د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

سنځله

Multithumb found errors on this page:

There was a problem loading image 'file:///C:/DOCUME~1/353014~1.001/LOCALS~1/Temp/msohtml1/02/clip_image002.jpg'
There was a problem loading image 'file:///C:/DOCUME~1/353014~1.001/LOCALS~1/Temp/msohtml1/02/clip_image002.jpg'
 
b_150_100_16777215_00_karana-awmaldari_sinzala_sinzala12.JPG
 

 khost-web.net

 

سنځله Russian Olive:

Elaeagnus angustifolia

 

سنځله د Elaeagnus Angustifolia په كورني پوري اړه لري او يو دو مشيمه (Dicotyledon)  بوټي دي ، خپله ډيره نمو د سپرلي او مني په موسم كي تر سره كوي، دا بوټي سپينb_150_100_16777215_00_karana-awmaldari_sinzala_senzala10.JPG رنګ ته ورته پاڼي لري ، زيړ ګلان توليدوي همدارنګه  ددي وني ميوه په اوړي كي منځ ته راځي  او تر مني دوام پيدا كوي، ددي وني لوړوالي تر ۳۵ فوټه  رسيږي.

دا ونه د ريښي، تخم او قلمي په وسيله تكثير كيږي همدارنګه دا ونه د وچكالي په مقابل كي ډير مقاومت لري.

 

 

 

 

 

 

 

 


لومړي جدول:

كتګوري

دوه مشيمه

عمومي بڼهGeneral Type

ونه، بوټي Tree, Shrub

د ودي څرنګواليGrowth Rate  

سريع Rapid

د ودي موده  Growth Period

پسرلي او اوړي   Spring Summer

د ودي جريان  Growth Duration

د ټول كال په اوږدو كي Perennial

عمر Lifespan 

اوږد مهاله    Long

د ګل كړلو مدت    Bloom Period

د اوړي په اول وخت كي   Early summer

د مني د رنګ څرګندول Display fall color

نه   No

د وچكالي په مقابل كي مقاومت  Drought Tolarent

لوړ    High

د سيوري په مقابل كي مقاومت Shade Tolerance

مقاومت نلري   Intolerant   

ارتفاع  Hight When Mature  

35  فوټه وروسته له ۲۰  كلونو

د ګل رنګ Flower Color

ژيړ  Yellow

د تكثير طريقي  Propagation

لوڅي ريښي، قلمه او تخم

د رطوبت اړتيا  Moisture Requirement

 لوړ high

ټيټه درجه د حرارت  Minimum Temprature

-38 F

د ريښو لپاره د خاوري اندازهSoil Depth for Root

20  اينچه

د لنډو بوټو لپاره زهريت   Toxic to Nearby Plants

نه    No

وروسته له حاصل اخيستلو څخه د نمو قابليت

بلي

pH

6-9.5 pH

د اورښت اندازه  Precipitation Range

12-40 Inchers/Yr

 په يوه ايكر كي د بوټو اندازه

300-1200/acr

د مالګو په مقابل كي مقاومت

لوړ

د CaCO3 په مقابل كي مقاومت

لوړ

د نايتروجن د نصبولو وړتيا

لوړ

 

ددي وني پاڼي بيضوي او تياره شني دي، كوچني ژيړ او خوشبويه ګلان لري چي د مي او جون په مياشتو كي منځ ته راځي، دا ونه وروسته له دريو كلونو څخه ميوه توليدوي.

b_150_100_16777215_00_karana-awmaldari_sinzala_senzala5.JPGد سنځلو ريښي د Nitrogen Fixing root Nodules  درلودونكي دي چي دا ددي ونو سره مرسته كوي تر څو په ډيرو غريبو خاورو كي نمو وكړي او توافق تر لاسه كړي.

سنځلي په اصلي ډول په چين او جاپان پوري اړه لري او په 1900  ميلادي كال كي شمالي امريكا ته وپيژندل شوه.

<!--[if !vml]-->clip_image002.jpg<!--[endif]-->دا بوټي په امريكا كي د ځمكي د تخريب د مخنيوي، د ځمكو د احيا، د وحشي ځناورو د محيط د جوړولو او ښكلا  لپاره كرل كيږي، دا  بوټي  په غربي او منځني اسيا پوري اړه لري او له روسيي او قزاقستان څخه تر تركيي پوري ددي بوټي اصلي وطن دي. ددي بوټي پاڼي متانوبي دي چي د 4-9 سانتي مترو پوري رسيږي او 1-2.5 سانتي متره پراخوالي لري او همدارنګه څنډي يي همواري دي، په لوړه اندازه اروماتيكي ګلان چي دوه دري ځونډي يي سره يو ځاي وي  او ۱ سانتي متر اوږدوالي  لري  توليدوي اوددي بوټي ګلان د زيړي كرولا درلودونكي دي

 

<!--[if !vml]--><!--[endif]-->دا يوه عالي باد ماتونكي (Wind Break)  ونه ده چي د لږو اوبو په مقابل كي مقاومت لري او همدارنګه كولاي شي چي د مالګينو او Alkali خاورو كي وده وكړي ، ددي وني تخم ددريو كلونو لپاره په خاوره كي ژوندي پاتي كيداي شي، ريښي يي ژوري دي دا ونه په ريګي او كلكو كلي خاور كي نمو كولاي شي او د سيلابونو په مقابل كي مقاومت لري. دا ونه په يوه كال كي ۶ فوټه نمو كوي.

ددي وني له بيلابيلو برخو لكه ميوه، پوست او شيري څخه صنعتي او طبي ګټي لاس ته راځي. ددي وني له پوست څخه تتراهيدروآرمور - متيل N  استخراجيږي ددي وني له پاڼو څخه د آلكانوييد په نامه يوه بله كيمياوي ماده لاس ته راځي چي له دي دواړو مادو څخه ددوا په جوړولو كي ګټه اخيستل كيږي.

b_150_100_16777215_00_karana-awmaldari_sinzala_senzala57.JPGد سنځلي ميوه ددريو برخو (پوست ، منځني برخه او هستي ) څخه منځ ته راغلي. د سنځلي منځني برخه او هسته ډير غذايي اهميت لري ، د سنځلي منځني برخه دوه ډوله قندونه ګلوكوز او فركتوز او 7 نوعه اشباع شوي او غير اشباع شوي چربي درلودونكي ده. د سنځلي هسته 17 نوع امينو اسيدونه لري چي هر يو دا امينو اسيد ښه طبي ګټه لري. او داسي ويل كيږي چي دا ميوه د صفرا لپاره دوا ده ، په سنتي طب كي  دا ميوه د قبض لپاره ، د غاښونو او د معدي د زخم لپاره ديره موثره ده.

ددي وني څخه د عطر جوړولو او د لرګي  په صنعت كي گټه اخيستل كيږي.

دا ميوه د قي د مخنيوي لپاره هم يوه ښه دوا ګڼل كيږي. همدارنګه دا ميوه د سړو تبو دلري كولو او د زړه لپاره ښه ګتوره ميوه ده.

همدارنګه كه چيري دا ميوه د زيتونو په غوړو كي سره شي نو د خارښ، د بندونو د درد او همدارنګه د ويښتانو د نمو لپاره ګټوره ده.

 

 

 

 

په اسپانيا كي د سنځلو د ګلانو له شيري څخه د شديدو  او خطرناكو تبو په مخنيوي كي ګټه اخلي. د سنځلي په پوست كي آلكالوئيد الدآگنين او يوبل سريښناك آلكالوئيد شتون لري. د سنځلي ميوه د ويتامين A  او B  ويتامينونودرولودونكي ده همدارنګه لږ اندازه ويتامين K هم لري. همدارنګه سنځله د بواسيرو لپاره هم ګټوره ده، هغه څوك چي ډيري متيازي كړي دهغو د مخنيوي لپاره ښه دوا ده. سنځله د جګر د ناروغيو لكه زيړي لپاره ډيره گټوره ده، په سنځb_150_100_16777215_00_karana-awmaldari_sinzala_senzala579.JPGله كي د كلسيم اندازه ډيره ده نو له دي امله د هډوكي لپاره ګټوره ده. دا ميوه د درد ضد ، سرطان ضد او د ويني د فشار مخنيونكي ده. او همدارنګه د شكر د ناروغي لپاره ډيره ګتوره ده.

د سنځلي ګلان دوه ډوله يعني د نر او ښځي په شكل پيدا كيږي، سنځلي ته په انګليسي ژبه deaster او Bohemian oleaster  او Russian olive ، په فرانسوي ژبه chalef او Eleajne ويل كيږي. په عراق كي ورته  غبيده بادام او په عربو كي ورته غبيرا ويل كيږي، د سنځلو د ګلانو عطر په 50 متري كي محسوس كيږي.

 

د هغه لوښو او اسبابو تصويرونه چي د سنځلي له لرګي څخه جوړ شوي دي

 

 

 

 b_150_100_16777215_00_karana-awmaldari_sinzala_senzala6579.JPG

 

د سنځلي د ميوي د ټولولو پرمختللي ماشين الات

 

b_150_100_16777215_00_karana-awmaldari_sinzala_senzala33.JPG

 

b_150_100_16777215_00_karana-awmaldari_sinzala_senzala330.JPG

 

     

b_150_100_16777215_00_karana-awmaldari_sinzala_senzala09.JPG

 

  

 

ما خذونه:

·                                 Nonnative Invasive Plants of Southern Forests - USDA Forest Service

http://www.invasive.org/eastern/srs/RO.html - Aug 26, 2004

·                                 Fire Effects Information System - USDA Forest Service

http://www.fs.fed.us/database/feis/plants/tree/elaang/all.html - Aug 26, 2004

·                                 Weeds Gone Wild: Alien Plant Invaders of Natural Areas - Plant Conservation Alliance

http://www.nps.gov/plants/alien/fact/elan1.htm - Aug 26, 2004

·                                 Element Stewardship Abstract - The Nature Conservancy

http://tncweeds.ucdavis.edu/esadocs/documnts/elaeang.pdf - Aug 26, 2004

·                                 Invasive Plant Atlas of New England - University of Connecticut

http://www.lib.uconn.edu/webapps/ipane/browsing.cfm?descriptionid=49 - Aug 26, 2004

·                                 Weed of the Week - USDA Forest Service

http://www.na.fs.fed.us/fhp/invasive_plants/weeds/russian-olive.pdf - Nov 7, 2006

اساسي برخه: کرنه او مالداري

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1268

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1257

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1413

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1911

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6136

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…