د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

افغانستان د عين و غين په لومه کې

 
درنو هېوادوالو! تاسو ته څرګنده ده، چې افغان ولس وروسته د ښاغلي حامد کرزي له واکمني د افغانستان نويو بدلونونو ته په تمه وو، چې د نويو ټاکنو په ترڅ کې او د ناټو له تېښتې وروسته به افغانستان ته، يوه سمه، صادقه او څانګپوهه اداره رامنځ ته شي، خو له بده مرغه د ټاکنو له لومړي پړاوه بيا تر ننه پورې د افغانستان په ټولنيزه، سياسي او اقتصادي برخه کې داسې بدلون رانغی، چې افغان ولس ورته خوشاله شي او يا د زړو او نويو پرهارونو او ټپونو درمل او دوا يې وشي، مګر افغان ولس ليا هم د ناهيلي په ګرداب کې لاهو دی. 
د افغانستان د اوسني حالت جرړې هم بايد د هېواد په وروستيو لسيزو کې ولټول شي او لږ تر لږه هغه بدمرغې ټولنيزې هندارې ته بايد يو ځل بيا وکتل شي، چې د افغانستان د اوسنيو کرغېړنو چارواکو هويت، مفسديت او رزالت پکې منعکس شي، ځکه د خلکو خبره ده، چې وايي: د حضرت عيسی (ع) خر په طواف نه حاجي کېږي، نو د افغانستان د لاسپوڅې واکمني بنسټ هم داسې کوږ اېښودل شوی دی، چې هر څه يې سموې نه سمېږي او هېڅکله به تر مزله هم ونه رسېږي. 
د افغانستان د بدمرغيو پيل د محمدزيو یا د آلیحي د کورنۍ له تربګنيو سره تړاو لري، چې يو شمېر چپيان بيا د مرحوم سردار محمد داود خان په سپينه کودتا کې خپل رنګين رول يادوي، خو د ملت د وروستيو څولسيزو له سرو وينو بيا منکر دي، چې ګواکې دا سره وينه بيا د سيمې دوښمنانو او نړيوالو ځبرځواکونو تويه کړې ده، مګر موږ خو په دې پوهېږو، چې سرې، شنې او نننۍ تورې غمېزې افغان ولس د څلورو لسيزو په بهير کې د وېر او غم په ټغر کينولی دی. 
ځينې متفکرين په خپلو ليکنو کې څرګندونې کوي، چې د مرحوم سردار محمد داود خان په مټه د لومړنۍ ولسواکۍ (جمهوريت) بنسټ کېښودل شو، نو د ټولنيز عدالت او ولسواکي لپاره لاره هواره شوله، مګر دا بيا نه وايي، چې د  افغان ولسواکي سره سم د افغان ولس بدمرغي هم پيل شوه، ځکه نو افغان ملت تر ننه په وينو کې لمبېږي، خو نه يې ګرم  څرګند دی او نه يې هم پړ ليدل کېږي، مګر قرباني يې ورځ تر بلې زياتېږي. 
په زړه پورې بيا دا ده، چې په نړۍ کې په لسهاوو داسې شاهي ملکونه شته، چې هم يې خلک نېکمرغي دي او هم يې د دولت اداره ولسواکي ته ورته ده، چې د بېلګې په توګه يې د کفارو سويدن، بلجيم، هالند، ناروې، دنمارک، هسپانيه او ګڼشمېر نور يادولی شو، خو په مسلمانانو کې هم ډېر پياوړي شاهي ملکونه لکه سعودي عربستان، د عربو امارات، مراکش، يوردون او يو شمېر بېخوتلي ولسواکۍ يا ډېکتاتورۍ لکه سوريه، ليبيا، عراق، لبنان، يمن او داسې نور هم شته، خو ترڅنګ يې د امريکا په ډالرو ساتل شوي اسلامي دولتونه لکه مصر، پاکستان او تورکيه هم شته، نو پوښتنه دا ده، چې د شاهي اړول په جمهوري واکمني باندې د ټولنې د پرمختګ سبب کېدلی شي او که نه؟ نو ځواب به يې هرومرو له کوم متفکر سره وي، چې له عاميانو سره يې شريک کړي.  
په ۱۹۷۸ ميلادي کال د اپرېل په ۲۸ نېټه يا د ۱۳۵۷ کال د ثور په اومه نېټه د غويي غوبل په افغانستان کې پيل شو، چې د افغان ولس تلپاتې بدمرغي هم ورسره مله شوه. د دو آتشه کمونيستانو په اړه ښاغلي محمد الله وطندوست په خپله رساله «سرګذشت سرخ» کې د افغانستان د ديموکراتيک ګوند کړه وړه او د افغانستان د وروستيو بدمرغيو يو لنډ ليدلور په  ښه بڼه سپړلی دی، چې لوستل يې ګټور ګڼم او د لوستلو لپاره يې دغه کرښه کېکاږی!
http://www.ariaye.com/ketab/ketab/watandost.pdf
له بده مرغه په وروستيو څو لسيزو کې زموږ په افغانستان کې ظوابط په روابطو دي، نو د سره غوبل له پيله واک د ګوند غړو ته ورسېدلو او د سرې غميزې له پيله يې ټولې چارې خپلو ګونديانو ته پرته له تخصصي پوهې او يا ټولنيزو موقفونو ورکړلې، چې پايله يې هغه ټولنيز ناسور دی، چې تر ننه وينې ترې څڅېږي، نو په دغه څو کرښو کې هم هڅه شوې د افغانانو په ذهني تنوع کې د افغانستان د ناخوالو څرک ولګوي. 
د مرحوم محمد ظاهر شاه او د مرحوم محمد داود خان د ذهن فکري تنوع د هغوی په تربګني کې راڅرګنده شوه، چې پايله يې د چنګاښ سپينه کودتا شوه. وروسته د ثور له کودتا په چپيانو کې بيا د کليوالو پښتنو پښتني کرښې او د اشرافيانو فارسي کرښې د افغانستان په سياسي، ټولنيز، اقتصادي  او ټبريزو برخو کې تر سترګو شوې، چې د پرچمي او خلقي ډلې تر ننه يو بل ته په مورچل کې ناست دي، خو يو شمېر هغه فارسي ژبي «پښتانه» هم د اشرافانو په کتار کې درېدلي او د خلقيانو پر ضد يې خپل فعاليت جاري ساتلی دی، چې عاقبت يې هغه مهال په افغانستان کې سور غوبل او د روسانو يرغل شو او نن سبا يې بيا يو شمېر په سيمه کې د امريکايانو د سياسي هڅو وربل شول. 
د مجاهدينو په کرښو کې هم د پښتني صفته ګوندونو او فارسي اړخه جمعيتونو دريځ له ورايه څرګند وو، چې وروسته له ۱۹۹۲ کاله يې د افغانستان د ملکولطوايفي پېلامې وزېږولې او د افغانستان د شنه ناورين لمبې يې په شغلو راوستې، چې په زرهاوو بېګناه او ملکي خلک يې قرباني شول، خو نويو نسلونو او زړو فکرونو له دغه بدمرغيو عبرت وانخيست او ليا هم د افراط او تفرېط په ګدۍ سواره دي، چې د افغانستان ملي ګټې يې له پامه غورځولې دي او د غفلت په يوه او يا بله بېړۍ کې لامبو وهي.
زموږ يو متل دی، چې وايي: د مېګتانه (مږي) چې مرګ نيژدې شي، نو وزر وکي! وروسته د سرو له غوبله او د شنو له غوجله د طالبانو خپسکه پر افغان ولس خپره شوه، چې له افغاني هويته يې مخ واړولو او اسلامي بنسټپالې ته يې لمنه نوره هم خپره کړه، چې پايله يې د افغانستان وروستۍ غميزه او د امريکا لاسپوڅه واکمني شوه. طالبانو که ملکولطوايفي له منځه يووړه او د شمال ټلواله يې هم کونج ته کړه، خو د اسلامي بنسټپالي تر څنګ يې په پښتني سيمو کې هم قبيلوي کرښې راوايستلې، چې ځينو به ويل، ملا محمد عمر مجاهد وايي: په هزاره ګانو کې د وردګو په ژبه لږ پوهېږم!
درنو لوستونکو! وروسته د صليبي قواو له تګه او د «ملي وحدت واکمني» له راتګه د افغانستان اداره په بې کفايتي، سپکاوي او انارشي کې ښکېل ده، نو له دغو بدمرغيو سره سم، زموږ ولس بيا د نوي ناورين سره مخامخ دی، ځکه د ښاغلي متفکر صيب په واکمني کې هم داسې قومي، ستمي او سيمه يیزې کرښې ايستل شوې دي، چې هره کرښه يې د سرو وينو انګازه کوي، چې عاقبت به يې زموږ بدمرغه ولس او هېواد ته څه وي، نو هېڅوک يې اټکل نه شي کولی، خو د افغانستان د ۱۹۹۱ کال د مزار شريف بغاوتونه په فکرونو کې راژوندي کوي. 
روسانو په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه پښې سپکې کړې. د پرچميانو او خلقيانو اخوډب د ښاغلي شهنواز تڼي په ناکامه کودتا نور هم پياوړی شو، چې پايله يې د کمونيستي نظام کاوړتيا او د سلهاوو مجربو کدرونو سټتيا شوه، چې په دې اړه د نبي عظيمي په کتاب «ارود در سه دهه اخير» کې معلومات ورکړل شوي دي، چې څنګه پرچميانو له خپلو خلقي سيالو غچ واخيست.  
د ۱۹۹۱ کال په ترڅ کې په مزار شريف، شبرغان او حيرتان کې د مرحوم ډاکټر نجيب پر ضد پلان شوي بغاوتونه وشول، چې پايله يې د پرچمي-جمعيتي او جنبشي-وحدتي د مزار او جبل سراج تړون شو او د ډاکټر نجيب د واکمني نسکورول شول. د کمونيستانو واکمني، چې  د ۱۹۹۲ کال د اپريل په ۲۸ چې هغه مهال د ثور مياشتې له ۸ نېټې سره برابر وو، ړنګه شوه، چې د ثور د مياشتې دويمه غمېزه يې هم وزېږوله، چې وروسته له کمونيستانو په افغانستان کې جهادي ملکولطوايفي خپلې سرطاني رېښې وځغولې، چې د شنې غمېزې څپې يې د هېواد په هر ګوټ کې وخوځولې. 
استعماري امپراتورۍ د خپلو موخو لپاره له هر ډول نيرنګ او چلوله کار اخلي، چې ظعيفالبنياده ملتونه اېل کړي، نو د کمونيستانو په واکمني کې هم د روسانو په نوښت د کابل د مرکزي دولت تر څنګ په مزار شريف کې د دولت دويم دوبلېکېټ جوړ شو، چې د هر وزارت يوه سيمه ييزه څانګه «نمايندګي» يې په مزار شريف کې جوړه کړې وه، چې د اَکه دوستم په سيمه ييزه پاچايي کې د مزارشريف ټولې دولتي نمايندګۍ وزارتخانې شوې او د ټولو نمايندګيو رييسان بيا په مزار کې وزيران شول. په افغانستان کې د شمال دولت او په کابل کې د جمعيت حکومت رامنځ ته شول، چې هر يو يې خپلې پيسې او خپلې ادارې درلودلې او افغانستان هم په ګڼشمېر امارتونو ووېشل شو. 
روسانو په خپل دغه دريځ غوښتل، چې جګړه په افغانستان کې د څو لسيزو په ترڅ کې اوږده شي، چې په دې توګه خپلې آسيايي سرحدي پولې وساتي، د منځنۍ آسيا د ملکونو د سياسي خپلواکي ډب شي او د سيمې د خپلواکې اقتصادي ودې مخه ونيول شي، مګر که په افغانستان کې ملکولطوايفي رامنځ ته شوه، جګړه وه، لوږه وه او وينه تويې شوه، نو په ۱۹۹۱ ميلادي کال شوروي اتحاد هم دړې وړې شو او اوسمهال امريکا هم په سيمه کې خپلې منګولې خښې کړې او روسيې ته ګواښ ده، ښه ويل شوي: هوښيار مرغه په دواړو پښو په لومه کې نښلي. 
زه په ۱۹۹۱ کال کې د مزار شريف د وزارت خارجه قونسلګري ته ورغلی وم، ځکه ما غوښتل هغه مهال خپل پاسپورت تمديد کړم. کيسه داسې وه، چې پاسپورت يې سهاري د قونسګري په غرفه کې درڅخه اخيستلو او بيا يې ماسپښين بيرته درکولو، نو کله چې زه ماسپښين ورغلم په غرفه کې يې راته وويل، چې قونسل صيب غواړي تا وويني او خبرې درسره وکړي. 
زه هم قونسل صيب ته شعبې ته ورغلم. ما ته يې ځير وکتل او بيا يې پاسپورت ته وکتل. زما پاسپورت کې داوسېدنې ځای هلمند ليکل شوی دی، نو قونسل صيب هم د هلمند سيمه په پاسپورت کې په نښه کړې وه. ما ورته سلام وکړ او قونسل صيب وروسته له سلامه را ته په فارسي راغبرګه کړه: اينجا تنها پاسپورت های ولايت های شمال تمديد ميشود، خودت به کابل برو و پاسپورت خود را در کابل تمديد کن! ما بيرته ځواب ورته په فارسي وويل، چې زه هم د شمال يم، مګر د اوسېدنې ځای مې هلمند دی. د قونسل صيب خوله خوره شوه او په موسکا يې را ته وويل: از کجا هستي؟ ما هم ځان ورته سم د خوجه دوکوه اوزبک معرفي کړ! او يو دوې وراشې مې ورته په اوزبکي هم ور ورغړولې، نو دی هم کټ کټ په خندا شو او په پاسپورت کې يې د تمديد ټاپه ولګوله! نو زه هم نېغ ترې روان شوم، مګر فکر مې د سيمه ييز ذهني تنوع په سوچونو کې لاهو شو. 
له بده مرغه په وروستيو څلورو لسيزو کې په افغانستان کې د تنظيم، ګوند، سمت او قوم سکه چلېږي، چې هم يې مملکت له انارشي سره مخامخ کړی او هم يې خلک له بې امنيتي، بې مسؤليتي او بدمرغي سره لاس او ګرېوان کړي دي، چې د ناهيلي دوعا هر ملا او هرې بلا ته کوي، ځکه دغه بدمرغه مملکت نه اداره لري او نه هم قانون، ځکه ويل کېږي: واسطه قانونه پايمال ميکنه و پول سنګه او ميکنه!  
کمونيستانو هم د مسلکيتوب په پرتله ګونديتوب او په تېره بيا پرچميتوب او خلقيتوب ته ارزښت ورکولو او چارواکي يې په مصلحت او روابطو ګومارل، چې جنرال دوستم، جنرال مؤمن، رسول پهلوان، غفار پهلوان هم مرحوم ډاکټر نجيب په افغاني ټولنه کې مطرح کړل او د واک څليو ته يې ورسول، چې يو شمېرو يې نن هم د افغانستان ملي ارزښتونه له ګواښ سره مخامخ کړي دي او يوه مافيايي تنظيمي زورواکي يې رامنځ ته کړې ده. 
په افغانستان کې د مسلک، پوهې او ټولنيز موقف داسې سپکاوی شوی، چې څه موده مخکې د ارګ ملا هم له ښاغلي حامد کرزي صيبه د جنرالي منصب غوښتنه وکړه، چې نن ملا هم غواړي د جنرالي په يونيفورم کې د ارګ امامت وکړي، نو له اوږدې ږېرې او شنې چپنې سره به د جنرالي په نښو نښان کې عجب ښه ښکارېدولو، نو دا هم وه په مسلک او منصب د ملنډو وهلو عاقبت، چې هر اهل او نا اهل پکې سور او شين شو. 
 متفکر صيب بيا په خپله واکمني يعنې «حکومت وحدت ملي» کې داسې څېرې بيا راژوندۍ کړې، چې افغان ولس ليا مخکې د تاريخ تورو کندو ته وراچولي وې. ښاغلي غني صيب د افغانستان نننی اساسي قانون تر پښو لاندې کړ او له قانون سره يې په ټکر کې د اجراييه رياست پوست رامنځ ته کړ، د «حکومت وحدت ملي» او «دولت وحدت ملي» وراشې يې په ژبو کې داسې تودې کړې، چې تر ننه يې نه کابينه څرګنده ده، نه اداره، نه امنيت او نه هم د ملت هوساينه! 
په وروستيو څو لسيزو کې هر څه بل ډول دي، مګر نن سبا هم ښاغلی غني په ځغرده خلک له دندو ليرې کوي، خو بيا يې پر ځای هر خسو خاشاک ګوماري. په هرات کې يې ويلي دي، چې د پخوانيو چارواکو پر ځای به نوي هراتي چارواکي په کارونو وګوماري. له بده مرغه ښاغلي اشرف غني په خپل دغه کار بيا هم د سيمه ييز ذهنيت لمبو ته لمنه ووهله، چې د افغاني هويت او ملي فکر سره په ټکر کې دی. 
په افغانستان کې هر افغان د مساوي حقوقو څخه برخمن دی او حق لري د افغانستان په هر ګوټ کې ژوند وکړي، کار وکړي، د قانون په چاپېر کې سياسي او ټولنيز فعاليت وکړي، نو ولې بايد په هرات کې يوازې هراتي مقرر شي او يا په کندهار يا پکتيا کې هم يوازې پښتانه يا سيمه ييز خلک وګومارل شي! نو پوښتنه دا ده، چې په څه ډول موږ کولی شو، چې د يوې او بلې سيمې د خلکو ورشه درشه، زغم او پوهاوی پياوړی کړو؟ او يا دا چې بېل يې کړه اېل يې کړه!
په يوه مسلکي اداره کې بايد معيار يوازې څانګپوهنه وي، مګر نه سمت، نه قوم او نه هم تنظيمي سليقه، خو له بده مرغه اشرف غني د افغانستان په سياسي، اقتصادي، ټولنيزه او قومي بټۍ کې نه دی پوخ شوی، مګر د امريکا په ښويو، سنګي او پړکندو کوڅو کې يې ځواني تيره شوې ده او د افغانستان د سياسي ژوند ژورې او لوړې يې يوازې په تشريفاتي پوستونو کې لمس کړې دي، مګر نه د هېواد په سيمه ييزو اړودوړو کې. 
متفکر صيب هم په خپلو خبرو کې هغه د کابل د کوڅه ډبو وراشه تل تکراروي، چې د پوهنتون په رياست کې يې محصلينو ته کوله: برو که سوارت ميشم! او په انتخاباتي اړو دوړو کې يې بيا ويل: برادرم متعصب است، من با برادرم فرق دارم، مه سوار برادرم ميشم! د دغه وراشو تعبير بايد ښاغلی اشرف غني پخپله وکړي! چې د سياسي مبارزې او يا ټولنيزو هلو ځلو کومه توګه ده، ځکه د عاميانو سر نه پرې خلاصېږي. 
را به شم د افغانستان ننني حالت ته په پرونۍ هنداره کې. په افغانستان کې له وروستيو څولسيزو د سياسي مداريانو، ټولنيزو فساديانو او د بيتالمال د غلو حکومتداري ده. د کمونيستانو په موده کې هم فساد وو، هم غلا وه او هم بې عدالتي، خو په زړه پورې يې د قومي ملېشو او قومي فرقو جوړول ول، چې هر پهلوان په هره سيمه کې خپله فرقه جوړه کړه، چې په شبرغان کې د جنرال دوستم فرقه، په فارياب کې بيا د رسول پهلوان ډله او په سرپل کې بيا د غفار پهلوان ډله، په مزار کې د جنرال مؤمن قولاردو، په بغلان کې د سيد کيان فرقه، د کابل عصمت مسلم پاچا او د سيد احمد هراتي ډلګۍ د يادولو دي، چې بېلګې يې په ډېرو نورو سيمو کې هم وې، چې هم يې افغان ولس ښکېل کړی وو او هم يې د هېواد امنيت ته ګواښونو رامنځ ته کړي ول او همدا پديده نن سبا بيا تکرارېږي. 
د دغو فرقو او ډلو اساسي فکتور د ناڅرګند شمېر خلکو د نومونو لستونه ول، چې د هر اجير عسکر، اجير منصبدار او اجير کارګر په نامه له دولته د فرقې د لګښتونو پېسې اخيستل کېدلې، چې د جنرال دوستم د ۵۳ فرقې شمېر له ۳۰۰۰۰ اوښتی وو، نو د نظامي اکمالاتو او لوژيستيک لګښتونو تر څنګ به يې د ۳۰۰۰۰ تنو معاشونه هم تر لاسه کول. همدا ډول په نورو قومي فرقو کې هم همدا حال وو. زما يو شمېر همصنفيان په فارياب کې د رسول پهلوان او عظيم بېګ په قومي ملېشو کې ثبت ول، مګر دوی د افغانستان په نورو برخو کې خپل تجارت کولو او يا په پوهنتونونو کې محصلين ول، خو معاشونه يې د فرقې مشرانو ته پاتې کېدل، مګر د څو کلنو په تېرېدو يې د عسکري ترخيص هم ترلاسه کولو، خو په قومي ملېشو کې يو شمېر بېسواده منصبداران هم رامنځ ته شول، چې بيا تر جنرالۍ ورسېدل، چې نن د افغاني جنرالانو شمېر د ناټو د ټولو هېوادونو له جنرالانو زيات دی.
د اشرف غني د «حکومت وحدت ملي» د اجراييه رياست ته هم  د ۷۰۰ تنو پرسونل خبره یاده شوې، چې ګڼشمېر به يې نوي ستر جنرالان وي او لګښتونه به يې ډالري وي، چې د افغان ولس په وينه به ګټل کېږي او ډاکټر عبدالله ته به ورکول کېږي، خو د کار به يې هېڅ پايله د ملت په ګټه نه وي. د اجراييه رييس نوې غلا خو ليا اوس راڅرګنده شوې ده. د انګلستان له سفره مخکې د ښاغلي اشرف غني په فرمان اجراييه رييس ډاکټر عبدالله د ملت له بيتالماله د ۴۵ ميليونو افغانيو په ارزښت پيسې اخيستې دي، چې اوس يې د ماليې وزرات ته د لګښتونو راپور هم نه شي ورکولی یا يې نه ورکوي، چې دا بيا يوه نوې غلا، نوی فساد او له قانونه په ځغرده سرغړونه ده، ښه وايي مربي داري مربا بخور!
په افغانستان کې اوس هر ډول غلې، قاچاق، فساد او رشوت قانوني بڼه خپله کړې. د ۹۱ کود تر سيوري لاندې هر لوړ پوړی چارواکی خپله غلا کوي. د ښاغلي اشرف غني له فرمان سره سم ننني اجراييه رييس ته د لوړپوړو چارواکو د وړانديز، د هغوی په اړه مشوره، د وزيرانو د کابينې د غونډو پرمخ وړل او د وزيرانو د راپورونو د اورېدلو واک ورکړی، نو نه ده څرګنده، چې د ښاغلي اشرف غني دنده او مسؤليت څه دي؟ همدا ډول يې د ۹۱ کود تر ۳۰ سلنه واک هم ډاکټر عبدالله ته ورکړی دی، چې د اوپراتيفي لګښتونو په پلمه بيتالمال چوروچپاول شي.
داسې ګومان کېږي، چې د ښاغلي اشرف غني جمهوري رياست هم لکه يو تشريفاتي رياست غوندې دی، ځکه په وروستيو ۱۳ کلونو کې ښاغلي اشرف غني نېغ په نېغ واک نه درلود، د ماليې په وزارت کې يې ناکامه اداره درلودله، په پوهنتون کې يې پرته له چاردېوالي بل نوښت و نه کړ او د نظامي واک سپارلو دنده يې هم يوه تشريفاتي وظيفه وه، چې د امريکايانو له ستراتېژيک پلان سره سم د خلکو په سترګو کې لږ ښکاره شي. اوس يې هم ټول واک په نورو وېشلی دی، چې پايله يې ناڅرګنده ده، خو ولسمشر صيب يو کار ته سمه ملا تړلې ده، چې هر لوړپوړی چارواکی او يا سيمه ييز چارواکي برطرف کړي، خو پر ځای يې يو شوده يا پوده مقرر کړي. ښه ويل شوي، چې اوښان ساتې، نو د کلا ورونه دې لوړ جوړوه! اشرف غني هم مخکې له دې چې د خپلې مسلکي کابينې بندوبست وکړي، نو زاړه وزيران او واليان يې سرپرستان کړل او بيا پسې خانه نشينان کړل، چې دا ډول چلند د خام فکر او تودو مغزو ښه نښه ده.  
ښاغلي کرزي ته به ډېر د نغوتې ګوته نيسي، مګر له مصلحتونو سره سره يې بيا هم له امريکايانو سره سمې ډغرې وهلې، د افغانستان د ملي ذهنيت د پياوړتيا لپاره يې هلې ځلې کولې، چې د شمال ټلوالې او د افغانستان په جګړو کې ښکېلو څېرو رول يې د افغانستان په اداره کې له نشت سره برابر کړ او نوې څېرې يې د افغانستان په اداري امورو کې وروزلې، مګر ښاغلي اشرف غني بيا د افغانستان د فدراتيف کېدلو د مبتکرينو يا ښه وويل شي د افغانستان د وېشلو متفکرينو لکه احمد ضيا مسعود، حاجي محمد محقق، عبدالرشيد دوستم او ډاکټر عبدالله عبدالله، چې څو ځله يې په بهرنيو ملکونو کې د خپلو خارجي بادارانو سره د افغانستان د وېشلو غونډې کړي دي، په «حکومت وحدت ملي» کې راټول کړل، چې عاقبت به يې زموږ ملت ته له نویو غميزو او ټولنيزو ګواښونو سره مل وي.
ښاغلی اشرف غني چې نه په پښتو سم پوهېږي او په فارسي کې هم مشکلات لري او د حضرت محمد (ص) په ويلو کې هم ستونزه لري، چې نور بيا ملنډې پرې وهي او له خپل قومي ورستاړي «احمدزي» هم تېر شوی دی، نو ذهني تنوع يې هم له ناانډولتيا سره مله ده، خو اوسنيو لوړ پوړو چارواکو ته یې هم بيا يو ځلې ځير شی:
۱ – لومړی معاون عبدالرشيد دوستم اوزبک
۲ – دويم مرستيال سرور دانش هزاره
۳ – اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله (تاجک او د کندهاري برکټی)
۴ – ځانګړی اداري مشاور احمد ضيا مسعود (تاجک)
۵ – ځانګړی امنيتي مشاور احسان اتمر (پرچمی)
۶ – محقق د ډاکټر عبدالله ځانکړی مشاور (هزاره)
۶ – ځانګړی اقتصادي مشاور زاخېلوال (کاناډايي افغان)، چې په تېر دولت کې د مفسدينو په ډله کې وو او د ځان د سپيناوي لپاره يې کاناډايانو ته اوښکې تويولې!  
د هزاره قوم يو ليکوال چې په آريايي برېښنا پاڼه کې ليکنې خپروي او محترم محمد عوض نبي زاده نومېږي، د هالند په دنهاګ کې اوسي او د اېف (۱) په دوسيه کې ښکېل دی، نو داسې  يو په زړه پورې وړانديز کوي:  وزارت های دفاع، داخله، خارجه، ماليه و رياست امنيت به اشخاص مسلکي بېطرف داده شود او يا در بين اقوام مطرح افغانستان اوزبک، هزاره، تاجک و پشتون بر معيار قومی تقسيم شود. د دغه پورته نوملړ په اډانه کې او د ښاغلي نبي زاده په وړانديز کې خو سم پښتون څوک نه ليدل کېږي، مګر قزلباش، عرب، پشه يي، تورکمن هم لکه چې په افغانستان کې د ژوند حق نه لري! 
د ملګرو ملتونو له څېړنو سره سم چې د افغانستان په اړه يې په بېلابېلو مودو کې د خپلو سيمه ييزو مؤسسو په مرسته تر سره کړې دي، د افغانستان د قومونو احصايه په لاندې ډول ورکړل شوې ده، چې د پښتنو سلنه  ۶۲،۵ ٪ ده، تاجک  ۱۲،۵ ٪، هزاره ۹،۵ ٪، اوزبک ۹،۵ ٪، تورکمن ۳،۵ ٪  او پاتې ۲،۵ ٪ د افغانستان نور قومونه لکه عرب، نورستاني، قزلباش، جوګي، هندو او سېکان دي. 
د ژبې د ويلو په برخه کې بيا په ګوته شوي دي، چې د افغانستان ۳۵ سلنه پښتو وايي او ۵۵ سلنه فارسي وايي، ځکه ۳۵ سلنه پښتانه هم بيا فارسي ژبي دي، خو اوزبک، تورکمن او نورستاني د خپلو ژبو ترڅنګ په فارسي او پښتو هم خبرې کوي. هغه ۳۵ سلنه فارسي ژبي پښتانه د پښتو ژبې مليتوب او د پښتنو د اتحاد لپاره ستر ټولنيز ګواښ ګڼل کېدلی شي، ځکه د افغانستان په ملي مسايلو کې مشخص دريځ نه شي درلودلی ځکه پښتانه ورته د فارسي ژبي په سترګه ګوري او فارسي ژبي ورته د پښتنو په سترګه! ښه ويل شوي: د بلې ژبې زده کول کمال دی، خو خپله ژبه هېرول ستره بې کمالي ده.
د ننني افغانستان بنسټ لوی احمد شاه بابا اېښودلی دی، چې مخکې افغانستان د نادر افشار په واکمني کې د ننني ايران يوه برخه وو، خو پوښتنه دا ده، چې ولې احمدشاه بابا د افغانستان جغرافيه له ايران، منځنۍ آسیا او هندوستانه بېله کړه او د افغانستان په نامه يې لويه امپراتوري جوړه کړه، نو د دغې پوښتنې ځواب بايد هر افغان پخپله وموندي او ځان پرې پوه کړي، ځکه د افغانستان زېږېدل، وده، موجوديت او هوساينه د دغه پوښتنې په ځواب پورې تړلي دي. 
افغانانو د هندوانو، سکندريانو، پارسيانو، عربانو او انګرېزانو مخه ډب کړه او خپل تاريخي رسالت يې تر سره کړ، چې په وروستيو څو پېړيو کې يې داسې نومونه وزېږول لکه: مېرويس نيکه، احمد شاه بابا، خوشال بابا، رحمن بابا، پير روښان بابا او داسې نور، چې سوچه، کره او خوږه پښتو يې تر موږ راورسوله او په ۱۹۶۴ کال په اساسي قانون کې د افغانستان ملي ژبه شوه، مګر وروسته د روسانو او بيا د امريکايانو له يرغله نن سبا پښتو هم د ورکېدو په حال کې ده، نو نن بيا د بې پښتو ارګ د افغانستان مرګ وراشه بيا په ژبو باندې راغلې ده. 
د اشرف غني قومي، تنظيمي، جنجالي او غير مسلکي سهامي شرکت د امريکا د بهرنيو چارو د وزير «کېري» په ابتکار رامنځ ته شوی دی، چې د ښاغلي عصمت قانع له څرګندونو سره سم په دغه «سؤشکل خلقت» کې د قيامت نښې ليدل کېږي، نو دغه حالت افغان ولس سخت ناهيلی کړی دی، خو د اشرف غني امريکايي تابيعت ته لږ څه تمه شته، چې ګواکې خپلو امريکايي بادارانو ته د افغانستان د سمې ادارې لپاره د څانګپوهې ادارې د جوړولو قناعت ورکړي، چې د افغانستان د نورو بدمرغيو مخنيوی  وشي، پرته له دې به د افغانستان امنيتي، اداري، اقتصادي وضيعت نور هم په بحران کې ډوب شي. 
پايله
په وروستيو څو لسیزو کې د افغانستان دولتي اداره د مملکت د ادارې لپاره نه بلکې د بهرنيو ملکونو لخوا شويو مرستو او د بيتالمال د چپاول لپاره جوړه شوې ده، ځکه يوه څانګپوهه اداره د مملکت د پرمختګ، د خلکو د امنيت او هوسا ژوند لپاره ټولنيز، کرنيز، روزنيز، روغتيايي او امنيتي پلانونه جوړوي او پلي کوي يې، چې خلک يې هوسا ژوند ولري او ټولنه يې لکه يوه مخکښه فعاله ټولنه غوندې خپل سيمه ييز او نړيوال موقف ولري، مګر په وروستيو څو لسيزو کې افغانستان څانګپوهه اداره نه درلودله، خو پوښتنه دا ده، چې په نننيو چارواکو کې دغه مسلکي پلان څوک جوړ کړي او په چا يې پلی کړي، ځکه ملت يوې مړۍ ډوډۍ ته اړ دی او واک هم له تنظيمي او تکنوکراتي مافيا سره دی، نو پرته له يو ملي قيامه او يو افغاني ملي، څانګپوه او صادق خوځښته د افغانستان اداره او د ولس نيکمرغي نا ممکنه ده.      
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1779

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1729

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1988

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2554

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6775

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…