې اويوشمېرنورو فرهنگی ټولنوپه مرسته اوملاتړسږکال هم دتېر پشان دخپل هيواددعلمی او ادبی څېروددرناوي اوهڅونې په موخه دروان کال داگست په دېرشمه (۳۰)نېټه  دورځې پر يوه بجه په افغانستان  کښي دخوست دپوهنتون رئيس اولرغون پېژندونکی پوهندوي محمد رسول باوري ،زموږ دهيواد پېژندل سویاوپياوړی ژورنالست  ، د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر ښاغلی اکبر ايازي  ، دکابل پوليتخنيک پخوانی استاد ،ليکوال اوشاعر پوهنمل حاجي محمد نوزادي ،دبي بې سي راډيوه پېژندل سوی اوهڅانده ژورناليستي نجيبې ليمې  دعلمی ،ادبی اومسلکی  خدمتونو،لاسته راوړنو ددرناوی اوهڅونې په خاطرنړيوالکنفرانس جوړېږي.

پدې درنه  غونډه کښي دگډون لپارهتراوسه يوشمېر پوهانو ،شاعرانو،اديبانو ،فرهنگی  اوسياسی شخصيتونوله انگلستان،امريکا،ناروي ،فنلند،فرانسې ،بلجیم،المان ،هالنډ،ډنمارک اودسويډن دمختليفو ښارونونه زموږ بلنه منلې اوپه خپل فعال گډون ددې نړيوال کنفرانس ستاين غونډه نوره هم ښکلی کوي .

دبې شمېره دوستانو په غوښتنه دادی موږ يوځل بيا ددې خبرتيا اوبلنليک پوسېله  تاسودهيواد وياړلوپوهانو،ليکوالو،دغښتلي قلم اوپوهی خاوندانو دشعر اوادب مينوالواوفرهنگی شخصيتونوته دزړه له کومې دفعال گډون بلنه  درکو و.

ددې نړیوالي غونډي دجوړېدونه زموږ  موخه داده چې زموږ ځوان نسل دخپل هيواد دعلمي،ادبی اومسلکی شخصيتونوپه علمی،ادبیاومسلکی  هڅواولاسته راوړنو خبراوله دوي سره له نږدې وگوري ،ترڅوددې کنفرانس پوسيله وکولاي سو زموږ هيوادوال اوپه ځانگړې توگه ځوان نسل دعلوموپه مختلفوبرخوکښي  زموږ دهيواددپوهانو،اديبانو،ژورنالستانو،شاعرانو اومسلکی شخصيتونوله هڅواو لاسته راوړنو نه په خبرېدوسره دغې علمی اوانساني گټوری لاري اوملي چوپړ ته نورهم وهڅوو.

ترکومه ځايه چې پدې غونډه کښي به دنړی دنوروهيوادواوسوېډن مېشتی ،علمی او ادبی شخصيتونه ،دفرهنگی اومدنی ټولنو استازي ،دسويډن دولتی ،فرهنگي اوسياسي چارواکي هم گډون ولری ،غواړو په وياړسره يادونه وکړوچې پدې وسيله به موږ خپلي  نوري وياړلي څېرې اوشخصيتونه چې نه يوازي دا څلورتنه  چې په وياړ یې دانړيوال کنفرانس راغوښتل سوی هم دکنفرانس گډونوالوته ورمعرفی کړو.

موږ  له  يوې خواغواړودغه عنعنه ورکه کړوچي په ژوندوني خپل عالمان  اووياړلې  شخصيتونه  په کاڼو ولياوپر مرگ ئي بيادويراوښکی تويوي اوساندي وهی.

زموږله نظره لکه دنړی نور هوښيار او وېښ ولسونه موږ هم که ديوچادرناوی،عزت اوعلمی چوپړته هڅونه دهغه په ژوند کښي وکړودابه ډيره گټوره اودهغه دخوشحالۍ اوهڅونې لامل وگرځی.

 زموږ په باور داډيره حياتي اومهمه خبره ده،ترڅودغه شخصيت  پخپل ژوندکښي داپخپله احساس کړي چي ملت ئې دعلمی هڅواو زيار په قدر پوه  اودرناوی ئې کوي.

درنو هيوادوالو! ستاسو فعال گډون  به نه يوازي داچې زموږ ،مالموښار افغان اوسېدونکو اوفرهنگپالود ډيري زياتی خوښۍ لامل  وگرځی،بلکي  پخپل فعال گډون به  زموږ سره پدې درنه علمی اوادبی نړيواله غونډه کي چې زموږ دهيواد ددې وتلو پوهانوپه وياړ جوړېږيلانوره هم درنه کړي  .

که چيري راتگ مودکودمودلايلوله مخې ناشونۍ وي  هيله مند يوچي ددې غونډي په ادرس خپل پيغامونه  اوليکنې  زموږ په  دې برېښنا پته  راولېږی.

په ځانگړې توگه  گران هيواد افغانستان په پلازمېنه کابل اوټولو ولاياتو کښي  ټولو فرهنگی ټولنواوسازمانوته بلنه ورکووچې په خپلو رالېږل سويوپيغامونو نه يوازي داچې داکنفرانس به دروندکاندی ،بلکې پدې وسيله خپله ټولنه اوسازمان  نړيوالوته وروپېژنئ .

برېښنا پته  :  This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.   : This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.

تليفون شمېره : 0046736511569

ستاسودرنو دوستانو فعال ،گډون ته سترگي پرلار . دټولو فرهنگی ټولنو په استازيتوب حبيب الله غمخور

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1655

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1606

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1824

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2349

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6585

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…