د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست پېژندنې لارښود / ۱۶ څپرکی

b_150_100_16777215_00_images_khost12.jpg

 

 

دریمه برخه
کلتور او مطبوعات
 
 
   شپږم څپرکی 
د خوست د خلکو کلتور او فلکور
مخکې له دې چې د خوست د خلکو په کلتوري او فلکوري میراثونو بحث وکړو، لازمه بولو چې خپله د کلتور او فلکور په کلمو لنډه رڼا واچوو.
 اول ــ کلتور
هره بشرِ ټولنه ځانته مادي او معنوي ارزښتونه لري او ددغو ارزښتونو په اساس نوموړي ټولنه ژوندۍ وي، دغه ارزښتونه نه یوازې په هر عصر کې یو ډول پاتې کیږي بلکې د وخت په تیریدو سره د ټولنې ارزښتونه کله کله کټ مټ را نقلیږي او کله بیا په ډیر یا کم تغیر سره د یو نسل څخه بل نسل ته لیږدیږي، ځینې وخت بیا ټولنه په ارزښتونو کې د نورو څخه تقلید کوي او د نورو ملتونو ډیر څه مني، خو اکثره وخت د نورو څخه مثبت څه را اخلي اود منفي اړخونو مخه یې نیسي، خو کله کله بیا د یوې ټولنې منفي نقاط هم بلې ټولنې ته لار مومي، پدې اساس سره ویلی شو چې کلتور د بشري ټولنو هغه مادي او معنوي ارزښتونه دي چې د انسان د فکر او ذهن محصول وي او د یوه عمل، اصل، قاعدې او بنسټ په توګه په پرلپسې ډول د یوه نسل څخه بل نسل ته په میراث لیږدول کیږي.
د بشري ټولنو دغه میراثونه په انساني ژوند کې ژور اغیز او تاثیرات لري [1]. دغه کلتوري میراثونه په بشري ټولنو کې خکه ژور اغیز لري چې د ټولنو افراد دغو کلتوري او فرهنګي میراثونو ته د اصولو په سترګه ګوري او هغه د ژوند په چارو کې د الزامي قاعدې په توګه مني، که څه هم د دولت د قوانینو له مخې دغه قبیلوي تعاملات الزامي ندي، خو تعاملات په ټولو ټولنو کې هم یو ډول ندي، په ځینو ټولنو کې د حقوقي نظام د سرچینو یوه برخه جوړ وي او په ځینو ټولنو کې بیا ورته ارزښت نلري.
په هرصورت، کلتور دوه برخې لري چې یوې ته یې مادي برخه او بلې ته یې معنوي برخه ویل کیږي او په لاندې ډول د هرې یوې څخه په لنډه توګه یادونه کوو.[2]
الف ــ د کلتور مادي بر خه: د کلتور مادي برخې ته ځینې خلک تمدن هم وایي، په مادي برخه کې د یوې ټولنې ټول تولیدي وسایل ، تولید، تخنیک، تخنیکي وسایل، تولیدي تجربې او نور ارزښتونه شامل دي.
ب ــ د کلتور معنوي برخه: د کلتور معنوی برخې ته ځینې خلک تهذیب هم وايي، د کلتور معنوي برخه ډیره پراخه ساحه لري، پدې برخه کې د یوې ټولنې پوهه، هنر، ادبیات، اخلاق ، دودونه، لباس، سینګار، ناسته پاسته، غم او ښادي، په غم او ښادیو کې د خلکو د ګډون مراسم، خوراک، څښاک، پوښاک، ولسي سندرې، ملي اتڼونه، نڅاوې، موسیقي او نور راځي. د ځینو پوهانو له نظره چې ملي تاریخ، ملي ویاړنې هم د کلتور یوه برخه جوړوي. په همدې ترتیب سره ژبه چې له یوې خوا د پوهولو را پوهولو او د بلې خوا د ملي ګټو د ساتنې او د ملت د ټینګښت وسیله ده هم د کلتور یوه برخه ګڼل کیږي.[3]
د ملتونو بډایه کلتورونه د ملت په ژوندي ساتلو کې ډیر هم نقش لوبوي، بډایه کلتورونه د ولسونو د نیکمرغۍ په لار کې په خپل ځای ډیر مهم دي. د ملتونو کلتورونه یو له بل څخه بیلې ځانګړنې لري، اما په ځینو برخو کې سره ورته او پّ ځینو برخو کې بیا متفاوت خصوصیات هم لري، د ملتونو همدا کلتوري ځانګړتیاوې او توپیرونه دي چې د ملت ملي هویت تثبیتوي او ملي کلتور باید د ملي ګټو ساتونکی وي.
 
 دویم ـ فولکور: فکلور، فلکور یا فولکور د کلتور هغه څانګه ده چې په هغې کې د ولس د مشخصو ډلو عنعنات، دودونه، نکلونه، افسانې، ارزښتونه، انګیرنې، کرکې..... او نور پکې شامل دي.د ځینو په عقیده ولسي شفاهي ادب، خلاقیت، سندرې، ولسي موسیقي، نڅاوې، د خلکو او ولس ادبیات، ولسي پوهه، ولس پیژندنه دې ټولو ته فولکور وایي. 
 همدارنګه فولکور د ولس هغې عنعنې ته ویل کیږي چې د لرغونو زمانو راپاتې وي او د اوسني وخت له متداولو پوهنو، عقایدو او نورو کړو وړو سره یو څه توپیر ولري.[4]
فولکور په بیلابیلو ډولونو باندې ویشل شوی، خو مونږ یې یوازې یو ویش د بیلګې په ډول وړاندې کوو. د جوړښت له مخې فولکور په دوو برخو ویشل شوی چې یوې ته یې مادي برخه او بلې ته یې معنوي برخه ویل کیږي او په لاندې ډول دي:
الف ــ د فولکور معنوي برخه: 
یو ـ ادبیات: پدې برخه کې نظم، د نظم ټول ډولونه، شعرونه، سندرې، نثر او د نثر ټول ډولونه لکه لیسې، معماوې، حکمتونه...... راځي.
دوه ــ علوم: علوم او پوهنې د فولکور دویمه معنوي برخه ده، چې پدې کې طب، نجوم، ارواپوهنه... راځي.
درې ــ دودونه او رواجونه: پدې برخه کې د خلکو بیلابیل دودونه، او رسمونه راځي لکه: اخترونه، د مبارکۍ ورځې، مېلې، د زیږیدنې، مړینې او واده په اړه بیلابیل عنعنات، روایتونه، حقوقي تعاملات، نرخونه، څلي، ننواتي، متلونه، ملي دودونه .....
ب ــ د فولکور مادي برخه: دا هم د فولکور دویمه برخه ده چې پدې برخه کې بیا مختلف شیان راځي لکه: د ودانیو او کورونو په باب عقیدې، انځورونه، د جګړې، ښکار، لو کولو سامان،د خلکو کسبونه، نقاشۍ، رسامي.... [5]
اوس غواړ چې دلته په مختلفو کلتوري او فولکوریکو مسائلو باندې لنډ غوندې بحث وکړو، خو وړاندې تردې باید ووایو چې: خوستوال د اصیل پښتني کلتور پابند دي او په پښتونوالۍ باندې ټینګ اعتقاد لري. پت او عزت، رښتینوالي، ننګ او غیرت، همت او زړورتیا، سخاوت او ځواني، په ژمنه وفا کول، انصاف او عدالت، شرم او حیاء، ښیګڼه او نیکي یې د پښتني کلتور غوره معیارونه دي او ددې معیارونو په اساس خپل ژوند ته دوام ورکوي.لکه څرنګه چې د پت پالل او عزت ساتل د افغانانو غوره خوی دی، په همدې دول د خوست ولسونو ته د ځان او د نورو د پت او عزت احترام د قدر وړ دی. خوستوال نه غواړي چې یا ځان ته او یا نورو ته په سپکه سترګه وګوري او د چاپلوسۍ څخه یې هم بد راځي، پاک لمني د پت او عزت لویه نښه بولي.
څرنګه چې په پښتني ټولنه کې تر هرڅه په ناموس ډېر غیرت شوی، نو د خوست ولسونه هم د پښتني ټولنې د غړي په توګه دین، وطن، قام، ژبه او ښځه په ناموس کې شمیري او پرې غیرت کول د یوه ننګیالي پښتون کار ګني. په همدې ترتیب په خوست کې قومي جوړښتونه لرغوني مخینه لري، قومي جوړښتونه یې په پښټونوالۍ ولاړ دي، جرګې، مرکې، نرخونه، اربکي.... یې د قومي جوړښتونو غوره بیلګې دي چې تر ننه یې ساتلي او پاللي دي. ننواتی، میلمه پالنه، د ښځو احترام کول، تیږه ایښودل، روغه جوړه کول، ولس پالنه، پنا ورکول، یووالی..... یې په قومي جوړښتونو او ولسي کلتور کې بر او معتبر ځای لري. ددغو ښیګڼو سره سره په خوست کې څه ناڅه بد فکتورونه هم شته چې زمونږ اصیل فرهنګ یې سخت راځپلی لکه په بدو کې د ښخو ورکول، د بل چا په عوض د په ناحقه د چا وژل او بیا هغه پښټو ترسره کول ګڼل... پدې اساس سره ویلی شو چې په هره ټولنه کې مثبت او منفي اړخونه وي، چې یا یې خپله ساتلي وي او یا یې د نورو څخه خپل کړي وي. په عمومي ډول سره د تمدنونو او کلتورونو انتقال له ځانه سره مثبت او منفي نقاط هم له ځانه سره لري او هره ټولنه باید د نورو ټولنو اوملتونو څخه باید مثبت ټکي را واخلي  او د منفي ټکو څخه یې باید ځان وژغوري، ځکه د بل ملت او ټولنې د منفي کلتورونو کټ مټ را اخیستل ټولنه او ملت د بربادۍ او بې لارۍ لوري ته بیايي، نو ځکه کوشش باید وشي چې زمونږ په ټولنه کې افغاني او اسلامي ضد کلتورونه د منځه یوسو. په هر صورت راځو او پر موضوعاتو پیل کوو، هیله ده چې ګټور تمام شي.
اتڼ: اتڼ ګډه نڅاه ده چې په پښتني کلتور کې لوړ ځای لري او په ملي کچه رواج لري [6]. همدارنګه د اتڼ په هکله محقق بسم الله حقمل په خپل نومي کتاب کې چې (د تڼیو کلتور او فلکور) نومیږي، زیاتوي : ((نڅاه او اتڼ زمونږ د پښتني فولکور یوه ارزښتمنه او درنه برخه ده ، اتڼ زمونږ په ولس کې له ډیرې پخوانۍ زمانې څخه مروج دی ، پښتانه د خوښیو او ښادیو په مراسمو کې اتڼ کوي ، دغه رنګ د ننګ او سرښندنې ډګرته هم په اټن ورځي)). حقمل صیب زیاتوي چې ((اتڼ د پښتنو د ټولنیز ژوند یو نه بیلیدونکی توک دی. په اتڼ کې د اتڼ د تودولو لپاره له پخوا نه د سندرو ویل دود دي، چې ځینې پښتانه یې د اتڼ نارې ، ځینې یې د اتڼ غږونه او ځینې یې د اتڼ د میدان بیتونه بولي))[7].
څرنګه چې په نورو ولسونو کې د خوښۍ او سرور په محفلونو او مجلسونو اتڼ کیږي، نو په پښتنو کې پدې برسیره د جګړې په وخت کې او د ملي ورځو په لمانځلو کې هم خلک اتڼ کوي او جنګیالي د جګړې ډګر ته د اتڼ پر مټ هڅوي. د خوست په قومي فرهنګ کې هم اتڼ د همدغې پښتني فرهنګ د فوځي او قبیلوي فلسفې څخه اخیستل شوی دی. په پښتنو کې چې کله ځوانان په قومي جګړه کې ګډون کوي او یا د بهرني دښمن په وړاندې په ملي کچه د خاورې ، ملي نوامیسو او اسلامي اعتقاداتو څخه دفاع کوي ، نو ځوانان د اتڼ په ډول د جګړې ډګر ته ځي او کله چې چیغه وشي ، نو هر څوک ځان مکلف بولي چې د اتڼ کړۍ ته داخل شي او د جګړې میدان ته لاړ شي. خوستي ځوانان او په عموم کې خوست مېشت ولسونو د پښتني کلتوري جوړښت په چوکاټ کې د تاریخ په اوږدو کې هم د خوښۍ پرمهال او هم په ملي مسائلو کې د جګړې ډګر په ملي اتڼ سره تود ساتلی دی، خو په ډېر افسوس سره چې په تیرو وختونو کې یې د خپلو پښتنو ورورڼو پرضد یې هم کله کله دغه کار ترسره کړی، چې دې حالت د یو پښتون قوم ترمنځ ډیر بد تاریخ پرېښودلی، خو باید یادونه وکړو چې اوس مهال دا ډول پېښې ډېرې لږې پېښیږي ، چې د کم تکرار علت یې د خوستوالو د پوهې د کچې لوړتیا، فکري ویښتیا، یووالی ، د پخو سټو شتون او د روڼ اندو زیاتوالی دی.[8] 
 
پګړه یا اشر: د عمومي کارونو په ګډه ترسره کولو ته اشر وايل کیږي [9]، خو خوستوال بیا اشر ته پګړه وايي او پګړه د( په ګډه) د یو عمومي کار د ترسره کولو څخه اخیستل شوي کلمه ده او وروسته په پګړه اوښتي ده. د خوست ولسونو تل په عمومي او د خیر او ښیګڼې په کارونو کې په شریک ډول او د اشر په توګه ګډون کړی او ددې لارې یې له یوې خوا خپل یووالی ساتلی او له بلې خوا ی خپل ټولنیز کارونه په ښه ډول سره پرمخ وړي دي.[10] 
په عمومي ډول سره خوستوال ځینې کارونه د ډیرې لرغوني زمانې راپدیخوا په ډله ییز ډول ترسره کوي دا کارونه یا د قوم او کلي ټولنیز کارونه وي او یا امکان لري چې په یوې کورنۍ او یایو تن پورې اړوند وي، خو نور د مرستې په موخه ورسره ګډون کوي او هغه ورسره ترسره کوي. په پخوا وختونو کې په په لویه پکتیا کې ځینو کورنیو او یا قبیلو د ځینو نورو په ډله ییز وژلو او په هغه باندې د سټې کولو لپاره هم دغه عمل استعمال کړی او دغو کورنیو به غوښتل چې ها بله کورنۍ یا قبیله میراته کړي، خو نن ورځ په خوست کې دغه بد دود د منځه تللی او پګړه یوازې د خیر ښیګڼې کارونو او د یو او بل سره د مرستې او همګارۍ په موخه په چارو کې صورت مومي.[11]   
 
 
[1] سیاسي اصطلاحات، ۲۲۱مخ. د افغانستان د ملي مترقي ګوند د ثقافت او تبلیغاتو څانګه،۱۳۸۳.
[2] سیاسي اصطلاحات، ۲۲۱مخ. د افغانستان د ملي مترقي ګوند د ثقافت او تبلیغاتو څانګه،۱۳۸۳.
[3] سیاسي اصطلاحات، ۲۲۱مخ. د افغانستان د ملي مترقي ګوند د ثقافت او تبلیغاتو څانګه،۱۳۸۳.
[4] بیړۍ، خپلواکه، ټولنیزه، فرهنګي اوونیزه، دویمه دوره، لومړی کال، پنځمه او شپږمه ګڼه، ۱۳۸۵ زمری، خوست. د پوهاند فیض محمد فیاض لیکنه، ۲،۳ مخونه.
[5] بیړۍ، خپلواکه، ټولنیزه، فرهنګي اوونیزه، دویمه دوره، لومړی کال، پنځمه او شپږمه ګڼه، ۱۳۸۵ زمری، خوست. د پوهاند فیض محمد فیاض لیکنه، ۲،۳ مخونه. 
 
 
[6] د پښتني قبیلو اصلاحي قاموس، ۲ـ۳ مخونه. لیکوال: محمد ابراهیم عطايي.
[7]  د تڼیو کلتور او فلکور، ۹۰ مخ. لیکوال: محقق بسم الله حقمل.
[8] د سیمې څخه زمونږ کتنه او د سیمه والو مالومات.        
[9] د پښتني قبیلو اصلاحي قاموس. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز.۱۳۵۷
[10] د تڼیو د سیمې د محورو مشرانو سره زمونږ لیدنه او پدې هلکه د دوی عملي تجربې.
[11] د پښتني قبیلو اصلاحي قاموس،۵۸مخ. لیکوال: م. ابراهیم عطايي. د پښتو څیړنو نړیوال مرکز، ۱۳۵۷ 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1353

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1339

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1490

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2018

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6237

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…