د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست پېژندنې لارښود / ۱۳ څپرکی

b_150_100_16777215_00_images_khost_1.jpg

 

لسم ــ نښلوونکي لارې:
په یوه هیواد کې د ځمکې پرمخ تګ راتګ او همدا ډول لیږد رالیږد هغه وخت شونی وي چې لارې او د تګ راتګ امکانات ولري. لارې هغه څه دي چې د خلکو ترمنځ په مناسباتو، اړتیاوو، غوښتنو، تجارت..... کې مرسته کوي او (( په یوه هیواد کې لارې جوړیدل تل د طبیعي او اقتصادي حالت تابع وي او د مربوطه هیواد له فرهنګ او ثقافت سره مستقیمې اړیکې لري)).[1]
زمونږ هیواد هم د نړۍ له هغو پخوانیو او تاریخی هیوادونو څخه دی چی د سیمی او نړۍ لپاره له بیلابیلو لید لورو څخه د یوی مهمی او ارزښتناکی څلور لاری په توګه پاتی شوی. (( د ضرورتونو د له منځه وړلو لپاره په مختلفو وختونو کی په مختلفو ځایونو کی پلی، د اوښانو، آسونو او کاروانونو د انتقال لاری جوړی شوی. په باختر کې د مدنیت په خپریدو، په شمال کی د مغلو له امپراطورۍ سره ، په سهیل کی له هند سره ، په لویدیځ کی د فارس له لرغونی امپراطورۍ سره تجارتی راشی درشی، همدرانګه د فرهنګي، مذهبی او سوداګرۍ له امله لارې جوړې شوی، ترڅو ضرورتونه په ره برخه او سیمه کی رفع کړي)).[2]
په جنوبي ولایتونو کې او په ځانګړي ډول په خوست کی د ورته اړتیاوو او لاملونه په اساس لارې جوړې شوی او دغه لارې ځینې ډیرې پخوانۍ دي او ځینی بیا نوی دی، پخوانۍ لاری د خوست ولایت په غرونو، رغونو، بیدیاوو او نورو ډیرو ځایونو کی تیرې شوی، نښی نښانی او نومونه یې لاهم پاتې شوی. ددغو لارو څخه د تاریخ په اوږدو کې د بیلابیلو اهدافو لپاره ترې استفاده کیدله، د بیلګې په ډول د خلکو د مناسباتو د ټینګښت لپاره، د کاروانونو د لیږد رالیږد لپاره، د نظامي اهدافو....لپاره، په اوسنیو عصري لارو باندې به وروسته بحث وکړو او د هغې ارزښت به هم د بیلابیلو لورو څخه څرګند کړو، خو هغه لارې چې پیاده وې او د تجارتي او نظامي اهدافو په موخه کاریدې بیخي ډیرې دي، ځینې هغه پلي لارې اوسمهال په عصري ډول اړول شوي، پخوا که د اوښانو، آسونو... لپاره کارول کیدې اوس مهال د موټرو پرمخ پرانستل شوي دي، د بیلګې په ډول د خوست ــ ګردیز لویه لار، د غلام خان لویه لار، د بټۍ تاڼې لویه لار... دا هغه لارې دي چې په پخوا وختونو کې د کاروانونو او د خلکو د تګ راتګ لپاره په هماغه پخواني شکل سره کارول کیدې، اما د ټکنالوژۍ په پراختیا او د حمل او نقل د عصري وسائلو پّ رامنځته کیدو سره دغې لارې په عصري لارو بدلې شوي.
په هر صورت په خوست کې ډیرې لارې شته چې په مختلفو زمانو کې د بیلابیلو موخو لپاره کارول شوي، خو دغه لارې اکثره غرنۍ دي او په غرونو او رغونو کې تیرې شوي. مثلا: د عاد روښاني لار، د مغلو لار... دا لارې ډیرې لرغوني لارې دي، او د تڼیو په غرونو کې تیرې شوي او اوس هم دغه لارې پّ غرنیو سیمو ځینو خلکو ته معلومې دي  او ددغو لارو د نوم څخه داسې څرګندیږي د روښاني غورځنګ مبارزین ددې لارې د مغلو پرضد فعالیت کاوه، او د مغلو د لار څخه هم داسې بریښي چې مغلو ددې لارې تګ راتګ کاوه . همدا ډول د شینکۍ کنډو لار، ماڼې کنډو لار، لیژې لار، بړي لار، مستربل لار، ببرک تاڼې او بټۍ تاڼې لارې ... دا هغه لارې د هیواد لپاره یې په بیلابیلو وختونو کې سیاسي، اقتصادي.... ارزښت درلودلی. د سیمې د اوسیدونکو له قوله هغه وخت چې غازي ببرک خان ځدراڼ د سرحدي سیمو قومانو په غاړه درلوده او د انګریزانو پر ضد یې د خوست په سرحدي سیمو کې فعالیت کاوه، نو ډیرې نظامي تاڼې یې جوړې کړې چې د ببرک تاڼې په نوم یادیږي او اوس مهال هم د علیشیرو او تریزیو ولسوالي په سرحدي سیمه کې د شمالي وزیرستان سره په ګډه پوله کې د ببرک تاڼه په نوم د افغان دولت نظامي پوسته شته او پدې نوم باندې یوه لویه لار هم شته چې ټل ــ خوست سره نښلوي.
دغه لار د جهاد په کلونو کې ډیر ارزښت درلود، همدا ډول د شینکۍ کنډو، ماڼې کنډو، باړي او لیژې لارې هم هغه لارې دي چې د جهاد په کلونو کې یې د بیلابیلو لاملونو په وجه زیات ارزښت درلود. د شینکۍ کنډو لار یوه پلي لار ده چې هغه مهال به خلکو د تجارتي مالونو د لیږد رالیږد او افغان مجاهدینو د نظامي اهدافو لپاره کاروله، هغه مهال په دغو غرنیو سیمو کې ډیر دکانونه او ښارګوټي جوړ شوي وو، خو اوس مهال یې یوازې نښانې پاتې دي. پدې برسیره یو شمیر داسې لارې وې چې کوچیانو به تګ راتګ ورباندې کاوه او د غلجیو لارې په نوم یادیږي او یو شمیر داسې لارې شته چې مختلفو ولسوالۍ او بیا د مختلفو ولسوالیو کلي سره نښلوي، اوس مهال دغه لارې ځینې پلي او ډیرې یې د موټرو پرمخ پرانستي دي. باید ووایو چې د ولسوالیو عمومي سرکونه چې ولسوالۍ د مرکز سره نښلوي د جمهور رییس کرزيد واکمنۍ پرمهال پاخه شوي، خو اکثر یې بیا ترمیم ته اړتیا لري.
 
څلورم ــ کرنه او مالداري: کرنه او مالداري د خوست د ولسونو یوه غوره او مهمه اقتصادي منبع ده. په خوست کې دوه فصلونه کیږي، د اوړي فصل یې غنم، اوربشې، باجرې، ایږدن.... او د مني فصل یې جوار، مۍ... تشکیلوي. پدې برسیره ګني او مختلف ډوله سبزیجات هم پکې کرل کیږي او ډېر ښه حاصلات ورکوي. خلکو مختلف ډوله د سبزیو او ونو باغونه جوړ کړي، بنډۍ، کدو، ترۍ، سابه، بادرنګ، رومیان، تور بانجان، ګلپی، ټنډي، الوچې، زردالو، ماڼه، بادام، چارمغز، شفتالو، الوکاټ، ناک....  ډېره ښه نتیجه یې ورکړي. خو یوه خبره چې یادونه باید ترې وکړو هغه دا ده چې د خلکو د کرنې او اوبیزې ځمکې لږې دي، للمي ځمکې په ځینو ساحو کې د کښت لپاره یا چمتو ندي او یا د برمو د ډېر لوړ مصرف په اساس حاصلات ورکوي. خوست دوه ډوله ځمکې لري، یو اوبیزې چې د خوړونو په واسطه خړوبیږي او بل للمي ځمکې. د خوست د زراعت ریاست د معاون صیب په وینا چې چې د خوست اوبي کرنیزه ځمکه ۵۱۶۷۲ هکتاره، باراني ځمکه ۲۵۸۶ هکتاره او للمي ځمکه ۱۲۱۲۶ هکتاره ده، ځنګلونو یې ۱۱۸۱۴۰ هکتاره، څړځایونو ۲۲۸۵۳۹ هکتاره او مخروبه ځمکه  یې ۶۵۵۵ هکتاره ده. اوبي او د خړوب سرچینې یې خوړونه، کاریزونه، برمې  او د باران اوبه دي. پر کرنې برسیره مالداري هم په خوست کې ډېره ښه نتیجه ورکوي، د خلکو پخوانۍ عمده اقتصادي سرچینه مالداري وه، خو اوس مهال د مالدارۍ ګراف راټیټ شوی، غواګانې، وزې، مښې، آسونه، اوښان، کچر، خرونه، میږې... هغه کورني ژوي دي چې خلک یې د مختلفو لاملونو په اساس ساتي. چرګان، پلي مرغان، پتکې، مرړز، تنزري، زرکان.... هم خلک ساتي، خو د اقتصادي منبع په توګه پورته یادو نا الوتونکو حیواناتو ساتنه ډېره ګټه لري. په خوست کې د حیواني فورمونو جوړونې لپاره ډېر ښه امکانات شته، خو تر اوسه نه دولت او نه خلکو په پوره ډول پاملرنه ورته کړي، که څه هم یو شمیر خلک کوچني حیواني او د چرګانو فورمونه لري، چې ډېره لوړه اقتصادي ګټه په لاس ترې راوړي، خو اندازه یې کمه ده او یوازې د خوست د څو سیمو اړتیاوې هم نه شي پوره کولای.
 
[1]  افغانستان پیژندنه، ۱۶۷ مخ. اورنګزیب ارشاد. دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۸۴.
[2] افغانستان پیژندنه، ۱۶۷ مخ. اورنګزیب ارشاد. دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۸۴

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1292

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1784

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5988

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…