د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالی په په اړه د نواب امیرزی‎ ليکنه

 

b_150_100_16777215_00_images_____123.jpg

b_150_100_16777215_00_images____1.jpg

b_150_100_16777215_00_images____33.jpg

 

ګرانو دوستانو سلامونه 
تڼی دشیتک اولاده د بنوڅی او داوړ ورور او دوه زره کاله وړاندی له شاوال څخه بنو او بیا خوست ته راغلی دی.
تل به نه دره ګی وی نه به یی ډنډی ډکی وینه.
دا نیمه لنډی د جګو غرونو د سندرو سره هر هنرمند زمزمه کوی.
دره ګي هغه ښار دی چی سوونه کاله وړاندی د تڼی قوم د څلورو قومونو څخه په وچه لعلمه کی اباد شوی دی.
 
تڼی د امیر عبدالرحمن په وخت کی دری زره حساب شوی دی. چی اوسنی شمیر یی تر یوسلو پنځوسو زرو نه زیات دی. تڼی څلور قومونو باندی تقسیم شوی چی د خوست د ښار په جنوب کی په جګو غرونو او وچو لعلمو اباد شوی دی 
درنامی له ټولو زیات دی 
دوهم سیناکی 
دریم خوبی خیل یا خبیب خیل 
څلورم اریازی چی له ټولو د نفوس له مخی کم دی.
هر یو قوم ځانته غرونو او د لعلمی ویش لری.
تڼی ته لمړی شوونځی په ۱۳۲۱ کال کی د ابتدایی په ډول جوړ شوی دی. او له دی شوونځی څخه په سلګونه تکړه جنرلان تکړه داکتران تکړه پروفیسوران تکړه دنور څانګونو متخصیصین 
تڼی په حکومتونو کی هم په لوړو څوکیو پاتی شوی.
دیو یا دوو وزارتو پرته په نورو ټولو وزارتو کار کړی دی د ښوونی اوروزنی وزارت یا معارف وزارت د لوړو زده کړووزارت د کورنیو چارووزارت د ملی دفاع وزارت د صدارت مرستیال د کانو اوصنایعو وزارت د ټولنیزو چارووزارت باندی په مختلیفو وختونو کی تڼی پاتی شوی دی .او د خوست ،پکتیا، کندوز، هلمند، فراه، زابل او دکټواز لویی ولسوالی والیان هم تڼی په مختلیفو دورو کی پاتی شوی دی. 
شه لیکولان اوشاعران هم لری چی کاروان زموږ د تڼیو داریازیو له قوم څخه دی او موږ په ویاړو.
تڼی ځانته نرخونه لری چی ځینی دنرخ توکی یی مثبت او بیا ځینی یی د قانون او اسلام سره په ټکر کی هم دی.
خلک یی اکثرا بزګران مالداری او په فوځ او عربو کی مزدوری کوی. 
خلک یی په خپل منځ کی هم بدی لری. خو دتعلیم په پراخولو سره ورو، ورو په کمیدو دی.
درهګی چی اکثرا د هر قوم تکړه خلک ورته راغلی وو. یو دتڼیو فرهنګی او دتڼیو د نرخ او څلی مرکز وه. خو داخلی جنګونو ورته هغه رنګ او خوند پری نه ښوده کوم چی درهګی وړاندی له جنګونو درلوده.
درهګی تر هغه یاغی وه چی امیر عبدالرحمن د لمړی ځل لپاره توپونه راوړل او د یوی مرکزی حکومت د رامنځ ته کیدو لپاره یی هلی ځلی وکړی نو دره ګی هم تابیع شو.
لکه چی وایی
 
دره ګي ته مه راځه سرداره 
 
داکبرجن دره ګي د نه وړی سلامونه 
 
یا
په شمل خړ فوځونه راغلل 
په توپو ولی د دره ګي غونډی سرونه 
 
یا
دره ګي په یو پلو ړنګیږی 
 
په بل پلو یی سریندی وړوکی وهینه.
یا 
په لعلمه سره غنم کرل شی 
په خړ دره ګي یی پلتنی کرلی دینه.
 
یا 
دره ګي ته مه وایه چی ړنګ شی 
 
دره ګي د زیړو ګلو باغ دی ړنګ به شینه.
 
 
 
دتڼیو ښکلی جګ غرونه د اسمان سره خبری کوی او ورته ځیر شی نو د انسان د غاښونو غوندی پراته دی.
دڅیټی ، چارکونډی شین کونډ. ژاور ، پشرلی، ورغ بیلی او سپینکی او مڼه او کمکی مڼه په دی کی ګړندی زیارتونه 
لکه عادمحمد. میڅګی. توراتمان جوړبی او نور پراته دی.
خلک بااستعداده دتعلیم سره مینه ناک ولی په عین حال کی د شوخ طبیعت لرونکی دی.
دتعلیم تر څنګ د تجارت سره هم مینه لری.
ما یو کتاب تڼی دتاریخ په اوږدو کی نرخونه او روجونو په هکله لیکلی ولی تر اوسه چاپ نه دی.
هیلمند یم چی چاپ به شی مننه کوم 
هر څه لری خو اتفاق یی کمزوری دی. هیلمند یم چی هم اتفاق ولری او هم له بدی لاسونه واخلی.
نو په اخر کی بیا تل به نه دره ګي وی نه به یی ډنډی ډکی وینه.
 
دا د دره ګي ډنډی دی مننه کوم
 
تڼی بر علاوه د خپل ټاټوبی د پکتیاولایت په څمکنی ولسوالی د کابل ولایت په تڼی کوټ او دکندوز ولایت او بغلان ولایتونو کی پخ کلیوالی ډول پراته دی. او همدارنګه د نورو پښتنو قومونو په شان تڼی هم د دډیورنډ د کرښی په ها خو جنوبی وزیرستان کی هم پراته دی.
نو هغه دمربیک شاعر خبره چی تڼی په اسمان کی هم شته د اسمان تڼی د کوچانو کلی دی چی په ډیر لوړ غره ابادی او د عادمحمد زیارت هم ددی کلی په سر پروت دی. مننه کوم.ستر کلی یی یا ښارګوټی چی د غرونو په لمنو کی ودان دی 
داخی یا ګوخه حصارک، خنډکی، تیر خیل، روښانه، ماتک ، میرزوګی، بنده خیل، کوچان، ډبر، سپیرکی، ورژله، فقیران، سورکوټ نریزی، سیناکی.اتمان ،لاغوړی پیران او لنډی شامل دی.
نواب امیرزی‎
 
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1876

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1816

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2083

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2665

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6870

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…