د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست پېژندنې لارښود / ۱۴ څپرکی

b_150_100_16777215_00_images_khost010.jpg

 

پنځم فصل
ټولنه
لومړۍ ــ تعلیمي مسائل
په لرغونو پیړیو کې په خوست کې زده کړې او پوهنې یوازې په مدرسه او جومات پورې محدودې وې، دا چې هغه وخت معاصرو علومو په هېواد کې پراختیا نه وه موندلي، په همدې ډول په خوست کې هم زده کړې او پوهنې دودیزه بڼه درلوده، چې په جومات او مدرسه پورې به اړوند وه. خلکو به مروج علوم د وخت د دیني علماوو څخه زده کول، په روایاتو کې راځي چې یو شمیر خلک به د لازیاتو دیني زده کړو لپاره د هېواد یو شمیر نورو سیمو او همدا ډول هند، ثمرقند، بخارا او عربي هېوادونو ته تلل او هلته به یې خپلې زده کړې تکمیلولې. 
د علومو او فنونو په ژراختیا سره د خوست په وضعیت کې هم تغیر راغی. څرنګه چې په نړۍ کې معاصرو علومو ته زیاته توجه وشوه، نو د وخت حاکمانو هم اړینه وبلله چې هېواد د عصري علومو مرکز وګرځي، ځکه ددیني علومو د زده کړې ترڅنګ د عصري علومو زده کړې ته هم اړتیا ده. د امیر شیر علي خان د واکمنۍ پرمهال د علامه سید جمال الدین افغان نظریاتو او شاه ته د یو شمیر وړاندیزونو د وخت په تیریدو سره په هېواد کې یو نوی علمي او د فکري ویښتابه خوځښت شروع کړ، خو دا لړۍ د امیر حبیب الله خان تر واکمنۍ پورې لازمه پراختیا ونکړه. څرنګه چې امیرحبیب الله خان په هېواد کې د علم او د پوهې د عامولو لپاره لازم ګامونه اوچت کړل، نودې وضعیت په خوست هم تاثیر وکړ، او د حبیب الله خان د  واکمنۍ پرمهال په خوست کې په لومړي ځل د غرغښت عالي لیسه رامنځته شوه، چې عصري علوم به پکې لوستل کیدل. په خوست کې لومړۍ ځل وو چې د عصري علومو تدریس پیل شو، پدې سره په خوست کې زده کړې دوه شکلونه غوره کړل، چې یو یې دودیزه زده کړه او بل یې عصري زده کړه شوه، چې تر ننه دعصري زده کړې تر څنګ دودیزې زده کړې هم مروجې دي. د غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال که څه هم د ازادۍ جګړه د جنوبي سمت او په ځانګړي ډول د خوست د غازیانو پرمټ وګټل شوه، خو دلته زده کړې پراختیا ځکه ونکړه چې د انګریز د نظام پرضد په مختلفو نومونو خلک تحریکول، ترڅو نظام سقوط کړي. خو کله چې امان الله خان یو شمیر اروپايي هیوادونو ته په شپږ میاشتني سفر لاړه، نو د انګریز جاسوسانو پدې سیمه کې امان الله خان ډېر تخریب کړ او د خلکو ذهنیتونه یې بلې خوا ته واړول، کله چې شاه وطن ته راغی، نو د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو امر یې وکړ، دلته په خوست کې ګوډ ملا( ملا عبدالرشید) او یو شمیر نورو خلکو لا د پخوا څخه د شاه پرضد د خلکو ذهنونو ګډوډ کړي وو، نو د نجونو ښوونځیو په پرانستو سره خلکو ته د شاه کفر یقیني شو او د انګریز پلویانو زمونږ د وطندوسته پاچا پرضد قیام وکړ. په هر صورت دا مو ددې د پاره یاده کړه چې زمونږ د وطنوالو علمي کچه او فکري سطحه هغه وخت تر دې حده وه، خو د وخت په تیریدو سره بیا تر ننه ډېر تغیرات پکې راغلي. د نادر خان په راتګ سره د پوهنې برخې ته ډېره پاملرنه وشوه، چې د پوهې دا نعمت خوست ته هم را ورسید. په خوست کې غرغښت او څړبن ډیرې لرغوني او تاریخي لیسې دي چې ولس ته یې د پوهنې بل څراغونه وړاندې کړي، ډېرو محترمو ښوونکو، سرښوونکو او مدیرانو د پوهې د بهبود لپاره پکې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي، او د پوهې سطحه یې ورځ په ورځ پراخه کړي. د وخت په تیریدو سره په خوست کې نور ښوونځي هم رامنځته شول، د خوست میخانیکي لیسې بنسټ د جرمنیانو له خوا په خوست کې کېښودل شو، چې لاسي صنایع، ماشیني صنایع  او ماشینونه به پکې جوړیدل. دا لیسه د هېواد په کچه د ډېرو قوي مرکزونو څخه وه، همدا ډول د ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال په خوست کې د علم او پ،هې برخې ته لازمه پاملرنه شوي، د پوهې د مروج کیدو او د علمي سطحې لوړولو لپاره جدي ګامونه اخیستل شوي، په خلکو باندې جبري وو، چې خپل اولادونه ښوونځي ته بوځي او زده کړه پرې وکړي. دا مهال په خوست د ولس پر ذهنونو د ناپوهئ او تورتم ګرد تردې جاکم وو چې خانانو، ملکانو او نورو پانګه والو به بل څوک په پیسو رانیول او د خپل اولاد پرځای به یې ښوونځي ته لیږل، خلکو دا مهال هم ښوونځي شین کفر ګڼه، او د عصري علومو څخه یې بد راتلل، چې علت یې د انګریز اجنټانو پوچ تبلیغات وو. انګریز ځکه نه غوښتل چې افغانان زده کړې وکړي او عصري علوم زده کړي، چې په سیمه کې د دوی ګټو، نفوذ او واکمنۍ ته خطر وو، یوازینی قوم چې د انګریز واکمنۍ ته ترې خطر وو، همدا پښتون باتور قوم وو.   که څه هم د ظاهر شاه د سلطنت پرمهال خلکو خپل زامن ښوونځیو ته نه لیږل او پټول به یی، خو نظام مسئله جدي نیولي وه، زده کړه جبري وه، د کور له مشر څخه به پوښتنه کیده چې اولاد یې ولې ښوونخي ته ندی راغلی. که کوم شاګرد به غیر حاضر وو، نو عسکر به کور ته ورتله او ترې پوښتنه به کیده. د زده کړې کېفیت د هغه وخت سره سم ډېر ښه وو. د شاهي رژيم وروسته د محمد داووخان د جمهوریت او همدا ډول د خلق ډیموکراټیک جمهوري دورو پر  مهال هم د خوستوالو په علمي وضع کې پوره بدلون راغلی. د خلق ډیموکراټیک جمهوریت  که څه هم له یوې خوا جنګ وو، خو ترځنګ یې ډېر شمیرهلکان ښوونځیو ته شامل کړل شول او له بلې خوا د هیواد په سیاسي، نظامي ...ارګانونو کې هم په دندو پیل وکړ، خو په هیواد کې روانې جګړې او وسله وال مقاومت د نورو بنسټنو غوندې علمي بنسټ هم قرار پرېنښود. د مجاهدینو واکمنۍ پرمهال ، که څه هم کورنۍ جګړې د هیواد په هر ګوټ سیوری غوړولی وو، خو د خوست علمي کچه بیا هم په نشت نه وه حساب، خلکو دیني او عصري علوم دواړه لوستل، ښوونځي فعال وو، او ماشومانو زده کړې کولې. اما کله چې د طالبانو اسلامي امارت په هیواد واکمن شو، نو نه یوازې د خوست علمي بهیر سست شو، بلکې لا پسې وغوړید، که څه هم یو وخت داسې اوازې وې چې طالبان ښوونځي بندوي او یوازې به دیني زړه کړې کیږي او عصري علوم به نه لوستل کیږي، تاریخ او جغرافیه به نه لوستل کیږي، اوټول زده کوونکي به مدرسې ته ځي، خو له نیکه مرغه دامهال په خوست کې د پوهې په ډګر کې یو نوی باب پرانستل شو، ډېر ششمیر خوستوال چې بهرنیو هیوادو ته مهاجر شوي وو، خپل ګلالي خوست ته د نوو مهارتونو اوعلمي پوهنو سره راغلل، دلته یې د لیک، لوست، ژبې او ساینسي علومو کورسونه پرانیستل، چې دې وضعې د خوست په علمي وضعیت کې مثبت بدلون راوست. د طالبانو د سقوط او د انتقالي ادارې په منځته راتګ سره او بیا ترننه پورې د خوست علمي او پوهنیز وضعیت بیخي بدل شوی. د لنډ مهالې ادارې وروسته په خوست کې ګڼ شمیر د عصري علومو، لیک لوست، کمپیوټر، ژبې... کورسونه او علمي مرکزونه رامنځته شول، د ښوونځيو کمیت زیات شو، په د پېښور څخه د خوستوالو د هلو ځلو پرمټ د افغان پوهنتون خوست ته رانقل شو او د لته لومړۍ د خوست او بیا کله چې د هغه وخت د خوست والي ارواښاد معراج الدین پټان او د عربي متحده اماراتو د سفیر ترمنځ هوکړه لیک وشو، د شېخ زاید پوهنتون په نوم ونومول شو، چې د پوهنتون ټول لګښت اماراتو په غاړه واخیست. اوس مهال شېخ زاید پوهنتون د هېواد په کچه ستر علمي مرکز دی چې د هیواد ګوټ ګوټ څخه هیواد وال راځي او دلته په مختلفو پوهنځیو کې زده کړې کوي. نن ورځ په خوست کې پر شېخ زاید پوهنتون برسیره د پامیر پوهنتون، احمد شاه ابدالي د طبي لوړو زده کړو  موسسه، دعوت پوهنتون، طلوع افتاب د لوړو زده کړو موسسه، استاد حکیم تڼیوال د طبي علومو انسټیټیوټ..... او نور علمي مرکزونه وجود لري. خوستوال نن ورځ د معاصرو علومو او همدارنګه د معاصرې ټکنالوژۍ سره اوږه پر اوږه مخ پر وړاندې روان دي. 
د ۱۳۹۳ کال د احصایی له مخې چې مونږ تر لاسه کړي په خوست کې لاندې لیسې، منځني ښوونځي، ابتدایه ښوونځي، د منځینیو زده کړو مرکزونه، پوهنتونونه وجود لري:
 
پوهنتونونه او د لوړو زده  کړو موسسې:
 
۱ــ شېخ زاید پوهنتون ( دولتي)
۲ــ د خوست شپې پوهنتون ( دولتي)
۳ــ دعوت پوهنتون 
۴ــ پامیر د لوړو زده کړو موسسه
۵ــ طلوع افتاب د لوړو زده کړو موسسه
۶ــ احمدشاه ابدالي د طبي لوړو زده کړو موسسه
 
 د منځینیو لوړو زده کړو موسسې
 
۱ــ استاد حکیم تڼیوال د طبي علومو انسټیټیوټ
۲ــ رووفي د طبي علومو انسټیټیوټ
۳ــ عبدالله خان تڼي عالي دارالمعلمین او د هغې د ولسوالیو څانګې
۴ــ د خوست میخانیکي انسټیټیوټ
۵ــ حسابدارۍ انسټیټیوټ
۶ــ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ
۷ــ د سید عثمان حسیني اسلامي دارالعلوم
۸ــ افغان د طبي علومو انسټیټیوټ

 پدې برسیره ما چې د خوست د پوهنې ریاست د پلان مدیریت څخه کوم مالومات راټول کړي، په ۱۳۹۳ کال کې په خوست کې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې ۴۲۵ بابه تعلیمي مرکزون وجود لري، چې ټولټال ۲۹۷۷۲۲ تنو زده کوونکي پکې زړه کړې کوي، همدا ډول باید یادونه وکړو چې په خوست کې غیر ثبت شوي مدرسې او د دیني علومو ګڼ شمیر مرکزونه په ښار، مختلفو ولسوالیو او کلیو کې وجود لري چې د زده کوونکو شمیر یې څرګند ندی. 

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1542

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1504

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1704

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2205

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6458

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…