د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د خوست پېژندنې لارښود / ۱۲ څپرکی

b_150_100_16777215_00_images_khost12.jpg

 

دویم ــ غرونه او ځنګلونه
 ۱ ــ غرونه: د خوست غرونه چې د سلیمان غرونو لړۍ ده، د ختیځ څخه په لویدیځ پراته دي. خوست ګرد چاپیره د غرونو پّ واسطه اخاظه شوی او منځ ساحه یی تقریبا سمه ده، غرونه یې د تڼیو، ګربزو، ځدراڼو، ځاځیو او منګلو په ساحو کې پراته دي، چې په ځنګلونو پوښلي دي او مشهور غرونه یې دا دي: د منګلو غرونه، د ځاخي میدان غرونه، د ګربزو د مستربل، توره غاړه، د تڼیو د څیټي غر، د ټیپ سر، پشرلۍ سر، شین کونډ، سپلګین او نور... همدا ډول د ځدراڼو د میر څپر غر، تورغری یا تره غری .....
۲ ــ ځنګلونه
ځنګلونه د بشري ټولنې ستره شتمني ده، چې د انسانانو او حیواناتو لپاره بنسټیز ارزښت لري.ونې او ځنګلونه په بشري ټولنه کې ډېر ارزښت لري. حیوانات استوګنځي او ازاد چاپیریال ته اړتیا لري او دغه اړتیا یې ځنګلونو پوره کړي ده. همدا ډول انساني ټولنې ته د ځنګلونو ارزښت د مختلفو لیدلورو څخه مهم او د ارزښت وړ دی. که چیرې د ځنګلونو د لرګیو څخه د یوه پلوه راز راز ګټه پورته کوو، نو له بلې خوا ځنګلونه د هوا په پاکوالي کې هم ډیره مرسته کوي. په همدې ترتیب د سیلابونو، توندو بادونو او بارانونو ځواک هم کموي، کلي او بانډې له ورانیو څخه ساتي، زمونږ ډیر شمیر هیوادوال د ځنګلونو د لرکیو څخه د سون د توکو په ډول ګټه پورته کوي. زمونږ هیواد د خپل موقعیت له مخې غرنی هیواد دی، چې د ټولې خاورې دریمه برخه یې غرونو نیولي، د هیواد ډیری غرونه په واورو پټ وي، چې له امله یې سیندونه، جهیلونه او د لویو ویالو په بڼه د اوبو پراخې او بډایه طبیعي سرچینې لري. خوست هم یو غرنۍ ولایت دی چې اکثر غرونه یې په طبیعي ځنګلونو پوښل شوي دي، ددغو غرونو له درو څخه له یوې خوا د اوبو لړۍ جریان پیدا کړی او له بلې خوا د خوست غرونو شتوالی د مختلفو کانونو، نفتو او زبیعي ځنګلونو سبب ګرځیدلی. د تڼیو، ځدراڼو، منګلو سیمې پراخ زبیعي ځنګلونه لري، چې خوست ته یې د هې،اد په کچه ځانګړی نوم او اقتصادي مقام ورکړی، دغه ځنګلونه د نښتر، څیړۍ، جلغوزي، ښوون، سپېدار، لمنځې، ګورګورې، مماڼې طبیعي ونې لري او پدې برسیره د ماڼې، چامغز، زردالو، ګیلاس، ......ونې هم ښه نتیجه ورکوي. د خوست ځنګلونه زښت زیات مالي، اقتصادي او محیطي ارزښت لري، چې له اصالت او صداقت څخه یې هېڅوک انکار نه شي کولای، خو له بده مرغه دغه ځنګلونه په ډېرې بې رحمۍ سره وهل کیږي او په قاچاقي ډول پاکستان او نورو هېوادونو او یا د هېواد نورو ولایتونو ته وړل کیږي.[1] 
ځنګل وهنه په خوست کې د ډېر وخت راهیسې مروجه ده، غرنیو خلکو به پخوا د تبر په واسطه ونې وهلې او ددې لارې به یې خپله نفقهبرابروله، او نن ورځ هم یو شمیر خلک ددې لارې خپله نفقه برابروي، خو فرق یې دا دی چې نن ورځ ځنګل د برقي ارو په واسطه وهل کیږي او برقي ارې په لږ وخت کې پراخ ځنګلونه د منځه وري او بل دا چې یو شمیر تجاران دغه بې رحمه عمل سرته رسوي، د خلکو څخه شنه ځنګلونه په پیسو واخلي او بیا یې اره کړي، چې دې عمل به څوکلونه وروسته د خوست شنه او ښکلي ساحه په خړه او سپېره ساحه بدله کړي. د سیمې د یوه پیاوړي لیکوال او ژورنالیست فضل وزیر هیله من په قول چې: (( په منځني ډول هره ورځ له ۱۵۰ــ تر ۲۰۰ پورې د لرګیو لویې لرۍ موټر پلازمېنې کابل او ګاونډي هیواد پاکستان ته ترې ځي، ځنګلونه د هېواد کمساري شتمني ده، چې اوس مهال یې د غوڅونې مافیا په کورنۍ او سیمه ییزه کچه راپیدا شوي او په منظم ډول د هېواد ځنګلونه د برېښنايي ارو پر مټ غوڅوي او بهر ته یې لیږدوي. چې دا ددغه هېواد په تاریخ کې د جنګ جګړو تراژیدۍ سربیره یو بل چاپیریالي ناورین دی، چې اوس مهال افغان ټاټوبی ورسره لاس او ګریوان دی)).[2]
که څه هم هیله من صیب په خپله لیکنه کې یادونه کړي چې د خوست ولایتي ادارې ځنګل ساتنې ته د مختلفو لاملونو په وجه پاملرنه کړي او په ارزښت یې پوه شوي، خو زما په اند تر اوسه پدې برخه کې کومه مثبته لاسته راوړنه نه ترسترګو کیږي. ما چې د سیمې څخه نږدې کتنه کړي، د تڼیو او سپېرې ولسوالیو په غرونو کې ګرځیدلی یم، د منګلو د قوم له مشرانو اواوسیدونکو سره ناست یم او په خوست ښار کې مې د لرګي پلورونکیو او ټال واله سره لیدلي او خبرې مې ورسره کړي، په دغه چاپیریالي غمیزه کې نه یوازې کمښت ندی راغلی بلکې د ځنګل وهنې ګراف لا پسې لوړ شوی.
 
دریم ــ اوبـه او برېښنا
اوبه د انساني ژوند لپاره ډیره مهمه ماده ده، هر چیرته چې اوبه وي هلته تمدن او د ژوند امکانات هم وي، د اوبو په اساس په ژوند کې ډیرې اسانتیاوې رامنځته کیږي، کښت، برېښنا، مالداري، باغداري..... هر څه اوبو ته اړتیا لري او د اوبو په اساس ډیرڅه ترلاسه کیږي، که چیرې کوم هیواد پریمانه اوبه ولري نو د هغې هیواد د پرمختګ لپاره امکانات هم ډیر وي، اما کوم هیوادونه چې اوبه نلري نو وګړي یې د ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان وي. افغانستان هم یو د هغو هیوادونو څخه دی چې سمندرونو ته لار نلري او په وچه پورې منخصر دی، خو د دې محدودیت سره سره بیا هم د هسکو او دنګو غرونو د موجودیت په اساس د اوبو پریمانه امکانات لري، دغو دنګو غرونو له یوې خوا هیواد ته ښکلا  وربښلي او له بلې خوا یې د اوبو پراخې سرچینې رامنځته کړي. سلیمان غرونه چې د هیواد په جنوب کې یې لړۍ هرې خواته غځیدلي ، دغو سیمې ته یې خاص ارزښت وربښلی، خوست ولایت غرونه هم د سلیمان د غرونو کړۍ ده ، دغو غرونو د خوست ولایت لپاره د اوبو پراخې زیرمې رامنځته کړي، خو یوه خبره چې یادونه باید وشي هغه دا چې دغو اوبو تر اوسه کنترول شوي ندي او نه دولت د دغو اوبو د کنترول لپاره تراوسه لازم ګامونه اخیستي. خلک څښاک، کښت ، کروندې او نورو لازمو برخو کې د اوبو درې ډوله سرچینې لري او د هغې څخه استفاده کوي، یو د ځمکې لاندې اوبه دي چې د برمو، ژورو څاګانو او پمپونو په اساس را ایستل کیږي، او خلک ورڅخه د څښاک او خړوب لپاره کار اخلي، دوهم ډول یې د غرونو اوبه دي چې په بیلابیلو موسمونو کې توپیر کوي، په پسرلي او اوړي کې یې اندازه ډیره زیاته وي او په نورو موسمونو کې یې بیا اندازه کمیږي،  دغه اوبو د خوړونو او تویونو په بڼه روانې دي، دریمه سرچینه یې بیا د باران او ورښت اوبه دي. مونږ دلته پدې بحث کې د هغه خوړونو څخه یادونه کوو چې د خړوب او برېښنا لپاره مناسب ځایونه لري، که چیرې دولت د دغو خوړونو اوبه مهار کړي نو درې ګټې لري، یو دا چې د اوبو د زیاتیدو سرچینې زیاتوي، بل دا چې د خړوب لپاره ګټور تمامیدلی شي او دریم دا چې د برېښنا امکانات رامنځته کولای شي. په اوبو برسیره د خوست طبیعي فضا‌ء د لمریزې برېښنا لپاره هم مساعده ده، په ښار کې ډیره کمه اندازه برېښنا د ډیزلي جنراتورونو په اساس د خلکو په واک کې ورکړل شوي، د ښار او اطرافو اکثر خلک بې برېښنا دي. په پخوا وختونو کې به اکثرو خلکو د رڼا لپاره ډیوې او د تیلو څراغونه کارول خو اوسهمال یې ځای شمسیو( لمریزو) او ګازي څراغونو نیولي دی. د مرکزي دولت له لوري په بیا بیا د خوستوالو سره ژمنې شوي چې د برېښنا امکانات به ورته برابروي او خوستوالو هم په بیا بیا د مرکزي دولت څخه غوښتنې کړي خو مرکزي دولت پدې برخه کې پاملرنه نده کړي، جمهور رییس غني کله چې د ټاکنیزو مبارزو پرمهال خوست ته راغی او په زرګونو زره مینه وال یې د خوست د فوتبال په لوبغالي کې ورته راټول شوي وو، د خلکو سره یې د نورو ژمنو ترڅنګ دا ژمنه هم وکړه چې په اتلسو میاشتو کې به خوست ته برېښنا راولي، خو پدې برخه کې تراوسه هیڅ نه تر سترګو کیږي. په هرصورت مونږ دلته د هغو خوړونو او تویونو څخه لنډه یادونه کوو چې د اوبو د زخیره کولو او د برېښنا امکانات لري. زه چې کله خوست ته د د خپلې څیړنیزې پروژې د بشپړتیا لپاره لاړم ، نو هڅه مې وکړه چې د اوبو د زخیره وي سرچینو څخه له نږدې کتنه وکړم ، خود بیلابیلو لاملونو له امله ونه توانیدم  چې له تولو خوضو څخه کتنه وکړم، خو کله چې د اوبو د تنظیم ریاست له رییس صیب او د ریاست له یو شمیر کارکوونکو سره کښناستم نو د خوست د اوبو د خوضو په هکله یې لازم معلومات په لاس کې راکړل، دوی هم پدې ونه توانیدل چې مونږ ته د اوبو د ټولو خوضو  په هکله پوره معلومات راکړي، ځکه دوی هم د بیلابیلو لاملونو له امله نشي کولای چې د ټولو خوضو څخه له نږدې کتنه وکړي، خوبیا هم هغه معلومات چې  د اوبو د تنظیم رییس نسیم ګل کریمي او د اوبو د تنظیم عمومي مدیر مصطفی زمونږ سره شریک کړي مونږ یې دلته رانقلوو. 
۱: شمل سیند:ــ شمل د خوست تر ټولو اوږد او د ډیرو اوبو لرونکی خوړ دی، دغه خوړ د لمر لویده څخه مخ پر لمر خاته بهیږي. دغه خوړ د ځدراڼو غرونو د تنګي او شمل له درو څخه سرچینه اخلي، د دغه خوړ سره د خوست د بیلابیلو خوړونو اوبه په بیلابیلو ځایونو کې ورسره یو ځای کیږي، خو د خوست د اکثرو خوړونو اوبه د شمل خوړ سره د تورکاڼي په سیمه کې چې په هارونخیلو موجود دی ورسره یو ځای کیږي، دغه اوبه د خوست څخه بهر د ډیورنډ د کرغیړنې پولې ها خواته ځي، د خوست ولسونه د دغو اوبو څخه یوازې د خړوب په برخه کې ډیره کمه اندازه استفاده کوي. د دغه خوړ د اوبو د زخیره کولو او برېښنا لپاره دوه ځایونه ډیر مناسب دي، یو د دوه منده ولسوالي ساحه ده او بل د تورکاڼي سیمه ده ، د سیمې د خلکو په وینا چې د محمد داوود خان د واکمنۍ پرمهال د دوه منده ساحې د کتنې لپاره د مرکز څخه یو پلاوی هم راغلی وو او داسې انګرل کیده چې پدې ځای کې به د اوبو او برېښنا لپاره بند وتړي چې د ټول خوست لپاره د برېښنا او د ډیرو سیمو لپاره د خړوب امکانات برابرولی شي. که چیرې د شمل خوړ د دوه منده په برخه کې وتړل شي نو د تڼیو، اسمعیل خیلو او مندوزیو، د ځنی خیلو، او ګربزو سیمو دښتې خړوبولی شي، که چیرې دغه خوړ د تورکاڼي په سیمه کې وتړل شي نو نه یوازې خوست ته بلکې نږدې ولایتونو ته هم برېښنا ورکولای شي.
 
۲: متون خوړ:ــ دغه خوړ چې د منګلو د موسی خیلو او قلندر ولسوالیو د غرونو له درو څخه سرچینه اخلي او هلته په بیلابیلو نومونو یادیږي، خو کله چې د  دغو غرونو د درو اوبه د متون ساحې ته داخلیږي نو د متون خوړ په نوم یادیږي او پدې خوړ کې د قلندر او موسی خیلو ولسوالیو غرونو اکثر اوبه راجمع کیږي، دغه خوړ د اوبو څخه اوسمهال یوازې د ځمکو د خړوب لپاره ګټه اخیستل کیږي، او د متون اکثره ځمکې د دغه خوړ د اوبو په اساس خړوبیږي، دغه خوړ د میسغور په سیمه کې د بند د تړلو ښه امکانات لري، که چیرې دغه خوړ پدې ساحه کې وتړل شي، نو نه یوازې د اوبو د زخیره کولو او ځمکو د خړوبو ولو لپاره ترې استفاده کیدلای شي بلکې د برېښنا لپاره هم لازمه ګټه ترې اخیستل کیدای شي. د اوبو د تنظیم ریاست د کارکوونکو له مخې که چیرې د شمل او متون خوړونو اوبه وتړل شي، نو له یوې خوا د ځمکې لاندې اوبه ورسره زیاتیږي او له بلې خوا د ټول ولایت اوبه ورسره تصفیه کیدلای شي.
۳: زمبر:ــ دغه خوړ په صبریو او یعقوبیو ولسوالي کې شتون لري، دغه خوړ د صبریو د غرونو او د منګلو د غرونو له یوې برخې څخه سرچینه اخلي، او بالاخره د شمل له خوړ سره یو ځای کیږي. دغه خوړ د برېښنا او اوبو په برخ کې ګټور دی، اوس مهال خلک ورڅخه د ځمکې په خړوبولو په برخه کې ترې استفاده کوي.
۴: باک خوړ:ــ دغه خوړ د ځاځي میدان، باک او صبریو ولسوالیو د غرونو څخه سرچینه اخلي، دغه خوړ ډیرې پاکې او رڼې اوبه لري، چې خلک اوسمهال د ځمکو د خړوبولو په برخه کې ترې استفاده کوي. دغه خوړ د چنارګي په سیمه کې د بند تړلو ډیر ښه امکانات لري او بالاخره دغه خوړ د باک ولسوالۍ څخه بهر کیږي او د علیشرو او تریزیو ولسوالۍ په برخه کې د شمل له خوړ سره یو ځای کیږي.
۵: سکندریه:ــ د سکندریې خوړ په ځاځي میدان ولسوالي کې بهیږي او د ځاځي میدان د غرونو څخه سرچینه اخلي، ډیرې پاکې او رڼې اوبه لري، او بالاخره د ډیورنډ د پولې ها خوا ځي. او اوسمهال خلک د ځمکې د خړوب لپاره ترې استفاده کوي.
۶: سوړ توی:ــ دغه یو موسمي خوړ دی، په پسرلي او اوړي کې یې د اوبو اندازه زیاتیږي او په نورو موسمونو کې یې د اوبو اندازه کمه وي، دغه خوړ د تڼیو ورژلې له درې او د وزیرستان له غرونو څخه سرچینه اخلي، او په نورو ساحو کې د تڼیو د غرونو د نورو درو اوبه هم ورسره یو ځای کیږي، دغه خوړ د لمرلویده نه مخ په لمر خاته بهیږي، د دورملکې په سیمه کې د لیژې خوړ سره ګډیږې او بالاخره دغو دوو خوړونو اوبه د سیګۍ په سیمه کې د شمل له خوړ سره یو ځای کیږي. خلک ور څخه د ځمکو د خړوبولو لپاره استفاده کوي.
۷: زیږندۍ:ــ دعه خوړ په ګربزو ولسوالي کې شتون لري او د ګربزو ولسوالي د غرونو څخه سرچینه اخلي، کمه اندازه چاري اوبه لري، او خلک د خړوب لپاره ترې استفاده کوي.
۸: د نریزو خوړ:ــ دغه خوړ د تڼیو ولسوالي د نریزي له درې او د وزیرستان د سرحد څخه سرچینه اخلي، جاري رڼې اوبه لري، خلک ورڅخه د خړوب لپاره استفاده کوي، او که چیرې دغه خوړ وتړل شي، نو هم د برېښنا امکانات لري او د ځمکو د خړوب په برخه کې خورا ګټور تمامیدلای شي، د دغه خوړه د تړلو په اساس د تڼیو ولسوالي اکثر شاړې ځمکې خړوبیدلای شي.   
 
خوست ویبپاڼه
[1] ملي تړون، د ملي فکر ټولنیز بنسټ خپلواکه، سیاسي او کلتوري دوه میاشتنۍ خپرونه، ۱۳۹۲ شـ ش، لومړۍ ګڼه، چنګاښ، ۴۴ــ۴۵مخونه. د فضل وزیر هیله من لیکنه.
[2] ملي تړون، د ملي فکر ټولنیز بنسټ خپلواکه، سیاسي او کلتوري دوه میاشتنۍ خپرونه، ۱۳۹۲ شـ ش، لومړۍ ګڼه، چنګاښ، ۴۵مخ. د فضل وزیر هیله من لیکنه 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1150

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1162

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1292

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1784

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5988

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…