د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

په مسکو کې د روسي پوشکین ۲۱۵ کلیزه ونمانځل شوه!

 
په مسکو کې د افغانانو سراسري ټولنې فرهنګي څانګې په نوښت د یاد هیواد نامتو او په نړیواله کچه پیژندل شوي شاعر ښاغلي الکساندر سرګیویچ پوشګین 
۲۱۵ مه کلیزه ونمانځله 
په مسکو کې د افغانانو د سراسري ټولنې ریس ښاغلي غلام محمد جلال پرانیستونکي وینا وکړه او میلمنو ته یې ښه راغلاست وویل.
 نوموړي د پوشګین په ژوند او په شاعرۍ خبرې وکړې نوموړی یې د خپل وخت غزلبول  شاعر او یو نه هېرېدونکی شخص وباله.
 ور پسې د مسکو د ښاروالۍ استازي او شاعر ښاغلي واګرام وارد کیسویچ د پوشکين پر ژوند او فن خبرې وکړې. نوموړي خپلو خبرو کې د افغانستان او روسيې په فرهنګي اړیکو هم خبرې وکړې، ويې ویل چې د افغانانو سره ډير نږدي اړیکو لري، په خبره يې  افغانان ډير مینه ناک خلک دی او په میلمه پالنه کې یې یو ځانګړی مقام لري.
ورپسې ښاغلي الکسي دروژین چې په مسکو کې د ملګرو ملتونو د خونې استازی او د یادې شورا  مرستیال هم دی خبرې او وينا وړاندې کړه. 
نوموړي خپلو خبرو کې ویل چې یادې غونډې د  دواړو هیوادوانو اولسونه نور هم نږدي کوي او د یادې ټولنې فرهنګي هڅې یې وستایلې.
د غونډې دویمه برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړی شوې وه چې د افغان شاعرانو په کډون لسګونه روسي نارینه او ښځینه شاعرانو برخه په کې اخیستې وه، چې دکډون والو لخوانه په چکچکو بردرګه شول،
د غونډې په پای کې ګډونوال ټول د پوشکين د مزار ليدنه وکړه او په قبر يې د ګلونو ګيډۍ کېښودې.
د غونډې په پای کې ګډونوالو ته د پوشکين د شعرونو ټولګې ورکول شوې او غونډه پای ته ورسېده.
په مسکو کې د افغانانو فرهنګي ټولنې له دې وړاندې لسګونه نورې ورته غونډې کړي دي.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1655

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1606

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1824

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2349

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6585

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…