د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د کرهڼې باغچې د نړۍ په نورو هيوادونو کې




Allotment gardens in different countries

مونږ او تاسې ټولو ته جوته ده چې کرهڼې د انسانانو د پيدايښت څخه راوروسته او بيا تر نن وخته پورې  مختلف پړاونه وهلي دي او هم  اوس مونږ گورو چې په سرمايداري ملکونو کې د زراعت کار ماشينري او کمپيوتري شوې دي . په اروپا کې د صنعتي انقلاب څخه راوروسته د ښارونو کارکونکي او اوسيدونکي د چاپېريال په ککړتيا او د غذائي موادو د کمښت سره مخامخ شوي وه نو له همدې کبله  د سالم فکر لرونکي پدې کوشش کې شول چې د ښارونوپه اړونده ساحو کې د کرهڼې د باغچو رواج رامنځ ته کړی .
د کرهڼې د باغچو د ارزښت په هکله مو مالومات لا ړومبي محترمو لوستونکو ته ډالۍ کړيدي او اوس هم کولای شي چې
www.aakcentrum.se او
،
www.khost-web.net په پاڼو او www.sapand.blogfars.com او د www.shenban.bluguna.tolafghan.com بلاگونوکې په اسانۍ سره لوستلای شئ . نو اوس اړينه ده چې پوه شو د کرهڼې باغچې د نړۍ په نورو هيوادونوکې څنگه تکامل کړيدی: ـ
په چکسلواکيا کې (Czechoslovakia) : د کرهڼې د باغچو کار د عادت له مخې په پخواني کمونيستي چکسلواکيا کې ډېر شهرت پيداکړی وواو هم ښاري خلکو ته ډېر ښه چانس په لاس ورغلی وو چې څنگه وکولای شي د ښاري تنگ ژوند، د ژوند د خراب چاپېريال او هم د سيمينټي ابادۍ څخه د يو څو شېبو لپاره ځان خلاص کړي.

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_bagh03.jpg

 

  په ډنمارک کې  (Danmark) : په ۱۷۷۸ کال  کې د فريديريسيا ( Fredericia)  د سنگرونو د باندې په پراخو ځمکو کې د کرهڼې باغچې جوړې شوې . په ۱۸۲۸ کال کې د کرهڼې باغچې په مختليفو ښارونون کې د شاهي دربار د ماڼيو گردچاپېر جوړې شوې . په ۱۸۸۴ کال کې د خلکو په شخصي ابتکار سره
د کرهڼې د باغچواتحاديه د البورگ  (Aalborg) په ښار کې جوړه شوه ، او په کوپينهاگين (Kopenhagen) کې ” د کار اخستونکو د کار د ساتنې ”  په نوم اتحاديه  جوړه شوه . په کوپنهاگين کې د لمړي وار لپاره د کرهڼې باغچې په ۱۸۹۱کال کې جوړې شوې او له دې څخه وروسته د کرهڼې باغچې د ډنمارک په اکثره ښارونو کې جوړې شوې .
په ۱۹۰۴ کال د کرهڼې د باغچو تعداد په ډنمارک کې  ۲۰۰۰۰ ته رسيده چې لدې جملې څخه يوازې ۶۰۰۰ د کرهڼې باغچې د ډنمارک پايتخت کوپينهاگين کې وي ، د يادونې وړ ده چې د جنگ په وختونو کې د کرهڼې د باغچوتعداد زيات شو . په ۲۰۰۱ کال کې د کرهڼې د باغچو تعداد ۶۲۱۲۰ ته و رسيده  .
د ۱۹۰۸ کال پورې د کوپينهاگين په ښار کې ۲۰ د کرهڼې د باغچواتحادې موجودې وې، د ۱۹۱۴ کال پورې د کرهنې د باغچو اتحاديې په ټول ډنمارک  جوړې شوې  او نوموړو اتحاديو د ښاري ، ناحيه وي او نورو زراعتي ادارو څخه د کرهڼې باغچو د جوړولو لپاره ځمکې په کرايه ونيولې او اوس د ډنمارک په ۷۵ ښارونو کې۴۰۰ د کرهڼې د باغچو اتحادې فعاليت کوي .

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_bagh04.jpg

د ډنمارک څخه د کرهنې دباغچو رواج نورو سکانډناويا (Skandinavien) ملکونو ته لکه سويډن،ناروې، اوفينلاند ته انتقال شو . په اوسني وخت کې د کرنې د باغچو ساحه ښارواليو پورې اړه لري او په کومه ساحه
کې چې د اتحاديو لخوا د کرهڼې باغچې جوړيږي ځمکه د کمون ( ښاروالۍ ) څخه په کرايه اخيستل کيږي او بيا اتحاديې نوموړې ځمکې د اتحاديې پر غړو باندې د ډېرې کمې کرايې په مقابل کې وېشې او په نوموړي ځمکه کې د کرنې څخه علاوه د سامانونو د ساتنې او په اوړي کې د موقتي اوسيدنې لپاره يوه برابره کوټه هم جوړوي او اکثره وخت د  باغچو خاوندان  نشي کولای چې ټول کال په نوموړو کوټو کې ووسيږي .

 په فينلاينډ کې :(Finland)  د کرهڼې باغچې د فينلاينډ پايتخت څخه په ۲-۳ کيلو ميترۍ کې قرار لري او هره باغچه دلته ځانته يوه ورکوټې کور لري.  په فينلانډ کې د کرهڼې باغچې د لمړي ځل لپاره په ۱۹۱۶ کال کې جوړې شوې، چې په ټول فينلانډ کې اوس ۵۰ دکرهڼې د باغچو ساحې موجودې دي او پدې ټولو ساحو کې ۵۰۰۰ د کرهڼې باغچې موجودې دي، دلته د کرهڼې باغچې ډېرې قيمته دي او ددې سره سره ډېر مينه وال لري.

په فرانسه کې (France) :  پدې  هېواد کې بيا د کرهڼې باغونه ښه شرايط نلري د مثال په توگه د کرهڼې باغچې دلته د موټروي ، د اورگاډي د خط او د صنعتي پارکونو غاړو ته نژدي قرار لري او هم دلته  په ځينو داسې ساحوکې قرار لري چې اکثره وخت اوبو ته لاسرسی هم نلري او داسې ويل کيږي چې د کرهڼې باغچې د فرانسې په ډېرو ښارونو کې وجود لري .

په جرمني کې(Germany) :  په جرمني کې دکرهڼې د باغچو د اتحاديو تاريخ په اروپا کې د صنعتي  انقلاب او د خلکو د کډو کولو له وخت سره سمون خوري ، د ۱۸۰۰ کلونو په اخير او د ۱۹۰۰ کلونو په شروع کې خلک د کلو او بانډو څخه لويو ښارونو ته و کوچېدل د کار د مندني او د ښه ژوند د غوره کولو لپاره. په همدې ډول د خلکو اندازه په ښارونو کې د نورم څخه زياته شوه چې په نتيجه کې خلک په ښارونو کې د نامناسبوکورونو او د خوراکي موادو د کمښت  او هم د چاپېريال د ککړتياسره مخامخ شول  ، چې دابيا يو بل ډول اقتصادي او اجتماعي کمبوتات وه . له همدې کبله د غذايي موادو د توليد او د چاپېريال د ککړتيا د مخنيوي په منظور ضروري وه چې د کرهڼې باغچې د ښار په اړونده ساحو جوړي شي . چې دا په جرمني کې د ” دغريبو خلکو د باغونو په نوم ”  ونمول شوي . او بيا د کرهڼې د باغچو په نوم يې شهرت ومنده .

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_bagh05.jpg


په ۱۸۶۴ کال د ليپزيک  (Leipzig) په ښار کې د ډاکتر شريبير( Schreiber) د کرهڼې د باغچو کار په منظم ډول شروع کړ، چې اوس دغه ډول د کرنې باغچې په جرمني کې د Schrebegarten په نوم سره هم ياديږي .
 د هغه وخت د واکمنانولخوا په يوه څرگند او علني ابتکار سره پريکړه وکړه چې د ښارونو په اړونده ساحو کې بايد ځمکې په کرايه ونيول شي ، چې له دې څخه هدف دا ؤ چې ماشومانو او ځوانانو لپاره د لوبو کولو شرايط په يوه پاکه او طبيعيت ته په ډېر نيژدې محيط کې اماده کړی شي ، بيا په دغه ډول پارکونو او باغونو کې د لويانو لخوا کرهڼه هم شروع شوه ، په باغونو کې دغه ډول کار نه تنها په جرمني کې بلکې په نورو هيوادونو کې لکه پهAustria   او Switzerland کې هم ډېر مينه وال پيدا کړل . 
د دوهم او اول نړۍ وال جنگونو په وختونو کې  د کرهڼې باغچو په اکثره  ښارونو کې د غذائي موادو په  توليد کې ښه رول لوبولی ؤ  او هم پدې وختونو کې ددې ملک په اکثره ښارونو کې اقتصادي او اجتماعي حالت ډېر خراب  ؤ، ډېرو ښارونو د اطراف سره رابطې قطعه شوې وې او غذائي مواد داطراف څخه ښارونو ته په ښکاره توگه نشوای انتقاليدلې او تور بازار ته په لوړ قيمت  سره مالونه راتلل . نو پدې وختونو کې د    د کرهڼې په باغونوکې د ميوو او سبزيجاتو توليد د خلکو ژوند ته نجات ورکړ ، اوس په جرمني کې ۴۷۰  کيلومترمربع ځمکه کې۱،۴ ميلونه  د کرهڼې باغچې جوړې شوې دي .

 
  يادونه : د پورته وړاندشوي ليکنې څخه داسې مالوميږي  چي د نړي د پرمختللو  ملکونو خلکو د خپل   وطن د ابادې  او زرغونولو لپاره څومره زحمتونه ايستلی دي ، ددي ملکونو خلکو هم  بدبختې ، کړاونه او لوږې گاللې دې خو ددی سره سره ئي د خپل وطن د آبادی لپاره يي نه ستړي کيدونکي کار کړيدي  او نه د زمونږد ملک په شان چې د دننه لخوا څخه د ملک واکدارانو ورانکړي او لاهم دوام لري او د باندي لخواڅخه يي زمونږ گاونډي ملکونه د خپلونوکرانو په زريغه ئي راورانکړې او لاهم راورانوي ئې او مونږ ټول په رډو رډو سترگو ورته گورو چي تاليڅټي ئي ورته گډيږي او ټول اولس ورته ژړيږي ،چې دا وطن به څنگه  آراميږي .
         
                            نور بيا
                                 توريالي ازاد                                                  
                
    ماخذ :ـ WIKIPEDIA

 

اساسي برخه: کرنه او مالداري

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1659

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1610

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1828

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2356

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6593

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…