د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

هوږه

b_150_100_16777215_00_images_knoflook.png

 

 

 
هوږه د پیازو له نسله ګڼل کیږی چی په عربی ورته (ثوم) د هوږی په اړوند پیغمبر(ص) فرمایلی (هوږه وخوری چی د ۷۰ ناروغیو درمل دی) او په خپل ترکیب کی زیات عناصر لری لکه عضوی تیزاب ، منرال، قند ویټامینونه ، کالیوم ،پوتاشیم ،مګنیزیم ،او داسی نور زیات او هوږه د ایترو په غوړو کی ساری نه لری له هوږی نه د والګی ، دګیډی ساری ناروغی، دنولرونګو ټپونو او دانو ، په بدن د ونټامنونو د کموالی د وقایی او درملنی لپاره تری کار اخیستل کیږی همدارنګه د غاښونو د نارغی مخنیوی کوی .د نفس تنګی لپاره هم هوږه ډیره ګټوره ده. دعصابو د تقوی ،توری ټوخلی، قولنجو د تکلیف ، د کلمو دناروغیو �
�پاره، د وینی فشار،د زړه د ناروغیو، د اندامونو د لړزیدا ، د بدن د پوستکی د ښکلا، روماتیزوم ، د شکر د ناروغی ، د مفاصلو د درد لپاره ، معدی د زیاتو ناروغیو او دردونو لپاره حتی دا چی سرطان یوه خطرناکه ناروغی ده د سرطان د ناروغی په مخنیوی کی هم هوږه خورا ګټوره ده
د سابو روغتيايي ځانګړنې انسانانو ته له پخوا نه جوتې وې. هغوى د كاربن هايدريتونو ، ويټامينونو او منرالي موادو د سرچينې په توګه چوپړ كاوه ، چې تر ټولو نه په لوړه كچه يې په هوږې پورې اړه لرله او لري يې. د هغې د روغتيايي ( طبي ) ځانګړنو نه لا لرغوني مصريان هم خبر وو ، چې له ميلاد نه درې زره كاله مخكې يې لا په خوړو كې له پياز او هوږې نه كار اخيست. پرته له مصريانو نه ، د نړۍ په نورو لرغونو تمدنونو كې هم د هوږې له ګټو نه خبر وو.
پر روغتيايي ځانګړنو سربېره ، هوږه د خواړو د يوې ډېرې خوندورې او په زړه پورې مسالې په توګه نامتو وه او ده. اوس هم په بېلابېلو هېوادو كې د ساوس ( روب ) ، سلاټې په جوړولو كې ، همدا راز د قورمې ، پټاټو ، غوښې ، پلو ، د مرغانو غوښې ، ښوروا ، سوپ او نورو بېلابېلو خواړو په پخلي كې د خواړو د لا خوندوركولو لپاره ترې كار اخيستل كيږي. هوږه تازه هم خوړل كيږي ، همدا راز له هغې نه اچار ( ترشي ) هم جوړوي چې له خوړو سره يې كارونه اشتها زياتوي. د هوږې شنې اوږدې پاڼې د B له ويټامينو شتمنې دي چې سلاټ ترې جوړوي او په ځينو هېوادو كې اچار هم ترې جوړوي. په نړۍ كې هسپانويان د هوږې �
�ر ټولو ډېر لوى مينه وال ګڼل كيږي او په نړۍ كې د هوږې تر ټولو ډېر لوى توليدوونكي هم دوى دي. هوږه تېز بوى لري او له خولې نه ژر نه لري كيږي ، همدا يواځينى لامل دى ، چې ډېرى وختونه انسان د تازه او اومې هوږې له خوراك نه ډډه كوي. هیره دی نه وی چی هوږ د سلنیوم منبع بلل کیږی نو پدی خاطر د باکتریا او ویروس ضد ده .
اساسي برخه: کرنه او مالداري

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1445

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1402

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1579

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2095

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6330

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…