د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

نباتي هورمونونه

نباتي هورمونونه
Plant Hormones

نباتي هورمونونه له هغه مركباتو څخه عبارت دي چې د نبات په يوه برخه كې جوړيږي او په بله برخه كې دنده تر سره كوي او د نباتاتو د ودې برابرونكو Growth regulator   په نامه  سره هم ياديږي.
  نباتي هورمونونه  په طبيعي ډول په نباتاتو كې او په مصنوعي ډول هم منځ ته راځي. د كلني وده ايز فصل په اوږدوكې د هورمونونو اندازې  په نباتاتو كې تغيير مومي.
 د هورمونونو فعاليتونه د يو توازن په ډول په نباتاتو كې سرته رسيږي . كله د يو هورمون  فعاليت زيات شي او كله دبل فعاليت زيات شي.
 مهم طبيعي  هورمونونه د Auxins، Gibberelline ،Cytokinins    ،  Ethylene  او Abscisic acid (ABA) څڅه عبارت دي.


Auxins:
يواځينى طبيعي  Auxins  چې په نباتاتو كې شتون لري د Indole acetic acid (IAA) څخه عبارت دى . يو شمير مصنوعي آكسونونه Auxins  هم منځ ته راغلي چې له Naphthalene acetic acid (NAA) ،Indole butyric acid (IBA)   او ډاى كلورو فيناكسي اسيد (2-4-D) څخه عبارت دي.

Indole acetic acid (IAA  ):

IAA يواځينى طبيعي Auxins   دى چې په بوټو كې پيداكيږي، يو شمير نور هورمونونه هم شتون لري چې په IAA  باندې اوړي.
IAA  نباتي هورمون د نباتاتو د خاښونو په اخري نوك ،كوچينيو پاڼو، انكشافي جنين او يا په فعاله مرستماتيكي نسجونو كې شتون لري.
آكسينونه Auxins   د حجرې په ديوال باندې اغيزه لري حجروي ديوال اوږدوي، په يو معين غلظت  سره Auxins  كوچينۍ ميوې ړنګړۍ كوي او په يو ټاكلي غلظت سره د ميوؤ د تويدو څخه مخنيوى كوي. همدارنګه په ميوؤ كې د اتيلين د غاز د توليد سبب كيږي . چې دا غاز د ميوؤ د پخيدو سبب ګرځي.
 IAA  يا IBA د بوټو د قلمو د نيلو د توليد لپاره پكار وړل كيږي، قلمې د آكسينونو په پودر سره لړل كيږي چې له كينولو وروسته په چټكۍ سره د نيلو د توليد سبب كيږي،دا هورمونونه په تجارتي ډول توليديږي چې د بوټو په زياتوالي (تكثير) كې ورڅخه ګټه اخستل كيږي.
آكسينونه Auxins  د ځمكې د جاذبې قوي په وسيله  له پاسه ښكته خواته حركت كوي چې د اړخونو د خاښود پندكونو( غوټيو)  د ودې  مخنيوى كوي. كه  پاسنى اخري  پندك  يوه اندازه ښكته خواته كوږ شي او يا له پندك څخه ټيټ انتقالي نسجونه پرې شي د آكسين Auxins  حركت ښكته  خواته له منځه ځي او د اړخونو د خاښونو د پندكود دوې سبب كيږي.
د لمر ګلي حركت ( د لمر په لوري  مخ اړول)  هم د Auxins فعاليت دى د لمر ګلي دا حركت د Phototropism  په نوم سره ياديږي.

Gibberellins  :
دا هورمون له يو ډول فنګس Gibberalla fujikuria  څڅه په لاس راغلى .په شولو باندې دنوموړي فنګس له حملي وروسته ښكاره شوه چې   فنګس يو ډول مواد  توليد كړ چې بوټي يې اوږده  او حاصل يې  كم كړ.
 په كال  ۱۹۷۶ كې د نوموړي  هورمون ۴۵  نوعې وپيژندل شوې . چې له دې جملي څخه  GA3  زيات لګښت لري او په تجارتي ډول توليديږي.  دا  هورمون په دانه نه لرونكو انګورو باندې د انګورو د دانې د غټوالي  په موخه  استعماليږي ، د انګورو دانې درى برابره لويوي.  په ځينو هيوادونو كې   انګور ددې هورمون  له استعمال څخه پرته نه توليديږي . په يو ټاكلي غلظت  سره د انګورو په بوټو باندې  استعماليږي.
 په عمومي ډول سره جبرلين  په انكشافي جنين ، انكشافي پاڼو او تخمونو كې تشكيليږي.
جبرلين په بوټو كې د ABA  هورمون مخالف عمل كوي. ABA هورمون دبوټو دودې مخنيوي كوي چې د مني په موسم كې د پاڼو ريژيدو په وخت كې په نباتاتو كې توليديږي .
 په عمومي صورت سره جبرلين  د ودې تحريك كوونكى هورمون دى د نبات قد اوږدوي په پسرلي كې په زياته اندازه سره ،او د فعالي ودې  په دوران كې توليديږي.


Cytokinin:
 داهورمون هم په طبيعي ډول او هم په مصنوعي ډول جوړيږي. هغه ډول چې په طبيعي ډول جوړيږي Zeatin  په نوم ياديږي  چې د جوار دانې له اندوسپرم  Endosperm  څخه په لاس راځي . د پسرلي په پيل كې د بوټو په نيلو كې په زياته اندازه  توليديږي  له توليد وروسته د نبات پاسنيو برخو ته حركت كوي، د حجرو په ويش كې مهم رول لري . مصنوعي ډول يې د Kinetin  په نوم سره ياديږي.
Cytokinin د مني په موسم كې  نه توليديږي څكه چې هغه محال وده دريدلي وي.

Ethylene:
Ethylene  د پخو شويو ميوو د هورمون په نوم هم ياديږي . دا هورمون د پخو شويو ميوو څخه استخراجيږي.  دبيلګې په ډول له مڼې ، كيلي .... او نوروميوؤڅخه
همدارنګه دا هورمون كه خاښ تر فشار لاندې وي اويا زخمي شوي نسجونه تر فشار لاندې وي توليديږي.  ميوې بايد په هغه ځاى كې زيرمه نه شي چې اتيلين شتون ولري.


Abscisic acid (ABA):
 Abscisic acid د Growth inhibitors (د ودې دمخنيوي كوونكو موادو) په حيث دنده تر سره كوي
 دا هورمون د ودې  مخنيوى كوي او د پاڼريژو نباتاتو (Deciduous)   د استراحت سبب كيږي چې دا استراحت د ونو ، غوټيو ( پندكونو)  لپاره زيات ارزښت لري.
دا هورمون عموما د مني په موسم كې  توليديږي . د پسرلي په پيل كې ددې هورمون اندازه په بوټو كې ډيره كمه وي. تخمونه  هم يوه اندازه Abscisic acid   لري  چې دسړې هوا او لندبل  سره د معامله كولو په نتيجه كې يې Growth inhibitors  لمنځه ځي، د تخم داستراحت مرحله  يا Dormancy   ماتيږي  او تخم دا وړتيا پيدا كوي چې وټوكيږي .
دسړې هوا او لندبل  سره د تخمونو معامله كولو عمليه  د ( Vernalization ) په نوم ياديږي . زياتره د سخت زړو ميوو لكه بادام، زردالو،شفتالو آلو چارمغز او داسې نوروميوو تخمونه له سړې هوا او لندبل سره معامله كيږي.

ماخذ:
حمزه خيل ، ن.ګ.( ۱۳۸۱). د هارتيكلچر لكچر نوټ. دكابل پوهنتون

اساسي برخه: کرنه او مالداري

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1439

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1401

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1571

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2087

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6326

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…