د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ميوه لرونکي ونې اودهغوې ښکلا

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01pomegranate-wonderful.jpg




 

ټولې ميوه لرونکي ونې لکه څنګه چې دژوندداساسي توکي(ويټامينونه، منرالونه، کاربوهايدريدونه، پرويتنونه اويوه اندازه غوړي) په هرميوه ايزفصل کې توليدوي ددې ترڅنګ دژوندپرچاپيريال اودانساني ژوندپرپايښت اودوام باندې په زړه پورې اغيزلري.
 
ميوه لرونکې ونې نه يوازې داچې دخوړوپه توليدکې اغيزمن رول لوبوي بلکه په خپلې ښکلاسره انساني چاپيريال ته ساه وربښي. ديادونې وړده چې په ليکنه کې مې يولړميوه لرونکې ونې دښکلاييزونباتاتوپه ډله کې وګڼلې موخه مې داوه هغه کورنۍ چې دځمکې دکمښت سره مخامخ وي اوياپه کورونوکې دښکلاييزوبوټوسره مينه لري نوزماپه اندکه دلاندينيوونوڅخه په کورونواوياښکلاييزوسيموکې ګټه واخيستل شي نوڅوموخې به مولاس ته راوړي وي چې:
 
١. په زړه پورې ميوى
 
٢. په زړه پورې ښکلا
 
٣. ښکلى اوپه زړه پورې چاپيريال.
 
لاندينۍ مېوه لرونکې ونې دمېوې ترڅنګ دښکلاييزو ونوپه توګه هم کرل کيږي:
 

(١) انار
لکه څنګه چې په ليکنه کې زيارګالل شوى دى چې يولړميوه لروونکي ونې دي چې هم دکورنيودغذايي امنيت په تامين، اقتصادي پرمختګ اوهم دسېمې اودژوندچاپېريال په ښکلاکې په زړه پورې رول لوبوي، نودوه موخې په نظرکې نيول شوي دي چې يوه دنبات طبيعي ښکلاده اوبل يې غذايي ارزښت دى. دا په دې مانا چې يولړخلک دبڼوالۍ سره مينه نه لري خوښکلاييزې ونې اوبوټي يې خوښيږي اوهغه نوردنباتي ښکلاسره مينه نلري چې په دې صورت کې نبات ته داړتياوودبشپړوونکي په سترګه کتل کيږي اودژوندښکلاييزه برخه يې له ياده ووځي. چې په پايله کې دواړه خواوې يوازې يوه موخه لاسته راوړي چې هغه دنبات ښکلاايزيااقتصادي ژونددى خوزماموخه داده چې دنبات دښکلاترڅنګ دهغې له مېوې څخه هم ګټه واخيستل شي نوراځئ چې داسې نباتات غوره کړوچې هم مو کور، دېره، بڼ، سېمه اودژوندچاپيريال ښکلى اوله بله پلوه مودکورنيوورځنۍ غذايي اړتيابشپړه کړې وي.
دلته دنبات په بڼوالي اړخ باندې ډيره ډډه لګول شوې ده ځکه چې بڼوالي دژوندچاپيريال دساتنې لپاره يوپه زړه پورې اړخ او ښکلادانساني دژوندهوساينه ده نوپه همدې اړه هاند شوى دى چې دواړه موخې په مسلکي اوښوونيزه توګه لاس ته راشي.

 
(٣٦) تصوير انارنه يوازې مېوه ده بلکې دژونددچاپېريال په ښکلاکې هم رغنده رول لري.

انارد(Punicaceae) دکورنۍ پورې اړه لري چې علمي نوم يې Punica granatum L. دى.
ونې يې کوچنۍ دي چې له ٥ څخه تر ٧ مترو پوري لوړوالى لري . دانارو وني اغزي لرونکې اوډير ښاخونه لري . دتنې په بيخ کې دبچکيودتوليدځواک لري.
هسې خواناردمعتدلو سيمو پاڼريژي ميوه ده ، ولي په استوائي اونيمه استوائي سيمو کې تل شنه پاڼه ياڅه ناڅه پاڼريژې وي . انار ګرده ميوه لري چې دنوک درلودونکي ، ګلابي ،ژيړ يا تيز سره رنګونه لري چې دنوموړي نبات ګردۍ،ښکلې ميوه، لنډۍ شنه ونه يوه زړه راښکونکې ښکلالري چې دستړياپه وخت کې دهوساينې اوارامتياسبب ګرځي.د انارودپيدايښت ټاټوبى دايران اوافغانستان هيوادونه دي اوله دي ځاى څخه دنړۍ نوروبرخو ته وړل شوي دي .چې اوس مهال په پراخه توګه په هسپانيه ، مراکش ، مصر ،افغانستان ، ايران ، پاکستان ، چين ، جاپان ، برما، اذربايجان ، هند اودمتحده ايالاتو په کاليفورنيا ايالت کې روزل کيږی .
زموږپه هيوادکې انارپه سوداګرييزه توګه روزل کيږي او هر کال يوه اندازه انار بهرنيو هيوادو ته ليږدول
دانارو اهميت :
له انګورو ، بادامو ،زردالو څخه وروسته څلورمه ميوه ده چې په هيوادکې په سوداګريزه توګه روزل کيږي. په افغانستان کې دانارو ، دباغونو ټوله ساحه ٢٤٢٥ هکټاره اوکلني منځني توليد يي په يوه هکټارځمکه کې ۹،۵ ټنه دي .
داناروګلونه او ميوه دښه رنګيزې ښکلاله کبلادښکلاييزوونوپه ليکه کې راځي چې له يوې خوارنګينه ميوه اوله بله پلوه ګردې اولنډې ونې يې لارنګيزه کړې ده. انارنه يوازې دميوه لروونکواوښکلاييزونباتاتوپه ډله کې خپل دريزساتلى دى بلکې دطبي نباتاتولاريې هم خپله کړې ده اوشربت يې دځيګر،هاضمي جهاز،ملاريا،دزړه حملې،سرطان،زيړي اونورولپاره خوراګټوردى.
په ( ٢٥) جدول کې داناروکې دغذايي توکوارزښت:
مقدارپه سلنه(%) په اناروکې دخوړوارزښت
٠،٧٨ اوبه
١٢-١٦ قندي مواد
٥،١-٥،٢ تيزاب
٦،١ پروتين
٥ غوړ
٥،٤ کاربوهايدريتي مواد
٧ معدني مواد
١٠٠ ملي ګرامه کلسيم
١٢ملي ګرامه مګنيزم
٧٠ملي ګرامه فاسفورس
٣ملي ګرامه اوسپنه
١٤ ملي ګرامه اوکزاليک اسيد
٦ ملي ګرامه ويتامين
١٠ ملي ګرامه رايبوفلاوين
٣ ملي ګرامه نيکوتيامين
١٤ ملي ګرامه ويتامين سي

 دآنارود ونــــې دټولوبرخو څخه لکه دميوې ، دميوي دپوستکې ، دتنې دپوست ،دنيلواو پاڼو څخه ګټه اخستل کيداي شي. دانارود وني څخه دميوه يې نبات ترځهګ دزينتي بوټــــــــــي په حيث هم ګټه اخيستل کيږي ، په کال کې دوه ځلې ګل کوي اوپه ګل دانونوکښې هم روزل کيداي شي .
نه يوازې داچې اناردميوهانارپه هغه سيمو کې توافق لري چې دوبي ئي تود ، وچ ، لمر لرونکې اوسوړ ژمي ولري . آناردټيټو سيمو څخه تر هغه لوړو سيمو چې د بحر دسطحې څخه ئي لوړوالي ٢٠٠٠ مترو پوري رسيږئ کرل کيږي .
دآنارو دګل دتوليد اوسپړلو لپاره د ٢٠٠ -٤٠٠ ساعته دسانتي ګراد د ٧،٢ ټيټي تودوخه په ژمي کې اړتيا لري . په دي اندازه دسړي هوا اړتيا دافغانستان په هری سيمي کې مهيا کيداي شي ، خويوازي ستونزه دژمي دډيري سړي هوا شتوالي دي . آنار د ٤٠ -٥٠ ورځي وروسته دپاڼو کولوڅخه ګل کوي ، نوپه دي وخت کې دسپرلي دسړي هوا خطربيخي له منځه تللي وي. له همدې کبله اناردزينتي ونوپه ډله کې خپل مقام ساتلى دى.
 په افغانستان کې دآنارو ورايتي ګانې
(٢٦) جدول: په افغانستان کې دانارو ٤٨ ورايتې پيژندل شوي دي:
دورايټيوشمير ولايت
١٢ ننګرهار
٩ قندهار
٦ هلمند
٤ فراه
٩ بلخ
٣ هرات

(٢٧) جدول: په افغانستان کې د انار ورايتي ګاني دخـــــونداومـــــــــزه پراساس لاندي ډول سره ويشل شوي دي.
ورايټي ګانې مزه اوخوند
٢٠ خواږه
١٧ ميخوش
١١ تروه

په افغانستان کې انار دزړو دنرموالي اوکلکوالي پراساس په لاندي ډول سره ويشل شويدي .

مزه اوخوند دزړونرموالی
ـــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بی زړی نرم زړی کلک زړی
 ــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــ

خواږه ۱ ۶ ۱۳
مېخوش ۰ ۷ ۱۰
تروه ۰ ٤ ٧
دافغانستان خواږه اوبی زړی انار ډيرښه مارکيټ لری ، حال داچی تروه انار يې ښه مارکيټ نه لری .تروه انار وچوی اودانار دانې په ډول ورڅخه استفاده کيږی (۳).

دانارو ډېرونه:
په هيوادکې اناردقلمې په واسطه په لاندې ډول بايدزيات شي.
١. قلمه دداسې ونې څخه چې ښه بدنې وده، ښه حاصل ورکوونکې، ښه کيفيت لرونکې مېوې اوهمدارنګه له نباتي ناروغيواوحشروڅخه په امن کې وي واخيستل شي.
٢. قلمې دې له دووکلنونودوڅخه چې اوږدوالی يې د٢٠-٢٥ سانتی مترواوسور يې ٠،٤٢ څخه ١،٢٧ سانتی متره وی پرې شي.
٣. قلمی دې ژمی په اخر کې چې د ونې وده نه وي پيل شوي وي تيارې شي.
٤. هغه قلمی چې د شپږومياشتوڅخه دځوانې اوددوه کلونو څخه دزړې نودې څخه اخيستل شوې وي دانارود تکثيرلپاره مناسبی نه دی .
٥. مخکې له کرلوڅخه دې ښه ځمکه چې حاصلخيزه خاوره ولري انتخاب اوداناروقلمه دې مخکې له کرلوڅخه د ٥٠٠-٢٠٠٠ ميليون برخه انډوبوټاريک اسيدهارمون سره معامله شي، بيادې دژمي په اخرکې دقلمې ١\٣ برخه دې دژمي په اخرکې په ځمکه کې وکرل شي دنوموړي هارمون په معامله کېدوسره به قلمه ښه اوقوي نيلې توليد کړي.
آنار دقلمی برسېره دلېرنګ پواسطه هم ډير ښه تکثير يږي . هغه نوی بچکی چې پر نېلو باندی منځ ته راغلی دی ، دنيلو لروونکي دي اودنوي نيالګي په توګه ترې ګټه اخيستل کيداى شي.
 دقلمی يانباتی موادو په اخستلوکې بايد دا لانديني ټکي له ياده ونه باسو.
١. قلمه بايد له باوري سرچينې څخه وي اوداصلي نوعې (True-to-type)سره مطابقت ولري .
٢. ونه ښه حاصلخېزه اوسالمه وي .
٣. داسی وراېټی چې مېوه يې ښه رنګ اوخوند ولري .
سره ورکونه
حيواني سره دټولونباتاتولپاره ګټوره ده دمېوه يې اوښکلايزوانارو لپاره حيواني سره د منی په موسم دخاورې سره ګډيږي اوورکول کيږي. يوې ونې ته د٣٠-٥٠ کيلوګرامه حيواني سره ورکول کيږي. په عمومي ډول ١١کيلوګرامه حيواني سره ٢٥٠ ګرامه يوريا، ١٢٥ ګرامه تريپل سوپرفاسفيټ او١٢٥ ګرامه پوتاشيم سلفيت يوکلنې ځوانې ونې ته ترڅلوروکلونوبايدورکول شي.
که چېرې دونې عمرله شپږوکالو زيات وي د٣٠-٥٠کيلوګرامه حيواني سره د١-٥،١ کيلوګرامه يوريا،٥٠٠ ګرامه ټريپل سوپرفاسفيت ياډي اى پي د٥٠٠ ګرامه پوتاشيم سلفيت سره هرکال ورکولى شو. ډي ا‌ى پي اوپوتاشيم لروونکې سره دنبات له ودې څخه ٢٠يا ٣٠ ورځې دمني اوژمي په موسم کې ورکولى شو. ولې نايتروجن لرونکې سره په څو برخو ويشو . يوه پردوهمه برخه دنايتروجن لرونکی سره په ژمی يا ۲۰ يا ۳۰ ورځی مخکې تردی چې ونه په بدنی وده پيل کړی ورکړل شی اوپاته برخه نايتروجن لرونکې سره دمېوې نيولو وروسته ورکول کيږی . ډيره ياناوخته دنايتروجن لرونکې سرې استعمال دميوي پخول ځنډوي ، دوني بدني وده زياته وي ، دکم رنګ ميوي دتوليد سبب کيږي اوهمدارنګه دوني حاصل کميږي . دانارو دښه اولوړ کيفيت دميوي دتوليدولو لپاره دزينګ سلفيت ، کاپر سلفيت اوبوراکس Borax مخلوط استعمال پرپاڼو باندي خورا ګټور تماميږی .
اوبه لګونه
انارد وچکالي ياتندې په مقابل کې مقاومت لري . دلوړکيفيت حاصل دلاسته راوړلولپاره اناراوبوته اړتيالري. دابوکمښت داناروپربدني وده دغوټيواومېوې پرانکشاف باندې ناوړه اغيزه لري. اناربايدد١٠-١٢ ورځوپه واټن کې اوبه شي.
دوښوکنټرول:
هرزه واښه اوبوټي دانارو د وني سره دمعدني موادو، اوبو ، ځاي اولمر وړانګې په مقابل سيالي کښ اودناروغيو ډيرښه کوربه دى. دښه حاصل ترلاسه کولولپاره دوښوکنټرول يوه اړينه مسله ده همدارازدځمکې اړولړ يا قلبه دهرزه بوټو دودي دکنټرول سبب ګرځي اودوني دنيلو لپاره د ودي ښه زمينه برابريږي.
سړه هوا
انارونې دپسرلي دسړي هوا سره مقاومت لري ،خود ژمي منفي ١١ درجي دسانتي ګراد تودوخه د وني دژوبل کيدو سبب ګرځی، حال داچې منفي ١٦ څخه تر ٢٠ درجې دسانتي ګراد تودوخه دانارود وني دمړيني سبب ګرځي.
دانارودنې دميوې دسړوهلوخطرپه دې خاطرکم دى چې داناروونه د ٤٠ - ٥٠ ورځي وروسته دپاڼو څخه ګل کوي ، نوله دي امله دپسرلي دسړي هوا خطروجودنه لري .
 په ژمي کې دسړي هوا داغيزو دلږوالي په خاطرلاندي فعاليتونه بايد ترسره شي (۱).
١. دانارو ونې بدني وده په مناسبه اندازه کې وساتل شي اوپه ډيره اندازه نايتروجن لرونکې سره اواوبه ورنه کړل شي.
٢. دوني تنه بايد په چوني سپينه شي.
٣. دانارو باغ کې بايددسړې هواجريان موجودوي.
٤. دانارو باغ واښه ونه لري ، چې په پايله کې دباغ ساحه دلمر وړانګي ښه جذب اودسړي هوا له خطره يې وژغوري .
٥. دنخي بوجيو، جوارواوشولوپه خزلوسره بايددونې تنه وپوښل شي .
٦.په باغ کې دبوسو اونورو موادوسوځيدل دسړي هوا خطر کموي .

دانارو دباغ دځمکې تيارول
کله موچې دباغ لپاره ځمکه وټاکله، ځمکه بايد د٤٠ سانتي مترو په اندازه ژوره قلبه ، واښه اودځمکې اضافي موادټول اوليرې شي، ښه همواره اوداوبولګولو سيستم يې مخکې ترمخکي جوړشي.
دځمکې دتيارولووروسته بڼ پلان اونقشه شي، دنقشې بيلابيل سيستمونه وجودلري چې په ډېرمعمول يې مستطيل اومربع دي.
دځاي جوړونه
دانارو دنيالګي ځاي بايد منى ٢ يا ٣ اونۍ مخکې له دې چې نيالګې کيښنول شي دنيالګيوځاى بايد١*١*١ متره کې جوړشي. دانارو دنيالګې دکښينولو په وخت کې دې په هرژورغالي کې د٥ څخه تر١٠ کيلوګرامه دڅارويو خوسا شوي سره او٥٠٠ ګرامه ډي اى پي سره هرومرو واچول شي. ژورغالى بايددنيالګي دکيښينولوڅخه دمخه له خاوروډک شي. دنيالګي دکښينولوپه وخت کې ژورغالى دځمکې دسطحې څخه لس سانتې متره لوړله خاوروڅخه ډک شي په دې ماناچې وروسته خاوره په خپله کښيني اودځمکې له کچې سره برابريږي. دنيالګې دکيښنولولپاره دې دلرګي له تختي څخه استفاده وشي،څو وني په قطارونوکې په ښه ډول سره ځاي پرځاي شي.
په افغانستان کې دانارو دکيښنولو وخت دژمي په پای يا ٢٠ څخه ٣٠ ورځومخکې تردي چې ونه په بدني وده پيل وکړي ، ولي په هغه سيمو کې چې ژمي يي تود او سېمې يې هموارې وي دژمي په پيل کې دې دانارو ونې وکرل شي.
انارنه يوازې دميوه ايزواوښکلايزونباتاتوپه توګه کارول کيږي بلکه په لاندې موخوکې هم ترې ګټه اخيستل کيږئ.
الف_ صنعت:
داناردونې ټوله تنه دتاينينودلاسته راوړلولپاره ښه سرچينه ده. تاينين هغه مواددي چې دڅرمنې داش اورنګ کولولپاره په کاريږي.
(٢٨) جدول
کتنې دتاينينوسلنه دونې برخه ګڼه
 ١٠-٢٥ دتنې پوستکى ١
 ٢٨ دنيلې پوستکى ٢
 ١١ پاڼې ٣
 ٢٦ دمېوې پوستکى ٤
پوستکې اوګلونه يې دټوکرانودرنګولولپاره استعماليږي اوپاڼې يې دسرکې دجوړولولپاره په کاراچول کيږي. داچې لرګى يې ډېرکلک دى دسپورتي امساګانواوله ژېړرنګ څخه يې دلرګيوپه صنعت کې هم کاراخيستل کيږي. همدارازپه جاپان کې يې له پوستکې څخه دحشره وژونکې درمل اورنګ جوړولوپه صنعت کې کارول کيږي.
ب- درمل:
له شېرې څخه يې سيټريک اسيداوسوډيم سټريټ لاس ته راځي. دياودنې وړده چې له شيرې څخه يې دبدهضمۍ اوجذام ناروغيوپه تداويو کې ګټه اخيستل کيږي. دساقې اونيلې پوستکى يې دايزوپليټيرين په ګډون يولړ الکولوئيدونه لري چې په طبابت کې ورڅخه کاراخيستل کيږي.
 

اساسي برخه: کرنه او مالداري

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1867

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1807

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2076

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2653

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6860

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…