د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د مڼو او ناكو د ځوانو ونو روزنه

 

 پوهنوال غلام رسول  صمدي، د كابل پوهنتون د كرنې پوهنځي د هارتيكلچر څانكې استاد 

  سريزه:

د مڼو او ناكو ونو د كښينولو په لومړي كال كښې د ښه ودې د لاس ته راوړلو په خاطر دې ته اړتيا ده چې د اقتصادي اړخه څخه كاميابه باغ جوړ شي.
د مناسب ځاى انتخاب  او د هغه تيارول، د سالمو او ښه ودې لرونكي نيالګيو استعمال، په مناسب وخت او ښه طريقه  سره د نيالګيو كرل او د مناسبو كرنيزو عملياتو څخه استفاده كول  ترڅو چې ښه بدني وده لاس ته راشي، د پورتنيو سپارښتنو په نظر كې نيولو سره داسې ونې لاس ته راځي چې بدني وده ئې د قناعت وړ وي ( ۲).
دځوانو ونو روزنه  او خاښه بري د دوو هدفونو د لاس ته راوړلو لپاره تر سره كيږي . لومړۍ موخه يې داده چې د ونې يو قوي او مناسب چوكاټ لاس ته راشي. د ونې يو ښه منظم چوكاټ د لوړ كيفيت حاصل د لاس ته راوړلو سبب ګرځي. د يوه ښه چوكاټ لرونكې ونې كولاى شي چې ډير حاصل بيله دې چې د ونې ښاخونه مات شي يا حمايه كوونكي ستنو (Pole)  ته اړتيا وي وساتي. ديوه ښه چوكاټ لرونكې ونه په ډيره اساني او لږ مصرف باندې ښاخه بري، دواپاشي او حاصل يې د كال په پاى كې ژر ټوليداى شي( ۲).
دوهمه موخه  د روزنې او ښاخه بري داده چې په لومړنيو كلونو كې د ميوو ژر يا وختي لاس  ته راوړنه ده.  نن ورځ د باغ جوړولو لګښت خورا زيات دى. د باغ د جوړولو د سمدستي لګښت د لاس ته راوړلو لپاره دې ته اړتيا شته چې حاصل د باغ د عمر په وختي يا لومړنيو وختو كې شروع يا لاس ته راشي . هيره دې نه وي چې ښاخه بري وختي حاصل لاس ته راوړل ځنډوي، ښه به داوي چې د ونې په روزنه باندې ډيره پاملرنه وشي. په داسې حال كې لږ ښاخه بري ته هم اړتيا ليدل كيږي.د ونې د روزنې سيستم د ونو پر ښاخه بري او عمومي ساحې چې ځومره ورته اړتيا شته د ليدو وړ اغيزكوي( ۱، ۲ ).

بزغالي
د ښه با كيفيته نيالګي انتخاب او د هغه انتقال د نوي باغ جوړولو لپاره ډير مهم دى. اكثرد مڼو او ناكو باغونه د  يو كلن پيوندي نيالګيو سره  چې ښوى يا جانبي ښاخونه نلري كښينول يا جوړيږي ( ۲).
د با كيفيته ښوى پيوند نيالګي بيخ يا قاعده د پيوند د پورتنۍ برخې څخه لوړ ۵،۱سانتي متره پنډوالى او د ۵،۱ څخه تر ۲ متره پورې لوړوالى بايد ولري او بايد د ښه نيلو درلودونكى وي. په عادي ډول يو كلن پيوندي نهال يو كال د پيوند څخه وروسته پلورل كيږي . پيوندي نهال دوه كاله وخت غواړي چې بازارته وړاندې شي، ددې اړتيا نشته  چې پيوندي نيالګي د دوكلنو څخه زيات په بزغالي كې وساتل شي. حال دا چې د ښاخونو لرونكي نيالګي په ډيره زياته پيمانه پيداكول ستونزمن كار دى، خو د ښاخ لرونكو نيالګيو كرل ډيرې ګټې لري( ۲) .
دښه ښاخونو او چوكاټ درلودونكي پيوندي نيالګي د هغو پيوندي نيالګيو په پرتله چې ښوى او ښاخونه نلري يو كال وختي پرحاصل باندې راځي او د حاصل د لاس ته راوړلو لپاره  يو كال  وختي  لنډ يا كموي. حاصل په  لومړنيو څو كلونو كې ډير وي. دافكتورونه  په تيره بيا په هغه باغوكې چې په ډير نږدي سيستم (Intensive Planting System )  سره كرل كيږي او د باغ د لګښت لاس  ته راوړنه يې سمدستي موخه وي مهم دي(۳،۲  ).
يوه ښه ونه بايد درى يا د هغه څخه زيات جانبي ښاخونه  چې مساوي اوږدوالى او په مناسبو ځايونو كې  چې  په دايمي عمده ښاخونو باندې راوړل شي موقعيت ولري.
 هغه ونې چې كوچنى وي يا يو يا دوه ښاخونه ولري د يو ښه ښاخ لرونكي ونه ګڼل كيداى نه شي او نه  شي كولاى چې د پيوندي ښه ښاخ لرونكي نهال په پرتله وختي حاصل توليد كړي.
د مڼو او ناكو نوى كښنول شوي نيالګى  بايد سمدستي ښاخه بري شي. ښاخه بري پس له نهال كښينولو څخه درى مهمې ګټې لري چې عبارت دي  له ( ۳،۴ ) .
1.  د نيالګي د ځمكې څخه  د پورتنۍ برخې او د نيلو تر منځ چې د بزغلي څخه د راويستلو په وخت كې ډير نيلې له مينځه تللي دي يو تعامل جوړوي.
2.  مستقيمه تنه،  نوې قوي ودې لرونكي ښاخونه چې مناسب  اوږدوالى ولري او په آينده كې ليدړ شي تشويق  كوي او د ونې د عمده چوكاټ بنسټ جوړوي.
3. نه غوښتل  شوي ، مات او مړه ښاخونه ليري كيږي  په عادي ډول نيلي نه ښاخه بري كيږي، كه چيرې  د نيالګيو كښينول په هغه ژورغالي  يا سيورو كې چې د ماشين په واسطه  جوړ شوي وي ځينې نيلي شايد ډيرې اوږدې وي، كه چيرې نيلي په سيوري  يا ژورغالي كې تخته  يا قات شي په آينده كې نوموړې نيلې په سكر (Sucker) باندې بدليږي، بايد نوموړې نيلې غوڅي شي.
د هر هغه هدف  لپاره چې نيلي ښاخه بري كيږي، نيلي  بايد سالمو انساجو ته نږ دي په مايله يا كوږ ډول سره  غوڅ شي چې د سكر د مينځ ته راتلو څخه مخنيوى  وشي.

د سر غوڅونې لوړوالى
 سر پريكړه نوى كښينول شوى نيالګى يا ونه نوې قوي وده لرونكي ښاخونه تشويق كوي. د پيوندي نهال د سر غوڅونې د لوړالي اندازه  په لاندې فكتورونو پورې اړه لري ( ۲،۵ ).
الف:  پيوندي نيالګي مخكې مناسب ښاخونه درلودونكي او يا ښاخونه  نه لري.
ب:  د روزنې سيستم
ج:  هغه پيوندي نيالګي چې ښاخونه  نه لري  په عمومي توګه د ۶۰ څخه تر ۹۰ سانتي مترو پورې د ځمكې د سطحې څخه پورته چې د روزنې په سيستم  پورې اړه لري سر يې غوڅ ( لنډ) كيږي.
 هغه ونه  چې ځمكې ته نږدې غوڅ شي  ډير لږ ښاخونه توليدوي،  خو ښاخونه  به يې ډير قوي وي. هغه ونه  چې په مركزي ليډر سيستم روزل كيږي، يا هغه ونه   چې د پايو ( ستنو) په واسطه حمايت كيږي د ۷۵  څخه تر ۹۰ سانتي مترو په شا او خوا كې يې سر غوڅ كيږي . په ځينو سيستمونو كې د ونې سر د ۱۰۰ سانتي مترو په اندازه غوڅ كيږي.
ښه ښاخ لرونكې ونه مخكې تر مخكې زيات عمده ښاخونه  د كښينولو په وخت كې لري. په داسي ونو كې ليډر د ښاخونو د ساحې څخه لوړ ۳ / ۱  برخه لنډ ( غوڅ) شي ( ۱ ، ۶).
د كښينولو په وخت كې اضافه ښاخه بري په ټولو ونو كې سپر( Spur)  او ښاخونه د ځمكې څخه د پاسه د ۲۵  سانتي مترو د لوړوالي په اندازه غوڅ شي . هغه  ښاخونه چې د لانديني ساحي څخه راوځي د سامان او وسايلو په انتقال ، دواپاشي ، د سكرونو په  كنترول كې خنډ را مينځ ته كوي او د لږ سوداګريزو ميوو د توليد سبب ګرځي.
په ښه خاښ لرونكو ونو كې ځيني ښاخونه دي ته اړتيا لري چې ليرې شي، عمده ښاخونه بايد د هغو د انتخاب او ليري كولو د معيارونو په اساس ليري شي.  د عمده ښاخونو ړنګي كوونه د پاته شوو عمده ښاخونو وده ښه كوي. هغه جانبي ښاخونه چې كوچينۍ يا تنكۍ زاويې لري او يا هغه ښاخ چې د تنې په بيخ كې وي او سور يې د تنې سره يو شان وي بايد ليري شي. دا كار د ليډر په غښتلوالي او قوي وده باندې خورا ښه اغيزه كوي. ځيني وختونه د بزغلي نيالګي يوازي او يوازي يوه يا دوه جانبي ښاخونه د ۴۵  سانتي مترو د ځمكې څخه  لوړ ساحي كې لري. دا ښاخونه بايد لنډ او په مناسب ډو ل  سره ځاى پرځاى تر څو چې په عمده ښاخو باندې بدل شي، د ۵ سانتي مترو په اندازه  لنډ شي. په داسې حالت كې چې يو جانبي ښاخ وجود ولري دا بايد په ۲ يا ۳  پندكونو لنډ يا په مكمل ډول غوڅ شي ، هغه جانبي ښاخونه چې غوڅ شوي نه وي كولاى شي د مركزي ليډر سره قوي رقابت كوونكي  اوسي(۲ ).
 د كيښنولو  په وخت كې په ورځنيزه ډول نيالګيو د جانبي ښاخونو سرونه بايد غوڅ  نه شي كه غواړي چې هغه په عمده ښاخونو واړول شي.
يوازي هغه وخت  د جانبي ښاخونو سرونه بايد غوڅ شي كوم چې وده ئې زياته ده  او د نوروسره په تعادل كې راشي او د كمزوري جانبي ښاخونو د ودې د تشويق سبب وګرځي.د نوې ونې د پندك څخه د پاسه د پوست غوڅونه ددې لپاره تر سره كيږي چې  يو مشخص پندك د عمده ښاخ د توليد لپاره پر تنې باندې تشويق شي.  ددې غوڅونې په واسطه اكسين لانديني برخې ته نه انتقال كيږي او پندك  په وده  باندې شروع  كوي. هغه نيالګي چې سالم،قوي او په درست شكل باندې كښينول كيږي ډير زيات جانبي ښاخونه توليدوي، دا عمليه بايد په يوه غيرضروري كار واړول شي(۱، ۳ ).
 د مني ښاخه بري او روزنه د وده ايز موسم په جريان كې د ونې د بدني ودې د ساحي د انكشاف د ښه چوكاټ لاس ته راوړلو سبب كيږي او دا استراحت په  حالت كې دونې د ښاخه بري اړتيا د ليد وړ په اندازه لږ كوي.

دليډر انتخاب
 د ليډر د نودې يا ښاخ لنډونه د مستقيم ( عمودي) ښاخ وده د ۲ يا  ۳  پندكونو ساحي ته نږدې د غوڅيدو ځاى ته زياته بدني وده تشويقوي او لږ بدني وده د هغه پندكونو د ښاخونو چې د تنې كښتې برخې كې موقعيت ولري تشويقوي . په عمومې ډول پاسني ښاخونه عمودي وده كوي او  په مساوي ډول قوي وي.
د مركزي ليدر ونې يوازي يوې حاكمې عمودي نودې ته چې يو ليډر مينځ ته راوړي اړتيا لري. كه چيرې عمودي نوده يوازي پريښودل  شي هغه عمودي ښاخونه چې پر سر غوڅ شوي ليډر باندې مينځ ته راغلي دي ډير قوي او ډير زيات اندازه وده پر ليډر باندې په وده ايزه مو سم كې كوي . د راتلونكي كال  د استراحت په موسم  كې دا رقابت كوونكي ښاخونه بايد ليري شي او د راتلونكي كال د ليډر پر وده باندې ډيره ښه اغيزه كوي(۲ ،۳ ).
د ليډر د انتخاب عمليه په لاندې ډول باندې تشريح شوې چې په مستقيمه توګه د ښاخ  وده ډيره زياته په عمده ښاخونو بدلوي. هر وده كوونكي نوده لاندې  خواته  اكسين ليږدوي، دا هارمون په نهايي غلبي كې  شامل دى  او د خاښ پر زاويه باندې د تنې  سره اغيزه لري. ډيره لوړه نوده عمودي وده كوي ځكه  چې اكسين په جريان د پندك غوړيدو او وروسته وخت  د ودې كې وجود نه لري. په ډيره زياته اندازه غلظت  د اكسين  هارمون د تنې لاندې برخوته حركت كوي او لاندني ښاخونه د تنې  سره زاويي پراخوالي ته تشويقوي. هغه وخت  چې نوده ۵ څخه تر۱۰سانتي مترو پورې وده وكړي د زاويې پر پراخوالي باندې د اكسين اغيزه پاى ته رسيږي. ليډر بايد هغه وخت انتخاب شي چې نوده د ۱۰ سانتي مترو په شااوخوا كې وده كړې وي او په طبيعي ډول باندې د زاويې پر غټوالي باندې اغيزې بشپړې شوې وي. يوه لوړه مستقيمه نوده چې په آينده كې  مركزي ليډر اوسي انتخاب او نور ټولې نودې غوڅي كړل شي( ۵،۶  ).
د نودې د پرې كولو په وخت كې بايد كوښښ وشي چې په بيخ د نودو كې انساج ټپي نه شي. دا ټپي كيدنه د مركزي ليډر وده وروكولاى شي. د يو بل تخنيك د ليډر د انتخاب لپاره دا دى چې د نهايي پندك څخه لاندې ۲ يا ۴ پندكونه د استراحت  په حالت كې دخاښه بري  په وخت كې غوڅ شي. ځكه چې  د اكسين جريان د يوې نودې څخه كيفايت نه كوي، هغه پندكونه چې د غوڅ شوو پندكونه  لاندې وده كوي ډيره تنكې زاويه جوړوي. كه چيرې د هر دليل پر اساس نهائي پندك وده و نه كړي ټوله نوده مړه كيږي او بايد تر هغه ځاى پورې چې پندكونه نلري غوڅ شي.د پندكونو ليرې كونه يوه ډيره ورو پروسه ده او همدا شان غير اقتصادي ده چې دا سپارښتنه نه كيږي (۲ ،۳  ).

نوره خاښه بري يا Additional Pruning :
ټولې هغه نودې چې ډيرې كوچينۍ زاويې لري او په غير مطلوب ځاى كې موقعيت لري مخكې تر دې چې اوږدوالى يې د ۱۰ څخه تر ۱۵ سانتي مترو  په شا او خوا كې زيات شي بايد غوڅ شي. دا عمليه  په هغه نودو باندې چې په اينده كې د ونې چوكاټ جوړوي وده يې قوي كوي او د هغې ودې اندازه چې پخوا ښاخه بري شوې ده لږ وي.
په ځينو ورايټي ګانو كې لكه Delicious  كې ډيرې نوې نودې تنكۍ يا كوچينۍ زاويې مينځ ته راوړي چې په ډير احتياط  سره مركزي ليډر انتخاب او هغه عمليې چې مخكې تشريح شوې ور څخه استفاده وشي. هغه وخت چې مطلوب  نوده كوچينۍ زاويه توليد شوي وي، دا حالت كولاى شو د پندك د سپړيدو څخه وروسته سمدستي  اصلاح كړو. كه چيرې  په پسرلي كې يو كوچينى لرګى د مركزي ليډر او نودې په مينځ كې كيښودل شي تر ۹۰ درجو پورې زاويه د نودو جوړيداى شي، حتى كه وروسته  نوده بيا نيغه وده وكړي د زاويې پراخوالى په خپل ځاى پاتې كيږي. دا  عمليه بايد مخكې تر دې چې نوده لرګينه شي صورت ونيسي، ښه و خت  هغه دى چې نودې د ۱۰ څخه تر ۱۵  سانتي مترو پورې وده كړې وي، هغه وسايل  چې د نودې يا تنې د حلقه كيدو باعث ګرځي بايد د ۳ څه تر ۴  اونيو وروسته ليري شي ( ۴،۵ ).

وختي ګل كوونه
د بزغالي څخه راوړل شوې ونې په لومړني كال د كښينولو كې ګل كوي، به تيره بيا كه پر ټيټو مورينو نيلو باندې وده كړي وي. څوانې ونې ښايي په هر عمر كې ګل شروع كړي. كه چيرې  ونه په داسي حالت كښې نه وي چې توليد شوې ميوه وساتل شي ،بايد ګلونه مخكې تر دې چې په مكمله ډول بدني وده وكړي غوڅ كړل  شي.ډيره زياته ميوه نيونه د ونې پر چوكاټ او بدني ودې باندې ښه اغيزه نكوي او چوكاټ د ونې ډير ژر خرابوي( ۲،۳).
د ونې د چوكات د جوړولو په خاطر داستراحت  په حالت كښې ښاخه بري او روزنه
ځوانې  ونې بايد د استراحت په حالت كښې  ښاخه بري شي. لږ دمني ښاخه بري د نودو دليرې كونه په خاطر تر سر شي. د ځوانو ونو ښاخه بري د استراحت په حالت كښې دوه هدفونه لري.
1.  دليډر د انكشاف تشويق او تنظم
2.  د عمده ښاخونو انتخاب او انكشاف

         دليډر منجمينت
هغه ونې چې په درست  شكل يا آزاد ډول سره ولاړوي ، ليډر دونې ښه چوكات او په زړه پورې لوړول رامينځ ته كوي.د ليدر قوي وده د ښه چوكات جوړولو لپاره لومړنۍ اړتيا ده. دا عمليه دوې مرحلې په دربر كښې نيسي.
لومړى: يو ليډر بايد انتخاب شي او نورې هغه رقابت كوونكې نودې غوڅې شي.
دوهم: په هغه ورايټي ګانو كښې چې په ليډر ساتل  ستونزمند كار دى د تير كال يا وده ايز موسم د نودې  وده ۳/۱ برخه لنډه شي، ددې كار په واسطه نيغ ليډر چې قوي وده تشويقوي ، سبب كيږي او د ښه ليډر د انكشاف باعث ګرځي.لكه څرنګه چې مخكې تشريح شوه ، هر كال د استراحت  په حالت كښې په مني كې د توليد شوي ليډر نوك بايد غوڅ يا لنډ شي. كه چيرې ليډر ښه وده كړي وي ،دوې مرحلې د ښه ليډر د انكشاف لپاره د قناعت وړ ښكاري ( ۴،۵ ).
 په هغه  سيستمونو كښې چې د ستنو يا پايو پواسطه ساتل كيږي، قوي ليډر درلودل مطلوب نه دي، قوي ليډر بايدړنګي شي او ضعيف جانبي نودې توليد شي. دا جانبي نودې بايد لنډې نه شي او پريښودل شي چې په لوړ ډول سره وده وكړي. په هغه سيستمونو كښې چې ونې پر حمايه وي ستنو باندې روزل كيږي د ليډر د انتخاب عمليې ته اړتيا نه شته دي. په ځينو حمايه وي سيستمونو كښې هر څومره چې ليدړ لوړيږي هغه ته ستنې يا پايې سره تړي او هيڅ كله ئې سر نه غوڅ وي( ۲،۳).
هغه سيمې چې بادونه لري يا د بعضو ورايتي ګانو ليډر عمودي وده نه كوي،كږيږي ،ښه داده چې ليډر لنډ شي او د لنډونه د ليډر  په نيغ كولو كښې مرسته كوي. په هغه حالت كښې چې ليډر كږيږي، ليډر بايد د موقتي ستنو سره وتړل شي او كوم وخت چې ليډر قوي شوو، خپل ځان خپله ساتلاى شي.
په ډيرو حالاتو كښې د ليډر نوي كوونه، د هغه د لنډ كوونكي پواسطه چې د قوي وده سبب كيږي مينځ ته راځي او نيغه نوده يا اوبه لرونكي نوده (Water sprout ) د ډيرو ښه لارو څخه ګڼل كيږي. په هغه ځاى كې چې د پندك ګل وختي توليد شوى دى او هلته بايد د نوي ليډر نوده توليد شي، ژر تر ژر بايد د ګل پندك ليري ترڅو ښه قوي بدني وده لاس ته راشي ( ۳،۲ ).

د عمده ښاخونو انتخاب
د ځوانو مڼو او ناكو ونو د عمده ښاخونو انتخاب  او انكشاف يوه دهغه مهمو مرحلو  د روزنې او ښاخه بري څخه شميرل كيږي.
د قوي او ښه شكل  عمده ښاخونه ددې سبب ګرځي چې په اساني سره د هغوى څارنه وشي او دونې يوه ښه موثره ساحه رامينځ ته شي او ډير زيات حاصل لاس ته راشي.
د عمده ښاخونو شمير په مورني نيلې (Rootstock )  او روزنې سيستم پورې اړه لري. په عمومي ډول په هغه ونو كښې چې په ستنو باندې روزل كيږي عمده ښاخونو ډير نږدې پريښودل كيږي.
عمومي هدف دادى چې په هر سيستم كښې داسې ازاده ساحه رامينځ ته شي چې په ونه كې په آزاد ډول د لمر وړانګې خپرې شي (۲ ).
د عمده ښاخ انتخاب عمليه لكه څرنګه چې مخكې تشريح شوه د غټې زاويه سره شروع كيږي. پراخه يا غټه زاويه د عمده ښاخ وده قوي كوي او ډير حاصل بيله دې چې ښاخ مات شي ساتلاى شي. په كوچنيو زاويو كښې پوست يو پر بل باندې فشار راوړي او لرګي يو د بل سره نه يو ځاى كيږي. په هغه ځاى كښې چې دوه ښاخونه ډير سره نږدې وي، د مرضونو او حشراتو د داخل كيدو امكانات ډير ليدل كيږي او هم كله چې ونه ډيره ميوه ونيسي، ښاخ ماتيږي.
هغه ونه چې ستنې نه لري،لومړنى عمده ښاخ بايد حد اقل د ځمكي څخه ۴۵ سانتي متره د پاسه پريښودل شي  او نور عمده ښاخونه بايد يو د بل څخه د ۱۰ څخه تر ۲۰ سانتي مترو په واټن ليري انتخاب شي.
يوه بشپړ رديف د عمده ښاخونه چې ۳ يا ۴ ښاخونه دي د تنې پر شااوخوا باندې په ښه ډول سره ځاى پر ځاى شي.دا ډيره مهمه ده چې زيات شمير عمده ښاخونه يو بل ته نږدې  بايد انتخاب يا پريښودل نه شي كه چيرې دا حالت رامينځ ته شو، عمده ښاخونه غذايي يا خوراكي مواد مركزي ليډر ته نه پريږدي، نو په دې وجه  د مركزي ليډر وده ضعيفه كيږي او خپل نهائي غلبه د لاسه وركوي يا كمزوري كيږي. كوم وخت چې د نهائي پندك غلبه له مينځ  ولاړه شي، په نتيجه كښې بې شكله د ونې ساحه مينځ ته كيږي. څنګه چې ونه وده كوي ، بل رديف  د عمده ښاخونو بايد انتخاب شي، په دې وجه دا ساحه د عمده ښاخونه پواسطه ډكه كيږي. يوه رديف د عمده ښاخونو د بل رديف عمده ښاخونو څخه د ۶۰ څخه تر ۱۰۰ سانتي مترو په اندازه بايد واټن ولري. هر عمده ښاخ بايد يو د بل سره څرنګه چې مخكې تشريح شوه د ۱۰ څخه تر ۲۰ سانتي مترو په اندازه واټن ولري.يوه طبقه د عمده ښاخونو د بلي طبقې د عمده ښاخونو څخه د ۱۰۰  سانتي مترو په اندازه واټن بايد ولري. دا واټن د لمر د وړانګو د ښه داخل كيدو سبب كيږي او ميوه په ډيره آساني سره راغونډيږي (۳).
په حمايوي سيستمونو كښې چې ونه په درى اړه خيزه شكل روزل كيږي عمده ښاخونه بايد د تنې پر شااوخواباندې يو ډول موقعيت پيداكړي، ولي واټن د يوې طبقې څخه بلې طبقې ته بايد ډيره زياته نه وي. دونې پرانيستي  چوكات يوه د عمده موخو څخه  شميرل كيږي، ترڅو په منظمه شكل د لمر وړانګې داخلي شي. ځينې وختونه د ليډر په وده  كې لږوالى  د عمده ښاخونه د نږدوالي څخه مينځ ته كيږي چې ګټور تماميږي. په هغه سيستمونو كښې چې پر چيلې باندې روزل كيږي هغه نودې چې د تنې څخه  راوځي پر چيلې باندې د عمده ښاخ په توګه روزل كيږي. د عمده ښاخ اوږدوالى په قاعده كښې په هغه ځاى  يا نقطه كښې چې د تنې سره موښتى دى د تنې په پرتله كوچينى وي. كه چيرې دا عمده ښاخ د تنې څخه قوي وي او ورو ورو په عمده تنې باندې د اړولو تمايل ولري بايد غوڅ شي.

د عمده ښاخونو روزنه او ښاخه بري
 د عمده ښاخونو انتخاب او د هغوى روزنه او ښاخه بري د يوه كامياب باغ بنسټ جوړوي. د عمده ښاخونو روزنه او د هغوى پراخ كوونه  په مختلفو ځايونو كې بايد مشخص شي. په هغو روايتي ګانو  لكه Empire  عمده ښاخونه په طبيعي ډول په مناسبو ځايونو كښې وده كوي، دا رنګه ورايتي ګانې ډير لږ عمده ښاخونو پراخ كوونكي ته اړتيا لري. ځينې ورايتي ګانې لكه Comice  ،Delicious  او Anjou  ډير لوړ عمودي ښاخونه توليدوي او په معمولي توګه دا عمده ښاخونه بايد  په ډير اندازه پراخ شي، ترڅو د ونې يو ښه چوكات جوړ شي(۳ ).

د عمده ښاخونو د پراخوالي ګټې
۱-  د عمده يا مركزي ليډر د غلبې ساتنه د عمده ښاخونو د ودې د لږوالي او عمودي وده د مخنيوي سبب كيږي. د عمده ښاخونو پراخ كوونه  دونې د ښه چوكات په جوړولو كښې مرسته كوي.
۲- د يوه عمده ښاخ د بل عمده ښاخ  سره د مزاحمت  له مينځه وړل او د هر عمده ښاخ وده تنطيمول په هغه ځاى كې چې ورته ټاكل شوې ده.
۳- د جانبي ښاخونو تشويقول. اكسين د نودې د څوكې يا د پاسه څخه كښته حركت كوي چې د عمده ښاخونو د لږ پراخ كيدو سبب ګرځي. دا كار د نهائي پندك غلبه لږوي، د ډيرو پندكونو سپړيدو ته اجازه وركوي او جانبي ښاخونه په اوسط ډول ښه وده كوي او سپرونه توليدوي.
۴-ګل كوونه او ميوه نيونه  تشويقوي. بدني وده په پراخ او افقي  عمده ښاخونو كښې لږوي، لږ جبرلين  توليدوي چې نوموړى د ګل كولو پر ضد عمل كوي. د اوسط وده لرونكو جانبي ښاخونو او سپرونو رامينځ كيدل د ګل جوړولو لپاره اضافه ساحي جوړوي. دا دوې اغيزې لري  چې ګل كوونه زياته وي او وختي يا ژر ميوه توليدوي.
۵- د ميوي كيفيت ښه ( اصلاح) كوي. د عمده ښاخونو د پراخ كيدو پواسطه د لمر وړانګې په ډير ښه  اساني سره د ونې په ساحي كې داخل كيداى شي. په پراخو  عمده ښاخونو كښې ميوه په ډيره آزاده ساحه كښې پرښاخ  باندې ځوړندې وي ( ۲ ،۳).
دعمده ښاخونو د پراخ كوونې پواسطه د لمر وړانګې د ميوې  پر شااوخوا ښه تماس پيداكوي، د ميوې رنګ ښه كيږي او د ميوې فزيكي ټپي كووني امكانات لږيږي.
دعمده ښاخونو د پراخ كولو وخت د ښاخونو په سخت والي پورې اړه لري تر ځو عمده ښاخ پراخه شي، د عمده ښاخ نوى لرګى بايد په ښه توګه وده  وكړي تر څو عمده ښاخ په خپل ځاى كښې ټينګ وساتي (۴ ،۶ ).
د عمده ښاخونو د پراخ كولو ډير ښه وخت د استراحت په حالت  يا پسرلي كې وختي يا ژر پس له هغه څخه چې وده شروع شي،دى. څرنګه  چې ټول نوي لرګي په عمده ښاخونو كښې نوى موقعيت اختيار وي، هغه وخت يا موده چې عمده  ښاخونو په اصل موقعيت كښې ځاى پر ځاى شي ډير لنډوي، معمولاً ۳ څخه تر ۶ اونيو پورې وي چې دا د عمده ښاخ پنډوالي پورې اړه لري(۲).
د عمده ښاخونو پراخ كوونه په مني يا حتى په اخير د مني كې صورت نيسي،مګر ډير ناوخته ډير ستونزمند وي، ځكه چې نوى وده او ښاخونه په نوي موقعيت كښې ځاى پر ځاى كوونه  ډير وخت  ته اړتيا لري. كه چيرې هغه ډير په زړه پورې جانبي ښاخونه چې كوچنۍ زاويه لري  يا كه  په ځوانو ونو كښې نوموړي ښاخونه درست ځاى پر ځاى كولو ته اړتيا لري، پراخ كول وروسته له كښينولو څخه بايد ژر شروع شي. معمولاً  پراخ كول د مني په شروع  وروسته له كښينولو يا يو كال وروسته په باغ كښې تر سره كيږي. دا يوه غير معمول كار  نه دى چې د ودې په جريان كښې عمده  ښاخونه د پراخ كولو په وخت كښې  عمودي  وده ځانته غوره كوي.
هغه ورايتي ګانې چې دا خاصيت ښكاره كوي لكه Delicious   ښائي عينې عمده ښاخ دوه يا درى ځلې پراخ كولو ته د ونې د ساحي جوړو په وخت كښې اړتيا ولري. دالاندې تخنيكونه يا طريقي د عمده ښاخونو د پراخ كولو (Spreading )  لپاره استعمال كيږي (۲ ،۳ ).
۱- د عمده ښاخ پراخ كول: عمده ښاخ ته د موقعيت وركولو په خاطر ښائي د لرګين ، اوسپنيز، پلاستيكي پراخ  كوونكي جوړ يا راونيول شي او د عمده ښاخ او ليډر تر مينځ ځاى پر ځاى كيږي. د پراخ  كوونكي (Spreader)  او ږدوالى د ۱۵ سانتي مترو څخه تر يوه متره زيات استعماليږي . مركزي ليډر بايد قوي اوسي تر څو د پراخ كوونكي فشار هغه د اصلي موقعيت څخه  بي ځاى نه كړاى شي يا هغه كوږنه كړي . په هغه ونو كښې چې ليډر ئې ضعيف وي بايد د بل تخنيك د پراخ كولو څخه استفاده وشي.
هغه ټپونه چې د پراخ كوونكي  الې پواسطه  پر عمده ښاخ باندې جوړ شوي دي  او كه د ډير وخت لپاره پاته شي د عمده ښاخ نسجونه  ته تاوان رسوي. هغه وخت چې عمده ښاخ خپل درست موقعيت ځانته غوره كړه بايد پراخ كوونكي ژر تر ژر ليري شي.
۲-د عمده ښاخ كښته تړل: په هغه ونو كښې چې ستنې يا پايه نه لري او په آزاد ډول ولاړې دي ، د تار يا پړي پواسطه د عمده ښاخ پراخ كول ډير موثر دي . پړى يا تار په ځمكه كښې د يوه داسې ميخ پواسطه چې د W  شكل ولري د ونې كښته يا لاندې برخې كښې ښه ټينګ شي. ډير كوښښ بايد وشي چې د عمده ښاخ د حلقه كوونه څخه مخنيوى وشي(۳ ،۴ ).
په هغه ونو كښې چې حمايه وي يا د چيلې سيستم لري، تار يا پړى مستقيماً  د سيم سره تړل  كيږي. ډول ډول تارين يا پلاستيكي مزي وجود لري، كوښښ وشي چې داسې  پړو څخه استفاده وشي چې عمده ښاخ حلقه (Girdle) نه كړي. د پراخ كوونكي غوټه د عمده ښاخ څخه چې هر څومره ژر ممكن وي ليرې شي تر څو د عمده ښاخ د ټپي كيدو څخه مخنيوى وشي(۵ ).
۳-د عمده ښاخونو درنول يا بارول: د عمده ښاخونو د پراخولو لپاره وزنونه كولاى شي خپله جوړ او يايې د بازار څخه پيدا كړو. د وزنونو د ځوړند كولو لپاره پر عمده ښاخونو باندې د چنګك يا كړۍ څخه بايد استفاده وشي. د وزنونو تول يا وزن د ۵۰ څخه تر ۴۰۰ ګرامه يا د هغه څخه زياته چې د عمده ښاخونو په حالت پورې اړه لري ، استفاده كيداى شي او مختلف وزنونه بايد موجود وي.
په ډير آساني ګانګريت په يوه قطي كښې چې د ۱۲ څخه ۱۴ كيج يا اندازه سيم د ځوړوندكولو لپاره پكښې كښيښودل شي  وزنونه جوړ شي.وزنونه په نوي  ښاخونو يا پر مختللو عمده ښاخونو كښې استعمال كيداى شي، تر هغه وخته پورې چې ښاخ  ارتجاعي خاصيت ولري وزنونه استعمال كيداى شي(۲ ).
د مناسب وزن انتخاب د عمده ښاخ د پراخولو لپاره ستونزمند كار دى. وزن لرونكي عمده ښاخونه  ښائي
 په ډير ورو سره كاږه شي ولي ځينې وختونه پس له هغه چې وزن ځوړند شي كږيږي. هغه وخت  چې وزن ځوړند شو، عمده ښاخ بايد وكتل شي هغه موقعيت  چې مونږ يې  غواړو عمده ښاخ پكښې ولاړ دى يائې د خپل اصلي موقعيت څخه ډير كوږ شوى دى يا هيڅ تغير ندى په كښې راغلى بايد مطمين شو.كه چيرې وزنونه د ډير وخت  لپاره پر عمده ښاخون  باندې  ځوړند پاتې شي د ښاخونو د حلقه كيدو سبب ګرځي، چې دا كار د چنګګ په ډول پورې اړه لري. وزنونه په هغو سيمو كې چې تند بادونه لري ښائي ښورونه  وخوري چې د عمده ښاخونو د ټپي كيدو سبب ګرځي(۴ ).

۴- د ډير غټ عمده ښاخونو پراخ كونه
په ځينو وختونو كښې ډير غټ عمده ښاخونه  ښائي ددې اړتيا  ولري چې كاږه يا پراخ شي.مخكې تر دې چې په دې كار لاس پورې شي په ډير احتياط سره عمده ښاخ ارزيابي شي، ايا دا به ښه وي ددې پر ځاى چې عمده ښاخ پراخ شي هغه  غوځ (ليري) شي. دداسو عمده ښاخونو د بيخ برخه بيله يوه خاص چلند پرته نه كيږ يږي. په داسو حالاتو كې د اره پواسطه څو غوڅو ونې د ښاخ د كږيدو په خاطر تر سره شي. ډير احتياط بايد وشي چې ښاخ مات نه شي ياكومه ستونزه پيدانشي(۲،۳  ).
الف: څو غوڅ ونې د عمده ښاخ په بيخ كښې بايد تر سره شي، ترڅو عمده ښاخ د كوږلو حالت ځانته غوره كړي.
ب: غوڅونه د عمده ښاخ كښته  برخې كې چې ژوروالى ئې ۳ /۱ د ښاخ د پنډوالي څخه زيات نه وي تر سره شي.
ج:  دا غوڅ شوي برخه بايد ليري شي.
 دا عمليه ډير وخت غواړي، غيراقتصادي او ښائي ډيره زياته اندازه ښاخ  ته خطر ناكه وي دا عمليه په عادي ډول( نورمال) د ښاخونو د ټيټوونې لپاره  ورڅخه استفاده ونه شي

۵- د عمده ښاخ پراخول
هغه وخت چې عمده ښاخونه پراخه كيږي بايد نوموړي ښاخونه د ۴۵ څخه تر ۶۰ درجو په شا اوخواكښې د عمودي ښاخ څخه  كاږه شي. ځينې ورايتي ګانې لكه Delicious   كه چيرې ۶۰ درجې يا د هغه څخه زيات كاږه شي اوبولرونكي نودې Water sprouts  توليدوي. په داسي حالاتو كښې  پراخ كوونه بايد د ۴۵ درجو په شااوخوا كښې وساتل شي. نورې ورايتي ګانې بيله كومي ستونزې څخه تر ۶۰ درجو پراخ كولاى شو. عمده ښاخونه په هغه ونو كښې چې په آزاد ډول ولاړ دي په افقي شكل كښته ډير كاږه نه شي.  كه چيرې ښاخونه ډير افقي كاږه شي، په كاږه ځاى كې د اوبو لرونكي نودې توليدوي .پردې سر بيره  ميوه نيونه  د عمده ښاخ د زيات كږيدو سبب ګرځي او ښائي د ځمكې سره تماس پيدا كړي او برسيره پردې د ميوه پر كيفيت حاصل هم لږوي(۵ ،۶ ).
په حمايه وي سيستمونو كښې عمده لاندني ښاخونه ۶۰ څخه تر ۷۰ درجو پورې پراخ كيداى شي. هغه عمده ښاخونه چې د تنې سره لوړ واقع دي تر ۹۰ درجو پورې پراخ كيداى شي. هغه وخت چې عمده ښاخ ډير كاږه شوي او كلك وي د دوښاخه(ددوښاخونو مينځ) تر مينځ د ماته كيدو امكانات ډيردي د داسو عمده ښاخونو د ښه كاږولو لپاره بايد عمده  ښاخ په عينې وخت كې چې كښته خواته وړل كيږي وتړل شي. د عمده ښاخ څرخيدل ۹۰ درجو ته د ښاخ د كږيدو لپاره كمك كوي، د ښاخ د مات كيدو خطر لږوي(۱،۲).

د عمده ښاخونو ښاخه بري
په عادي ډول يا هر وخت د عمده ښاخونو لڼدونه سپارښتنه نه كيږي. ځوانې ونې چې  قوي بدني وده  ولري په عادي ډول په كافي اندازه جانبي ښاخونه  په مناسبو ځايونو كښې بيله دي چې لنډ شي. په يو وار سره د عمده ښاخونو لنډونه كولاى شي وختي حاصل  د دويا د هغه څخه زيات كلونو پورې  و ځنډوي. كه چيرې دا غوڅونه په زياته اندازه وي تر څو كلونو پورې د حاصل وركونه د لاس څخه وځي لنډونه يا Heading back هغه وخت بايد تر سره كړو چې عمده ښاخونوضعيفه وده كړي وي. ځينې ورايتي ګانې د مڼو د ګل نهائي پندك ميوه نيسي، دا دګل پندكوونه په منظمه توګه د استراحت په حالت كښې غوڅ شي. وختي حاصل وركونه بايد په ډير احتياط سره  و څارل شي، ځكه چې حاصل عمده ښاخونه د خپل اصل موقعيت څخه تغير وركوي ، بيله دې چې د عمده ښاخونو لنډونه تر سره شي (۲،۳ ).

په ځوانو ونو كښې د حاصل وركولو تنظيم
يود عمده اهدافو د ټولې روزنې او ښاخه بري د عملياتو  په ځوانو  مڼو او ناكو ونو كې دادى چې وختي  پر حاصل باندې راشي(۲،۳ ).
د ښه ودې او چوكات لرونكي ونې چې  يو كلن پيوندي نهال ئې د بزغالي څخه لاس ته راغلى وي، په دريم كال كښې  لږ حاصل په باغ كښې توليدوي. د ښه چوكات لرونكي ونې چې ښه وده ئې كړي وي په دوهم كال كښې په باغ كښې په حاصل باندې راځي . د وختي يا ژر حاصل  لاس  راوړل د مورني نيلو (Rootstock )  اغيزې پر ګل كولو باندې اړه لري . هغه مورني نيلي بوټي چې ژر په حاصل باندې راځي  كله د تخم نيالګي يا MM111 ګل كونه د هغه مورني نيلي بوټي  په پرتله چې ژر په حاصل باندې راځي ګل كونه ځنډوي(۵ ).
وختي په حاصل وركونه د دو د ليلونو په خاطر ضروري دي.
لومړى: د باغ د جوړولو لګښت په مناسب وخت كښې د وختي  حاصل  په واسطه بيا لاس ته راوړل
دوهم: وختي يا ژر  په حاصل باندې راوړل ددې لپاره اړتيا ده چې په هغه باغونو كښې چې د ونو ترمينځ واټن لږ دى ( High- density orchards  ) بدنې وده كنترول شي.
 په هغه باغونو كښې چې  ونې ډير نږدې كښينول شوي دي د حاصل وروستوالى  د ګڼ كيدو سبب ګرځي او زياته ښاخه بري ته اړتيا ليدل كيږي. دا عمليه كولاى شي د هميشه لپاره د حاصل نيولو خاصيت لږ كړي. د وختي  حاصل نيولو لپاره  بايد داسي انتظام برابر شي چې د ډير حاصل نيولو څخه مخنيوى وشي.
پر ځوانو ونو باندې  د ډير حاصل شتوالى دوې نيمګړتياوې لري(۲،۵ ).
۱-  حاصل ښائي بدني وده په كافي اندازه لږ كړي او د ودې مخه ئې ونيسي او په راتلونكي كښې د ليدو وړ د بدنې ودې د مخنيوي سبب شي او وروسته تر هغه په اخيرو كلونو كښې حاصل زيانمن كړي.
۲- د حاصل يا وزن ښائي مركزي ليډر او عمده ښاخونه د خپل  اصلي موقعيت څخه وباسي او دونې د چوكات د خراب كيدو سبب ګرځي.
وختي  په حاصل باندې ورايتي ګانې چې متوسط بدني وده لري لكه Empire  ، د سپر نوع Delicious  او نورې ورايتي ګانې  وختي ډير حاصل وركوي. هغه ونې چې پر ټيټومورني نيلو باندې لكه M9،M26   او Mark پيوند شوي مايل دي چې وختي او ډير زيات حاصل وركړى، بدني وده د لاس وركوي او مجموعي ساحه د ونې لږيږي (۵).

روزنه يا ښاخه بري
ښاخه بري د ونې ټيټ كوونكي، د حاصل نيولو ځنډونكي او د ميوه نيونې لږونكي څخه ګڼل كيږي. ښه ښاخه بري د ځوانو مڼو او ناكو ونې د چوكات  پر انكشاف باندې د ليدو وړ ګټورې اغيزې كوي(۱،۶  ).
د روزنې د ښو عمليو پواسطه مستقيماً  وده د ونې په دايمي چوكات بدليږي او د هغه ودي څخه چې د ښاخه بري په واسطه  بايد ليري يا غوڅ شي لږوي. ښاخه بري په ډير لږ اندازه  چې ورته اړتيا وي بايد تر سر شي، تر څو د يو ښه پرمختللي ونې چوكات چې ډير حاصل ساتلاى شي او لوړه با كيفيته ميوه توليد كړي  شرايط مينځ ته راوړي. دې ته اړتيا ليدل كيږي چې باغدار د ونې  ودې په اساساتو باندې پوه شي. وروسته له هغه څخه باغداران كولاى شي چې دا علمي معلومات په خاصو حالاتو كښې چې د دوى په باغونو كښې مينځ ته كيږي ور څخه استفاده وكړي. ددې علمي معلومات نهائي موخه  يا هدف دادى چې د ونې داسې يوه توليدونكى چوكات رامينځ ته شي چې د ډيرو كلونو لپاره په  كافي اندازه او باكيفيت ميوه چې اقتصادي وي توليد كړي ورڅخه استفاده وشي، تر هغه وخت پورې چې ونې خپل لګښت پوره كړى نه وي په ډير لږ اندازه بايد ښاخه بري وشي(۲،۳ ).

نتيجګيري
د ونو جوړوشوو باغونو هر يوه ونه بايد داسي وروزل شي چې سالمه او  حاصل وركوونكي وي. د يوه ميوه  لرونكي ونه روزنه د قوي ښاخونو په انتخاب او يوه ښه قوي توليدونكي چوكات چې د لمروړنګې په كافي اندازه جذب كړاى شي رامينځ ته كيداى شي.
د ونو د روزنې عمده هدف دادى چې د ښاخونو داسي قوي چوكات رامينځ ته شي چې ډير حاصل ورباندې وساتل شي، په كافي اندازه ونه پرانيستې وي چې د لمر وړانګې په اعظمي توګه جذب كړي او تر اخيري اندازه پورې د مرضونو ستونزې لږ كړي. ښه روزل شوي ونې په لومړنيو كلونو كښې ډير زيات حاصل وركوي . د ونو زياته روزنه د هغوى د عمر په لومړنيو دو كلونو كښې بشپړه كيږي.
د مڼو او ناكو د ځوانو ونو نوي جوړه شوي باغونه په لومړني كال د كښينولو په وخت كښې روزنه ته اړتيا لري، تر څو داسې ونې چې د يوه ښه چوكات درلودونكي وي ، عمده ښاخونه ئې څلورو خواو ته  د تنې سره په غټه زاويه سره ځاى پر ځاى شوي وي او ښه بدني وده  ولري وروزل شي.
د مڼو او ناكو ونې دمركزي ليډر په شكل روزل  كيږي چې د ځوانو ونو روزنه دونې د روزنې په سيستم، دمورني نيلي بوټي ، ورايتي او داسې نورو فكتورونو پورې اړه لري. د عمده ښاخونو انتخاب او انكشاف  د مڼو او ناكو ځوانو ونو د روزنې او ښاخه بري د يوه د مهمو عمليو څخه شميرل كيږي.
د ځوانو ونو روزنه په لومړنيو كلونو كښې ونې د ژر پر حاصل باندې راتللو ، د ډير حاصل ، دوامداره حاصل، باكيفيت او ښه رنګ لرونكي ميوو د توليد سب ګرځي.

اخځونه
۱- شيرزاد،ب. ( ۱۳۶۱). دافغانستان پاڼريژې ميوې. د كابل پوهنتون خپرونې. مخ ۱۲۵-۱۳۳.
2.   Forshey, C.G, D.C. Elfving and R.L. Stebbine       (1992) .Training and pruning             apple and pear trees. American Society for horticulture science, printed by IPC, Michigan. PP. 73-100.
3. Mitcham, E. and R.B.  Elkins  (2007).  Pear production and Handling Manual.  University of California, Agriculture and Natural Resources, PP.66-77
4. Olcott-Reid, B.  And R.   William (2007).  Fruit and nut Production. Stipes publishing, pp.37-50
5. Rom, R.C.  And R. F. Carlson (1987). Rootstock for Fruit Crops. Printed by John Wily and sons. Inc. pp. 120-12
6. Ryugo   .K. (1988). Fruit Culture: Its Science and art.  UC Davis, pp . 203-208.

اساسي برخه: کرنه او مالداري

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1439

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1401

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1571

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2087

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6326

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…