د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکې د خبري ناستې اعلامیه

b_150_100_16777215_00_images_samun-aw-badlon.jpg

 

 

 

 


د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، چې د ۴۵ فعالو مدني ټولنو او بنسټونو څخه جوړه شوې، د خپلو غونډو، کنفرانسونو او مدني خوځښتونو په لړ کې دا ځل یې د
"د افغانستان په وړاندې د پاکستاني چارواکیو وروستۍ څرګندونو، زموږ پر خاوره د دې هېواد پوځي بریدونو؛ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اته ملیارده ډالره پوځي تجهیزاتو ویجاړول او همدارنګه د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو "
په اړه د مدني ټولنو او ځوان فعالینو په ګډون خبري غونډه جوړه کړې.
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د هېواد په حساسه شرایطو کې د یادو سکالو په اړه خپله اندیښنه په لاندې توګه څرګندوي:
۱- د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، یو ځل بیا د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځیانو لخوا د بریدونو دوام په کلکو ټکو غندي؛ او هغه د نړیوالو او بین الحکومتي اصولو او موازینو خلاف بولي، چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځيانو په تازه برید کې د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د هېواد یو سرحدي پولیس په شهادت رسیدلی دی.
۲- دا شبکه؛ د هېواد په یو شمېر ولایتونو په ځانګړې توګه په هلمند او نورستان کې د ټاکنو دویم پړاو ګډوډولو په موخه د پاکستاني وګړو شتون د انديښنې وړ بولي او د هېواد له امنیتي ځواکونو څخه غواړي، څو د یادو پاکستاني وګړو د نیولو په موخه اړین اقدامات ترلاس لاندې ونیسي.
۳-  د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه همدارنګه په نړیوالو معاملاتو او خبرو اترو کې له پاکستان څخه د افغان حکومت مشورو اخیستلو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د څرګندونو د غندلو ترڅنګ د یاد چارواکي څرګندونې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف بولي او ټینګار کوي، چې افغانستان د پاکستان پنځم ایالت نه دی او د یوه خپلواکه هېواد په توګه؛ د هېواد ملي ګټو په رڼا کې هر راز پریکړه به په ازادانه او له ویرې پرته ونیسي، او که چیري ورته نا پوهه پاکستاني چارواکي دا ډول څرګندونو ته دوام ورکړي، نو د دواړو هېوادونو اړیکې به ترینګلي شي.
۴- د پاکستان د کورنیو چارو وزیر باید په دې پوه شي، چې نن افغانستان په سیاسي خپلواکۍ؛ د پوځ؛ پولیسو او ملي امنیت او همدارګه د نورو حکومتي جوړښتونو او د ولسي ملاتړ په درلودلو سره په ټوله نړۍ کې د یوه خپلواکه هېواد په توګه مطرح دی او د پاکستان په شان د نویو جوړ شویو هېوادونو په کتار کې نه راځي؛ بلکې دا هېواد د تاریخي لرغونتیا په لرلو سره به نن هم په خپل ټول توان سره له خپلو ټولو ارزښتونو او ګټو څخه دفاع وکړي.
۵- له بلې خوا د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه؛ په هېواد کې د ناټو ځواکونو د تجهیزاتو ویجاړول او خرڅلاو او افغان ځواکونو ته د ناټو تړون د پوځي اډو نه سپارل د انديښنې وړ بولي او په هېواد کې له ټولو میشتو بهرنیو ځواکونو غواړي، څو یاد تجهیزات افغان ځواکونو ته وسپاري او افغان ځواکونه له لس کلنې روزنې وروسته د دې وړتیا لري، څو د ناټو ځواکونو له تجهیزاتو ساتنه وکړي.
۶- موږ په دې باور یو، چې د بهرنیو ځواکونو له بنسټونو او تجهیزاتو له ساتنې څخه د افغان ځواکونو د وړتیاوو نشتون په اړه د ناټو تړون ادعاوې بې بنسټه دي او که چیري پر یادو بې بنسټه ادعاوو ټینګار کوي، باید په دې پوه شي، چې په تیرو کلونو کې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ ژمنې ریښتینې نه وې او دا سکاله د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د ناټو نه صداقت څرګندوي.
۷- شبکه یو ځل بیا ټینګار کوي، چې ناټو ځواکونه باید له هېواده د وتلو په درشل کې خپل ټول تجهیزات او بنسټونه، پرته له دې نه چې ویجاړ او یا هم خرڅ کړي؛ د افغان ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت په واک کې ورکړي؛ د نه په صورت کې له افغان ځواکونو څخه د ناټو د ملاتړ هر راز ژمنې او وعدې به تش په نامه وي.
۸- له بلې خوا د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه یو ځل بیا د ټاکنو له دویم پړاو او له قانوني لارو څخه د سیاسي واک لیږد څخه د ملاتړ ترڅنګ د افغانستان له ملت څخه غواړي، څو پر خدای د ټینګ ایمان او د هېواد امنیتي ځواکونو باندې په پوره ډاډ سره د وري میاشتې د ۱۶ نیټې ویاړ یو ځل بیا تکرار کړي او د دې خاورې دښمنانو ته، چې له بیلابیلو لارو څخه پر موږ بریدونه کوي؛ غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
۹- دا شبکه په هېواد کې د شته ستونزو یوازینۍ حل لاره په ټاکنو کې ګډون بولي او ټینګار کوي، چې د ټاکنو هیڅ راز بدیل نه مني. نو په دې توګه د هېواد رسمي بنسټونو او سیاستوالو لخوا د ټاکنو د دویم پړاو ترسره کیدلو اراده؛ د رایې ورکولو په مرکزونو کې د خلکو پراخ ګډون او د امنیتي ځواکونو  لخوا د دې ورځې د امنیت ساتلو لپاره بې ساره هڅې کولای شي، څو د افغانستان برخلیک، کوم چې د دې زوریدلي ملت له هېلو څخه دي وټاکي.
و من الله التوفیق
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه
د ۱۳۹۳ لمریز کال د غوايي میاشتې ۲۹، چې د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د مې میاشتې له ۱۹ سره برابره ده
د سپین زر هوټل – کابل – افغانستان

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1875

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1814

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2082

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2664

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6868

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…