د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دغنمو لرغونتیا

b_150_100_16777215_00_http___i26.tinypic.com_11cfkh4.jpg

 

لیکوال: عزت الله نوری

 

مقدمه

 

كرهنه په افغانستان كي ډيره پخواني لرغونتيا لري، خو په دي اړه تر اوسه پوره معلومات اوليكني په ځانګړي توګه د غنمو د لرغونتيا په هكله نشته او همدارنګه په دي هكله كوم عمده څيړنيز كار هم ندي ترسره شوي، ددي لپاره چي د پښتو ژبي د لا بډايني  لپاره يوڅه وڼده واخلم ،  د انترنيت د نړي له بيلا بيلومعتبرو نړيوالو كرهنيزو پاڼو څخه د انګريزي ژبي څخه پښتو ته يو څه نيم او نيمګړي معلومات راوژباړل او هيله مند يم چي د مسلكي كسانو د پاملرني وړ وګرځي اوو ددي ليكني د لا ډيري علمي او ادبي بډايني او نيمګړتياوو د لري كولو  په هكله زما سره د 

 

د ژبو د بډايني او پرمختيا زمونږ اوستاسو دنده ده. ژبي د ليكنو، ترجمو او نورو ادبي اثارو د منځته راوړلو په وسيله كولي شو چي سمسوري او پراخي كړو. نو د ټولو څخه دا هيله ده چي په هره برخه كي د خپلو ژبو لپاره كار وكړو، علمي او ادبي اثار، كتابونه او مقالي  خپلو ژبو ته را وژباړو او د نورو لپاره يي د لاسرسي وړ وګرځوو.

 

انسان او د هغه ژوي د غنم په بوټي د زرګونو كلونو راپدي خوا تړاو لري ، د غنمو له منځه تلل به يو ډير لوي ناورين منځ ته راوړي او ډير لږ ملتونه به وكولاي شي د يوه كال څخه د لږي مودي لپاره ژوند وكړي. داسي ويل كيږي چي د نړي ۳\۱ برخه خلك  د خپلي تغذيي لپاره په غنمو تړاو لري.

 

. د اسيا او اروپايي وګړو مدنيت په پراخه توګه په غنمو پوري اړه لري، له هغه وخته چي كرهنه پيل شوي ، غنم د ډوډي تر تولو مهمه منبع د اروپا او منځني ختيځ لپاره ده.

 

غنم  او اوربشي د پخواني نړي يو ډيرله مهمو حبوباتو له ډلي څخه دي، او دهغه عمده دانو له ډلي څخه دي چي لرغون پيژندونكيو په وسيله د ډبري له دوران څخه موندل شوي دي.

 

 د ډيرو پخوانيو زمانو څخه غنمو خپل مهم رول د غذا په توليد كي لوبولي دي، نن ورځ غنم د نړي د حبوباتو د توليد په لومړي كتار كي واقع دي  او د نړي ۲۰ فيصده كالوري چي د انسانانو په وسيله مصرفيږي د غنمو څخه توليديږي. غنم په پراخه پيمانه د نړي  په ټولو معتدلو، مديترانه يي او نيمه حاره سيمو كي كرل كيږي.

 

غنم د غذايي قيمت په اساس ((Nutritive Value جوارو ، اوربشو او وريجو په پرتله ممتاز دي ، غنم ۶۰-۸۰% كاربوهايدريت او همدارنگه ۸-۱۴% پروتين لري، د تخم په Endosperm كي Gluten protein  د غنمو اوړو ته دسريښناكتوب او د اوږديدو خاصيت د پخولو په وخت كي وركوي،غنم د پخوانيو كرهنيزو ټولنو لپاره د اروپا د انتلانتيك له څنډو څخه بيا  د هند نيمه قاري پوري او له سكندنيويا (Scandinavia) او روسيي څخه بيا تر مصره پور ي يو عمده بوټي وو او اوس هم دي. نو له دي امله دا د تعجب خبره نده چي ډير د غذا كلتورونه تل د غنمود ډوډي په وسيله پيژندل كيږي.

 

۳۰۰۰ كاله مخكي د اسونو په وسيله د يوي كړل د حبوباتو د ډيروالي سبب شو، په ۱۸مه پيړي كي د Seed Drill  يا تخم شيندونكي ماشين الات د تخم كرل، دلاس په وسيله د تخم د شنلو ((Broadcast ځاي ناستي شو. وروسته كله چي كرهنيز ماشين الات او وسايل  لكه تريشر، تراكتور، كيمياوي سري، اصلاح شوي تخمونه، منځ ته راغلل ، د غنمو په حاصلاتو كي پراخه بدلونونه منځ ته راغلل. نن ورځ د نړي لوي تجارتي توليدونكي هيوادونه د روسيي فدراتيف، د امريكي متحده ايالات، چين، هند، فرانسه او كانادا دي.

 

 

 

د غنمو لرغونتيا:

 

غنم د نړي تر ټولو مهم غذايي بوټي دي او داسي ويل كيږي چي غنم د لومړي ځل لپاره په وحشي ډول په منځني ختيځ كي شنه شوي او غنم لومړني بوټي و چي ۱۰۰۰۰ كاله مخكي كرل شوي دي د غنمو د كرلو له امله دپخوانيو وګړو په ژوندانه كي پراخه بدلونونه منځ ته راغلل ، خلكو د خپلو تخمونو په كرلو پيل وكړ او نور د ډوډي د لټون په تشويش كي نه وو دوامداره اوسيدل پيل شول ځكه چي غنمو د خلكو لپاره دوامداره ډوډي منځ ته راوړله او ډير ژر خلكو په پوره پيمانه غنم وكرل تر څو چي د نورو سيمو خلكو ته غذايي مواد منځ ته راوړي، او كله چي په پوره پيمانه غنم منځ ته راغلل د بيلابيلو كلتورونو ترمنځ راكړي وركړي انكشاف پيدا كړ

 

د هغه لرغونو شواهدو په بنسټ چي د پخوانيو وګړو څخه په غربي اسيا كي پاتي شوي ، محقيقينو دا موندلي چي انسان د ډوډي لپاره د ژوو له ښكار څخه د دانو ټولولو په لوري مخ اړولي، لومړنيو دانه ټولونكي لومړني ژرنده ګړي وو او هغه داني يي انتخابولي چي په اساني له پوست څخه جلا شي. خلكو داني په اور سري كولي، په اوبو كي ايشولي، اويا ميده كولي ترڅودخوړوپه ډول له هغه څخه كار واخلي ، نو له دي امله د دانو استعمال د غذا په توګه زمونږ د پخوانيو نيكونو ژوند او ورځني ژوندانه ته بدلون وركړ او بر سيره په دي دوامداره عمده تغذيه ددوي لپاره برابره كړه. د كرهني تحول او د تخمونو كرل د حاصل اخيستلو لپاره (تقريبا ۹۰۰۰-۱۰۰۰۰ كلونو مخكي) د انسانانو د غذا په  منبع كي بدلون راوست، انسان د ا توانايي پيدا كړه چي داني ژرنده كړي، ذخيره كړي، كښت يي كړي، او د دانو تجارت شروع كړي چي داد د تمدن پيل ګڼل كيږي.

 

 b_150_100_16777215_00_http___i30.tinypic.com_30djpue.jpg

 

غنم يو تاريخي دانه ده چي د ۱۰۰۰۰ كلونو را پدي خوا مصرفيږي.  غنمو په پخوانيو زمانو كي  مذهبي ارزښتناك رول درلود  او د ډيرو كلتورونو مذهبي برخه ګڼل كيده، مصريانو، روميانو، سومريانو او فنلنديانو اساطيرو (Mythology) د غنمو او كرهني خدايگوټي (رب النوع) درلودل ، Isis په مصر كي د حاصلخيزي او كرهني رب النوع ، Demeter د يونانيانو د كرهني رب النوع  وو. په استثنايي ډول په اوسني زمانه كي حبوبات  د چين په ځينو برخو كي مقدس شميرل كيږي.

 

غنم د پنځلسمي پيړي  په اخرو وختونو كي كله چي كولمبوس نوي نړي كشف كړه، امريكا ته وپيژندل شول. كله چي غنم د مستعمراتي كلونو  (Colonial Years) په اولو وختونو كي په امريكا كي پيل شول تر ۱۹ پيړي  تر اخرو پوري د غنمو كرل پرمختګ ونكړ او د Turkey red په نامه غنم يي واردول، دا غنم د يوه روسي مهاجر چي د كنساس ايالت ته يي كډه وكړه، امريكا ته يوړل شول. ويرجينيا ته د انګريزي مستعمرينو له خوا په ۱۷ مه پيړي كي و پيژندل شول. غنم په لومړي ځل  د امريكا په متحده ايالتو كي په كال ۱۶۰۲ ميلادي كي د Massachusetts د جزيري  په څنډو كي كرل شوي.

 

 

 

 همدارنګه امپراتورChin-Wong غنم دچين هيواد ته وپيژندل.

 

نظر په هغه نمونو چي د سويس د Lacustrine له ځايونو څخه لاس ته راغلي په سويس كي غنم تقريبا ۳۰۰۰ كاله مخكي د عيسي (ع) له ميلاد څخه  كرل شوي دي.

 

غنم لومړني بوټي و چي د انسان په وسيله اهلي شو، داسي ويل كيږي د ډوډي غنم د نيل په دره كي ۵۰۰۰ كاله د عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي كرل شوي  او داسي ښكاري چي  د فرات او سند سيند په شا او خوا كي ۴۰۰۰ كاله مخكي له ميلاد څخه او په چين كي ۲۵۰۰ كاله مخكي له ميلاد څخه كرل شوي اوهمدارنګه هغه غنمو چي د مديترانه يي مراكزو څخه سرچينه اخيستي،مكسيكو ته د اسپانويانو په وسيله په كال ۱۵۲۰ ميلادي كي و پيژندل شول.

 

 د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۴۰۰۰ كاله پخوا د غنمو كرل اسيا، اروپا او شمالي افريقا ته پراخه شو، نوي نوعو د غنمو (Wheat Species) انكشاف پيدا كړ ځكه چي پخوانيو بزګرانو شايد د غنمو له ښو بوټو څخه داني انتخابولي  تر څو د تخم په ډول د راتلونكي كال لپاره گټه ځيني واخلي ، نو په دي طريقه يوازي ښه كيفيت غنم له يوه نسل څخه بل نسل ته انتقال شول او ډير ژر غنم د ټولي نړي مهم بوټي و پيژندل شو او

 

د غنمو كرلو د وګړو تمدن (Civilization ) ډيرښت ته اجازه وركړله.

 

غنمو له جنوب غربي اسيا څخه له هغه سيمي چي د حاصلخيزي مياشتيFertile crescent ياديږي او په هغه كي د Iraq, Syria, Lebanon, Israel, West Bank, Gaza Strip, Kuwait, Jordan, south-eastern Turkey and west and south-western Iran.) سيمي شاملي دي، سرچينه اخيستي .

 

وحشي غنم د كرهني د منشا په ډول د حاصلخيزي مياشتي  په سيمه كي اهلي شول، د وحشي حبوباتو د تكراري كرلواوحاصل اخيستلو ، غنم د اهليتوب په لور د تغير منونكيو ، كلكو وږيو هغه چي بي عيبه د حاصل اخيستلو په وخت كي پاتي كيدل او د ډيرو دانو درلودونكي او د Spikelet په لور يي علاقه درلوده تر څو چي په ساقه كي د حاصل اخيستلو تر وخته پاتي شي، رهبري كړل. د تخم د پراګندګي (Dispersal) د مكانيزم د لاسه وركولو له كبله، اهلي غنمو محدود ظرفيت په وحشي ډول د تكثير درلود.

 

د اهلي غنمو د لومړني ظهور حقيقي وخت معلوم ندي، مګر د ۹۸۰۰-۸۸۰۰ كلونو قبل الميلاد يا ۸۸۰۰-۷۵۰۰ كاله قبل الميلاد اټكل شوي دي، اهلي شوي einkorn او emmer غنم په درويو ساحو د شمالي شام  ( عراق، جيركو Jericho او تيل اسود) كي موندل شوي ، لكن تاريخ او اهليت ددغه غنمو په يادو شو سيمو كي تر اوسه تر مباحثي لاندي دي.

 

د ډبري د وخت بنيادي بوټي Founder Crops  (Emmer (Triticum dicoccum, descended from the wild T. dicoccoides) Einkorn (Triticum monococcum, Barley (Hordeum vulgare/sativum, Lentil (Lens culinaris) Pea (Pisum sativum)Chickpea (Cicer arietinum) Bitter vetch (Vicia ervilia)Flax (Linum usitatissimum)  ) په روښانه ډول د شمالي شام په سيمو كي (عين غزل، ابو هريره، او تيل اسود ) او د شرقي تركيي په Cafer Höyük او Çayönü كي شتون لري. او بيلا بيلو ارقامو له مخي دا صحيح ده چي ووايو غنم ۱۰۰۰۰ كاله مخكي اهلي شوي دي.

 

د غنمو كرل د حاصلخيزي مياشتي Fertile Crescent په سيمو كي  د ډبري په دوران كي ((Neolithic period  پراخه شول، Aegean ته ۸۵۰۰ كاله د عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي ورسيدل او او د هند نيمه قاري ته ۶۰۰۰ كاله د عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي ورسيدل، د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۵۰۰۰ كاله مخكي غنم ايتوپيا، حبشي، لويي بريتانياو ايرلند او هسپانيا ته ورسيدل.او زر كاله وروسته غنم چين ته ورسيدل. داسي ادعا هم كيږي چي غنم په مستقل ډول د حاصلخيزي مياشتي (Fertile Crescent) له سيمي څخه د باندي هم اهلي شوي، خو په دي اړوند كافي شواهد ندي موجود.

 

د غنمو ځيني پاتي شوني په سوريي، اوردن،او تركيي كي موندل شوي، د اوسنيو غنمو نيږدي خپلوان د ځينو كيندنو چي په عراق كي تر سره شوي موندل شوي چي د هغوي عمر ۹۰۰۰ كلونو ته رسيږي.  نور لرغوني موندني دا ښيي چي د ډوډي غنم ۵۰۰۰ كاله د عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي  په هند، چين، او په انګليستان كي كرل شوي،.

 

همدارنګه د اوسپني په دوران كي (Iron Age) د ډوډي غنم Bread Wheat يا (T.aestivum) د خلكو د هستوګني لامل په ډيرو اروپايي سيمو كي شواويوه Sub species چي Club wheat يا (T.comactum) ده په ډيره پيمانه د ډبري ددوران د بزګرانو په وسيله د سويس په سواحلو كليو كي كرل كيدل.

 

هغه بوټي چي د اوسپني په دوران كي كرل كيدل د دريو شواهدو په بنسټ ښودل شي چي عبارت دي له : كاربن شوي تخمونه  Carbonized seed، د ګرده افشاني شويو دانو (Pollen Grains) او د هغه تخمونو اثرات چي په خاورينو كوزو كي اچول شوي وو.

 

 

 

د اوسنيوغنمو منځ ته راتګ:

 

په لومړيو وختونو كي غنمو د Grasses كورني په Triticeae پوري اړه درلوده ، په Triticeae  كي غنم، اوربشي، جودر او يوشمير نور وحشي مهم Grasses شامل دي

 

اګر چي د ډوډي غنم (Bread Wheat) مونږ او تاسو ته ډير عام دي خو دا غنم د يو څو اړوندو وحشي نوعو (Species)  لكه einkorn, emmer او spelt د Triticum جنس څخه منځ ته راغلي او ديو لړ طبيعي يوځاي والي (Natural Crossing) له امله د و حشي نوعو تر مابين په لومړي وختونو كي د ډوډي غنم (Bread Wheat) منځ ته راغلل.   

 

هغه غنم چي نن پيژندل كيږي، هغه له تكراري دورګه والي( (Hybridization د Triticum spp. او د Grass له نوعو ((Genus يعني Aegilops څخه منځ ته راغلي. هغه پروسه چي زرګونه كاله پخوا شروع شوله، هغه داسي وه چي

  1. وحشي Einkorn  (يو ډول پخواني غنم) (T.baeoticum) پخپل سر له Aegilops speltoides سره يوځاي شول تر څو چي وحشي    Emmer   (د پخوانيو غنمو يو ډول) يعني T.diccoides منځ ته راغي، او د دوهم ځل دورګه والي (Hybridization)  د Aegilops, ديوي نوعي (( A. Squarrosa سره د Emmer T. dicoccon چي پخواني شكل د مكروني اوړو (Durum Wheat) دي منځ ته راغلل. د ډوډي اوړه بلاخره هغه وخت منځ ته راغلل كله چي كرل شوي Emmer دوباره د A.squarrosa سره د  جنوبي Caspian بحيري په څنډو كي يوځاي شول.

دا تحول يوي پراخه د كرلو جغرافيوي ساحي ته چټك شو او د ډوډي غنم شپږ زره كاله مخكي د عيسي (ع) له ميلاد څخه توليد شول.

 

عصري ورايتيو انتخاب د طبيعي Mutation له امله  په لاندي ډول منځ ته راغي.

 

 b_150_100_16777215_00_http___i26.tinypic.com_2nrdno7.jpgb_150_100_16777215_00_http___i27.tinypic.com_24kw45f.jpg

 

 

 

د ماقبل التاريخ كرهڼه :(Pre-Agriculture)

 

لرغون پيژندونكي د لومړنيو كرهنو په شواهدو پسي ګرځي، چي داشواهد عبارت دي له ژرندو، د تخمونو د ساتلو وسايل، د كرلو وسايل، لور، او نور اړوندي مذهبي نښي نښاني. چي ځيني شيان په لاندي ډول موندل شوي هم دي.

  • ۷۵۰۰۰ كاله پخواني ساده مدوره ډبره چي څلور انچه ضخامت لري ، چي همواره د كار كړلو ډبره يي هم درلوده ، او له دي ډبري څخه د حبوباتو په اوړولو كي ګټه اخيستل كيده ، د فرانسي په La Combe كي پيدا شوه.

  • ۲۰۰۰۰ كلنه  د هاون ډبري د فرانسي په Vezere valley كي پيدا شوي.

  • ۱۲۰۰۰ كلنه لور ته ورته اله د فرانسي په Mas d'Azil كي وموندل شوه.

  • ۱۰۰۰۰ كاله مخكي يعني د  ډبري په دوران كي Einkorn  غنم د تركيي جنوب شرقي سيمو كي وكرل شول.

  • ۹۵۰۰ كلن د كرهني وسايل  د شمالي سوريي په ابو هريره كلي كي موندل شوي.

  • په سويس ۸۷۰۰ كلن داسي شواهد لاس ته راغلي چي د سويس هغه خلكو چي په غارونو كي ژوند كولو حبوبات يي په هموارو ډبرينو لوښو كي پخول او خوړل

  • ۸۰۵۰ كلن د لور تيغونه ، د ژرندي ډبري، او هاون، او همدارنګه د خټي كوزي د شمالي ايران له غاري كمبرند څخه لاس ته راغلي.

  • ۸۰۰۰ كاله پخوا Goat Grass ( Aegilops tauschii) او غنم (Triticum turgidum) سره يوځاي شول  تر څو چي د ډوډي غنم (Bread Wheat) منځ ته راغلل.

  • ۷۵۰۰ كاله پخوا د خټينو لوښو جوړولو صنعت منځ ته راغي

  • ۷۰۰۰ كاله مخكي د خټينو لوښو څخه د حبوباتو په ساتلو او پخولوكي گټه اخيستل كيده

  • ۶۰۰۰ كلن د حبوباتو د ساتلوصندوقچه، د كرلو وسايل، خټيني كوزي، د حبوباتو د وچولو داشونه په مصر كي موندل شوي.

  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۳۰۰۰-۲۷۳۲ كاله مخكي د لومړني يوي( قلبي )وسيله په مصري او چينايي تاريخي اثارو كي موندل شوي دي.

  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه۲۶۰۰ كاله مخكي مصريانو تخمير(خمير مايي) ته د ډوډي په پخولو كي انكشاف وركړ.

  • ۲۵۰۰ كاله د عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي د ډوډي غنم د هند په Mohenjo-Daro ، هنګري او چين كي ښكاره شول.

  • ۲۴۷۰ كاله د عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي پادشاهي نانوايي او د پخولو كټوو پاتي شوني د فرعونيانو له اهرامونو څخه  په مصر كي لاسته راغلي.

  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۲۰۰۰-۱۱۰۰ كاله مخكي يو زړه وصيت نامه چي په يوسف (ع) پوري اړه لري چي هغه د مصر د حبوباتو د ذخايرو سر پرستي  په غاړه لري، موندل شوي.

  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۱۱۰۰ كاله مخكي د قلبي د يوي اوسپنيز تيغونه وكارول شول.

  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۷۰۰ كاله مخكي په يونان كي د سولن قانون (Solon's Constitution) كرهني ته انكشاف وركړ، ډوډي او خاوره د Demeter (د كرهني رب النوع) د دين يوه برخه شوه، اوربشي منځ ته راغلي، غنم د Sicily ، د توري بحيري له سواحلو او مصر څخه وارد شول،  لاسي ژرندي په مصر او لري ختيځ كي وكارول شوي.

  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۲۰۰ كاله مخكي د غنمو د ژرندوپراختيا و موندله چي د غلامانو او حيواناتو په وسيله ترسره كيده.

  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۱۵۰ كاله پخوا د روميانو د ډوډي پخونكو اتحاديه منځ ته راغله.

  • د عيسي (ع) له ميلاد څخه ۱۰۰ كاله مخكي روميانو د اوبو ژرنده جوړه كړه.

 

 

 b_150_100_16777215_00_http___i27.tinypic.com_11syplx.jpg

 

 

 

په افغانستان كي د كرهني لرغونتوب:

 

افغانستان يو لرغوني هيواد دي هغه شواهد چي د قره كمر او د باميان د چهل ستون  له غارونو څخه لاسته راغلي دهغه په اساس مونږ ويلاي شو چي ۲۰۰۰۰ كاله مخكي له ميلاد څخه د افغانستان جامعي شتون درلود او د ډبري تر لومړني دوران پوري يي بيلا بيل پړاونه طي كړي دي او هغه داچي د ميلاد څخه ۲۰۰۰-۳۰۰۰ كلونه مخكي افغانستان كرهنه درلوده.

 

دا ټولو ته څرګنده ده چي د افغانستان لرغوني نوم اريانا وو ، د مكس مولر په نامه يو پوه وايي (اّر) د كرنې مانا لري، نو له دې كبله (ارين) د كرونكي او بزګر په مانا دى، چې دا دواړې ماناوې اوس هم په پښتو ژبه كې شته او ځينو شاعرانو او ليكوالو په خپلو شعرونو كې راوړي او هم د كندهار د پښتنو په سيمو كې رواج لري، لكه: \"اره لور پر غاړه\" چې په دې ځاى كې د كرنې مانا وركوي او دا ښكاره ده چې اريايانو له كرنې سره مينه درلوده او كرنه د هر شريف او نجيب سړي كاروو.

 

له نن نه پنځه زره كاله  وړاندې د شمال د دښتو د گرځنده سپين پوستو انسانانو يوه لويه ډله د افغانستان د شمالي څنډو په آريانا ويجه نومي ځاى كې سره راغونډ او مېشت شول او د خپل ملي تشخص په درلودلو سره يې يو منظم ټولنيز ژوند پيل كړ، دوى ته آريائيان يا اصيلان وويل شول او له همدې تشخص سره يې خپله سيمه آرياناويجه يا د اصيلانو ټاټوبى وګڼله.

 

ورو – ورو وپنځېدل، زيات شول اوله بلې خوا په جوي حالاتو كې بدلون راغى او اړ شول چې له آريانا ويجه نه چې د آمو په شمالي اړخ كې پرته ده د هندوكش شمالي لمنو ته راولېږدي او په دې پراخو سيمو كې خواره شي.دوى د اس سورلي دودكړه، كرنه يې كوله، ځاروي يې روزل او پر شيدو سربېره يې له وړيو او پوستكو نه ځان ته كالي جوړول، له لرګيو، خټو او فلزو نه يې لوښي جوړول، خدايګوټي يې لمانځل او د هغوى په نامه يې قربانۍ كولې .
په دې دوران كې د بلخ پيشداديانو د يما په مشرۍ د مدني اصلاحاتو يوه نوې دوره پيل كړه، په ژوند او د ژوند په چارو كې ژور بدلونونه راغلل او د كرنې  او ودانيو زوړ سيستم بېخي نوى شو .

 

د افغانستان لرغوني تاريخ په دريو دورو ويشل شوي:

 

د ډبري دوران: په دي دوره كي ډبرينو وسايلو وده وكړه، كرهڼه پيل شوه، او د حبوباتو د ساتلو لپاره يي د خټينو لوښو جوړول پيل كړل، نو له دي امله دي دوري ته يي ډبرينه دوره (عصر حجر) وويل شول، روسي لرغون پيژندونكي په دي باور دي چي د افغانستان په شمال كي د امو په څنډو كي د ۴۰۰۰ كلونه د ميلاد څخه مخكي غنم كرل شوي او له هغه ځاي څخه منديگك ته وړل شوي، ددي دوري اثار دامريكايي لويي دوپري په وسيله د بلخ ولايت په اق كپروك، د تخار په چنار گنجشكان او دبدخشان د كر په دره او هزار ګوسفند كي موندل شوي او پيژندل شوي دي.

 

د برونزو دوران: په دي دوره كي په افغانستان كي كرهني وده وكړه، تصوير لرونكي لوښي منځ ته راغلي، له خامو خښتو څخه كورونه جوړ شول، همدارنګه ددي دوري د خټو څخه جوړ شوي خدايان ددي دوري ځانګړتياوي ګڼل كيږي، د تخار دشلي تپهاو شورتوغي، د منديګك لاندني برخي، او اق كپروك پاسني برخي د سمنګان قره كمر او د كر دره ددي دوري نموني دي چي ددوي عمر ۲۰۰۰ كاله مخكي د عيسي (ع) له ميلاد څخه تعين شوي دي.

 

داوسپني دوران: ددي دوران لرغوني اثار په افغانستان كي د بلخ په قزل تپه، د جوزجان په طلا تپه ، د سيستان په شهر سوخته ،او د كندهار په منديګك اودموراسي كي پيژندل شوي دي.

 

 

 

:( Classification of Wheat) د غنمو طبقه بندي

 

غنم يو مركب (complex) بوټي دي ، ډيري بيلا بيلي نوعي د زرګونه كلونه داهليتوب څخه راپدي خوا كرل كيږي، د Cytogenetic له نظره غنم Polyploidy سلسله لري، ځني كرل شوي غنم Diploid كروموزومونه لري (2n = 14) او دوه سيټه د ځانګړو جينوم Single Genome ((AA درلودونكي دي. نور غنم (2n = 28) Tetraploid  او دوه بيل جينمونه

 

  (AABB or AAGG) په داسي حال كي چي نور(2n = 42)  hexaploid دي چي دري بيلا بيل genomes لري(AABBDD)  د اوسنيو او پخوانيو غنمو تر منځ توپير د Cytogenetic grouping په اساس دي.

 

 b_150_100_16777215_00_http___i32.tinypic.com_ht8io1.jpg

 

 

 

:( Hulled and unhulled wheat) پوست لرونكي او بي پوسته غنم

 

كرل شوي غنم د تريشل (د پوست څخه د جلا كولو) په اساس په دوه بيلا بيلو ټولګيو ويشل كيږي، هغه پخواني غنم Emmer, Spelt او Einkorn پوست لرونكي يا Hulled دي، ددوي Kernel د ګڼو Pales او Spikelet glumes په وسيله پوښل شوي دي ، نو ددوي د تريشل توليد ددانو (Grain) په ځاي Spikelet وي . نور پرمختللي كرل شوي غنم Tetraploid Durum او Hexaploid Bread غنم دي چي دا غنم بي پوسته (Free Threshing) دي ددوي Glum او Pale نازك دي او په دانه كلك نه وي نښتي، نو له دي امله د تريشل په وخت كي بي لوڅ Kernel لاسته راځي.

 

د پوست لرونكو غنمو پروسس له دي امله د بي پوسته (Free Threshing) غنمو سره توپير لري. د پوست لرونكو غنمو داني مخكي له پروسس څخه بايد له پوست څخه جلا شي، چي دا د ټكولو (Pounding) په وسيله تر سره كيږي. د بي پوسته غنمو استفاده ساده ده، وروسته له تريشل څخه غنم غلبيل كيږي او د ژرندي لپاره اماده كيږي. بي پوسته او پوست لرونكي غنم د مختلفو شكلونو له امله په بيلابيلو نمونو په ماركيت كي نومول كيږي، خو يو څه بايد په ياد ولرو چي پوست لرونكي او بي پوسته غنم د جينيتيك له مخي يو او بل ته ډير نيږدي دي. په ډيرو بي پوسته غنمو (Free Threshing) يا Turgidum wheat T. د پوست درلودلو (Huldness) څخه د لوڅوالي (Nakedness) په لور د Polygenic سيستم په وسيله ترسره شوي دي، حال دا چي په T.aestivum غنمو كي دا توپير د پوست لرونكو او بي پوسته غنمو (Free Threshing) نوعو توپير يواځي د د يوه جين د ميوتيشن ( د q جين) له امله منځ ته راغلي.

 

 b_150_100_16777215_00_http___i31.tinypic.com_2u9qq7k.jpgb_150_100_16777215_00_http___i26.tinypic.com_140j1vt.jpg 

 

 

 

يو بل مهم مارفولوجيكي(Morphological)  ځانګړتيا په غنمو كي دادي چي په وحشي غنمو كي وږي( (Ear د ريژيدونكي (Shutter) په ډول دي او په اهلي غنمو كي Fratures دي، د وحشي غنمو وږي (Ear) د پخوالي په وخت كي په مختلفو Spikelet جدا كيږي. په وحشي(AA)    Einkorn ، وحشي Emmer (AABB) ، د جلا كيدو ټكي (Disarticulation Point) د هر Spikelet  لاندي دي. په Aegilops Fauschii Coss. (DD) كي د جلا كيدو ټكي د Spikelet د پاسه دي.  اهلي غنم نه ماتيدونكي (Non Brittle) وږي(  Ear) لري او وروسته له پخوالي څخه هم  سالم پاتي كيږي.

 

 

 

د پوست لرونكو غنمو منشا او نيكونه :(Centers of origin and progenitors of hulled wheat)

 

۱-  Einkorn:

 

Triticum monococcum L.  يا  Einkorn غنمو منشا د تركيي غرني سيمه ده چي تر اوسه د Einkorn غنمو وحشي نيكونه (T.baeoticum Boiss) موندل كيداي شي او تر اوسه په خپل سر راشنه كيږي.

 

داسي ويل كيږي چيEinkorn  غنم د ډبري په دوران كي (Neolithic time) په پراخه پيمانه كرل كيدل

 

د سيمو د اقليمي شرايطو په تناسب Einkorn ډير د يخني، ګرمي، وچكالي، فنګسي امراض او د مرغيو د حملي په مقابل كي ډير مقاوم دي ، اګر چي د دي حاصل نظر Emmer او لوڅو غنمو (Naked Wheat) او Spelt ته ټيټ دي.

 

 

 

۲ – Emmer:

 

Emmer غنمو T. dicoccon Schrank په ډيره پيمانه د Fertile Crescent له شرقي غرونو څخه سرچينه اخيستي، په ايران، عراق، اردن، سوريه او فلسطين كي دي هغه وحشي نيكونه  (T. dicoccoides Koern. ex Schweinf.) تر اوسه د پرمختګ په حال كي دي، د T. dicoccon څلور نوري Subspecies  شتون لري چي په لاندي ډول دي:

 

dicoccon subsp. maroccanum Flaksb.

 

dicoccon subsp. abyssinicum Vav.

 

dicoccon subsp. europeum Vav.

 

dicoccon subsp. euroum Flaksb.

 

 

 

 Emmer  غنم لږ حاصل وركونكي ، دوه متره اوږده، كوچنيو دانو درلودونكي،  چي له ميوټيشن څخه منځ ته راغلي او سبوس(Husk) نه لري، په نيږدي ډول د اوسنيو مكروني له اوړو(Durum Wheat) سره تړاو لري  چي د Pasta د جوړولو لپاره پكار وړل كيږي.

 

Emmer تقريبا ۷۰۰۰ كاله مخكي د عيسي (ع) له ميلاد څخه منځ ته راغلي، دا غنم د اوربشو سره يوځاي د مصر په اهرامونو، په ټول نيږدي ختيځ او اروپا كي د پخوا وختونو څخه پيدا شوي دي، په حقيقت كي Emmer غنم لومړني عمده حبوبات په ماقبل التاريخ كي وو او يوازيني دليل د پخوانيو كرهنو پيل وو، او حتي نن ورځ هم د تركيي او سوريي په وروسته پاتي سيمو كي كرل كيږي.

 

وحشي Emmer غنم د منځني ختيځ په حاصلخيزه سيمه كي تر اوسه كرل كيږي، Emmer  د Tetraploid غنمو په كتار كي راغلي يعني د څلورو سيټو كروموزومونو درلودونكي دي چي ددوو Grasses Diploid  (T.Urartu  او بل  نا معلوم Diploid  (Grass له دورګه والي (Hybridization) څخه منځ ته راغلي ، Emmer لكه Einkorn  او Spelt پوست لرونكي غنم (Hulled Wheat)  دي په دي معني چي ددي غنمو پوست (Glumes) په سالم ډول په دانه (Kernel) پاتي كيږي او مخكي له دي چي دا نه پروسس شي په ميخانيكي ډول له داني څخه لري كيږي. او د پخوانيو او اوسنيو غنمو توپير په دي كي دي چي د اوسنيو غنمو(T. aestiyum) پوست په اساني لري كيږي.

 

Emmer غنم لكه Einkorn د كرهني له پيل څخه (۸۰۰۰-۷۸۰۰ كاله د عيسي (ع) له ميلاد مخكي) كرل كيدل او حاصل ځيني اخيستل كيدو يعني ۱۰۰۰۰ كاله پخواEmmer او اوربشي په پراخه ساحه كي (منځني ختيځ، لري ختيځ، اروپا، او شمالي افريقا) د ډبري له دوران څخه (۸۰۰۰ كاله د عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي) بيا د برونزو تر دوران پوري (۴۰۰۰ كاله د عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي ) كرل كيدل. Emmer اوEinkorn غنم د برونزو په عصر كي (۳۰۰۰ كاله د عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي) په اوسنيو غنمو بدل شول.

 

په مصر كي چي تر ۶۰۰۰ كاله قبل الميلاد پوري كرهنيز كلي منځ ته نه و راغلي ، Emmer  يوازيني غنم و چي د كرهني له پيل څخه بيا تر ۳۳۲ عيسوي قبل الميلاد پوري كله چي الكساندر (  Alexander the Great) مصر فتح كړ، كرل كيدل او د الكساندر د فتحي څخه وروسته Emmer  غنم په T. Durum غنمو بدل شول نو له دي امله د Emmer غنم تر ډيره وخته په مصر كي پاتي شول حال دا چي د مديتراني په نورو برخو كي لږ شوي وو، دا علت او شواهد نشته چي ولي مصريانو تر ډيري مودي Emmer غنم كرل حال دا چي په نورو سيمو كي له منځه تللي وو، شايد داد مصريانو د ډوډي كلتوري منبع پاتي شوي وي.

 

هيرودوت (Herodotus)  چي له ۴۹۵-۴۲۵ كاله د عيسي (ع) له ميلاد څخه يي ژوند كولو،  له مصريانو څخه نقل قول كوي او وايي: Emmer غنم يوازيني مناسب حبوبات د ډوډي لپاره دي ، مصريانو د Emmer غنمو څخه ډوډي پخوله خو دا څرګنده نده چي هغوي ددي غنمو په اوړو كي له خمير مايي څخه استفاده كړله او كه نه.

 

په اوسني عصر كي Emmer غنم په ډيره لږ پيمانه په بالكان، ايتاليا، هسپانيا، ايران، تركيه او هند  او همدارنګه په ډيره لږ پيمانه د امريكا په متحده ايالاتو كي كرل كيږي.  Emmer كولاي شي چي هرزه بوټي پخپله د لوړ قد له كبله كنترول كړي او همدارنګه د نايتروجني سرو څخه ګټه نه اخلي، په هغو سيمو كي چي نور بوټي اقتصادي ګټه ونلري Emmer  غنم د هغو سيمو لپاره يو په زړه پوري بوټي دي.

 

د Emmer  او Einkorn تركيب د اوسنيو غنمو سره ډيرتوپير لري او ددي ښه دلالت دادي چي په اوسنيو غنمو د زرګونو كلونو راپدي خوا Breeding  او انكشاف رامنځ ته شوي

 

Emmer  غنم په پراخه پيمانه پروتين 8.7%-18%) ( نظر اوسنيو غنمو ته كه چيري په يو شان حالاتو كي وكرل شي، لري او دا په هغه وخت كي په اثبات رسيږي كله چي اوسني غنم او Emmer غنم بدون له نايتروجني سري د استعمال څخه وكرل شي  نو په داسي حالت كي اوسني غنم نشي كولاي دد خپلي ودي اصلي پوتانشيل ته انكشاف ومومي.

 

اګر چي Emmer  غنم په لوړه پيمانه پروتين لري خو د ډوډي جوړولو لپاره مناسب ندي . هغه عمده پروتينونه چي په غنمو كي شتون لري او دډوډي په جوړولو كي برخه لري عبارت دي  Gliadin او Glutenin. د Glutenin پروتين د اوړو الاستيكي خاصيت (كشش خاصيت) مسوليت لري  او حال دا چي Gliadin د منبسط كيدو خواص لري. دادوړه هورمونونه د اوړو د څرنګوالي او استعمال  او د تخمير شوي دوډي د پخولو څرګندوي دي . د اوسنيو غنمو د Glutenin او Gliadin ترمنځ تناسب 1:1 دي چي دا يوه ښه تناسب د انقباض او انبساط دي، له بلي خوا Emmer  د Gliadin او Glutenin تر منځ تناسب 6:1 دي  ، نو په دي اساس د Emmer اوړه بي حده منبسط كيږي او دا ډيره مشكله ده چي له هغه څخه ډوډي توليد شي.

 

د يو لږ شمير ازموينو چي د Emmer په اوړو تر سره شوي دا ښيي چي د پخولو ډير ټيټ خاصيت نظر Spelt او Soft Wheat غنمو اوړو ته لري. اګر چي د Emmer  ډوډي ډير ښه اوبي مثاله خوند لري، مګر د Emmer له ۱۰۰% خالصو اوړو څخه د ډوډي پخول نامناسب ښكاري، كه چيري د Emmer غنمو اوړه له Hard Wheat اوړو سره چي خوند نلري، ګد شي يو ښه تركيب لاسته ځيني راځي.

 

 

 

۳-Spelt:

 

Spelt غنم Triticum spelta L. د Aegilops tauschii او T. dicoccon له يوځاي والي (Crosses) څخه منځ ته راغلي، ددي غنمو منشا له ختيځ څخه ده يعني د كسپين د بحيري جنوب ، قزاقستان او افغانستان څخه.

 

دا غنم د Emmer په شان دي مګر د پنډ پوست (سبوس Husk) درلودونكي دي چي په اساني نشي لري كيداي، Spelt غنم د لومړي ځل لپاره شايد د برونزو په عصر (Bronze Age) كي كرل شوي وي، ډير كم حاصل لري او كله چي تريشر شي د هغه ډيره برخه سبوس وي، د Emmer غنمو تر څنګ Spelt  غنم په پراخه پيمانه په بريتانيا كي د برونزو پيړي په اخرو وختونو كي  او د روميانو په وخت (Roman Period)  كي وكرل شول.

 

  

 

د پوست لرونكو غنمو د جرمپلازم اكتشاف او ټولونه:

 

Gökgöl ۱۹۳۹ كال كي د غنمو نوعي (Species) چي په هغه كي پوست لرونكي غنم هم شامل وود هغوي د منشا له سيمي په تركيه كي ټول كړل او طبقه بندي كړل (لومړي جدول)، اګر چي هغي په قطعي ډول وويل چي دا ماموريت د پوست لرونكو غنمو د نوعو (species) ټولولو لپاره نه وه ځانګړي شوي ، او له دي امله د پوست لرونكو غنمو ټوله شوي اندازه ډيره لږ ده تر څو چي د پوست لرونكو غنمو د انتشار له سيمو څخه په ټول هيواد كي نماينده ګي وكړاي شي. په اوسني وخت كي  د بوټو ۱۰كليكسيونونو(Herbarium) نموني د تركيي د Izmir د Menemen  په Genbank كي ساتل كيږي.

 

    Zhukovsky د ۱۹۲۵-۱۹۲۷  كلونو په اوږدو كي دري  د پيژندلو (Exploration) ماموريتونه په تركيه كي تنظيم كړل تر څو چي د بوټو نموني ټولي كړي، هغه راپور وركړ چي T. monococcumاو T. dicoccon  ۱-۲% ټوله د غنمو Acreage  (د ځمكي وسعت په Acre) هغه هيواد كي پوښلي ده، او په ډيره پيمانه په هغه سيمو كي پيدا شوي په كوم كي چي T. aestivum شتون درلود او په ځانګړي حالت په ډيره كمه پيمانه موندل شوي دي. او ده همدارنګه دا څرګندونه كړي چي دا غنم معمولا په مني كي كرل كيدل او په عمده ډول د پسرلي عادت لري. د كرلو عمده سيمه د اناتوليا په شمالي برخه كي د Kastamonu ولايت شا او خوا شميرل شوي دي، همدارنګه ليكوال متوجه شوي چي د اناتولي Emmer د هغه Emmer سره يوشان دي چي د روسيي د والګا سيمي په ساحه كي كرل كيدل.

 

 

 

لومړي جدول:

 

د پوست لرونكو غنمو د نوعو د توزيع په تركيه كي (د Gökgöl په وسيله ترسره شوي) 

 

د پوست لرونكو غنمو د كرلو پراختيا او اهليتوب  ( Domestication and spreading of hulled wheat cultivation)

 

د پاسنيو موندنو په رڼا كي Renfrew د نتيجي ته ورسيد چي د تركيي جنوب شرق د وحشي Einkorn غنمو اصلي ټاټوبي دي او دا پيشنهاد يي كړي چي دا  نوعه شايد د اناتوليا په غرب كي اهلي شوي وي او وروسته يي اروپا ته د يوه زراعتي بوټي په بڼه انتشار موندلي دي.

 

دا مطالعي دا څرګندوي چي Einkorn غنمو په ځانګړي ډول هغه سيمو ته پراختيا موندلي چي نسبي يخه هوا ولري ، او دا په ګرمو سيمو كي لږ كرل شوي او په ډيرو ګرمو هيوادونو كي لكه مصر او  جنوبي بين النهرين كي نشته. دا غنم د  دانتشار په سيمو كي نظر Emmer او اوربشو ته ډير لږ مشهور وو.

 

د Einkorn كرهنه په اروپا كي تر منځنيو پيړيو ( قرون اوسطا (Middle Ages پوري دوام درلود خو د اوسني پيړي له لومړي نيمايي څخه يي نور دوام ندي كړي.

 

Renfrew دا څرګندوي چي د   Emmer د انتشار سيمه يوه پراخه سيمه رانغاړي چي د توري بحيري له جنوب شرقي سواحلو څخه د تر كيي تر شرق او د شرقي بين النهرين تر سواحلو پوري رسيږي، همدارنګه Mt.Carmel. دا څرګندونه كړي چي Emmer نظر نورو اهلي شويو غنمو ته په پراخه پيمانه انتشار موندلي دي.

 

 b_150_100_16777215_00_http___i26.tinypic.com_15s33hf.jpg

 

د Harlan  او Zohary په ليكنو كي د وحشي غنمو سيمي ښودل شوي چي په هغه كي جنوبي تركيه، لبنان، اسرايل، اردن، عراق، ايران، او جورجيا شاملي دي.همدارنګه ليكوالان دي نتيجي ته رسيدلي چي نيږدي ختيز بايد ممكنه جنيتيكي مركز (Gene Center) د T.dicoccon لپاره وي.

 

نن ورځ Emmer چي په پخواني نړي كي د ډبري او برونزو په دوران كي عمده غنم وو، تر اوسه د بالكان به ځينو سيمو كي لكه پخواني چكوسلواكيا (Czechoslovakia) ، ايتاليا، اناتوليا، ايران، قفقازايا (Caucasia) او هند كي كرل كيږي، همدارنګه دا پخواني بوټي ايتوپيا ته هم انتشار موندلي او د Abyssinian Plateau كي كرل كيږي.

 

Spelt شايد د يخني په مقابل كي د مقاومت له امله شمال او شمال غربي سيمو ته لكه مولدوا (Moldova) بلغاريا، پولند، جرمني، يونان، او شمالي اروپا ته پرا ختيا موندلي وي. ددي كرهنه د ډبري او د برونزو او اسپني  په دوران كي ډيرښت موندلي دي.

 

Spelt د روميانو په وسيله و پيژندل شو او د پخوانيو غنمو ددوو نورو نوعو په شان يو د عمده حبوباتو له ډلي څخه په اروپا كي ددي پيړي تر پيله پوري وو، نن ورځ اروپا او غربي اسيا كي په ډير كمو سيمود كرل كيږي.

  1. د T. baeoticum د تخمونو پاتي شوني د يوي لرغون پيژندني څيړني څخه چي د هغه په منشا كي تر سره شوي د هغه لرغونتيا ۹۰۰۰-۱۰۰۰۰ كاله ماقبل الميلاد ته رسيږي. همدارنګه هغه كرل شوي تخمونه د Einkorn, Emmer,  بي پوسته غنمو (Free Threshing Wheat) ، نخود، باقلي (Vetch) او Bitter Vetch چي د تركيي د   Çatalhöyük on the Konya plain  په سيمه كي پيژندل شوي ۵۸۰۰-۵۶۰۰ ماقبل الميلاد اړه لري، ددي بوټو بيلا بيلي نوعي  چي  په دي سيمه كي موندل شوي دي، په دي اطلاق كوي چي په دي ساحه كي مخكي له دي چي  كله تمدن منځ ته راشي په پوره اندازي كرهني شتون درلود، د پيدا شويو بوټومعلومات په دوهم جدول كي وركړل شوي دي.

Einkorn غنم د نولسمي پيړي په منځ كي په يونان او تركيه كي كشف شول ، Emmer  غنم په ۱۸۷۳ كال كي د Körnicke له خوا په جنوبي  تر كيه كي  د  Hermon په غره كي پيدا شول.

 

وحشي Einkorn غنم په پراخه ډول له بالكان څخه تر ايران پوري كرل كيدل د منشا سيمه يي د Oak Park  ځنګله او د Fertile Crescent  شمالي او شرقي سيمي  له شمالي سوريي څخه تر جنوب غربي تركيي او د عراق شمالي برخي او د ايران غربي برخي دي همدارنګه داسي ويل كيږي چي د مركزي اناتوليي په هموارو سيمو كي هم كرل كيدل. دا غنم په ۱۹۷۰ كال كي  د Gordon Hillman له خوا د Karadag په Scree سيمه كي په يو اتشفشاني غره كي په انقره كي پيدا شول.

 

همدارنګه وحشي Einkorn  او Emmer  د جنوبي لبنان د هرمون (Hermon) له غره څخه په كال ۱۹۰۷ كي پيدا شول.  وحشي Einkorn  غنم په پراخه پيمانه د حاصلخيزي مياشتي (Fertile Crescent) په شرقي او شمالي سيمو كي كرل كيدل او همدارنګه د اسرايلو او اردن په شمالي سيمو كي ۱۰۰۰۰ كاله پخوا ډير پريمانه وو.

 

وحشي Emmer غنم د منځني ختيځ په حاصلخيزه سيمه كي تر اوسه كرل كيږي، په لاندي چارت كي تاسو ليدلاي شي چي  Emmer  د Tetraploid غنمو په كتار كي راغلي يعني د څلورو سيټو كروموزومونو درلودونكي دي چي ددو Grasses Diploid  (T.Urartu  او بل  نا معلوم Deploid  (Grass له دورګه والي (Hybridization) څخه منځ ته راغلي ، Emmer لكه Einkorn  او Spelt پوست لرونكي غنم (Hulled Wheat)  دي په دي معني چي ددي غنمو پوست (Glums) په سالم ډول په دانه (Kernel) پاتي كيږي او مخكي له دي چي دا نه پروسيس شي په ميخانيكي ډول له داني څخه بايد لري شي. او د پخوانيو او اوسنيو غنمو توپير په دي كي دي چي د اوسنيو غنمو(T aestiyum) پوست په اساني لري كيږي.

 

په مصر كي چي تر ۶۰۰۰ كاله د عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي كرهنيز كلي نه ومنځ ته راغلي ، Emmer  يوازيني غنم و چي د كرهني له پيل څخه بيا تر ۳۳۲ عيسوي قبل الميلاد پوري كله چي الكساندر (  Alexander the Great) مصر فتح كړ، كرل كيدل او د الكساندر د فتحي څخه وروسته Emmer  غنم په T. Durum غنمو بدل شول نو له دي امله د Emmer  غنم تر ډيره وخته  په مصر كي پاتي شول حال دا چي د مديتراني په نورو برخو كي لږ شوي وو، دا علت او شواهد نشته چي ولي مصريانو تر ډيري مودي Emmer غنم كرل حال دا چي په نورو سيمو كي له منځه تللي وو، شايد دا مصريانو د ډوډي كلتوري منبع په توګه پاتي شوي وي.

 

لرغون پيژندني دا مالوه كړي ده چي Fertile Cresent   هغه سيمه ده په چي په هغه كي غنم، اوربشي او د نړي ځيني نور كليدي بوټي اهلي شوي دي، دا پيژندني په دوه اساس دي

 

لومړي هغه شواهد چي پخواني اهلي شوي حبوبات لاس ته راغلي

 

دوهم د پخوانيو كروندګرو كليو شتون

 

كه چيري مونږ ۸۰۰۰-۷۸۰۰ كلونه مخكي له ميلاد څخه د اهلي شويو بوټي څرګند يدل فرض كړو،  په پراخه ډول د كرلو سيميو وسعت او پراختيا د Fertilie Crescent په ساحه كي  ۷۰۰۰ كاله مخكي له ميلاد څخه واقع شوي دي. او همدارنګه د دي بوټو د لوړ حاصل څرګنديدل د دي حبوباتو سريعي پراخيدوباعث شول.

 

ددي په پرتله كرهنيز كلي په بالكان، مصر، Transcaucasia او مركزي اسيا كي تر ۶۰۰۰ كال قبل الميلاد پوري نه و څرګند شوي، اهلي شوي بوټي او حيوانات هغه چي په دي ساحه كي څرګند شوي د نيږدي ختيځ له ساحو سره يو شان وو.  اګر چي په بالكان او مركزي اسيا كي د وحشي Emmer او Einkorn لرغوني نباتي (archaeobotanical) شواهد نشته ، خو لرغوني نباتي شواهد په واضحه توګه دا ښيي چي لومړني كرهنيز كلتور په نيږدي ختيځ كي انكشاف كړي، اګر چي وحشي غنم داسي ښكاري چي د Transcaucasia اصلي بوټي دي، خو د كرهنيز تمدن ډير وروسته نظر Fertile Crescent  ته په دي سيمه كي واقع شوي دي.

 

تر ټولو ډير پريمانه او ښه لرغوني شواهد د Spelt  غنمو لپاره په اروپا كي دي. د Spelt  غنمو پاتي شوني چي د ډبري په دوران پوري اړه لري (۲۵۰۰-۱۷۰۰ ماقبل الميلاد) په شرقي جرمني، پولند،Jutland   او همدارنګه دشمال غربي جرمني په دوه ممكنه ساحو كي  موندل شوي دي.

 

د برونزو په دوران كي دا په پراخه پيمانه شمالي اروپا ته وسعت پيدا كړ، د Spelt غنمو نور شواهد چي په نورو سيمو كي لاسته راغلي  هغه ډير ضعيف دي. تر ټولو پخواني د Spelt شواهد چي د ماقبل الميلاد په ۵ مه زريزه اړه لري په Transcaucasia كي له توري بحيري له شمالي څنډو، او د شمالي عراق د Yarym-Tepe II له هم عصره سيمي څخه لاسته راغلي دي.

 

ډير شمير د Spelt  غنمو د Glume بيلګي له Moldivia چي په ۴۰۰۰-۴۵۰۰ ماقبل الميلاد پوري اړه لري لاسته راغلي. د Agilops Spikelet پاتي شوني په ځينو لرغوني نباتي ځايونو كي لاسته راغلي دي، د مثال په ډول د برونز د عصر نموني د افغانستان د (Shorugai?) ، د سوريي Selemkahiye او همدارنګه د ډبري د وخت (Chalcolithic) د مركزي تركيي په Hasn I سيمه كي موندل شوي دي.

 

د بي پوسته (Free Threshing)  Hexaploid  غنمو شواهد چي په نيږدي ختيځ كي لاسته راغلي ، همدارنګه دا ډول غنم په ښه Morphological  بڼه چي Hexaploid غنمو د اناتوليا د جنوبي مركزي برخه كي  د Can Hassan III په سيمه كي چي ۶۰۰۰ كاله مخكي له ميلاد څخه يي تاريخ ټاكل شوي او همدارنګه جنوب شرقي اناتوليا د  Cafer Höyük په سيمه كي چي ۷۰۰۰-۶۰۰۰ ماقبل الميلاد كلونو اړه لري، لاسته راغلي دي.

 

په ۱۹۵۰ كلونو كي د كرهني د نړيوال سازمان (FAO) د حبوباتو د Plant breeding مشاور Hermann Kuckuck له خوا كشفيات د ډيري دلچسپي وړ وګرځيدل. چي په دي كشفياتو كي دا څرګنده شوه چي Emmer او   T.aestivum په شهر كرد كي چي  داصفهان څخه ۸۰كيلومتره جنوب غرب ته واقع دي دواړه ډير مهم بوټي وو.

 

Hrozný په كال ۱۹۱۳ كي دري عمده حبوبات په سومري ليكونو كي ولوستل چي هغه عبارت وو له ، وربشي  (še) ، ‘emmer’ (zíz) او غنم (GIG). سومري ليكني په ۱۷مه او ۱۲مه پيړي مخكي له ميلاد اړه لري،

 

نظر منځني ختيځ ته په مصر كي ډير لږ ماقبل التاريخ كرهنيزي سيمي پيژندل شوي دي نو له دي امله مونږ د ډيرو پخوانيو  نمونو د انكشاف څرنګوالي له لاسه وركوو، له دي ټولو سره سره دا واضح ده چي په مصر كي ۵۰۰۰-۶۰۰۰ كلونه مخكي له ميلاد څخه كرهنيز اقتصاد شتون نه درلود، تر هغه چي لومړني كرهنيز كلي د نيل په غربي دلتا كي په شمالي مصر كي منځ ته راغلل.  د نيل په وادي كي لومړني تمدن او د ډوډي توليد كلتور ۴۵۰۰ كاله مخكي له ميلاد څخه منځ ته راغي. د لرغونو نباتي  شواهدو په بنسټ كرهنه مصر ته له منځني ختيځ څخه پيژندل شوي ده. هغه نباتات چي په مصر كي پيدا شوي له هغه بوټو سره چي په منځني ختيځ كي ليدل شوي يو شان دي، له هغه دوو ډولو غنمو چي د ډبري په دوران كي په منځني ختيځ كي كرل كيدل له هغه څخه يوازي Emmer غنم په مصر كي موندل شوي دي.

 

په شرقي تركيه كي einkorn او emmer غنم د برونزو د دوران په پيل كي (۳۰۰۰ كال مخكي له ميلاد )  په ناڅاپي ډول د بي پوسته غنمو (Free Threshing) بدل شول، په مركزي تركيه كي  Einkorn  او Emmer  غنم  د يوه ټيټ بوټي په ډول د برونزو په منځني پيړيو(۱۹۰۰-۱۷۰۰ مخكي له ميلاد څخه) كي څرګند شول، چي د هغه نموني له Kaman-Kalehöyük څخه لاسته راغلي دي.

 

د لروغونو سيمو تقسيمات د وحشي غنمو د توضيع۶۰۰۰ كاله مخكي له ميلاد څخه په اساس د پخواني ډبري دوران Epipalaeolithic او يا د نوي ډبري دوران Neolithic سيمو كي. مكعب سمبولونه د اهليتوب شواهد بيانوي، تش سمبولونه نامعلوم حالت بيانوي،.

 

دوهم جدول:

 

له نيږدي ختيځ او اروپا څخه د پوست لرونكو غنمو موندل شوي نموني 

 

د spelt تخمونه چي د A. tauschii.  منشا په سيمه كي د لرغون پژندني تحقيقاتو څخه لاسته راغلي په ۵۰۰۰-۶۰۰۰ كاله مخكي له ميلاد اړه لري، د spelt منشا (Origin) ۲۰۰۰ كاله مخكي له دوو نور نوعو پوست لرونكو غنمو څخه دي.

  1. كله چي N.I. Vavilov په كال ۱۹۲۷ كي ايتوپيا ته سفر وكړ ، هلته يي ډيري نوعي د كرل شويو غنمو او اوربشو ټولي كړي چي په هغه كي Emmer هم شامل وو. Emmer تر اوسه د Fertile Crescent په مركزي او شمالي لوړو برخو كي په ډيره پيمانه په هغه سيمه كي چپري چي Emmer او Einkorn اهلي شوي كرل كيږي اګر چي د لومړني كرهني تاريخ ۸۰۰۰ مخكي د ميلاد څخه دي خو دا غنم ۶۰۰۰   كاله مخكي له ميلاد څخه   اهلي شويو حيواناتو سره يوځاي شول او د منځني ختئح څخه يي د باندي په پراخيدلو پيل وكړ.

په تركمنستان كي دا يوه غير معمولي حالت دي چيري چي Einkorn غالب بوټي دي، د تركمنستان په ډيرو هغو سيمو كي چي هلته Einkorn، او Emmer  غنم دواړه كرل كيدل، Emmer  د سازګاري له امله  په دي سيمه كي ډير مهم بوټي دي.

 

په هند  او مركزي اسيا كي ډير لږ شواهد د برونزو د زماني را پدي خوا شتون لري. دا د تعجب وړ خبره ده چي پوست لرونكو غنم ((Hulled Wheat په دي ندي كاميابه شوي چي پخپل سر په دي سيمه كي  راشنه شي .

 

له منځني ختيځ څخه د غرب په لور د كرهني پراخيدل  په واضحه توګه د Radiocarbon  د تاريخ ايښودلو (Dating) په لومړنيو كرهنيزو كليو كي مشخص شوي دي. په اروپا كي د غنمو د اهلي كيدو كوم شواهد په لاس كي نشته دي او همدارنګه د هغه وحشي غنمو شواهد هم نشته چي اهلي شوي وي، Emmer او Einkorn د وربشو او نخودو سره يو ځاي په اروپا كي انتشار پيدا كړ او همدارنګه مهم بوټي په ټوله اروپا كي وو.

 

د Emmer غنمو انتشار له منځني ختيځ څخه ښه اسناد شتون لري خو په ايتوپيا او په مغرب كي د پوست لرونكو غنمو (Hulled Wheat)  شتون او تاريخي قدامت تر اوسه ندي پيژندل شوي

 

د شلمي پيړي په اخرو كي پوست لرونكي غنم ډير عمده بوټي په هيڅ ځاي كي نه شميرل كيدل  په ټوله اروپا او اسيا كي پوست لرونكي غنم په بيلا بيلو وختونو كي زوال وموند، په شرقي تركيه، جنوبي جرمني او شمالي سويسزرلند كي له ۳۰۰۰ ماقبل لميلاد څخه تر ۲۰مي پيړي پوري دا غنم كرل كيدل.

 

د پوست لرونكو غنمو زوال په دريو ګروپو ويشل كيږي: اقتصاد ي بدلون، د غذايي رژيم بدلون، او د نويو بوټو منځ ته راتګ او پيژندل.

 

د Spelt غنمو زوال په تيرو ۱۰۰ كلونو كي په دوه عواملو اړه لري: لومړي اقتصادي فشار د حاصل د لوړولو لپاره چي د بي پوسته (Free Threshing)  غنمو انتخاب  تر څو چي محصولات لوړ شي ، دوهم د خوړو په عاداتو كي بدلون رامنځته شو او خلكو مصنوعي (Industrialized Food) خوړو ماركيټونو ته توجه پيدا كړه، چي دادواړه فكتورونه په تيره زمانه كي مهم وو. 

 

 

 

د پوست لرونكو غنمو اوسني انتشار( Today's distribution of hulled wheat) :

 

د اجتماعي، كلتوري،او د اقتصادي دلايلو له وجي ، د كلك پوست درلودونكيو غنمو يو ځل بيا شهرت پيدا كړ، نن ورځ دوي نور دي بيوزلو ډوډي لكه څرنګه چي پخوا وو ندي، خو برعكس، د يوي مفشني ډوډي په ډول د ځينو خلكو له خوا استعماليږي او نظر نورو د غنمو محصولاتو ته دا دوډي ډيره قيمته ده. د پوست لرونكيو غنمو تاريخ په ځانګړي ډول مونږ د بوټو جينيتيكي منابعو د ساتلو لپاره متوجه كوي، ځني بوټي په يوه دوره كي د ډوډي لپاره ډير مهم بوټي وو خو په بله دوره له ياده وايستل شول. 

 

د اوسنيو غنمو نيكونه بي جذابيت شكل يي درولود (ماتيدونكي ساقه يي درلوده، او كوچني تخمونه يي درلودل)، د لوړ حاصل وركونكي او په آسانه له پوست څخه جلا كيدونكيو غنمو منځ ته راتګ د پوست لرونكيو غنمو (hulled Wheat)  د هيرولو سبب شو او داغنم د لرغونيو بوټيو په كتار كي وشميرل شول.

 

په ايټاليا كي دي بوټو ته د Farro ويل كيږي ، اوس بزګران ډيره علاقه لري او هغه سيمه چي اوس د پوست لرونكو بوټو په وسيله كرل كيږي په چټكي پراختيا مومي، كرل شوي پوست لرونكي غنم (Einkorn, emmer, Spelt) په ايتاليا كي د Farro   د ډيرو پخوانيو Triticeae له ډلي څخه دي چي د انسان په وسيله د پيړو را پدي خوا كرل كيږي، اګرچي د يوي پيړي راپدي خوا دا غنم په بيړه د عصري د لوړ حاصل وركونكيو بي پوسته Unhulled) ) غنمو په وسيله تبديل شويدي، او د څو كلونو راپدي د طبيعي غذا او بيولوژيكي كرهني په سبب دا هير شوي بوټي ته پاملرنه ډيره شوي ده، نو پوست لرونكيو غنمو ته د پاملرني له امله د ايتاليا په بيلا بيلو برخو كي ساينس پوهانو د محلي توليدونكيو ټولنو په همكاري يو تجربوي پروګرام شروع كړي تر څو ددي غنمو توليدي قدرت څرګند كړي.

 

هغه معلومات (Data) چي په دي ورستيو كي د Farro په جينيتيكي څرنګوالي (Genetic Diversity) لاسته راغلي د Breeding پروګرامونو ددي بوټي لپاره د علاقمندي د انكشاف سبب شوي دي.

 

د نړي د Triticum spp كليكسيونونه په ديو شمير لږو جين بانكونو(gene bank) كي ساتل كيږي، تر ټولو لوي كليكسيون د امريكا د Collins ، د جاپان د Kyoto ، د ايتاليا د Bari او د روسيي د St. Petersburg كليكسيونونه دي.

 

د پوست لرونكو او بي پوسته غنمو د جرمپلازمونو يوه خلاصه چي امريكايي او ايتا ليايي بانكونو ته وركړل شوي دي په دريم جدول كي تشريح شوي دي.

 

نن ورځ پوست لرونكي غنم عموما په وروسته پاتي او حاشيوي سيمو كي د انسان او حيواناتو د تغذيي لپاره كرل كيږي، چي عموما دا غنم په تر ټولو غريبو خاورو كي په شرقي اروپا، استريا، ايتاليا، يونان، البانيا او نورد نيږدي ختيځ هيوادونه له كوم ځاي څخه چي دي غنمو منشا اخيستي ده كرل كيږي.

 

له تيرو كلونو راپديخوا د Emmer كرهني د خپلي پخواني توليدي  سيمي څخه د باندي هم پراختيا موندلي، په ځانګړي ډول د ايتاليا د مركزي ساحي لكه Marche, Umbria, Tuscany, Abruzzi اوMolise سيمو ته

 

 

 

دريم جدول:

 

د پوست لرونكو ټولو شويو غنمو معلومات چي د ازمير په Gene Bank كي ساتل كيڼي

 

د پخوانيو غنمو لرغوني پروسس او ذخيره:

 

په دي نيږدي وختونو كي د مصر  په امارنا كي  د سكرو شويو غنمونموني د يوي كيند ني څخه لاس ته راغلي، دا ساحه د يوه مصري  معبد پخلنځاي وو، چي لرغونتيا يي تقريبا ۱۳۵۰ كاله مخكي د عيسي (ع) له ميلاد څخه رسيږي. په دي پخلنځي كي سلندري داشونه په كونجونو كي جوړ شوي وو، ددي خوني په غولي د Emmer داني او بوس پراته وو.له دي څيړنو څخه داسي مالوميږي چي پوست لرونكي غنم مخكي له پروسس څخه نيني كيدل.

 

يوه اندازه معلومات چي د مصري غنمو له ذخيرو څخه لاس ته راغلي دا ښيي چي Emmer  غنم  په Spikelet يا پاك ډول ساتل كيدل. همدارنګه د غنمو ذخيري د قبرونو د نننه ايښودل كيدي ( ۲۰۴۰-۱۰۷۰مخكي له ميلاد څخه) تر څو چي مړ شوي شخص وروسته له مرګه دخواړو ذخيره ولري. ځيني دا ذخيري جوړي پاتي شوي او همدارنګه ځينو دانو خپل پخواني محتويات تر اوسه ساتلي، د مثال په ډول يوه لويه د غنمو ذخيره چي د Tutankhamen له قبر څخه پيدا شوي د قاهري په موزيم كي ساتل كيږي چي په هغه كي يوه ډيره پيمانه Emmer Spikelet  غنم او يوه اندازه وربشي ساتل كيږي.

 

Emmerغنم چي په ذخيرو كي د Spikelet په دول ساتل كيدل چي مثالونه يي د قاهري په موزيم، برطانوي موزيم  او همدارنګه د Oxford د Ashmolean موزيم كي شتون لري.

 

همدارنګه د شمالي يونان په Assiros كي د اوسپني د عصر په سيمو كي چي وچ اوړي لري Emmer غنم د Spikelet په شكل ذخيره شوي دي، همدارنګه د غربي اناتوليا د Kuruçay په Chalcolithic سيمه كي په څلورمه زريزه مخكي د عيسي (ع) له ميلاد څخه Emmer غنم د Spikelet په ډول ساتل كيدل.  د مديتراني د تاريخي شرقي سيمي څخه شواهد  نامالوم دي، خو داسي مالوميږي چي پوست لرونكي غنم  د Spikelet او همدارنګه د Grain يا دانو په شكل ساتل كيدل.  دوباره مصر ته ځو هلته ډير لږ شواهد د اوسيدو له سيمو څخه نظر قبرونو ته د غنمو د ذخيري په اړه لاس ته راغلي دي، خو دا په اثبات رسيدلي چي Emmer  غنم په Spikelet دول ساتل كيدل.

 

 د مصر د Amarna د Workmen له كلي څخه داسي وسايل چي د غنمو په پروسس كي كار ځيني اخيستل كيدو او په ۱۳۵۰ كاله مخكي له ميلاد څخه اړه لري پيدا شوي، چي په هغه كي يو كوچني اونګ چي له limestone څخه جوړ شوي چي ۱۲ سانتي متره يي قطر او ۱۴ سانتي متره ژور دي، له دي اونګ څخه د Emmer غنمو د پوست د لري كولو لپاره كار اخيستل كيدو، د Emmer  غنمو له پاتي شونو څخه دا مالوميږي چي په دي سيمه كي Emmer غنم يو مهم غذايي توكي وو .

 

 

 

د Spikelet  په ډول د غنمو ذخيره كول حتي په ګرم محيط كي د دانو پڼډ پوست د غنمو د دانو سره دامرسته كوي تر څو چي هغه د حشراتو له حملي څخه وساتي او همدارنګه د ډير وخت لپاره ژوندي پاتي شي.

 

كله چي Spikelet مات شي او له دانو څخه تش شي ، د دانو او پوست تركيب وچيدل، د مصر په ګرم لمر كي دا دنده په كم وخت كي سر ته رسيده، مګر په يخ موسم كي دا رطوبت د مصنوعي تودوخي په وسيله لري كيدو. كه چيري رطوبت وركول د پوست د لري كولو لپاره د مصر څخه د باندي سيمو كي اړين ګڼل كيدو نو د مصنوعي تودوخي وركول هم ضروري وو.

 

بل پړاو د پوست او دانو بيلول وو، تركي شواهد داښيي چي دا دنده د شمال ته د بادولو او غلبيلولو په وسيله تر سره كيده

 

د پخوانيو مصريانو د غلبيلولو او بادولو وسايل لاس رسي نه وو،  خو د هغوي په بدل كي نور شيان استعماليدل، د وښو او خرما څخه جوړ شوي ټوكري چي په پخواني ډول جوړي شوي وي د مصر د امارنه Amarna كلي ته نيږدي پيدا شوي چي د هغه څخه د بادولو لپاره كار اخيستل كيدو ، او همدارنګه يو اوسپنيز غلبيل چي د سوريو اندازه يي ۳ ملي متره وه هم پيدا شوي چي له دي غلبيل څخه د غلبيلولو لپاره كار اخيستل كيدو. له دي دواړو وسايلو څخه د غنمو او د غنمو د پوست د بيلولو لپاره كار اخيستل كيدو، د لرغون پيژندني Archaeological، نژاد پيژندني (Ethnographic)، او عملي تجربو ارقام دا ښيي كه چيري پوست لرونكي غنم يو څه اندازه لامده شي دوي كيداي شي چي په اونگ كي د ټكولو په وسيله بي له دي چي د هغوي دانو ته زيان ورسيږي د هغوي پوست جلا شي، وروسته له وچيدو څخه د غنمو پوست (Chaff) او داني د بادولو او غلبيلولو په وسيله جلا كيږي. د غنمو د وسايلو شكلونه او رقمونه مختلف وو، د مثال په ډول اونګ په اروپا كي له لرگي څخه او په مصركي له Limestone څخه جوړ شوي وو.  په خوا وختونوكي د حبوباتو اوړول ډير سخت كار ګڼل كيدو او معمولا دا دنده د ښځو په وسيله د دوو ډپرو په وسيله  تر سره كيده او همدارنګه ۱۳۰۰ كاله مخكي د عيسي (ع) له ميلاد څخه مصريانو له اوربشو څخه بير جوړول او دا شراب چي ۸ فيصده الكول يي درلودل د مصريانو په وسيله د ورځي يو غوړپ څښل كيدل

 

د مصر وچ اقليم د غذا د پروسس پاتي شوني د ساتلو مرسته يي كړي ده، هغه مهمي غذا چي په  لرغوني مصر كي چي په هغه كي Emmer او اوربشي تغير شكل شوي او په بيرو او ډوډي بدلي شوي وي لاسته راغلي دي. په لرغوني مصر كي پروسس شوي غذا دوي منابع لري، لومړي  په هغه مقبره كي چي هلته يو اندازه غذايي مواد د وروسته له مرګ څخه ژوند لپاره ايښودل شوي وو چي دهغه تاريخ  ۳۱۰۰ مخي له ميلاد څخه اړه لري، همدارنګه هغه ظروف چي په دي مقبرو كي ايښودل شوي يو ډول د بوسو په شكل تخمير شوي محتوياتو درلودونكي دي.

 

دوهمه منبع د مدنيتي سيمو څخه دي، د ميلاد څخه مخكي په څوارلسمه پيړي مربوط د Workmen په كلي كي د Amarna په سيمه كي ډير د خټو څخه جوړ شوي لوښو پاتي شوني موندل شوي دي. چي په ځينو دي لوښو كي د حبوباتو بوس او د غنمو پوست Bran)) درلودونكي وو. له  يونان باختري (Graeco-Roman) ښارګوټي څخه چي يو لړ ډيرو لوښو پاتي شوني لاس ته راغلي  چي دا ښار د Gebel Adda  ياديږي، دا راټول شوي شيان د  تورانتو ښار پهOntario   Royal موزيم كي ساتل كيږي.

 

غذايي پاتي شوني  له مدنيتونو څخه ډير په زړه پوري دي ځكه چي دوي په مستقيم ډول د پخوانيو په ورځني ژوند تړاو لري. د مړي د خاور سپارلو د مراسمو يوازيني معنوي منبع لرغوني ډوډي پيژندل شوي ده، ليكن دي هم د مړيني په مذهبي نمانځنو اړه درلوده،

 

د سبوسو او دانوچي په ډوډي كي اچول شوي وي مونږ ته دا اجازه راكوي چي د پخواني مصريانو د ډوډي  او بيرو حبوبات پيژندنه وكړو. هغه شواهد چي د بيرو له پاتي شونوڅخه لاسته راغلي دا ښيي چي په هغه كي Emmer يا اوربشو څخه جوړ شوي او يا ددواړو له تركيب څخه منځ ته راغلي . تر ټولو لويه لرغوني د Emmer ډوډي چي په مصر كي لاسته راغلي ۲۰۰ ملي متره يي اوږدوالي، ۱۷۵ ملي متره يي پراخوالي او ۱۰۰ ملي متره يي پنډ والي دي، خو متسفانه دا ډوډي اوس شتون نلري تر څو چي د هغي اجزاوي په دقيق ډول و ازمويل شي. نوري مصري لرغوني ډوډي چي تر اوسه پاتي دي هغوي كوچني دي ، ۱۰-۴۰ ملي متره پندوالي لري، ډيري هغه ډوډي چي  په مايكروسكوپي بڼه مطالعه شوي ، داښيي چي هغوي د وچ شويو اوربشو دانو سره يوځاي پخي شوي دي. 

 

د ډوډي د خمير مايي  پيژندل په ډوډي كي ډير مشكل دي ، يوه كمه اندازه د خميرمايي حجري په ځينو ډوډيو كي د Scanning Electron Microscopy په وسيله  پيژندل شوي دي.

 

هيرودوت (Herodotus)  چي له ۴۹۵-۴۲۵ كاله د عيسي (ع) له ميلاد څخه يي مخكي ژوند كولو،  له مصريانو څخه نقل قول كوي او وايي: Emmer غنم يوازيني مناسب حبوبات د ډوډي لپاره دي ، مصريانو د Emmer غنمو څخه ډوډي پخوله خو دا څرګنده نده چي هغوي په دي غنمو كي له خمير مايي څخه ګټه اخيسته او كه نه؟

 

په اوسني عصر كي Emmer غنم په ډيره لږ پيمانه په بالكان، ايتاليا، هسپانيا، ايران، تركيه او هند  او همدارنګه په ډيره لږ پيمانه په امريكا متحده ايالاتو كي كرل كيږي. Emmer  كولاي شي چي هرزه بوټي پخپله د لوړ قد له كبله كنترول كړي او همدارنګه  د نايتروجني سرو څخه ګټه نه اخلي، په هغو سيو كي چي نور بوټي اقتصادي ګټه ونلري Emmer  غنم د هغو سيمو لپاره يو په زړه پوري بوټي دي

 

د Emmer  او Einkorn تركيب د اوسنيو غنمو سره ډيرتوپير لري او ددي ښه دلالت دادي چي په اوسنيو غنمو كي د زرګونو كلونو راپدي خوا Breeding  او انكشاف رامنځ ته شوي.

 

Emmer  غنم په پراخه پيمانه پروتين 8.7%-18%) ( نظر اوسنيو غنمو ته كه چيري په يو شان حالاتو كي وكرل شي، لري او دا په هغه وخت كي په اثبات رسيږي كله چي اوسني غنم او Emmer غنم بدون له نايتروجني سري د استعمال څخه وكرل شي  نو په داسي حالت كي اوسني غنم نشي كولاي خپل پوتانشيل ته انكشاف ومومي.

 

اګر چي Emmer  غنم په لوړه پيمانه پروتين لري خو د ډوډي جوړولو لپاره مناسب ندي . هغه عمده پروتينونه چي په غنمو كي شتون لري او د ډوډي په جوړولو كي برخه لري عبارت دي  Gliadin او Glutenin . Glutenin د اوړو الاستيكي خاصيت (كشش خاصيت) مسوليت لري او حال دا چي Gliadin د منبسط كيدو خواص لري. دادوړه هورمونونه د اوړو د څرنګوالي او استعمال  او د تخمير شوي دوډي د پخولو څرګندوي دي . د اوسنيو غنمو د Glutenin او Gliadin ترمنځ تناسب 1:1 دي چي دا د انقباض او انبساط ښه تناسب دي، له بلي خوا Emmer  د Gliadin او Glutenin تر منځ تناسب 6:1 دي  ، نو په دي اساس د Emmer اوړه بي حده منبسط كيږي او دا ډيره مشكله ده چي له هغه څخه ډوډي توليد شي.

 

د يو لږ شمير ازموينو چي د Emmer په اوړو تر سره شوي دا ښيي چي د پخولو ډير ټيټ خاصيت لري نظر Spelt او Soft Wheat غنمو اوړو ته. اګر چي د Emmer  ډوډي يوډير ښه اوبي مثاله خوند لري، مګر د Emmer له ۱۰۰% اوړو څخه د ډوډي پخول نامناسب ښكاري، كه چيري د Emmer غنمو اوړه له Hard Wheat اوړو سره چي خوند نلري، ګد شي يو ښه تركيب لاسته ځيني راځي.

 

د مصري دانو او ډوډي لرغوني بيلګي  (( Egyptian bread and grain samples

 

داكتر چارلس ګلاباو (Dr.Charles Glabau) د حبوباتو پيژندوكي ساينسپوه د لاندي مصري دانو او ډوډي نموني امريكايي (The American Institute of Baking ) انستيتيوت ته په كال ۱۹۷۳ كال كي وركړل، ګلاباو يوه مقاله د خپل تحقيق په نمونو د ځيني فزيكي او كيمياوي صفات د مصري ډوډي تر عنوان لانده وليكله. په دي نمونو كي د پخي شوي دوډي او حبوباتو نموني وي چي ۱۴۹۴ كاله مخكي له ميلاد څخه  په مصر كي پخه شوي وه. دا ډوډي د نيويارك د Metropolitan د هنرونو موزيم د لرغون پوهانو په وسيله په كال ۱۹۳۶ كي كله چي دوي د Sen-mut    (master builder to Quen Hat-Shepsut)د والدينو او ځوان ورور مقبره وسپړله كشف شول،

 

له دي څخه دا څګنديږي چي پخوانيو مصريانو له ډير پخوا زماني څخه د ډوډي په پخولو او تخمير ،  پوهيدل.

 

  

 

د پوست لرونكو او بي پوسته غنمو جنيتكي ځانګړتياوي:

 

دريم جدول:

 

عمده بوتانيكي نومونه د وحشي او اهلي پوست لورنكي غنمو ، چي د جنيتيكي خواصو په اساس تنظيم شوي، بوتانيكي نومونه د Dorofeev او Migushova (۱۹۷۹) دي.

 

 

Ploidy Level

Botanical Name

Wild or Domesticated

Genome formula

 

Diploid

T.boeoticum Boiss

Wild

A

T.urartu Thum.ex Gandil.

Wild

A

T.monococcum L.

Domesticate

A

 

 

 

 

 

 

Tetraploid

T.dicocoides (Korn.ex Aschers.et Grabn) Schweinf.

Wild

AB

T.araraticum Jakubz

Wild

AG

T.araraticum (Scharank) Schuble

Domesticate

AB

T.palaeocolchicum Menabde

Domesticate

AB

T.ispahanicum Hesolot

Domesticate

AB

T.timopheevi (Zhuk)

Domesticate

AG

 

 

 

Hexaploid

T.spelt.L

Domesticate

ABD

T.macha Dekapr. Et Menabde

Domesticate

ABD

T.vavilovii (thum.) Jakubz

Domesticate

ABD

T.zhukovski Menabed et. Ericzjan

Domesticate

AAG

 

 

 

 

 

څلورم جدول:

 

د پوست لرونكي غنمو د ځينو طبقه بندي شوي اړوند جينونه، سيمبولونه د McIntosh 1983 په اساس دي.

 

د جين د سمبول د خاصيت د نومونو نوټ

 

(Gene symbol Character name Notes)

 

 

B

Inhibitor of awns

Bg

Black glume colour

Bs

Inhibitor of basal sterility in speltoids *

C

Club spike shape *

Ch

Hybrid chlorosis *

cn

Chlorina *

Ha

Grain hardness

Hd

Hooded (awns)

Hg

Hairy glumes

Hl

Hairy leaf

Hn

Hairy node

Hr1

Hairy rachis

lg

Liguleless *

ms

Male sterility *

Ne

Hybrid necrosis *

Ng1

Naked grain

Pbc

Pseudo-black chaff

Pc

Purple culm

Rf1

Rachis fragility

Ppd

Response to photoperiod *

q/Q1

Spelt factor

R

Red grain colour

Ra

Red auricles *

Rc

Red coleoptile *

Rg

Red glume colour

Rht

Reduced height

s

Sphaerococcum factor *

Tg

Tenacious glumes *

Us

Uniculm stunt *

v

Virescent *

Vrn

Response to vernalization *

W

 

* Not really explored until now in farro taxonomy

 

 

 

 

 

نتيجه ګيري او پيشنهادات (( Conclusion & Recommendations:

 

د پوست لرونكو غنمو له دي لنډي ecogeographical توزيح څخه ځيني ملاحظات راولاړيږي:

  • په افغانستان كي ددي ډول غنمو په هكله ډير معلومات د لاسرسي وړ ندي، او ددي ډول غنمو په هكله كوم تحقيقاتي كار ندي تر سره شوي تر څو چي ددي ډول غنمو لرغونتيا او سيمي څرګندي شي.

  • Spelt, emmer او einkorn په ديرو هيوادونو عمدتا اروپا، نيږدي ختيځ، مركزي افريقا او شمالي امريكا كي د كميدو په حالت كي دي

  • ښه معلومات ددي پخواني بوټي د كرلو لپاره د كمو هيوادونو په لاس كي دي، حال دا چي په نورو هيوادونو كي كم دي او يا هم په مكمل ډول شتون نلري.

  • يوازي لږ شمير سفرونه (expeditions) په لار اچول شوي تر څو دا نوعي د هغوي د Diversity په مراكزو كي راټول كړي.

  • په ډيرو كرل شويو سيمو كي ځايي اوسيدونكي كله نا كله پوست لرونكي غنم له منځه وړي او يا يي هم له له نورو Germplasms سره يوځاي كوي ، او يا يي هم له نويو كلتيوارونو سره تبديلوي، چي دا په لوړه پيمانه د جينيتيك له منځه تګ (Genetic Erosion) باعث كيږي.

  • په افغانستان كي ددي ډول لرغونو غنمو د شتون، سيمو او لرغونتيا په اړه بايد تحقيقي څيړنه تر سره شي.

 

 

ماخذونه:

  • Aaronsohn, A. 1910. Agricultural and botanical explorations in Palestine. Bureau of Plant Industry  Bulletin 180. United States Department of Agriculture, Washington, DC.

  • Ball, T.B. 1992. Phytolith morphometrics: the use of image analysis for morphologic and

               systematic study of various grass phytoliths (Bouteloua, Panicum, Zea, and Triticum). PhD

 

               thesis, Brigham Young University.

  • Bamakhramah, H.S., G.M. Halloran and J.H. Wilson. 1984. Components of yield in diploid,

               tetraploid and hexaploid wheats (Triticum spp.). Ann. Botany 54:51-60.

  • Barker, G. 1985. Prehistoric Farming in Europe. Cambridge University Press, Cambridge.

  • Bar-Yosef, O., A. Gopher, E. Tchernov and M.E. Kislev. 1991. Netiv Hagdud: an Early

               Neolithic village site in the Jordan Valley. J. Field Archaeol. 18:405-424.

  • Bhatia, G.S. 1938. A new variety of "Khapli emmer" wheat from India, and its bearing upon

               the place of origin of emmer wheats. J. Genetics 35(3):321-329.

  • Chelak, V.R. 1978. Phylogeny of the Ispahan emmer wheat T. ispahanicum Heslot. Cytology

               and Genetics [English translation of Tsitologiya i Genetika] 12(4):34-41.

  • Costantini, L. 1984. The beginnings of agriculture in the Kachi plain: the evidence of

               Mehrgarh. Pp. 29-33 in South Asian Archaeology 1981 (B. Allchin, ed.). Cambridge

 

               University Press, Cambridge.

  • Crawford, D.J. 1979. Food: tradition and change in Hellenistic Egypt. World Archaeology

               11(2):136-146.

  • D'Antuono, L.F. 1994. Obsolete wheats in Italy: an overview on cultivation, use and

               perspectives for their conservation. Pp. 41-48 in Report of the IPGRI workshop on

 

               conservation and use of underutilized Mediterranean species (S. Padulosi, H. Ager and E.

 

               Frison, eds.). International Plant Genetic Resources Institute, Rome.

  • Davies, M.S. and G.C. Hillman. 1988. Effects of soil flooding on growth and grain yield of

               populations of tetraploid and hexaploid species of wheat. Ann. Botany 62:597-604.90 HULLED WHE

  • Halstead, P. 1994. The North-South divide: regional paths to complexity in prehistoric

              Greece. Pp. 195-219 in Development and Decline in the Mediterranean Bronze Age (C.

 

              Mathers and S. Stoddart, eds.). J.R. Collis, Sheffield.

  • Hansen, J.M. 1991. The palaeoethnobotany of Franchthi Cave. Excavations at Franchthi Cave,

               Greece 7. Indiana University Press, Bloomington, IN.

  • Harlan, J.R. 1967. A wild wheat harvest in Turkey. Archaeology 20(3):197-201.

  • Harlan, J.R. and D. Zohary. 1966. Distribution of wild wheats and barley. Science 153:1074-

               1080.

  • Harris, D.R., V.M. Masson, Y.E. Berezin, M.P. Charles, C. Gosden, G.C. Hillman, A.K.

               Kasparov, G.F. Korobkova, K. Kurbansakhatov, A.J. Legge and S. Limbrey. 1993.

 

               Investigating early agriculture in Central Asia: new research at Jeitun, Turkmenistan.

 

              Antiquity 67(255):324-338.

  • Helbaek, H. 1959a. Domestication of food plants in the old world. Science 130(3372):365-372.

  • Henry, D.O. 1989. From foraging to agriculture: the Levant at the end of the Ice Age.

              University of Pennsylvania Press, Philadelphia, PA.

  • Hunshal, C.S., R.B. Balikai and D.P. Viswanath. 1990. Triticum dicoccum - its performance in

               comparison with barley under salinity. J. Maharashtra Agric. Univ. 15(3):376-377.

  • Jaaska, V. 1993. Isoenzymes in the evaluation of germplasm diversity in wild diploid

               relatives of cultivated wheat. Pp. 247-257 in Biodiversity and Wheat Improvement (A.B.

 

               Damania, ed.). John Wiley, Chichester.

  • Jacobsen, T. 1982. Salinity and irrigation agriculture in antiquity. Diyala Basin archaeological

  • Lisitsina, G.N. 1984. The Caucasus - a centre of ancient farming in Eurasia. Pp. 285-292 in

  • Miller, N.F. 1991. The Near East. Pp. 133-160 in Progress in Old World Palaeoethnobotany

              (W. van Zeist, K. Wasylikowa and K.-E. Behre, eds). Balkema, Rotterdam.

  • Mithal, S.K. and M.N. Kopper. 1990. Evaluation and conservation of wheat genetic resources

              in India. Pp. 201-209 in Wheat Genetic Resources: Meeting Diverse Needs (J.P. Srivastava

 

              and A.B. Damania, eds.). John Wiley, Chichester.

  • S. Padulosi,K. Hammerand J. Heller,editors,Proceedings of the First International Workshop on Hulled


  •  

  • Wheat 21-22 July 1995Castelvecchio Pascoli, Tuscany, Italy

اساسي برخه: کرنه او مالداري

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1867

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1807

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2076

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2653

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6860

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…