د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست پېژندنې لارښود / ۱۵ څپرکی

b_150_100_16777215_00_images_khost_1.jpg

 

 

 

دویم ــ روغتیا: د خوست روغتیا یی وضعیت نن ورځ د پخوا په پرتله بیخي بدلون کړی، په پخوا وختونو کې مجهز روغتونونه، معاصر درمل، او اوسني طبي ډاکتران نه وو. د زمونږ کلي د سپین ږیرو له خولې مې اوریدلي چې د نادر خان، ظاهر خان او حتی تر هغې وروسته ډیر مهال په خوست کې ډاکټران نه وو، خلکو به په یوناني طبابط درملنه کوله، که څوک به ناروغ شو، نو د غوا یاپسه اوژغنې( څرمنې) ته به یې اچوه، که ماشوم به یی ختنه کولو نو د کلي ډم به دا کار ترسره کوه، د غاښ ایستل هم د کلیوالي خلکو لخوا وو،  ډیرې ناروغۍ به د ملا د دم په اساس جوړیدې. 
په هر صورت د ساینس، ټکنالوژۍ او د طب په پراختیا سره په خوست کې هم په روغتیايي لحاظ ژور او مثبت بدلون راغلی، نن ورځ په خوست کې د طب پوهنځیو فارغ ډاکټران، متخصصین، شخصي او دولتي روغتونونه شته، چې د خلکو ستونزې تر یو بریده حلوي. خو اوس مهال هم د تکړه ډاکترانو او د موثر درمل د نشتوالي له وجهې خلک خپل مریضان کابل، پېښور، پاکستان، هند، ترکیې... ته بیایی او دلته د یو شمیر مرضونو درمل نه کیږي. روغتیایي خدمتونه که څه هم د پخوا په نسبت زیات شوي خو د خلکو د پوره لاسرسي وړ ندي. په کلیو او بانډو کې ډېر کم شمیر ډاکټران پیدا کیږي، ښځینه ډاکترانې په ولسوالیو کې په نشت حساب دي. ما چې د خوست د روغتیا ریاست د یو شمیر کارکوونکو سره ولیدل او د خوست ښار د بیلابیلو ولسوالیو د اوسیدونکو سره مې خبرې وکړې، نو په روغتیايي برخه کې خلک جدي ستونزې لري او باید لازمه پاملرنه ورته وشي. د روغتیا ریاست د کارکوونکو په وینا چې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ۶۰٪ دی، خو دا شمیره دقیقه ځکه نده، چې په ولسوالیو، لرې پرتو سیمو او همدارنګه په کلو او بانډو کې ډېر شمیر خلک هېڅ ډول روغتیا خدمتونو ته لاسرسی نلري او یو کم شمیر خلک ددې خدمتونو څخه برخمن دی،  او دا خدمتونه هم په خصوصي ډول خلکو ته وړاندې کیږي او د دولت له لوري ندي، د دولت کوم کلینیکونه چې جوړ شوي نه سم ډاکتران لري او نه درمل. ولس د روغتیايي خدمتونو غوښتونکی دی، او د دولت د هرډول روغتیايي پروګرامونو ملاتړ کوي. 
 
دریم ــ بیا رغونه او اړتیاوې: خلک غواړي چې په سوله او ارمۍ کې ژوند وکړي، اقتصاد یې ښه شي، اولادونه یې تعلیم وکړي، او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې شي. که څه هم د دولت له خوا په تیرو څوارلسو کلونو کې  په مختلفو برخو کې ډېر کار شوی،  خلکو ته تر یوه بریده کاري بوختیا وې پیدا شوي، ښوونځي، روغتونونه، کلینیکونه، سرکونه، پلونه، کمه اندازه تفریحي پارکونه، باغونه ... ورته جوړ شوي، خو دا په نشت ځکه حساب دي چې د ټول ولس اړتیاوې نه شي پ،ره کولای. بې کاري یوه جدي ستونزه ده، پوهنې کمیت زیات شوی، خو کیفیت یې بیخي راټیټ شوی. کرنه او مالداري چې د خوستوالو مهمه اقتصادي سرچینه جوړوي، بې پاملرنې پاتې شوي. پدې اساس سره لازمه ده چې دولت او ولایتي اداره د خلکو اساسي غوښتنو او اړتیاوو ته لازمه پاملرنه وکړي. 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1154

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1163

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1295

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1787

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5991

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…