د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د هارټیکلچر پیژندنه

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01192jkjk.jpg



له هغه وخته راپدی خوا چی کله انسانانو په وحشی ډول په غارونو کی ژوند کاوا او له وحشی نباتاتو او میوو څخه به یی استفاده کوله نو کله چی د دغه نباتاتو له کمښت سره مخ شول نو بیا پدی لټه کی شول تر څو نباتات اهلی او ډیر شی نو د هارټیکلچر د بوټو روزنه اوږد تاریخ لری د ډيرو ميوو، سبو او غلو يادونه په مقدسو آسمانى كتابونو كې شوې ده . په قرآن کریم كى د خرما، انځرو، انګورو، غنمو، هوږې ، پيازو، ښوون او داسې نورو ذكر شوى دى چه دا ددې ميوو، غلو اوسبو دلرغونتیا نښه ده خو نن ورځ دنړۍ په ډيرو هيوادوكى دهارټيكلچر دنباتاتو توليد او صنعت لوړ مقام نيولى دي . دهارټيكلچر نوم دلاتيني ژبى څخه اخيستل شويدى چې (hortus) دباغ او (Colere) دروزنې معنى لري . داوسني مفهوم په اساس هارټيكلچر دكرنې هغه برخه ده چې دباغوانۍ دنباتاتو (Garden Crops) څخه بحث كوي. دبا غوانۍ نباتات د ميوو، سبو او ذينتي بوټو څخه عبارت دى . دباغوانۍ نباتات ځانګړى روزنى او پاملرنې لكه نالولو،كرنيزو عملياتو، راټلولو، زيرمه كولو ، پروسس كولواو خرڅولو ته اړتيا لري. هارټيكلچر انسانانو ته غذا او طبيعت ته ښكلا وركوي. پس هار تيكلچر داسې تعريف كولاى شو: هارتيكلچر دكرنى هغه برخه ده چه دهغوكرنيزو نباتاتو دكرنى، روزنى اوساتنى سره سرو كار لرى كوم چه مخامخ انسانان دغذا، درملو او دښايست د مقصدونو لپاره تر استفادى لاندې نيسي . دهارټيكلچر نباتات دلاندې خصوصياتو په لرلو سره دنورو كرنيزو بوټو څخه توپير لري : 1. دهارټيكلچر دزيات شمير محصولاتو څخه په تازه ډول استفاده كيږي اواوبه يې دكيفيت عمده جز تشكيلوي . 2. دهارټيكلچر محصولات په عمومي توگه ژرخرابيدونكى Perishable دي . 3. دهارټيكلچر بوټى په لږه ساحه كې كرل كيږي مگر عايد يې په يوه واحده ځمكه كې دكرنې دنورو نباتاتو په پرتله خورا زيات دي . 4. په عمومي توگه دهارټيكلچر نباتات دښكلا له پلوه هم زيات اهميت لري . 5. دهارټيكلچر نباتات روزنيزې پاملرنې ته زياته اړتيا لري . له بله پلوه داگرانوميكي او ځنگلي بوټو حاصلات په غير ژوندي حالت كې داستفادي وړ وي . كه ځنگلى ونې دلرگيو او كاغذ جوړولو لپاره په څوواري ډول غوڅې شي په يوه واحد ه ټوټه ځمكه كې دهغو عايد زيات په نظر راځي مگر كه نوموړي عايد دهغو دعمرداوږ دوالي په اساس محاسبه شي په دې صورت كې دهغو عايد دهارټيكلچر دنباتاتو په پرتله خورا لږوي . دهارټيكلچر برخی :هارټيكلچر د دریوعمده برخو څخه بحث كوي . ۱ــ دميوودروزنې برخه )پومالوجى Pomalogy ( د بوتانيكى لحاظه ميوه پوخ شوى تخمدان ته ويل كيږى. البته دهار تيكلچر له نظره ميوه هغه غوښينه يا وچه دخوراك وړ برخه ده چه دگل يا دګل سره د تړلو اجزاؤ دپخيدو څخه لاس ته راځى. نو له هم دې وجې ځينې سابه د بوتانيكى له نګاه څخه ميوې ګڼل كيږي لكه رومى بادنجان او داسى نور . نو ویلی شو چی میوی په ډیرو برخو ویشل شوی دی لکه د ونوميوې دا ډول ميوې په ونوكې توليديږي لكه مڼی ، ناک ، زردآلو، بهی ، گيلاس او نور. دونوميوې په درې ډوله دي لكه پوم يانرم زړې ميوې Pome fruits چې غوره مثالونه يې مڼه ، ناك ، بهى او لوكاټ دي . سخت زړې ميوې Drupe fruits له گيلاس ، شفتالو ، آلو ، شليل ، زردالو او نورو څخه عبارت دي . زړې Nuts چې په دې ډله كې چارمغز، پسته ، بادام او جنغوزي شامل دي . د وړو بوټو ميوې دا ډول ميوې په ټيټ قد لرونكو بوټو كې توليديږي چې د هغو يو تعداد يې كمز��رې ساقى لري او واښه ډوله وي لكه انگور او ځمكنې توت. واښه ډوله څوكلنې ميوې لكه كيله او پاين ايپل. مختلفى ميوې لكه خرما ، ام .۲ــ دسبو د روزنې برخه) او لريكلچر Olerieultuer (سابه هغه واښه ډوله بوټى دي چې يوه يا څو برخى يې په اومه، پاخه ياپروسس شوي شكل خوړل كيږي او كيداى شى چه دګل سره تړاو ولرى اويا يى ونه لرى . دلته يو شمير سابه دهغو دخوراك وړ برخو سره ښودل كيږي . پالك او كاهو دهغو سبو له ډلى څخه دي چې پاڼې يې دخوراك وړ برخه تشكيلوى . مارچوبه ، كولرابى هغه سابه دي چې ساقى يې خوړل كيږى . دځينو سبو لكه رومى بانجانو ، توروبانجانو او مرچو ميوې دخوراك وړ وي . گازرې ، ټيپر او دسلاد چغندر داستفادې وړ برخى ريښى تشكيلوى . گلپى او شين گلپي )براكولى( هغه سابه دي چې گلونه يې دخوراك وړ دي . دمټرا�� لوبيا تخمونه او دپښۍ رواش) او سيلرې دپاڼو ساقى( ډنډر دانسان لپاره غذا برابروي . ۳ــ دگلانو او ښايسته بوټو روزنه دفلوريكلچر)Floriculture (زينتي باغواني دهارتيکلچر يوه برخه ده چه نه يواځې ديو کلنو ، دوه کلنواو څو کلنو زينتي بوټو دښايست په مقصد په باغونو، كورنو اوپټيو کي دکرلو او پالنې څخه بلکه دهغوۍ لپاره دبازار پيدا کولو او خرڅولو څخه بحث کوى. د زینتی بوټو کرنه او ساتنه نه تنها د زینت لپاره بلکۍ ښه اقتصادي ارزښت لری . سر بیره پر دی زینتی محصولات له بوی ، زینت او اقتصادی ارزښت سره په زیاتره دواګانو، بوۍ لرونکو موادو، تيلو ، رنګ جوړولو، عطرو جوړولو ، د ښځینه زینتی لوازمو په جوړولو او داسی نورو ډیرو شیانو په جوړونه کی ورځینی کار اخیستل کیږی .بايد وويل شي چې دهارټيكلچر نوموړي برخی يو له بله مطلق جلاوالى نه لري . مڼى او الوكه له يوې خوا دخوراك لپاره ميوه توليد وي له بلې خوا د ډولي بوټو په ډله كې هم راځي ځكه چې دهغو گلان او ميوي دښكلا په زياتوالى كې دزيات اهميت وړ گڼل كيږي . غوره بريښى چې دلته دهارټيكلچر دمختلفو شقونو دنباتاتو دپيژندنې په هكله څه ناڅه ضروري لومړنې معلومات وړاندې شي .
اساسي برخه: کرنه او مالداري

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1439

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1401

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1571

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2087

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6326

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…