د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دکرهڼې باغ (Allotment)

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_bagh01.jpg


سريزه
په دې وروستيو څو لسيزو کې  ډېر خلک د کلو او بانډو څخه ښارونو ته د کار موندنې او د ښه ژوند د کولو په په خاطرتللي دي او دغه لړۍ لا دوام لري ، په ښارونوکې د خلکواندازه د نورم څخه زيات شويده او ددې سره سم د چاپېريال ککړتيا هم ډېره شوېده. په اوسني حالت کې ليدل کيږي چې اکثره لويې کورنۍ په ډيرو خرابو شرايطو کې شپې او ورځې تيروي. د مثال په ډول په کافي اندازه غذایي مواد نلري  ، د اکثره کورنيوخلک د نورم څخه زيات په يوه کورکې اوسيږي  ، پاکو اوبو ته لاس رسی نلري او هم د تازه هوا څخه محروم  دي او داسي نور . .. په ښارونو کې د ترانسپورتي وسايلو اندازه زياته شويده ، پارکونه او تفريحي ځايونه د زورواکانو لخوا په زور نيول شويدي،  زراعتي ځمکې او باغونه هم په نسبي ډول له منځه تللي دي او هم د ښارونو مسئولين په خپلو شخصي گټو کې ډوب دي،  يا واک او يا د کار د پوهيدلو وړتيا نلري .

ددې لپاره چې دښارونو  هوا ښه شي ،خوراکي مواد په بازارونو کښي زيات او ارزانه شي ،نو اړينه ده چي
د ښار اوسيدونکي ، ښاروالي ، ناحيي ، زراعت پوري اړونده حکومتي  اداري ، اجتماعي او سياسي سازمانونه  د خپلو کورونو دننه او د کورونو څخه د باندې خالي ځايونه ،پارکونه ، اود سرکونو غاړي په ونو
گلانو او چمنونو باندي زرغوني او ښايسته کړي  او هم په مناسبو ځايونو کښي ځانونوته د کرهڼي باغچي جوړي کړي  او ځانته پکښي تازه ترکاري ، گلان ، شين چمن او د ميوو وني وکري چي د دي کار سره به د يوي خوا ښاريان خپل غذائي مواد په خپله توليد کړي او هم  به د کار څخه وروسته ورته د استراحت  لپاره ښه شرايط برابرشي، او د بلي خوا به په د ماغي ، رواني او فزيکي ډول  به  ټول ښه روغتيا ولري .
کله چي په اروپايي هيوادونو  کښي د صنعتي انقلاب څخه راوروسته  د خلکو اندازه  په ښارونو کښي زياته شوه  اوهم اوسيدونکي د اقتصادي او محيطي مشکلاتو سره مخامخ شول،  نو ددي سره سم د کرهني د باغچو کلتور  رواج  ومنده او تر نن ورځي پوري د باغچو دغه کلتور لا نور هم انکشاف کړيدي  . چي دا بيا ځانته
اوږد تاريخ  لري او په راتلونکي  کښي به مينه والو ته وړاندي شي .
د کرهڼې باغچې
کله چي يوه برخه ځمکه پر ورکوټو مساوي  يا مختليفو ټوټو باندي وويشل شي اوبيا د سبزيجاتو او نورو گټورو  بوټو دکرهڼي لپاره  ښاري خلکو ته په کرايه ورکول کيږي .  که څوک غواړي چي د اوسيدني چاپيريال  ئي زرغون شي جيب يي ډک ،خيټه يي مړه او دماغ يي تازه شي نو بايده دي چي د کرهڼي د باغچو په پراختيا کښي د زړه د نيته برخه واخلي .
د کرهڼي باغچي ته په انگليسي ژبه کښي Allotment ،په جرمني ژبه کښي Wohnsidlung  ،
 په فرانسوي ژبه کښي Latissements(Jardinage) ، په روسي ژبه کښي  Vedelinie(Sadavodstva)
او په سويډني ژبه کښي ورته Koloniträdgård وايي اوهم په لاتين کښي ورته Colonia چي دا بيا د Colonus څخه اخيستل شويده او Colonus د مستعميري  ، کروندگرو (دهقانان) او د نوو ابادونکو په معنا هم  راتلاي شي . اود سياسي نگاه نه هغه اداري او تشکيلاتي واحيدونه دي کوم چي د بيگانگانو لخوا اداره کيږي .
په اروپايي هيوادونو کښي يوه لويه برخه ځمکه پر وړو ټوټو باندي ويشي  چي دغه ورکوټي ټوټي  بيا د
ښارواليو او ناحيو له لاري  ديوه بالغه شخص او يا د يوه فاميل لخوا د يوه کال لپاره په کرايه نيول کيږي اوخلک د کرهڼي په باغچو کښي ترکاري ، گلان او د ميوو وني کري، چي دغسي ځمکي د کرهڼي د باغچو په
نوم سره  نوموو. د معمول له رويه  نوموړي لويه برخه ځمکه  په لسگونو او يا سلگونو  برخو باندي تقسيموي او دهري ټوټي (باغچي) لوي والي د ۵۰ څخه تر ۴۰۰ ميتره مربع پوري وي . اود باغچي خاوند د باغچي د ښي ساتني لپاره  اغزي لرونکي سيم  ، لرگيو اوږدو تختي او يا د ونو د منډان (غني) د کرهڼي د باغچي څخه گردچاپير  را تاووي اويا لښته لرونکي بوټي چي ځنگل کيږي  او لوي وني ورڅخه نه جوړيږي گردچاپير
کري  . د يادوني وړده چي د کرهڼي په باغچه کښي يوه ورکوټي کوټه د سامانونو د ساتلو او يا د لږ وخت د اوسيدني لپاره  ابادولي شي لاکين د دايمي اوسيدني لپاره ورڅخه کار نشي اخيستلي  . د باغچو خاوندان تر
هغه وخته پوري د باغچو مالکين دي  تر کومه وخته پوري  دوي د باغچو کرايه تحويله  وي .
 د يادوني وړ ده چي د کرهڼي باغچي د ښارواليو ، ناحيو ، د باغچو د اتحاديو او نورو شخصي خلکو لخوا
لکه د کورونو خاوندان چي د کورونو ساحي ته نژدي د ساحي د ښکلا او خپلو مشتريانو د ښه استراحت
په خاطر جوړوي ...او نور.
د کارونو د ښه ترتيب او تنظيم لپاره د باغچو خاوندان په اتحاديو کښي سره راټوليږي  او هم اتحاديو ته د کال
په ډيره کمه اندازه د غړيتوب ونډه ور کول کيږي .د اتحادي ټول غړي بايد د اتحادي اساسنامه  او نور اړوند قوانين  په ځان ومني . اتحادي د خپلو غړو لپاره د دولت  او شخصي خلکو څخه ځمکي په کرايه اخلي او بيايي  پر غړو باندي ويشي .

د کرهڼي د باغچو اجتماعي - کلتوري او اقتصادي ارزښت

د  du Coin de Terre et des Jardens Familiaux  بين المللي بيرو چي  په لوکزمبورگ (Luxemburg
کښي قرار لري  او   د ۱۹۲۶ کال څخه راپديخوا  په اروپا کښي د  دري ميلونو د کرني د باغچو خاوندان چي د کار ښه وړتيا لري  نمايندگي کوي   اود هغوي نظريې کومي چي د کرهڼي د باغچو اجتماغي ـ کلتوري او اقتصادي ارزښت په هکله وړاند کړيدي په لاندي ډول  مينه والو ته وړاندي کيږي :

۱-  په ښارونو کښي د شور ،بيروبار او د زياتو گردونو کميدل او د گڼي گوڼي د اوسيدني د چارچاپير د ساحي   د زرغونیدلو له کبله د اوسيدونکو د ژوند په کيفيت کښي ښه والي راتلل .
 
۲-  د فاميلونو لپاره په زړه پوري ازاد مصروفيت  پيداکيدل، او د خپلو شخصي تجروبو له مخي د تخمونو کرل ،د بوزغلي نيالول ، روزل اود تازه سبزيجاتو  راټولول  د لوړمنزلو کورونو ، سيميټي سرکونو اوميدانونو
په مينځ  کښي .

۳-  د ماشومانو او ځوانانو لپاره په  آزاده هوا کښي  د لوبو کولو لپاره  شرايط  برابريدل ، د يوبل سره د روابطوجوړول ، د آزاد طبعيت سره اشناکيدل  اود مشرانو څخه د کار او فعاليت زده کول .

۴-  د کارکونکو خلکو لپاره د تفريح ډير ښه ځاي گڼل کيږي او د هغويي د جسماني اورواني ستړتيا د
کميدلو سره مرسته کوي  .
۵-   د مهاجرو فاميلونه د نورو مختليفو فاميلونو سره  پيژندگلوي  پيداکوي او هم په يوه ملک
کښي  د انتگراشون ارزښت  لوړيدل .

۶-  د بيکارانو لپاره هم گټه لري ، دوي کولاي شي چي يو څه وکري او محصولات يي په مناسب قيمت بازار ته وړاندي کړي  .

۷-  د معيوبو خلکو لپاره يو داسې ځای دی چې هغوی کولای شي په اسانۍ سره د اجتماعي ژوند څخه برخمن شي ، خلکو سره اړيکې پيداکړي  او د تنهايۍ ژوند ته د پای ټکی کيږدي .

۸-  د تقاعد خلکو ته د ساعتيري ، د اړيکو د پيداکولو او ټينگولو لپاره داسې يو ځای دی  چې کولای شي  د خپل مزاج وړ انډيوالان پيدا کړي .

يو سلسله د کرهڼي ورکوټي باغچي د نموني په ډول مينه والو ته په لاندي ډول وړاندي کيږي .

)

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_bagh02.jpg

اساسي برخه: کرنه او مالداري

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1867

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1807

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2076

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2653

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6860

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…