د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست پېژندنې لارښود / ۱۸ څپرکی

b_150_100_16777215_00_images_khost12.jpg

 

 

 
ولسي نرخ: نرخ او عادت یو لرغونی قبیلوي دود دی، چې دغه دروند دود ثابت او ټاکلي مقررات لري. د نره له مخې هغه جنجالي او پیچلي موضوعات او یا نه حلیدونکي پېښې چې بل چیرې جل نلري هواریږي. د نرخیانو پریکړه ډېره معتبره وي او یو ډول الزامي بڼه لري، کله چې نرخیان پریکړه وکړي، نو بیا د موضوع دواړه لوري که څه هم د یو په ضرر وي، هغې ته غاړه ږدي او مني یې.[1]
په خوست کې د تڼیو نرخ یو منل شوی دود دی، تـڼي چې د خوست یو لوی قوم دی، په خپل نرخ کې شپږ کسان نرخیان دمسائلو د حل لپاره چې دوه پکې مولایان او څلور تنه د تڼیو قوم د څلورو ښاخونو مشران وي، ګډون کوي، د خوست نور قومونه هم د ستونزو په حل کې د تڼیو له نرخ څخه ګټه اخلي او نرخ ته د قبیلوي قانون په سترګه ګوري. ابراهیم عطایی صیب د نرخ په اړه په خپل کتاب کې وايي چې: قبیلوي حقوقي او جزايي تعاملاتو ته نرخ ویل کیږي. نرخ یو عام مفهوم افاده کويچې د هغې په چوکاټ کې د ټولو جرایمو حدود او د مجازاتو انواع او ډولونه مالوم وي.[2]
څرنګه چې د خوست په تڼیو کې نرخ یو قبیلوي قانون پېژندل شوی ، خلک یې په منلو مکلف دي، نو هغه څوک چې ددغه قانون څخه څخه ووځي، نو د قبیلې څخه هم باید ووځي. پدې اړه په خوست کې یو مشهور متل دی چې: (( له وطنه ووځه، خو له نرخه مه، ووځه)). ددغه متل څخه د نرخ نفوذ او قدرت دېر ښه په ډاګه کیږي. د نرخ په اساس دلته ډېرې لویې ستونزې حل کیږي، او له پیړیو پیړیو نرخ پدې ټولنه کې مروج دی، چې خلکو ته د نرخیانو پریکړې د کاڼي کرښې دي، نرخیان چې کومه پریکړه وکړي او د دواړو لورو واک واخلي، نو بیا ټولوته د منلو وړ ده. د نرخ ساحه په جرګو او مرکو کې رواج لري. اوس پوښتنه داده چې ولې دلته نرخ زیات رواج دی او خلکو ته د منلو وړدی؟
علت دا دی چې دغه خلک تر ډېره په غرونو کې اوسیدلي او نظام یا ورته توجه نده کړي او یا تر ډېره نظامونه پاتې شوي ندي او نفوذیې تر لیرو پرتو سیمو ندی رسیدلی. اوس مهال هم په خوست کې نرخ زیات نفوذ لري او خلک خپل مسائل د محکمې پر ځای په نرخ زیات فیصله کوي، چې علت یې د قضايي سیستم ناساملتیا او خلکو ته د ستونزو د حل پر ځای د ستونزو ایجادول دي.
باید ووایو چې په نرخ کې پوه کسانو ته نرخیان وايي، نرخیان عموماً د جرګو او مرکو غړي وي او هلته د نرخ سره د برابرې پریکړې په مورد مرکې ته مشوره ورکوي او نرخیان د حقوقي تعاملاتو په ټولو جزیاتو خبر وي.[3]
په خوست کې کله چې د مسائلو په اړه مرکه او جرګه جوړه شي، نو بیا نرخیان او مرکچیان د دواړو لورو څخه واک اخلي او کله چې مرکې واک واخیست، نو بیا یې پریکړه دواړو لورو ته د منلو وړ ده. د نرخ څخه د باندې د واک څخه د استفادې حق چا ته نه ورکول کیږي.[4]
 
ټیکری: ټکری په پښتني ټولنه کې د پړوني مانا ورکوي او د ښځې په مفهوم راځي. هر پښتون د ټکري احترام او درناوی کوي او په ځان یې درنښت فرض بولي. زمونږ په ولسي قاموس کې ټکری د قبیلوي قانون یوه برخه ده، ښځه او نرینه په حقونو کې سره برابر او یو شی دي، که چېرې څوک د ښځې پر حقوقو تیری وکړي، نو هغه د ټکري پر حقوقو تیري کوونکی بلل کیږي او د قبیلوي قانون خلاف عمل یې کړی دی او د ولس قانون یې سپک کړی.
زمونږ په ولسي کلتور کې ډېرې لویې ستونزې او مسائل د ټکري قبیلوي قانون په اساس حل شوي او پښتانه تر ننه ورته احترام لري. کله چې په مرکه یا جرګه کې ښځه د چا شفاعت وکړي، نو مقابل لوری په ځاان فرض ګڼي چې د ښځې د شفاعت احترام او درناوی وکړي او په لویو مسائلو ورتېر شي. اما که څوک په بې احترامۍ سره ځواب ورکړي، نو د ټکري شرم به ورکوي او نوموړی په ولس کې د ټکري د نه احترام په اساس سپک ګڼل کیږي او خلک یې په بد نوم یادوي. عموماً ټکری او ټکري اخیستل د ننواتي په مسائلو کې ترسره کیږي.[5]
تیږه: کله چې د دوو کورنیو یا قومونو ترمنځ جګړه یا نښټه رامنځته شي، نو هغه وخت د دواړو لورو په غوښتنه او یا د ولس په منځګړتوب، د تیږې ایښودلو له لارې د سولې او سلامتۍ موضوع منځته راځي. تیږې یا کاڼي ایښودل د سولې، روغې جوړې، او اوربند مانا ورکوي. تیږه د قومي مشرانو، سپین ږیرو، او ملایانو له لوري چې د مصلحینو دنده لري ایښودل کیږي. د تیږې ایښودلو پرمهال ناغه هم ټاکل کیږي، کله چې د منځګړو له لوري تیږه کېښودل شي، نو دواړه مخالف او دښمن لوري د هغې څخه سرغړونه نه کوي او که چېرې بیا هم لوم طرف د تیږې له لوظ څخه سرغړونه وکړه، نو د ناغې په ورکولو مکلفیږي.[6]
په خوست او نوره پښتني ټولنه کې جرګه، مرکه، ننواتی، تیږه ، څلی، روغه جوړه، او نور ورته دودونه ځکه دروند او اغېمن مقام لري، چې نورو موضوعه قوانینو او حقوقي قواعدو تر اوسه ثابت او ټینګ ځای ندی خپل کړی، بل داچې پښتني ټولنه تر ننه په قبیلوي جوړښتونو ااو اصولو ولاړه ده او نظامونه تر ډېره ثابت ندي پاتې شوي.
 
تیری: تیری د تجاوز مانا ورکوي، هغه سړی چې تیری کوونکی وي، پړ(ملامت) بلل کیږي او د قبیلوي تعاملي حقوقو په وړاندې د جریمې( تاوان) په ورکولو مکلف دی. په قبیله کې د هر چا حد مالوم وي، او دغه ټک( حد) د هر ډول بلوسې څخه په امن وي، که چیرې څوک د حد څخه زیاتی وکړي، نو هغه د تیري مرتکب ګرځي او د قومي او قبیلوي نرخ له مخې باید تاوان ورکړي، ځکه که چیرې تاوان ورنکړي، نو بیا یې په حقیقت کې نرخ مات کړی او قبیلوي تعاملي حقوقو ته یې سپکوی کړی.
معمولا دلته د قومونو او قبیلو ترمنځ حد مالوم دی او هیڅ لوري ته اجازه نشته چې ددغه حد څخه تیری وکړي او که چیرې کومه قبیله یا پلرینه د بل په حقوقو تیری وکړي، نو دغه لوری تیري کوونکی بلل کیږي او پّ قبیله وي اخلاقو کې د تیري زغمل د بې غزتۍ نښه ده، نو ځکه هر فرد د ځان او قبیلې او یا پلرینې د ټک او حد ساتنه د ځان دنده بولي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې پر ټک یې تیری وکړي.[7]
تړون: په حقوقي لحاظ تړون یوه پراخ مفهومه کلمه ده چې د نړیوالو عمومي حقوقو له نظره د هیوادونو ترمنځ کارول کیږي او په مختلفو برخو کې هیوادونه تړونونه لاسلیک کوي. خو د خوست په ولسونو کې تړون یو قومي تعهد دی، چې په دایمي او یا مؤقتي توګه تړل کیږي. یو شمیر خیلونه په مختلفو مواردو کې د بیلابیلو مسائلو په اړوند تړونونه کوي.
تړ یا تړه: د ګډ کار لپاره تصمیم نیولو ته تړ یا تړه وايي. مثلا د څو کورنیو ترمنځ د کښت پر وخت ګډ کار کیږي او یا د هغې لپاره ګډ تصمیم نیسي چې د یو اوبل د کښت به حیوانات لیرې ساتي. تړ عموما د خوست او پکتیا د خلکو د فولکور یوه برخه ګڼل کیږي.[8]
تربګني: په یوه پلرینه کې د تربرونو ترمنځ سیالۍ ته تربګني وايي. د خوست په ولسونو کې د تربګنۍ جرړې تر ننه شته، کله کله ددغې تربګنۍ لمن ډیره پراخه وي او په ځان کې قبیلې هم رانیسي او ځینې مهال یې لمن کوچنۍ وي[9] ، ددې سره سره چې د تربګنۍ ریښه شته ، خو بیا هم په خوست کې د اکثرو ولسونو ترمنځ د ژوند کولو چاپیریال ډیرمینه ناک او دوستانه دی، نه غواړي چې یو او بل په مشکلاتو کې ښکیل شي، ترڅو یې ژوند تریخ شي، خو د ځینو قبیلو او کورنیو ترمنځ چې پوله او پتي یې سره شریک وي، د تربګنۍ مفکوره دوام لري او د ژوند کولو چاپیریال دواړو ته ډیر تریخ وي.
تاوان: په قبیله کې که چیرې څوک د جرم مرتکب شي، نو هغه د جرم د جبران په موخه پور په خپله ذمه اخلي؛ ددغه پور په مقابل کې د جرم په ټاکلي تناسب د ټاکلي نرخ له مخې د تاوان په ورکولو مکلف ګڼل کیږي.
ناغه او شرم د تاوان دوه حده دي، چې هر یو د جرم د نوعیت په حدودو کې نرخ ټاکلي وي. کله چې نرخ دغه حد ټاکلی نه وي، نو جرګه او مرکه دا صلاحیت لري چې پّ خپله یې وټاکي.
پیغور: د خوست په قبیلوي مناسباتو کې پیغور د میړانې پرضد عمل دی، که چیرې کوم چا د قبیلوي مقرراتو څخه تیری وکړ او یا د شرم ته غاړه کېږدي، نو دغو کړنو ته پیغور ویل کیږي. پیغور عموما په پښتني کلتور کې ډیر بد عمل دی او که چیرې یو چا ته پیغور ور په برخه شو، نو هغه یا د وطن څخه ورکیږي او یا سخت غبرګون د ځانه ښيي. که یې له وسه نه وه پوره، نو د ډیر سخت روحي فشار سره لاندې وي او همیشه پدې فکر کې وي چې ولې ددې عمل مرتکب شوی او څنګه به خپل حیثیت اعاده کړي.[10]
برید: برید په پښتني قبیلو کې تیري ته ویل کیږي او په قبیله کې د هر چا ټک مالوم وي او کله چې په دغه ټک تیری وشي، نو دې ته برید ویل کیږي. په پښتنو او په ځانګړي ډول د خوست په ولسونو کې برید یو جرمي حرکت پیژندل شوی، دا که د یو فرد له لوري وي او یا د یوې قبیلې او یا ډلې له خوا. محازات یې په قبیلوي نرخ کې ټاکل شوي، د ستونزو د حل لپاره جرګه جوړیږي او د عمل کوونکي په اړه پریکړه کوي.[11]
عفوه یا بښل: د خوست په قومي جوړښتونو کې یو منل حق دی، فرد یا ډله کولای شي چې د دوی پر حقوقو تیري کوونکی شخص وبښي. بښل د نورو مسائلو ترڅنګ د قتل په موضوع کې ډیر عملي کیږي، خو د ناموس په مسائلو کې بیا هېڅکله بښل صورت نه مومي، ځکه که څوک دغه کار وکړي، نو په قبیله کې د بې غیرتۍ په نوم خپل موقف بایلي.
بدي: بدي دښمني ده، بدي په فردي لحاظ په خوست کې ځانګړي مقررات لري، خو ځینې وخت قبیله هم په بدو کې راځي او ډیر ځله شوي چې یوې قبیلې د بلې سره بدي درلودلي. بدي ډیره بده او خطرناکه مسئله ده، کله چې د دوو کسانو یا دوو پلرینو او یا دوو قبیلو ترمنځ اختلاف وروستي حد ته ورسیږي، نو هر لوری د بل لوري پر ضد په پروپاګند پیل کوي او هر لوری د بل لوري څخه د خطر ژغورلو په پام کې وي او پدې بده پېښه کې ډیر ځوانان او مشران د مرګ کومې ته غورځي، چې دا یو ډیر ناوړه عادت دی او د ډیرو کلونو راپدیخوا په خوست او یو شمیر نورو پښتني قبیلو کې مروج دی، خو پدې وروستیو کې په خوست ولایت کې د دا ډول بدو پېښو کچه ډیره راکمه شوي، چې دا د خوښۍ زیری دی.
بدل: د تاوان په مقابل کې تادیې ته بدل ویل کیږي. د پښتنو د نورو قبیلو په شان د خوست په ولسونو کې هم بدل مروج دی، په قبیله کې که څوک د جرم مرتکب وي، نو هغه یو بل په غاړه اخلي. دا بدل به مرکه او جرګه به د مجرم په غاړه ږډي او یا به هغه څوک چې زیان ور رسیدلی وي په خپله بدل اخلي. د مړي بدل په مړي دی، خو که په ننواتي او جرګه فیصله وشوه، نو کیدای شي چې په بدل کې نور څه ومنل شي. د پښتونوالۍ له مخې د هر سړي حق او دنده ده چې خپله بدله په خپله واخلي، ددې سره سره چې شریعت او قانون د شخصي بدل ضمانت په غاړه لري، خو د ځینو خلکو په نظر چې خپله بدله په خپله اخیستل د پښتو ترسره کول دي.
په پښتنو کې که څوک خپل بدل ژر نه شي اخیستلی، نو تر ډیره بیا هم ورته انتظار باسي او بالاخره بدل اخلي، ځکه د هر پښتون لپاره د بدل نه اخیستل سپکاوی او پیغور ښکاري. په ځینو مسائلو کې د هغه سړي سره ټوله قبیله د بدل په اخیستلو کې مرسته کوي. [12]
بدرګه: په قبیلوي ژوند کې د مصؤنیت لپاره یو سړی یا ډله چې د کوم چا سره مؤظف کیږي، هغې ته بدرګه وايي. یو یدي دار سړی که کوم بې طرفه کلي یا قبیلې له خوا بدرګه له ځان سره ولري، نو دښمن کار ور باندې نلري، او که چیرې تاوان ور ورسوي، نو بدرګه وال یا د بدرګې څښتن یې پرځان بولي.[13]
په خوست کې بدرګه هم د قومي جوړښتونو یوه غوره وسیله ده، او د تاریخ په اوږدو کې دا دود مروج دی او تر ننه پورې په ولس کې پخې ریښې لري. بدرګه یوازې د دومره وخت لپاره چلیږي چې مجرم خپل هدف ته ځان ورسوي، ځینې وخت داسې پېښیږي چې مقابل جانب( مدعي ) د بدرګې مخه نیسي، نو بدرګه کوونکي د مدعي څخه د تاوان او شرم غوښتنه کوي، ځکه چې دا د قبیلوي رسم خلاف عمل دی.
خلوت یا خالوت: خالوت خلات یا خلوت درې واړه سره یوه کلمه ده، چې په پښتني قبیلو کې په بیلابیلو لهجو سره ویل کیږي، اما د خوستوالو په لهجه کې بیا خلوت ورته وايي. کله چې په یوه متنازع فیها مسئله کې مرکچیان په پریکړه بریالي شي او دواړه خواوې قناعت په وکړي، نو د تخفې په ډول مرکچان مرکچیانو ته یو څه ورکوي، چې دې ته خلوت ویل کیږي. د خلوت اندازه یو ډول نده، ځینې وخت یې اندازه زیاته او ځینې وخت بیا کمه وي.
ننواتی: په پښتو کې ننواتی یو منل شوی اصل دی او ددې اصل په اساس ډېرې ستونزمنې مسئلې حی کیږي. کله چې یو څوک جرم ترسره کړي او یو څوک ووژني یا یې ژوبل کړي، یا غلا ترسره کړي.... نو پدې جالت کې مجرم د مقابل لوري د حیثیت د اعادې لپاره او د خپلې غلطۍ، سهوې او پېښمانۍ په موخه د قوم او کلي مشران او نور بانفوذه شخصیتونه راټولوي او د ننواتي په نوم پسه، یا غوايي او حتی د نقدي جریمې سره زیانمن شوي لوري ته ورلیږي، مقابل لوری هم د مشرانو پریکړه د قبیلوي نرخ د اصولو له مخې مني او ددې لارې مشکل ورسره حل کوي او پدې صورت کې زیانمن شوي لوري ته هېڅ پور او پیغور نه پاتې کیږي.[14]
همدارنګه د ننواتي په مورد محمد ابراهیم عطایئ په خپل کتاب( د پښتني قبیلو اصلاحي قاموس) کې لیکي: ننواتی د مغذرت غوښتنو یو خاص رسم دی چې د پښتنو په قبیلوي تعاملاتو کې ډېر مهم ځای لري. ننواتی په هره هغه پېښه کې چې پړه او ملامتي واقع شوي وي د متهم له لوري مقابل طرف ته کیږي، خو په ټولو کې د مړي ننواتی ډېر دروند وي. عطایئ صیب زیاتوي چې: د یو چا په ناموس باندې د تیري په صورت کې ننواتی شته.[15]
محقق بسم الله حقمل په خپل نومي اثر( د تڼیو کلتور او فلکور) کې وايي چې: کله چې مجرم یو جرم سرته ورسوي او وروسته پرې پېښمانه شي، نو بیا مدعي ته په ننواتي ورځي چې د عمل جزاء ورنکړي او ویې بښي.[16]
مونږ په خوست کې د تڼیو قوم او همدارنګه د یو شمیر نورو قومونو د محورو مشرانو څخه وپوښتل چې ننواتی په کومو حالتونو کې او په څه ډول ترسره کیږي، د هغوی په وینا چې یو ساده ننواتی چې یو ډول یې ساده ننواتی دی او بل ډول یې مغلق. ساده ننواتی په ساده او عادي مسائلو کې وي او خپله مدعي علیه ، مدعي ته د عذر لپاره ورځي او مغلق ننواتی په مغلقو مسائلو کې وي چې دا هم په دوه شکله ترسره کیږي، یو داچې په خپلو مسائلو کې د کلي یا کورنۍ خلک او سپین ږیري د مدعي علیه له لوري مدعي ته په ننواتي ورځي او په ډوډۍ باندې په نه خوراک ورته کېني، ترڅو ننواتی یې ومني. دوهم دا چې مدعي ته مدعي ته پسونه ، غوایان ... ورولي او په دروازه یا جلګه یا بل ځای کې یې ورته حلالوي، ترڅو ننواتی یې ومني، چې پدې کې سپین ږیري، ځوانان، ملایان، ښځې او حتی ماشومان هم پکې ګډون کوي.
ما چې د خوست د یو شمیر سپین ږیرو څخه د پخواني وخت ننواتي په مورد پوښتنه وکړه او همدارنګه حقمل صیب هم د تڼیو کلتور او فلکور کې ترې یادونه کړي، هغه دا ده چې پخوا وختونو کې چې زیات جرم به شوی وو، ننواتي کوونکی به تورې کټوې په سر، پړی به یې په غاړه کې اچولی وو، واښه به یې په خوله کې ، لوڅې پښې به مدعي ته ورتلل، خو نن ورځ دا کار د منځه تللی، داځکه چې دا ډول ننواتی د پښتو څخه وتلی کار او ډېر زیات حقیر دی، چې پښتانه یې نه شي منلی.[17]
همدارنګه عطایئ صیب د ننواتي د ترتیب په هکله وايي چې په لویو او مهمو مسائلو کې چې مرګ او ژوبله ورسره وي په ننواتي کې سپین ږیري او دیني علماء، سپین سري میرمنې او د قرآنکریم په ګډون د مقتول د کور سره یو پسه حلالوي، چې بیا د ننواتي نور مراتب شروع کیږي، خو په عادي مسائلو کې یوازې یو ملا او یو څو سپین ږیري کفایت کوي، خو پسه حلالول په ټولو لویو پېښو کې ضروري دي، اما په کوچنیو پېښو کې یو تن سپین روبی ځي او پسه هم نه بیايي، خو په لویو پېښو کې ننواتي واله ډېر پسونه د مقتول د نږدې خپلوانو د کورونو سره حلالوي. معمولا د ننواتي عمل د شپې له خوا اجراء کیږي، خو کله کله د ورځې هم داکار ترسره کیږي.[18]
شرم: شرم په لفظي لحاظ د حیاء مفهوم ورکوي او د پښتنو په تعاملي قانون کې هغه تادیه ده چې د ګرم(ملامت) له لوري هغه چاته ورکول کیږي چې ګرمه په شوي وي. خوست چې د جرګو او مرکو ن دی، نوموړی پښتني تعامل پکې ډېر پیاوړی دی او ډېر ځله خلکو یو او بل ته د شرم په نوم پسه یا پیسې ورکړي، خو دا چې شرم په کومو مواردو کې صورت نیسي، راځو دې ته چې عطایئ صیب پدې اړه څه وايي. عطایئ پدې اړه وايي چې: شرم په عمومي ډول په اخلاقي مواردو کې منځته راځي، مثلاً: یو څوک د جرګې د یو غړي بې احترامي کوي، یا د ننواتي غړی ځوابوي یا د ښځې شفاعت نه مني، نو پدې ټولو حالتونو کې باید د شرم په نوم هغوی ته څه ورکړي.
څرنګه چې په شرم کې پیسې او پسه ورکول کیږي، نو شرم په نرخ کې کوم ټاکلی معیار نلري، بلکې دوه او درې کسه سپین ږیري کولای شي چې هغه وټاکي. که یو څوک د شرم په ورکولو محکوم شي او دهغې څخه سرغړونه وکړي، نو ناغه پرې اوړي.[19]
غیرت: غیرت د پښتني کلتور یو نه بیلیدونکی جز دی، د خوست په پښتني ټولنه کې هم غیرت د قبیلوي حیثیت د ساتلو یوه ښه وسیله ده. خوستوال غیرت د ناموس جز ګني او وايي چې که چیرې څوک غیرت ونلري، نو هغه ناموس هم نه شي ساتلی. مونږ په خوست کې د ډېرو ځوانانو او مشرانو سره ناستې کړي او پدې اړه مو ورسره بحثونه کړي، ددوی له دریځ څخه مالومیږي چې دله خلکو د غیرت په نوم دېر څه قربان کړي او د ډېر څه قربانولو او سرښندلو ته تیار دي. په خوست کې په دېر څه غیرت کیږي لکه پرمظلوم غیرت کول او ترڅنګ یې په ټولو مسائلو کې کلک ودریدل. د قوم، کلي او قبیلې په حیثیت په ساتلو غیرت کول، پر ناموس غیرت کول.........
څرنګه چې په پښتني ټولنه کې غیرت د حیثیت ساتلو وسیله ده، نو پدې اساس سره مجمد ابراهیم عطايي د غیرت یوه په اړه وايي چې: په قبیله کې د حیثیت ساتلو دپاره غیرت یوه وسیله ده. هر سړی او هره قبیله چې غیرت یې لږیږي، نو د نورو د چپاول په معرض کې واقع کیږي. یو قبیلوي سړی تر هر څه وړاندې د خپلو حقوقو په ساتلو کې غیرتمند وي. یو قبیلوي سړي ته د بې غیرته حطاب کول ډېره سپکه خبره ده او څوک حق نلري چې بل چاته بې غیرته ووايي او په قبیله کې غیرت د تعصب سره مل وي او د قبیلوي نظام د ساتنې دپاره هر سړی باید د قبیلې ننګه وکړي. غیرت یوازې د نرینه په ښو خصلتونو کې نه راځي بلکې په پښتني ټولنه کې ښځې هم باید په غیرت ودریږي.[20]
 
[1] د پښتني قبیلو اصلاحي قاموس،۱۰۹،۱۱۰مخونه. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز.۱۳۵۷
[2] د پښتني قبیلو اصلاحي قاموس،۲۷۳مخ. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز.
۱۳۵۷
[3] د پښتني قبیلو اصلاحي قاموس، ۲۷۶مخ. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز.۱۳۵۷
[4] د پښتني قبیلو اصلاحي قاموس،۲۸۶، ۲۸۷مخونه. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز.۱۳۵۷
[5] د پښتني قبیلو اصلاحي قاموس، ۶۸، ۶۹ مخونه
[6] په افغانستان کې د واک جوړښتونه، ۵۵ـ۵۶مخونه. لیکوال: دوکتور روستار تره کی. ژباړن: محمد اسمعیل یون. حپرندویه: یون کلتوري یون، ۱۳۸۷.
[7] د پښتني قبیلو اصلاحي قاموس،۶۲مخ. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز، ۱۳۵۷
[8] د پښتني قبیلو اصلاحي قاموس،۵۸مخ. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز، ۱۳۵۷
[9] د پښتنو قبیلو اصلاحي قاموس۵۱مخ. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز، ۱۳۵۷
[10] د پښتنو قبیلو اصلاحي قاموس۵۸مخ. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز، ۱۳۵۷
[11] د پښتنو قبیلو اصلاحي قاموس۲۱،۲۲ مخونه. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز، ۱۳۵۷
[12] د پښتنو قبیلو اصلاحي قاموس،۱۷ـ۱۸مخونه. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز، ۱۳۵۷
[13] د پښتنو قبیلو اصلاحي قاموس. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز، ۱۳۵۷.
[14] خوست پېژندنه،۲۱مخ
[15] دپښتني قبیلو اصلاحي قاموس، ۲۷۸مخ.
[16] د تڼیو کلتور او فلکور، ۱۴۱مخ. لیکوال: محقق بسم الله حقمل. ۱۳۸۳ هـ ش، د خوست خپلواکه کلتوري ټولنه.
[17] د تڼیو کلتور او فلکوی، ۱۴۱مخ. لیکوال: محقق بسم الله حقمل. ۱۳۸۳ هـ ش، د خوست خپلواکه کلتوري ټولنه.
[18] د تڼیو کلتور او فلکوی، ۱۳۶۱مخ. لیکوال: محقق بسم الله حقمل. ۱۳۸۳ هـ ش، د خوست خپلواکه کلتوري ټولنه
[19] دپښتني قبیلو اصلاحي قاموس،۱۸۶مخ
[20] دپښتني قبیلو اصلاحي قاموس، ۱۹۹مخ.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1653

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1603

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1818

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2342

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6580

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…