د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

باغ جوړونه

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01thuinn.jpg

باغ جوړونه  د یوه نوی باغ جوړونه ډیره مهمه ده باید د باغ له جوړونی څخه دمخه د هغی هر څه په نظر کی ونیول شی له فنی کسانو څخه مشوره وغوښتل شی د باغ لپاره باید دهغی موقعیت ، اوبه خور ، سرک ،د خاوری ژوروالی ، د خاوری کیفیت ، هوا، همدارنګه ځینی نور زیات عوامل شته چی باید مخکی د باغ له جوړونی څخه په نظر کی ونیول شی اوخورا ډیر مهم دی .نو کله مو چی د باغ جوړونی لپاره ښه او مناسب ځای د پورتنیو خاصیتونو پر اساس تیار کړ او د ښه بزغلیو قوریه باید مونږ یو کال د مخه په نظر کی نیولی وی چی ښه په زړه پوری پیوندی نیال ولری او یا ښه به دا وی چی مونږ باید د باغ جوړونی تر مخه باید دخپل ضرورت سره سم او یا هم څه زیاته اندازه قوریه جوړه کړو او په خپل لاس یی ښه خدمت وکړو او پیوند یی کړو خو یاده دی وی چی د قوریی جوړونه هم ساده مه ګڼی باید دقوریی په جوړونه کی هم مونږ له فنی کسانو څخه مشوری تر لاسه کړو اونیال باید ورسته له پیوند څخه په لمړی کال کی له نیال خانی څخه وایستل شی . يوه ښه ونیال بايد درى يا د هغه څخه زيات جانبي شاخونه چې مساوي اوږدوالى او په مناسبو ځايونو كې چې په دايمي عمده شاخونو باندې راوړلی شي موقعيت ولري.هغه ونې چې كوچنى وي يا يو يا دوه شاخونه ولري د يو ښه شاخ لرونكي ونه ګڼل كيداى نه شي او نه شي كولاى چې د پيوندي ښه شاخ لرونكي نهال په پرتله وختي حاصل توليد كړي. او یو ښه نیال باید د یو نیم سانتی په شاوخوا کی قطر ولری او د یو نیم څخه تر دوه متره لوړ والی ولری. خو په لنډه توګه کله مو چی ښه په زړه پوری نیال د باغ لپاره آماده کړل بیا هم باید د فنی کسانو په مشوره سره سم نیال د نقشه کشی له مخی هر نیال په خپل ښه آماده شوی ځای کی کښینول شی او اوبه ور واچول شی او دنیال سر باید دنیال دنوع پر اساس پری شی مثلآ د مڼو د نیال سر باید له 75 سانتی څخه تر 90 سانتی پوری غوڅ شی د�� پدی خاطر چی زمونږ نوی نیالګی ښه په زړه پوری شاخونه نه لری اوپه دی کار سره به زمونږ نیال د نویو شاخونو لپاره تشویق شی او د یو ښی تنی درلودنکی به شی . همدارنګه که چیری زمونږ نوی نیال اضافه شاخونه ولری هغه ټول باید د ځمكې څخه د پاسه د ۲۵ سانتي مترو د لوړوالي په اندازه غوڅ شي . دتل لپاره یاد ولری چی تاسی هر کله او په هر موسم کی سکرونه او سپرایټونه وینی نو په همغه وخت کی یی پری کړی چی د ونو لپاره زیات تاوانونه لری سپرایټونه عبارت له هغو سپرو لښتو څخه دی چی د شاخونو د پاسه را وځی او سکر هغه سپری لښتی دی چی د ونو د تنو سره سم د ځمکی څخه را پورته کیږی . نو بیا وروسته له دی کارونه څخه باید مونږ نور نو خپل ځان د باغ د ښه خدمت لپاره چمتو کړو او دهر څه او هر عمل لپاره باید په همیشه توګه له فنی کسانو او دزراعت د څانګی له انجنیر صاحبانو څخه مشوری واخلو او هغه عملی کړو نو پدی صورت کی به مونږ یو ښه او کامیاب باغ ولرو کنه نو زمونږ ټول زحمتونه او د خپلی ځمکی بی ځایه بندوالی به هیڅ وی دیوه باغ روزنه د خپل اولاد له روزنی څخه کم مه ګڼی او هر وخت د هغی لپاره پدی چورت کی باید وی چی څنګه یی دوا پاشی ، شاخچه پریکونه ،او د هغی د مځکی نرمونه ، د بیکاره بوټو او وښو لری کونه ، همدارنګه په خپل وخت ور باندی د اوبو لګول خو همداسی نور هم زیات شیان دی چی باید دباغ په پالنه کی په نظر کی ونیول شی او باید همیشه ورته پاملرنه وشی .دونو شاخ بری د ونو تر نوعیت پوری اړه لری خو په عمومی ډول دځوانو ونو روزنه او شاخه بري د دوو هدفونو د لاس ته راوړلو لپاره تر سره كيږي . لومړۍ موخه يې داده چې د ونې يو قوي او مناسب چوكاټ لاس ته راشي. د ونې يو ښه منظم چوكاټ د لوړ كيفيت حاصل د لاس ته راوړلو سبب ګرځي. د يوه ښه چوكاټ لرونكې ونې كولاى شي چې ډير حاصل بيله دې چې د ونې شاخونه مات شي ديوه ښه چوكاټ لرونكې ونه په ډيره اساني او لږ مصرف باندې شاخه بري، دواپاشي او حاصل يې د كال په پاى كې ژر ټوليداى شي .دوهمه موخه د روزنې او شاخه بري داده چې په لومړنيو كلونو كې د ميوو ژر يا وختي لاس ته راوړنه ده. نن ورځ د باغ جوړولو لګښت خورا زيات دى. د باغ د جوړولو د سمدستي لګښت د لاس ته راوړلو لپاره دې ته اړتيا شته چې حاصل د باغ د عمر په وختي يا لومړنيو وختو كې شروع يا لاس ته راشي . هيره دې نه وي چې شاخه بري وختي حاصل لاس ته راوړل ځنډوي، ښه به داوي چې د ونې په روزنه باندې ډيره پاملرنه وشي. په داسې حال كې لږ شاخه بري ته هم اړتيا ليدل كيږي.د ونې د روزنې سيستم د ونو پر شاخه بري او عمومي ساحې چې ځومره ورته اړتيا شته د ليدو وړ اغيزه كوي .په درناوی سره
اساسي برخه: کرنه او مالداري

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1439

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1401

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1571

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2087

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6326

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…